Jump to content

مالکوم اېکس

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
مالکوم اېکس
مالکوم اېکس

د شخص مالومات
زېږون نوم
پيدايښت
مړینه
منهټن ،  نيويارک   ويکيډاټا کې (P20) ځانګړنې بدلې کړئ
د مړینې لامل مرمۍ زخم   ويکيډاټا کې (P509) ځانګړنې بدلې کړئ
تابعیت د امریکا متحده ایالات   ويکيډاټا کې (P27) ځانګړنې بدلې کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک
مورنۍ ژبه انګرېزي ژبه   ويکيډاټا کې (P103) ځانګړنې بدلې کړئ
کاروونکي ژبه انګرېزي ژبه [۱]  ويکيډاټا کې (P1412) ځانګړنې بدلې کړئ
لاسليک
مالکوم اېکس

وېبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې  ويکيډاټا کې (P345) ځانګړنې بدلې کړئ

مالکوم اېکس (انګلیسي: Malcolm X) (د زېږون پر مهال یې نوم مالکوم لېټل و او په مالک الشباز هم مشهور دی او د ۱۹۲۵ ز د مې له ۱۹مې – د ۱۹۶۵ ز د فبروري تر ۲۱مې یې ژوند کړی) یو افریقایي-امریکایی مسلمان مذهبي او د بشري حقونو فعال و، چې د مدني حقونو د غورځنګ پر مهال یو مشهور شخصیت و. نوموړی تر ۱۹۶۴ ز کال پورې د اسلامي امت (Nation of Islam) سازمان ویاند و او د تور پوستانو د ځواکمنتیا او په تور پوستانو کې د اسلام د ترویج یو پیاوړی مدافع و.

مالکوم د خپل پلار له مړینې او د مور په روغتون کې له بستر کېدو وروسته، د زلمیتوب دوره د ماشومانو د پالنې په یو شمېر کورونو کې یا له خپلو خپلوانو سره تېره کړه. نوموړی په ګڼو ناقانونه کړنو کې ښکېل و او بالاخره په ۱۹۴۶ ز کال کې د غلا او ماتولو او ننوتلو په تور په ۱۰ کاله بند محکوم شو. په زندان کې هغه د اسلامي امت (Nation of Islam) له سازمان سره یوځای شو (د خپل نامعلوم افریقایي اجدادي نوم د ښودلو لپاره یې مالکوم اېکس نوم غوره کړ) او په ۱۹۵۲ ز کال کې د هغه له بنده تر خوشي کېدو وروسته په چټکۍ سره د دغه سازمان یو له خورا بانفوذه مشرانو نه شو. هغه کابو دوولس کاله د دغه سازمان یوه عامه څېره وه، چې د تور پوستانو د ځواکمنتیا او د تور پوستو او سپین پوستو امریکایانو د جلا کولو ملاتړ او دفاع یې کوله او پر مارټین لوتر کینګ جونیر او د مدني حقونو پر غورځنګ یې له دې امله نیوکې کولې چې دوی پر عدم تشدد او نژادي ادغام ټینګار کاوه. مالکوم اېکس د اعتیاد پرېښودنې وړیا پروګرام په څېر د امت سازمان د ټولنیزې هوساینې د ځینو لاسته راوړنو ویاړونه هم لري. مالکوم اېکس د خپل ژوند په اوږدو کې، په ځانګړې توګه له ۱۹۵۰مو ز کلونو راوروسته، د فدرالي تحقیقاتو ادارې (FBI) تر څارنې لاندې راغی.[۲][۳]

په ۱۹۶۰مه ز لسیزه کې، مالکوم اېکس له اسلامي امت سازمان او د دغه سازمان له مشر اېلایجا محمد نه  ورو ورو نهیلی شو. هغه وروسته بیا مکې معظمې ته د حج د سفر له بشپړولو وروسته سني اسلام او د مدني حقونو غورځنګ ته ننوت او د "الحاج مالک الشباز" په نوم مشهور شو. هغه په ټوله افریقا کې د یوې لنډې مودې له سفرونو وروسته په علني توګه د اسلامي امت سازمان پرېښود او د اسلامي جومات سازمان (MMI) او د افریقایي یووالي (Pan-African) افریقايي-امریکایي اتحاد (OAAU) سازمان بنسټ یې کېښود. د ۱۹۶۴ ز کال په اوږدو کې د اسلامي امت له سازمان سره د هغه اختلافات ډېر شول او هغه ته په مکرر ډول د مرګ ګواښونه وشول. د ۱۹۶۵ز کال د فبرورۍ په ۲۱مه نېټه په نیویارک ښار کې ترور شو. د امت سازمان درې غړي د هغه په قتل تورن شول او د عمري بند سزا ورکړل شوه. په ۲۰۲۱ ز کال کې یې دوه محکومین خوشي شول. د دغې وژنې په اړه انګېرنې او دا چې ایا دا کار د امت سازمان د مخکښو یا نورو غړو له لوري پلان شوی و یا یې مرسته ورسره کړې وه کنه، او یا دا چې د قانون پلي کوونکو ادارو سره په ګډه شوی و، له دغې پېښې لسیزې وروسته هم دوام لري.

