مېتا پلټفارمز

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

مېتا پلټفارمز شرکت (Meta Platforms) چې د مېتا (Meta)تر نوم لاندې کار کوي او پخوا د فېسبوک شرکت په نوم پېژندل کېده، یوه څو-ملیتي یا څو-هېوادیزه ټکنالوژيکي ډله ده چې د کلفورنيا په مېنلو پارک کې مېشته ده. دغه شرکت د نورو فرعي شرکتونو ترڅنګ د فېسبوک، انسټاګرام او واټساپ اصلي یا مور سازمان دی. مېتا د نړۍ له خورا ارزښتناکو شرکتونو څخه دی او د امازون، ګوګل، اپل او مایکروسافټ تر څنګ د متحده ايالاتو د معلوماتي ټکنالوژۍ یو له سترو ټکنالوژیکي شرکتونو څخه شمېرل کېږي. دا شرکت د بازار موندونکو لپاره د اعلانونو ځای پر ځای کولو له پلور څخه د خپلو عایداتو لویه برخه لاسته راوړي.[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷]

مېتا شرکت د فېسبوک، مېسېنجر، فېسبوک واچ، او فېسبوک پورټل په شمول نور محصولات او خدمتونه هم وړاندې کوي. دغه شرکت همدا راز اکولس (Oculus)، ګېفې (Giphy)، او مپېلري (Mapillary) هم اخيستي او په جيو پلټفارمز (Jio Platforms) کې هم ۹.۹۹ سلنه ونډه لري.[۸]

د ۲۰۱۲م کال په اکتوبر کې رسنیو راپور ورکړ چې د فېسبوک اصلي یا مور شرکت پلان لري چې خپل نوم بدل کړي ترڅو "پر میټاورس (metaverse) جوړولو خپل تمرکز منعکس کړي." د همدې میاشتې په وروستیو کې د اکتوبر په ۲۸مه يې نوم مېتا ته واوښت. "میتا" (meta) کلمه د یوناني ژبې ریښه لري او معنا یې "هاخوا" ده چې د راتلونکي انګېزه له ځان سره لري.[۹][۱۰][۱۱][۱۲]

تاریخچه[سمول]

فېسبوک د ۲۰۱۲م کال د جنوري په لومړۍ نېټه د لومړني عامه وړاندیز یا عرضې (IPO) لپاره نوملیکنه وکړه. په لومړنۍ اعلانپاڼه کې ویل شوي وو چې دغه شرکت د ۵ میلیارده ډالرو د راټولولو هڅه کړې، ۸۴۵ مېلیونه میاشتني فعال کاروونکي او یوه داسې وېبپاڼه لري، چې هره ورځ ۲.۷ میلیارده لایکونه او تبصرې ترلاسه کوي. له دغې IPO وروسته به زوکربرګ په فېسبوک کې د ۲۲ سلنه ملکیت او ۵۷ سلنه رایې ورکولو ونډه ولري.[۱۳][۱۴][۱۵]

بیمه کوونکو (underwriters) د هرې ونډې ارزښت ۳۸ ډالر وښود او د شرکت ارزښت يې ۱۰۴ میلیارد ډالره وښود چې د یوه نوي عامه شرکت لپاره تر هغه وخته ترټولو لوی ارزښت ګڼل کېده. د مې پر ۱۶مه، له دغې IPO څخه یوه ورځ وړاندې، فېسبوک اعلان وکړ چې د لوړې غوښتنې له کبله به د لومړي پلان په پرتله ۲۵ سلنه زیاتې ونډې وپلوري. دغېIPO  ۱۶ میلیارده ډالر ورته راټول کړل او په دې توګه یې د متحده ایالاتو په تاریخ کې درېیم ځای خپل کړ (له AT&A Wireless شرکت څخه یو څه مخکې او یوازې له جنرال موټرز او ویزا څخه شاته و). د دغو ونډو بیې د متحده ایالاتو له یو څو شرکتونو پرته دغه شرکت د ټولو په پرتله د لوړې بازار پانګونې شرکت په توګه ثبت کړ او له سترو شرکتونو لکه امازون، مکډونالډز، ډیزني، او کرفټ فوډز څخه مخکې شو او د زوکربرګ شتمني يې ۱۹ ميليارده ډالرو ته ورسوله. نيویارک ټایمز وویل چې دغه وړاندیز یا عرضه د اعلاناتو په راجلبولو کې د فېسبوک د ستونزو په اړه پوښتنې لرې کړې ترڅو دغه شرکت په "لازمي ونډو" لرونکي (Must-own-stock) بدل کړي. د جې پي مورګن چېس شرکت (JPMorgan Chase) اړوند جېمي لي  (Jimmy Lee)دا شرکت د "راتلونکې لویې مرغوبې ونډې" (the next great blue-chip) په توګه یاد کړ.  له بلې خوا د ټېک کرنچ (TechCrunch) لیکوالانو شک څرګند کړ او ویې ویل: "دا د عملي اړخ له پلوه څو برابره لوی دی، او فېسبوک ښایي دغه ستر ارزښت د توجیه کولو لپاره د عوایدو نوي ستر جریانونه اضافه کړي".[۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]

