ویلیام ټامسون، د کلوین لومړی بارون
د کلوین د واحد په حساب د تودوخې مطلقه درجه هم د نوموړي په ویاړ نومول شوې. په داسې حال کې چې د نوموړي له هڅو وړاندې د تر ټولو سړې هوا (مطلق صفر درجې) شتون پیژندل شوی و، کلوین د هغو د سمې کچې د ټاکلو په موخه چې نږدې منفي ۲۷۳.۱۵ سانتي ګراد درجې یا منفي ۴۵۹.۶۷ فارنهایت درجې کېږي د هغو د توضیح په موخه کارول شوی. د ژول ټامسون اغېز (د ګازو او مایعاتو د تودوخې بدلون یا Joule–Thomson effect) هم د نوموړي په ویاړ د هغه په نوم نومول شوی. نوموړي په خپلو ریاضیکي چارو کې له پروفیسور هیو بلک برن سره نږدې کار کاوه. نوموړي همدارنګه د برېښنايي تلګراف د مخترع او انجینر په توګه دنده ترسره کړه چې هغه یې عامه ډګر ته وړاندې کړ او په دې سره د نوموړي شتمني، شهرت او ویاړ تضمین شو. نوموړي په ۱۸۶۶ زکال کې د ترانس اتلانتیک د ټلګراف په پروژه کې د کار کولو له امله له ملکې ویکټوریا څخه د شوالیه (ښاغلي) لقب ترلاسه کړ او په دې سره ښاغلی ویلیام ټامسون شو. نوموړي له سمندریزو چارو سره ډېره لیوالتیا لرله له همدې امله د سمندري قطب نما په برخه کې د هغه هڅې ډېرې پام وړ وګرځېدې، ځکه چې وړاندې یې محدودیتونه لرل. نوموړی په ۱۸۹۲زکال کې د ترموډینامیک په برخه کې د لاسته راوړنو او همدارنګه د ایرلنډ د خپلواکې ادارې له خوځښت سره د مخالفت له امله اشرافي وګڼل شو او د آیر ښارګوټي د لارګس، کلوین بارون شو. دغه عنوان د کلوین سیند ته نغوته کوله چې په هېل هېډ کې د ګلاسکو پوهنتون په ګلیمور هېل ودانۍ کې د هغه لابراتور ته څېرمه بهېده. په داسې حال کې چې د نړۍ ګڼ شمېر مخکښو پوهنتونونو ورته د ښو دندو وړاندیز وکړ، خو هغه ګلاسکو پرېنښود او په ۱۸۹۹ زکال کې د خپل تقاعد تر مهاله په دغه ځای کې پاتې شو. نوموړی د صنعتي څېړنو په برخه کې فعال و او له همدې امله د ۱۸۹۹ زکال په شاوخوا کې ایسټمن کودک ته په اړوند بریتانوي کودک لیمټېد شرکت کې د مدیره پلاوي د مشر د مرستیال په توګه وټاکل شو. نوموړی په ۱۹۰۴ زکال کې د ګلاسکو پوهنتون رئیس وټاکل شو. [۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰] د لاګاس په ناترهال کې له سرو ډبرو څخه جوړ کور نوموړي ته اړوند و چې په ۱۸۷۰مه لسیزه کې یې جوړ کړی و او همالته ومړ. د نوموړي ډېری اثار د ګلاسکو پوهنتون په هانترین موزیم کې ساتل کېږي چې د هغه اصلي لیکنې، د هغه له خوا جوړ شوي توکي او همدارنګه د تنباکو د څکولو پایپ یې هم په کې شاملېږي. لومړنی ژوند او چارې[سمول]کورنۍ[سمول]د ویلیام ټامسون پلار، جیمز ټامسون د یو کروندګر زوی و او په بلفاسټ سلطنتي علمي بنسټ کې د ریاضیاتو او انجینري ښوونکی و. جمیز ټامسون په ۱۸۱۷ زکال کې له مارګاریت ګارډنر سره واده کړ چې له ماشومانو څخه یې څلور زامن او دوه لوڼې له ماشومتوبه ژوندي پاتې شول. مارګاریت ټامسون په ۱۸۳۰ زکال کې هغه مهال چې ویلیام شپږ کلن و؛ مړه شوه. [۳۱] ویلیام او د هغه مشر ورور جیمز د خپل پلار سره په کور کې زده کړې کولې په داسې حال کې چې کشران وروڼه یې بیا مشرې خور روزل. جمیز د خپل پلار له پریمانه هڅونې، مینې او مالي ملاتړ برخمن و او له امله یې د انجینرۍ مسلک ته چمتو شو. په ۱۸۳۲ زکال کې یې پلار په ګلاسکو کې د ریاضیاتو ښوونکی وټاکل شو او له همدې امله یې کورنۍ د ۱۸۳۳ زکال په اکتوبر میاشت کې هلته کډه وکړه. د ټامسون زامنو د خپل پلار له کلیوالي روزنې وروسته په ملي کچه تجربه ترلاسه کړه، هغوی د ۱۸۳۹ زکال کې تر نیمايي پورې په لندن کې پاتې شول او بیا یې په پاریس کې په فرانسوي ژبې زده کړې وکړې. د ۱۸۴۰مې لسیزې د نیمايي پر مهال د ټامسون ډیر ژوند په جرمني او هالنډ کې تېرشو، چېرې چې یې د ژبو زده کړې ته لومړیتوب ورکړ. د هغه خور آنا ټامسون