د دې ترڅنګ چې مالکوم اېکس د یوه داسې جنجالي شخصیت په توګه هم مطرح دی چې د توکمپالنې او تاوتریخوالي پر تبلیغ تورن و، خو په ورته وخت کې نوموړی په افریقایي-امریکايي او مسلمانو امریکایي ټولنو کې د توکمیزې عدالت غوښتنې له امله په پراخه کچه مشهور او د ډېرو پلویانو لرونکی شخصیت هم دی. نوموړی له مړینې وروسته په مالکوم اېکس ورځې سره نمانځل شوی، په کومه ورځ چې نوموړی د متحده ایالاتو په بېلابېلو ښارونو کې نمانځل کېږي. په متحده ایالاتو کې د سلګونو سړکونو او ښوونځیو نومونه د هغه په ​درناوي بدل شوي او هم د آډوبون ستر تالار، چېرې چې نوموړی ترور شوی و، په ۲۰۰۵ ز کال کې د مالکوم اېکس او ډاکټر بیټي شباز د یادګاري او ښوونیز مرکز رانغاړلو په موخه بیا ورغول شو.

د امت الاسلام سازمان پړاو

[سمول]

زندان

[سمول]

مالکوم اېکس په زندان کې له یوه بل بندي جان بیمبري سره اشنا شو، چې له ځانه یې زده‌کړې کړې وې او نوموړي وروسته بیا د هغه په اړه ویلي وو: "لومړی هغه څوک چې ما په خپل ژوند کې لیدلی و، په خبرو کې یې بشپړ درناوی و". د بیمبري د نفوذ او اغېزې له امله و، چې هغه له لوستلو سره جدي مینه او لېوالتیا پیدا کړه.[۴][۵][۶]

په دې وخت کې، د هغه څو خویندو وروڼو، هغه ته د اسلامي امت سازمان په اړه ولیکل: یو څه نوی مذهبي غورځنګ چې د تور پوستانو ځان بسیاینې او بېرته افریقا ته د افریقایي کډوالو د ستنېدو په اړه یې تبلیغ کاوه، چېرته به چې هغوی د سپین پوستو امریکایانو او اروپایانو له واکمنۍ نه آزاد وي. هغه په ​​لومړي سر کې یو څه لېوالتیا وښوده، مګر وروسته له هغه چې د هغه ورور ریګینالډ په ۱۹۴۸ ز کال کې ورته ولیکل: "مالکوم! نور د خنځیر غوښه مه خوره او نور سګرټ مه څکوه، زه به تا ته وښیم چې څه ډول له زندان څخه راخلاص شي". هغه همداسې وکړل او سګرټ څکول او د خنځیر غوښه خوړل یې بند کړل.[۷][۸][۹]

د یوې لیدنې پر مهال ریګینالډ د دغې ډلې لارښوونې او تعلیمات ورته بیان کړل، چې په کې دا باور هم و چې سپین پوستان شیطانان دي. مالکوم دې پایلې ته ورسېد چې هره هغه اړیکه چې له سپین پوستانو سره یې لرلې له ناراستۍ، بې عدالتۍ، لالچ او نفرت نه ډکه وه. مالکوم ته، چې له دین سره د دښمنۍ له امله هغه ته په زندان کې د "شیطان" لقب ورکړل شوی و، د اسلامي امت سازمان پیغام د منلو وړ شو.[۱۰][۱۱][۱۲]

د ۱۹۴۸ ز کال په وروستیو کې، مالکوم د اسلامي امت سازمان مشر اېلایجا محمد ته یو لیک ولیکه. محمد هغه ته مشوره ورکړه چې خپل تېر پرېږدي او په عاجزۍ سره خدای ته په لمانځه کې سجده وکړي او ژمنه وکړي چې هېڅکله به بیا په ورانکارو کړنو کې ځان نه ښکېلوي. که څه هم هغه وروسته د خپلې دروني مبارزې او کشمکش چې د لمانځه لپاره د خپلو زنګونونو له کږولو مخکې یې لرله، یادونه هم کړې؛ خو ډېر ژر د اسلامي امت سازمان غړی شو او له محمد سره یې منظمه اړیکه ساتله.[۱۳][۱۴][۱۵]