جوړښت[سمول]

مدېریت[سمول]

د مېتا د ادارې کلیدي کسان په لاندې ډول دي: [۲۱]

  • مارک زوکربرګ، مشر او اجرایوي رئیس
  • شېریل سنډبرګ، عملیاتي مدیره
  • مایک شروفر، د تکنالوژۍ مدیر
  • ډیویډ وینر، مالي آمر
  • کریس کاکس، محصولاتو آمر

د ۲۰۲۰ کال تر ډسمبر پورې، مېتا ۵۸۶۰۴ کارمندان لرل، چې د هر کال په پرتله د ۳۰.۴ سلنه زیاتوالي ښودنه کوي.

مدیره پلاوی[سمول]

د ۲۰۱۲ کال تر اکتوبر پورې، د مېتا په مدیره هیئت کې لاندې مدیران شامل وو:

  • مارک زوکربرګ (مشر، بنسټګر او اجراییه رئیس)
  • شیریل سنډبرګ (اجرایوي او عملیاتي مدیره)
  • پېګي الفورډ (غیر اجرایوي رئيس، اجرایوي مرستیال، د نړیوال پلور مسؤول، PayPal)
  • مارک اندریسسن (غیر اجرایوي رئیس، شریک بنسټګر او عمومي شریک، اندریسسن هورویټزAnderssen Horowitz )
  • ډریو هوسټن (غیر اجرایوي رئيس، د ډراپ باکس Dropbox رئيس او جرائیه مشر)
  • نانسي کلیفر (غیر اجرایوي رئیسه، ستره شریکه، مک کینسي انډ کمپنيز McKinsey and Companies)
  • رابرټ ایم کیمیټ (غیر اجرایوي رئيس، لوړ پوړی نړیوال مشاور، ولېلمر هېل WilmerHale)
  • پیټر تایل Peter Thiel (غیر اجرایوي رئيس، شریک بنسټګر او پخوانی اجرایوي رئیس، د پې پال PayPal بنسټګر او رئيس، کلیریم کیپیټل Clarium Capital)
  • ټریسي ټریوس (غیر اجرایوي رئيسه، اجرایوي مرستیاله، مالي آمره، د اسټې لاډر شرکتونه Estee Lauder Campanies)

عواید[سمول]

فېسبوک د عوايدو له پلوه د متحده ایالاتو د سترو شرکتونو د ۲۰۲۰ کال په فارچون ۵۰۰ (Fortune 500) نوملړ کې ۳۴ ځای او شاوخوا ۸۶ میلیارده ډالره عايد یې درلود، چې ډېره برخه یې د اعلاناتو له درکه وه.  د ۲۰۱۷ د معلوماتو یوه تحلیل روښانه کړې چې دغه شرکت له اعلاناتو څخه د هر کاروونکي په سر ۲۰.۲۱ ډالره ترلاسه کړي. [۲۲][۲۳][۲۴][۲۵]

د اعلان ورکوونکو شمېر[سمول]

د ۲۰۱۵ کال په فبروري کې فېسبوک اعلان وکړ چې دوه مېليونه فعال اعلان ورکوونکي لري او ډېره ګټه یې له کوچنیو سوداګريو یا کاروبارونو څخه راځي. هر فعال اعلان ورکوونکی هغه څوک و چې په تېرو ۲۸ ورځو کې یې د فېسبوک پر پلټفارم (platform) اعلان خپور کړی و. د ۲۰۱۶ کال په مارچ کې فېسبوک اعلان وکړ چې ۳ مېلیونه فعال اعلان ورکوونکي لري او ۷۰ سلنه يې له متحده ایالاتو بهر دي. د اعلانونو نرخونه د اعلان-ځایونو د لیلامولو پر بنسټ د یوه بدلېدونکي نرخ ماډل له مخې او پخپله له اعلان سره د احتمالي ښکېلتیا د کچې له مخې ټاکل کېږي. د نورو آنلاین اعلاناتو د جوړښتونو لکه ګوګل او ټویټر په څېر، د اعلانونو هدف ګرځول د دودیزو رسنیو په پرتله د ډیجیټل اعلانونو یوه له مهمو وړتیاوو څخه ده. په مېتا کې بازارموندنه د دوو مېتودونو له لارې د کتلو د عادتونو پر بنسټ کېږي، چې خوښل او شريکول او د لیدونکو د موادو اخیستل پکې راځي چې یو یې هدف ګرځول شوي لیدونکي دي او بل هم  "سره ورته" لیدونکي دي.[۲۶][۲۷][۲۸]