د فزیک پوه جمیز ټامسون بوټوملي (زوکړه: ۱۸۴۵ – مړینه: ۱۹۲۶ زکال؛ د ایډنبورګ د سلطنتي علمي ټولنې همکار و) مور وه. [۳۲] ځواني[سمول]ټامسون د زړه ناروغي لرله، له همدې امله یوځل هغه مهال چې ۹ کلن و؛ نږدې و چې ومري. نوموړي د بلفاسټ په سلطنتي علمي بنسټ کې داخله وکړه؛ چېرې چې د هغه پلار د هغو د پوهنتوني برخې ښوونکی و. په ۱۸۳۴زکال کې نوموړي د ۱۰ کلنۍ په عمر په ګلاسکو پوهنتون کې زده کړه پیل کړه؛ چې د وخته مخکې ودې له امله یې نه وه، بلکې دغه مهال یاد پوهنتون د ابتدايي ښوونځیو پیاوړو زده کوونکو ته یو لړ امکانات برابرول او په عمومي بڼه دا د هغه د پیل وخت و. د ښوونځي د زده کړو پر مهال ټامسون له کلاسیکو زده کړو او همدارنګه له ساینس سره خپله طبیعي لیوالتیا څرګنده کړه. د ۱۲ کلنۍ په عمر نوموړي له لرغونې یوناني ژبې څخه انګلیسي ژبې ته د لوسیان ساموساتو؛ د خدای سره د خبرو په نامه د اثر د ژباړې له امله جایزه ترلاسه کړه. د ۱۸۳۹/۱۸۴۰ زکال په روزنیز کال کې ټامسون د ستور پوهنې په برخه کې د ځمکې د شکل اړوند مقالې لیکلو له امله د خپل ټولګي جایزه ترلاسه کړه، دغه مقالې د نوموړي د ریاضیکي تحلیل او تجزیې د وړتیا او همدارنګه د هغه د خلاقیت څرګندويي کوله. دغه مهال د نوموړي د فزیک ښوونکی د هغه همنامه ډیوېډ ټامسون و. [۳۳] کمبرېج[سمول]د ویلیام پلار وکولای شول د خپل ګران زوی د زده کړو لپاره په کافي اندازه مالي امکانات برابر کړي؛ په دې سره نوموړي (پلار یې) په ۱۸۴۱ زکال کې د هغه د معرفي کولو اړوند د اوږده لیک لیکلو او په هغو کې د شخصي ګڼ شمېر امکاناتو د لرلو په بیانولو سره یې ټامسون د کمبرېج په پیټرهاوس کالج کې شامل کړ. په کمبرېج کې د زده کړو پر مهال ټامسون د منډې وهلو او سکلېنګ لوبو په برخه کې فعال و او په ۱۸۴۳ زکال کې یې د سکلېنګ په برخه کې کولکوهون جایزه ترلاسه کړه. له دې سربېره نوموړي له کلاسیک، میوزیک او ادبیاتو سره هم لیوالتیا لره، خو د هغه د روڼ آندي ژوند اصلي مینه له ساینس سره وه. د ریاضیاتو، فزیک او په ځانګړې توګه د برېښنا په برخه کې مطالعاتو د هغه فکر جوړاوه. په ۱۸۴۵ زکال کې ټامسون د ریاضي په برخه کې د پوهنتون د عمومي دویم نمره په درجه فارغ شو. نوموړي همدارنګه د سمیت لومړۍ جایزه ترلاسه کړه چې د کمبریج د ټریفوس کالج د ازموینې پر خلاف د اصلي څېړنې پر بنسټ وه. ویل کېږي چې د هغه یوه ازموینه اخیستونکي رابرټ لزلي الیس د هغه بل ازموینه اخیستونکي ته ویلي: «موږ او تاسو یوازې د هغه د قلمونو د برابرونکو په حالت کې یو». [۳۴][۳۵][۳۶] په ۱۸۴۵ زکال کې نوموړي د مایکل فارادي د نظریې لومړنۍ ریاضیکي پراختیا وړاندې کړه؛ چې له مخې یې برېښنايي استنتاج د یوې مداخله کوونکې واسطې یا «ډي الکټریک» په مرسته کېده، نه د یوه بې مفهومه «لرې چارې په واسطه». نوموړي همدارنګه د برېښنايي انځورونو ریاضیکي تخنیک اختراع کړ چې د الکټروستاتیکي مسائلو د حل کولو په برخه کې په پیاوړي عامل واوښت؛ هغه علم چې د سکون په حالت کې د بارلرونکو برېښنايي اجسامو ترمنځ قوې ته اړوندېږي. دغه لاسته راوړنه تر ډېره د هغې لاسته راوړنې په غبرګون کې وه چې فارادي یې وړاندې څېړنه کړې وه او ښوولې یې وه چې نور او مقناطیسي (یا برېښنايي) پدیدې یو بل ته اړوندې دي. نوموړی د ۱۸۴۵ زکال په جون میاشت کې د سنټ پیټر (هغه مهال تر ډېره ورټه پیټر هاوس ویل کېدل) د علمي همکار په توګه وټاکل شو. دغې چارې ورسره مرسته وکړه څو یوه موده وخت د هنري ویکټور رګنولټ په نامه د پاریس په مشهور ازموینځای کې کار وکړي؛ خو په ۱۸۴۶ زکال کې د ګلاسکو پوهنتون د طبیعي فلسفې د څانګې مشر وټاکل شو. نوموړی د ۲۲ کلنۍ په عمر د خپل هېواد د لرغوني پوهنتون په هغه ټولګي کې د ښوونکي په جامو کې راڅرګند شو چې یو مهال په کې خپله د لومړي ټولګي زده کړیال و. [۳۷] سرچينې[سمول] |
