ويکيپېډيا:ښې ليکنې/معيارونه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
ښه ليکنه دا د قناعت وړ ليکنه ده چې د یوې ښې ليکنې معیارونه پوره کوي، خو د يوې ټاکلې ليکنې ټول معيارونه په ځان کې نه لري. د ښې ليکنې معيارونه د يوې ليکنې څرنګوالی او کيفيت په ګوته کوي او لکه د ټاکلې ليکن د معيارونو په څېر سخت نه دي، کوم چې زمونږ غوره ليکنې مشخصوي.

ښه ليکنه څه ډول ليکنه ده؟[سمول]

يوه ښه ليکنه بايد لاندې ځانګړتياوې ولري—

  1. ليکنه بايد ساده او د پوهېدو وړ وي.
  2. ليکنه بايد کره وي، خو داسې نه چې له پوهېدو ووځي.
  3. ليکنه بايد د دوديز او سيمه ييز وينګ پربنسټ نه بلکې د معيار او کره توب پربنسټ وي.
  4. په ليکنه کې بايد د نورو اړوند ليکنو لينکونه او تړنې، اړوند ليکنې، سرچينې، انځورونه، تانبې، څنګپټې او کينډۍ ځای پرځای شي.
  5. باید د املا، ګرامر او نثر له پلوه ښه وي.
  6. په ليکنه ک بايد د چا تحقير او سپکاوی نه وي شوی.
  7. د ليکلو تګلار او طرز يې کتاب سره سم وي، یانې د سريزه، لړليک،څپرکي او نوره بشپړه ليکنه او ټکي، هغه کلمې چې باید ډډه وشي او نور شیان په ځان کې ولري.
  8. لومړنۍ سرچينې يا اخځليکونه يې بايد مالوم وي.
  9. ټوله منځپانګه يې د پوهېدو وړ او تشريحي وي او د تېښتې هڅه پکې نه وي شوي.
  10. د باوري سرچینو څخه کار اخیستل چې دا موضوع د ژوند لپاره خورا مهمه ده.
  11. د کاپي حق څخه سرغړونه نه کوي يانې ادبي غلا نه وي.
  12. جزیاتو ته له ورتګ څخه ډډه وکړئ ځکه چې د مقالې برخې په موضوع تمرکز کوي (د ویکیپیډیا:لنډیز سټایل ولولئ)؛
  13. ناپېيلتوب او بې طرفۍ اصل مراعت کړئ او د يوه لوري په پلوۍ رايه مه ورکوئ.
  14. ليکنه بايد ثابته وي او د کارنانو ترمنځ د نظرونو د توپير او شخړې سبب بايد ونه ګرځي.
  15. په مقاله کې کارول شوي فایلونو د کاپي حق حالت باید په واضح ډول لیبل شي؛
  16. انځورونه بايد د موضوع سره تړاو ولري، او مناسب توضیحات ولري.


څه شی يوه ښه ليکنه نه ده؟[سمول]

نورې اړوند[سمول]

يادښتونه[سمول]