تاسیسات[سمول]

دفترونه[سمول]

له متحده ایالاتو او کاناډا بهر کارونکي د مېتا د آیرلنډ له فرعي شرکت​​، فېسبوک آیرلنډ لمتد شرکت، سره تړون کوي او دغه کار مېتا شرکت په اروپا، اسیا، اسټرالیا، افریقا او سویلي امریکا کې د ټولو کاروونکو لپاره د متحده ایالاتو له مالیاتو بچ کړی دی. مېتا له ډبل آیرش ترتیباتو یا دوه‌ګوني آیرلنډي قرارداد (Double Irish arrangement) څخه کار اخلي چې له مخې یې دا شرکت پر ټولو نړیوالو عایداتو باندې ۲-۳ سلنه کارپوریشن مالیه ورکوي. په ۲۰۱۰ کال کې، فېسبوک خپل څلورم دفتر د هند په حیدراباد کې پرانست، چې د آنلاین اعلاناتو او پراختیا اړوند ملاتړي ټیمونه لري او کاروونکو او اعلان ورکونکو ته ملاتړ چمتو کوي. په هند کې، مېتا د فېسبوک انډیا آنلاین سرویسز پرایویټ لمیټډ (Facebook India Online Services Pvt Ltd) تر نوم لاندې راجستر دی. دا شرکت همدا راز په چټاګنګ (Chittagong)، ډوبلین (Dublin)، کالیفورنیا (California)، ایرلینډ (Ireland)، آسټین (Austin)، او ټیکساس (Texas) کې هم د ملاتړ دفترونه لري.[۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳]

فېسبوک د لندن مرکزي دفتر هم په ۲۰۱۷ کال کې د مرکزي لندن په فیتزرویا کې پرانیست. فېسبوک په ۲۰۱۸ کال کې د کیمبرج په میساچوسټس کې یو دفتر پرانیست. دا دفترونه په پیل کې د "د اتصال لابراتوار" (Connectivity Lab) ځایونه وو، چې هغو کسانو ته یې د انټرنټ پر لاسرسي چمتو کولو تمرکز درلود چې انټرنیټ ته لاسرسی نه لري.[۳۴]

د معلوماتو مرکزونه[سمول]

تر ۲۰۱۹ کال پورې فېسبوک د معلوماتو ۱۶ مرکزونه فعال کړل او دا ژمنه یې کړې چې د ۱۰۰ سلنه نوې کیدونکې انرژۍ پېرودونه به کوي او تر ۲۰۲۰ کال پورې به د شینکوړک ګازونو کچه ۷۵ سلنه راکمه کړي. د معلوماتو د مرکز په ټیکنالوژیو کې فیبریک اګریګېټر (Fabric Aggregator) هم راځي، چې یو خپور شوی شبکه‌اي سیستم دی او لویې سیمې او د تګ راتګ بېلابېل ماډلونه (Varied traffic patterns) ځای پر ځای کوي.[۳۵][۳۶][۳۷]

سرچينې او ياداښتونه[سمول]