- ↑ ۱٫۰ ۱٫۱ پیوستون : 118777033 — د نشر نېټه: ۲۶ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
- ↑ ۲٫۰ ۲٫۱ http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb12270383k — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
- ↑ ۳٫۰ ۳٫۱ http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb12270383k — د نشر نېټه: ۲۲ اگسټ ۲۰۱۷ — پیدا کوونکی: John O'Connor او Edmund Robertson
- ↑ ۴٫۰ ۴٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6xd13bf — subject named as: William Thomson, 1st Baron Kelvin — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ ۵٫۰ ۵٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/1278 — subject named as: William Thomson — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ ۶٫۰ ۶٫۱ Internet Speculative Fiction Database author ID: https://www.isfdb.org/cgi-bin/ea.cgi?141130 — subject named as: William Thomson — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ ۷٫۰ ۷٫۱ Encyclopædia Britannica Online ID: https://www.britannica.com/biography/William-Thomson-Baron-Kelvin — subject named as: William Thomson Baron Kelvin — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
- ↑ ۸٫۰ ۸٫۱ The Peerage person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=4638&url_prefix=https://www.thepeerage.com/&id=p23560.htm#i235592 — subject named as: William Thomson, 1st and last Baron Kelvin — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — دوتنه: Darryl Roger Lundy — پیدا کوونکی: Darryl Roger Lundy
- ↑ ۹٫۰ ۹٫۱ KNAW past member ID: http://www.dwc.knaw.nl/biografie/pmknaw/?pagetype=authorDetail&aId=PE00003326 — subject named as: William Thomson 1st Baron Kelvin — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ ۱۰٫۰ ۱۰٫۱ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/thomson-william-20 — subject named as: William Thomson — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سمونګر: Bibliographisches Institut & F. A. Brockhaus او Wissen Media Verlag
- ↑ ۱۱٫۰ ۱۱٫۱ Gran Enciclopèdia Catalana ID: https://www.enciclopedia.cat/ec-gec-0065921.xml — subject named as: William Thomson — سرليک: Gran Enciclopèdia Catalana — خپرونکی: Grup Enciclopèdia
- ↑ ۱۲٫۰ ۱۲٫۱ Roglo person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=7929&url_prefix=https://roglo.eu/roglo?&id=p=william;n=thomson;oc=1 — subject named as: William Thomson
- ↑ Accademia delle Scienze di Torino ID: https://www.accademiadellescienze.it/accademia/soci/William-Thomson-Kelvin — subject named as: William Kelvin Thomson — د نشر نېټه: ۱ ډيسمبر ۲۰۲۰
- ↑ ۱۴٫۰ ۱۴٫۱ Proleksis enciklopedija ID: https://proleksis.lzmk.hr/30657 — subject named as: Kelvin of Largs — سرليک: Proleksis enciklopedija او Opća i nacionalna enciklopedija
- ↑ ۱۵٫۰ ۱۵٫۱ subject named as: William Thomson — Dictionary of Irish Biography ID: https://doi.org/10.3318/dib.008542.v1 — سرليک: Dictionary of Irish Biography — خپرونکی: Royal Irish Academy
- ↑ سمونګر: Alexander Prokhorov — سرليک: Большая советская энциклопедия — نسخهدريم — موضوع: Томсон Уильям — خپرونکی: The Great Russian Encyclopedia