په ۱۹۵۰ ز کال کې د فدرالي تحقیقاتو ادارې (FBI) د مالکوم په اړه هغه مهال یوه دوسیه پرانیستله، کله چې هغه له زندان نه ولسمشر ترومان ته یو لیک ولیکه او په کې یې د کوریا له جګړې سره مخالفت څرګند کړ او ځان یې کمونیست اعلان کړ. په همدغه کال، هغه خپل نوم "مالکوم اېکس" ته واړاوه. اېلایجا محمد به خپلو پیروانو ته لارښوونه کوله چې له اسلام امت سازمان سره تر یوځای کېدو وروسته دې خپل کورني نومونه پرېږدي او پرځای یې دې اېکس "X" وکاروي. هغه به ویل چې: په مناسب وخت کې وروسته له هغه چې دوی خپل اخلاص ثابت کړ، بیا به یې د مسلمان "اصلي نوم" وښيي. مالکوم اېکس بیا په خپل ژوندلیک کې ویلي چې: اېکس "X" یې د هغې ریښتینې افریقایي کورنۍ د نوم سمبول دی چې هغه پرې خبر نه دی. «زما لپاره، زما اېکس "X" د سپین پوستو د غلامۍ کوچني "Little" نوم ځای نیولی او د کوچني "Little" په نوم یوه شین سترګي شیطان زما پر پلرونو تحمیل کړی و.»[۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]

د امت سازمان پر غړیتوب یې اغېزې

[سمول]

مالکوم اېکس له اېلایجا محمد راوروسته د اسلامي امت سازمان دویم تر ټولو با نفوذه مشر ګڼل کېږي. په ۱۹۵۰مه لسیزه او د ۱۹۶۰مې لسیزې په لومړیو کې د دغې ډلې د غړو د ډراماتیک زیاتوالي کرېډېټ هغه ته ورکول کېږي (د یوې انګېرنې له مخې، له ۵۰۰ نه تر ۲۵۰۰۰ کسانو پورې او د یوه بل تخمین له مخې: له ۱۲۰۰ نه تر ۵۰۰۰۰ یا ۷۵۰۰۰ کسانو پورې).[۲۰][۲۱]

د نوموړي نفوذ او اغېزه د دې لامل شوه، چې مشهور سوک وهونکی "کاسیوس کلې" له اسلامي امت سازمان سره یو ځای او له هغه سره نږدې شي. د ۱۹۶۴ ز کال په جنوري کې، ښاغلي کلې مالکوم اېکس او د هغه کورنۍ میامي ښار ته راوړل، ترڅو له سوني لیستون سره د هغه د مبارزې روزنه وګوري. کله چې مالکوم اېکس د اسلامي امت سازمان پرېښود، نو هڅه یې وکړه چې کلې (چې تازه د اېلایجا محمد له لوري د محمد علي نوم ورکړل شوی و) قانع کړي چې سني اسلام ته په اوښتو کې ورسره یوځای شي، مګر کلې یې پر ځای له هغه سره اړیکې پرې کړې، خو وروسته یې د اړیکو دا پرې کول د خپل یوه ستر افسوس په توګه یاد کړي دي.[۲۲][۲۳]

مالکوم اېکس، د لویس اېکس (چې وروسته د لویس فراخان په نوم پېژندل شوی) روزنه او لارښوونه کړې وه، څوک چې وروسته بیا د اسلامي امت سازمان مشر شو. مالکوم اېکس د اېلایجا محمد د زوی "وارث دین محمد" یو ښوونکی او باوري کس هم پاتې شوی، نوموړي مالکوم اېکس ته د اسلام په اړه د خپل پلار په زړو عقیدو نه درېدونکي یا "غیر مروج چلند" اړوند د خپل شک په اړه هم ویلي وو. وارث محمد څو ځله له اسلامي امت سازمان نه اېستل شوی و، که څه هم هغه په ​​​​پای کې بېرته ورته منل شوی و.[۲۴][۲۵][۲۶]

سرچینې

[سمول]
  1. CONOR.SI ID: https://plus.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/13351523
  2. Perry 1991, p. 115.
  3. Lomax 1963, p. 57.
  4. Natambu 2002, p. 121.
  5. Malcolm X, Autobiography, p. 178; ellipsis in original.
  6. Perry 1991, pp. 108–110, 118.
  7. Natambu, pp. 127–128, 132–138.
  8. Perry 1991, p. 113.
  9. Natambu 2002, pp. 128–129.
  10. Natambu 2002, pp. 134–135.
  11. Perry 1991, pp. 104–106.
  12. Natambu 2002, p. 136.
  13. Natambu, pp. 138–139.
  14. Malcolm X 1992, p. 196.
  15. Perry 1991, p. 116.
  16. Marable 2011, p. 95.
  17. Malcolm X 1992, p. 229.
  18. Natambu 2002, pp. 139–140.
  19. Marable 2011, p. 96.
  20. Cone 1991, p. 91.
  21. Marable 2011, p. 123.
  22. Remnick, David (1999) [1998]. King of the World: Muhammed Ali and the Rise of an American Hero. New York: Vintage Books. p. 165. ISBN 978-0-375-70229-7.
  23. Natambu 2002, pp. 296–297.
  24. Marable 2011کينډۍ:Page needed
  25. Marsh 2000, p. 101.
  26. Marsh 2000, pp. 58–59, 67.