  1. "Delaware Corporate Entity Search". د لاسرسي‌نېټه October 28, 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) (file no. 3835815)
  2. Meta Platforms, Inc. (October 28, 2021). "Current Report (8-K)". Securities and Exchange Commission. د لاسرسي‌نېټه October 29, 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. (په October 30, 2021 باندې). Hebrew speakers mock Facebook's corporate rebrand to Meta. CNN.
  4. "Facebook Inc. Certificate of Incorporation" (PDF). September 1, 2020. د لاسرسي‌نېټه October 28, 2021. File Number 3835815 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. "Facebook Reports Second Quarter 2021 Results". investor.fb.com. د لاسرسي‌نېټه August 12, 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. "GAFAM: The Big Five Tech Companies Facts (FAAMG)". GrowthRocks (په انګلیسي ژبه کي). 2021-08-18. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ نومبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Facebook, Inc. (January 28, 2021). "Form 10-K (2021)" (PDF). د لاسرسي‌نېټه August 13, 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. (په April 22, 2020 باندې). Facebook Invests $5.7 Billion in Indian Internet Giant Jio. The New York Times.
  9. Heath, Alex (October 19, 2021). "Facebook is planning to rebrand the company with a new name". The Verge (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه October 20, 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Dwoskin, Elizabeth (October 28, 2021). "Facebook is changing its name to Meta as it focuses on the virtual world". The Washington Post (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه October 28, 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. "Facebook announces name change to Meta in rebranding effort". The Guardian (په انګلیسي ژبه کي). 2021-10-28. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ اکتوبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. "Facebook changes its name to Meta as a part of rebrand | Programming Nation" (په انګلیسي ژبه کي). د اصلي آرشيف څخه پر ۲۹ اکتوبر ۲۰۲۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ اکتوبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. "Form S-1 Registration Statement Under The Securities Act of 1933". January 1, 2012. مؤرشف من الأصل في June 5, 2012. د لاسرسي‌نېټه May 18, 2012. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Erickson, Christine (January 3, 2012). "Facebook IPO: The Complete Guide". Mashable business. د لاسرسي‌نېټه March 23, 2012. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Helft, Miguel; Hempel, Jessi (March 19, 2012). "Inside Facebook". Fortune. 165 (4): 122. د اصلي آرشيف څخه پر March 5, 2012 باندې. د لاسرسي‌نېټه April 3, 2012. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. (په May 17, 2012 باندې). Stakes are high on Facebook's first day of trading. The Los Angeles Times.
  17. (په May 16, 2012 باندې). Facebook boosts number of shares on offer by 25%. BBC News.
  18. (په May 17, 2012 باندې). Facebook Raises $16 Billion in I.P.O.. The New York Times.
  19. (په March 17, 2012 باندې). Internet greets Facebook's IPO price with glee, skepticism. CNN.
  20. (په May 17, 2012 باندې). Questions and answers on blockbuster Facebook IPO. U.S. News.[مړه لينکونه] Alternate Link Archived
  21. "Facebook Management". Facebook Investor Relations. Facebook. مؤرشف من الأصل في October 5, 2021. د لاسرسي‌نېټه October 29, 2019. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. "Facebook | 2021 Fortune 500". Fortune (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه July 3, 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Jolie O'Dell 203 (January 17, 2011). "Facebook's Ad Revenue Hit $1.86B for 2010". Mashable. Mashable.com. مؤرشف من الأصل في February 10, 2021. د لاسرسي‌نېټه December 21, 2011. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. (په September 20, 2011 باندې). Facebook Revenue Will Reach $4.27 Billion, EMarketer Says. bloomberg. Bloomberg
  25. (په May 27, 2019 باندې). Too Big Not To Fail?. OZY.
  26. (په February 24, 2015 باندې). Active, in this case, means the advertiser has advertised on the site in the last 28 days.. TheStreet. TheStreet, Inc.
  27. "3 Million Advertisers on Facebook". Facebook for Business. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. . [{{{url}}} Complete interview with Brad Parscale and the Trump marketing strategy]. PBS Frontline.
  29. (په October 21, 2010 باندې). Google 2.4% Rate Shows How $60 Billion Lost to Tax Loopholes. Bloomberg. Bloomberg.com
  30. PTI (په September 30, 2010 باندې). Facebook opens office in India. The Hindu.
  31. "Facebook's Hyderabad Office Inaugurated – Google vs Facebook Battle Comes To India". Watblog.com. د اصلي آرشيف څخه پر January 1, 2012 باندې. د لاسرسي‌نېټه May 5, 2012. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  32. (په February 29, 2012 باندې). Not responsible for user-generated content hosted on website: Facebook India. Articles.economictimes.indiatimes.com
  33. (په April 16, 2011 باندې). Zuckerberg at Ore. Facebook data center.
  34. (په August 30, 2017 باندې). Facebook to open new office in Kendall Square, adding hundreds of jobs. The Boston Globe.
  35. "Facebook Data Center Locations". Baxtel.com. مؤرشف من الأصل في February 9, 2021. د لاسرسي‌نېټه November 25, 2019. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  36. "On Our Way to Lower Emissions and 100% Renewable Energy". Facebook Newsroom. August 28, 2018. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  37. "Data centers: 2018 year in review". Facebook Code. January 1, 2019. د لاسرسي‌نېټه February 5, 2019. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)