- ↑ ۱۷٫۰ ۱۷٫۱ Accademia delle Scienze di Torino ID: https://www.accademiadellescienze.it/accademia/soci/William-Thomson-Kelvin — د نشر نېټه: ۱ ډيسمبر ۲۰۲۰
- ↑ CTHS person ID: https://cths.fr/an/savant.php?id=117266 — subject named as: , William THOMSON Kelvin — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Annuaire prosopographique : la France savante
- ↑ https://dx.doi.org/10.1088/1742-6596/158/1/012004
- ↑ Hansard (1803–2005) ID: https://api.parliament.uk/historic-hansard/people/mr-william-thomson — د نشر نېټه: ۲۲ اپرېل ۲۰۲۲
- ↑ د ټولټال کار کتنه په: https://www.bartleby.com/lit-hub/library — سمونګر: Charles Dudley Warner — سرليک: Library of the World's Best Literature
- ↑ http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb12270383k — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
- ↑ کينډۍ:ODNBweb
- ↑ * Martin, Elizabeth, المحرر (2009), "Kelvin, Sir William Thomson, Lord", The New Oxford Dictionary for Scientific Writers and Editors (په انګلیسي ژبه کي) (الطبعة 2nd), Oxford University Press, doi:10.1093/acref/9780199545155.001.0001, د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-954515-5, د لاسرسينېټه ۰۸ اکتوبر ۲۰۲۰,
British theoretical and experimental physicist
الوسيط|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)- Knowles, Elizabeth, المحرر (2014), "Lord Kelvin Oxford Dictionary of Quotations", Oxford Reference (په انګلیسي ژبه کي) (الطبعة 8th), Oxford University Press, doi:10.1093/acref/9780199668700.013.q-author-00010-00001845 (غير نشط 31 July 2022), د لاسرسينېټه ۰۸ اکتوبر ۲۰۲۰,
Lord Kelvin 1824–1907 British physicist and natural philosopher
الوسيط|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - Clapham, Christopher; Nicholson, James, المحررون (2014), "Kelvin, Lord", The Concise Oxford Dictionary of Mathematics (په انګلیسي ژبه کي) (الطبعة 5th), Oxford University Press, doi:10.1093/acref/9780199679591.001.0001, د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-967959-1, د لاسرسينېټه ۰۸ اکتوبر ۲۰۲۰,
Kelvin, Lord (1824–1907) The British mathematician, physicist and engineer
الوسيط|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - Schaschke, Carl, المحرر (2014), "Kelvin, Lord", A Dictionary of Chemical Engineering (په انګلیسي ژبه کي), Oxford University Press, doi:10.1093/acref/9780199651450.001.0001, د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-965145-0, د لاسرسينېټه ۰۸ اکتوبر ۲۰۲۰,
A Belfast-born Scottish scientist
الوسيط|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - Ridpath, Ian, المحرر (2018), "Kelvin, Lord", A Dictionary of Astronomy (په انګلیسي ژبه کي) (الطبعة 3rd), Oxford University Press, doi:10.1093/acref/9780191851193.001.0001, د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-185119-3, د لاسرسينېټه ۰۸ اکتوبر ۲۰۲۰,
Kelvin, Lord (William Thomson) (1824–1907) Scottish physicist
الوسيط|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - Ratcliffe, Susan, المحرر (2018). Lord Kelvin Oxford Essential Quotations. Oxford Reference (په انګلیسي ژبه کي) (الطبعة 6th). Oxford University Press. doi:10.1093/acref/9780199668700.013.q-author-00010-00006236 (غير نشط 31 July 2022). د لاسرسينېټه ۰۸ اکتوبر ۲۰۲۰.
