د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
ښه ليکنه دا د قناعت وړ ليکنه ده چې د یوې ښې ليکنې معیارونه پوره کوي، خو د يوې ټاکلې ليکنې ټول معيارونه په ځان کې نه لري. د ښې ليکنې معيارونه د يوې ليکنې څرنګوالی او کيفيت په ګوته کوي او لکه د ټاکلې ليکن د معيارونو په څېر سخت نه دي، کوم چې زمونږ غوره ليکنې مشخصوي.
يوه ښه ليکنه بايد لاندې ځانګړتياوې ولري—
- ليکنه بايد ساده او د پوهېدو وړ وي.
- ليکنه بايد کره وي، خو داسې نه چې له پوهېدو ووځي.
- ليکنه بايد د دوديز او سيمه ييز وينګ پربنسټ نه بلکې د معيار او کره توب پربنسټ وي.
- په ليکنه کې بايد د نورو اړوند ليکنو لينکونه او تړنې، اړوند ليکنې، سرچينې، انځورونه، تانبې، څنګپټې او کينډۍ ځای پرځای شي.
- باید د املا، ګرامر او نثر له پلوه ښه وي.
- په ليکنه ک بايد د چا تحقير او سپکاوی نه وي شوی.
- د ليکلو تګلار او طرز يې کتاب سره سم وي، یانې د سريزه، لړليک،څپرکي او نوره بشپړه ليکنه او ټکي، هغه کلمې چې باید ډډه وشي او نور شیان په ځان کې ولري.
- لومړنۍ سرچينې يا اخځليکونه يې بايد مالوم وي.
- ټوله منځپانګه يې د پوهېدو وړ او تشريحي وي او د تېښتې هڅه پکې نه وي شوي.
- د باوري سرچینو څخه کار اخیستل چې دا موضوع د ژوند لپاره خورا مهمه ده.
- د کاپي حق څخه سرغړونه نه کوي يانې ادبي غلا نه وي.
- جزیاتو ته له ورتګ څخه ډډه وکړئ ځکه چې د مقالې برخې په موضوع تمرکز کوي (د ویکیپیډیا:لنډیز سټایل ولولئ)؛
- ناپېيلتوب او بې طرفۍ اصل مراعت کړئ او د يوه لوري په پلوۍ رايه مه ورکوئ.
- ليکنه بايد ثابته وي او د کارنانو ترمنځ د نظرونو د توپير او شخړې سبب بايد ونه ګرځي.
- په مقاله کې کارول شوي فایلونو د کاپي حق حالت باید په واضح ډول لیبل شي؛
- انځورونه بايد د موضوع سره تړاو ولري، او مناسب توضیحات ولري.
|