Lord Kelvin 1824–1907 British scientist
الوسيط|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - Rennie, Richard; Law, Jonathan, المحررون (2019), "Kelvin, Lord", A Dictionary of Physics (په انګلیسي ژبه کي) (الطبعة 8th), Oxford University Press, doi:10.1093/acref/9780198821472.001.0001, د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-882147-2, د لاسرسينېټه ۰۸ اکتوبر ۲۰۲۰,
Kelvin, Lord (William Thomson; 1824–1907) British physicist
الوسيط|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - Law, Jonathan; Rennie, Richard, المحررون (2020), "Kelvin, Lord", A Dictionary of Chemistry (په انګلیسي ژبه کي) (الطبعة 8th), Oxford University Press, doi:10.1093/acref/9780198841227.001.0001, د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-884122-7, د لاسرسينېټه ۰۸ اکتوبر ۲۰۲۰,
Kelvin, Lord (William Thomson; 1824–1907) British physicist, born in Belfast
الوسيط|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
- Knowles, Elizabeth, المحرر (2014), "Lord Kelvin Oxford Dictionary of Quotations", Oxford Reference (په انګلیسي ژبه کي) (الطبعة 8th), Oxford University Press, doi:10.1093/acref/9780199668700.013.q-author-00010-00001845 (غير نشط 31 July 2022), د لاسرسينېټه ۰۸ اکتوبر ۲۰۲۰,
- ↑ Harold I. Sharlin (13 December 2019). "William Thomson, Baron Kelvin". Encyclopædia Britannica. د لاسرسينېټه ۲۴ جنوري ۲۰۲۰. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Kelvin and Ireland Raymond Flood, Mark McCartney and Andrew Whitaker (2009) J. Phys.: Conf. Ser. 158 011001
- ↑ Randall, Lisa (2005). Warped Passages. New York: HarperCollins. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) p.162 - ↑ "Hutchison, Iain "Lord Kelvin and Liberal Unionism"" (PDF). د لاسرسينېټه ۲۹ اکتوبر ۲۰۱۱. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Trainer, Matthew (2008). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Lord Kelvin, Recipient of The John Fritz Medal in 1905"]. Physics in Perspective 10: 212–223. doi:10.1007/s00016-007-0344-4.
- ↑ کينډۍ:ODNBweb
- ↑ "Biography of William Thomson's father". Groups.dcs.st-and.ac.uk. د لاسرسينېټه ۲۹ اکتوبر ۲۰۱۱. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ "Former Fellows of The Royal Society of Edinburgh, 1783–2002" (PDF). د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۱۹ سپټمبر ۲۰۱۵ باندې. د لاسرسينېټه ۳۰ اپرېل ۲۰۱۵. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ "David Thomson Aberdeen University". الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Mayer, Roland (1978). Peterhouse Boat Club 1828-1978. Peterhouse Boat Club. د کتاب پاڼې 5. د کتاب نړيواله کره شمېره 0950618101. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Thompson (1910) vol. 1, p. 98
- ↑ کينډۍ:Acad
- ↑ (په 1 December 2002 باندې). William Thomson: king of Victorian physics. Physics World.
- ليکنې په کومو کې چي د انګلیسي ژبې توري موجود دي
- د خاصيت کارولو پاڼې P1559
- د ويکيډاټا توکو کارونکي مخونه
- مخونه د ويکيډاټا د سرچينو سره
- د خاصيت کارولو پاڼې P19
- 1907م وفاتونه
- 17 ډيسمبر وفاتونه
- د خاصيت کارولو پاڼې P570
- د خاصيت کارولو پاڼې P551
- د خاصيت کارولو پاڼې P27
- د خاصيت کارولو پاڼې P102
- د خاصيت کارولو پاڼې P69
- د خاصيت کارولو پاڼې P106
- ويونکي ژبې د ويکيډاټا څخه
- د خاصيت کارولو پاڼې P101
- دستخط ویکی ڈیٹا سے ماخوذ
- د خاصيت کارولو پاڼې P935
- د خاصيت کارولو پاڼې P227
- په ويکيډاټا کې غير پښتو نښانونه
- ليکنې په کومو کې چي د لاطینی ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د كتالونیه ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د کروشیائی ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د روسي ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د فرانسیسی ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کي چي د انګلیسي (en) ژبې سرچينې موجودې دي
- هغه ليکنې چې د دوی په نامه آله پکښي موجوده خو وروسته بيا غیر فعاله سوې وي 2022