لوئیس کارول

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
لوئیس کارول
(انګلیسي: Lewis Carroll د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لوئیس کارول
لوئیس کارول

د شخص معلومات
زیږون نوم (انګلیسي: Charles Lutwidge Dodgson د (P1477) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پيدايښت ۲۷ جنوري ۱۸۳۲[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸]
مړینه 14 جنوري 1898 (66 کاله)[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د مړینې لامل سینه بغل[۲۹]  د (P509) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
استوګنځای انګلېنډ  د (P551) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د بریتانیا او آیرلنډ متحده پاچاهي[۱۳]
انګلېنډ  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
طبی کیفیت میګرین  د (P1050) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د اولادو شمېر 0 [۲۹]  د (P1971) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
دنده شاعر[۳۰]
ډيکون
ليکوال[۲۶][۲۷][۳۱]
فیلسوف  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي[۳۲][۲۸]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د کړنې څانګه ليکوال  د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسلیک
لوئیس کارول
لوئیس کارول

ويبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
چارلز لاتویج ډاجسون ( د ۱۸۳۲ کال د جنوري له ۲۷ – د ۱۸۹۸ کال د جنوري تر ۱۴) چې په خپل مستعار نوم، لوئیس کارول سره ډېر مشهور دی، یو انګلیسي لیکوال، شاعر او ریاضي پوه ؤ. د هغه زیات د پام وړ آثار د عجایبو په خاوره کې د الیس سرګذشتونه (Alice's Adventures in Wonderland) (۱۸۶۵) او دوام یې د هندارې هاخوا (Through the Looking-Glass) (۱۹۷۱) دي. هغه د کلمو په لوبه، منطق او په فانتزي کې د خپل وړتیا له کبله د پام وړ وګرځېد. د هغه شعرونه جابرووکي (Jabberwocky) (۱۸۷۱) او د خیالي حیوان ښکار (The Hunting of the Snark ) (۱۸۷۶) د چټي ادبياتو په ډولونو کې راځي.  

کارول د لویې کلیسا انګلیکانو له کورنۍ څخه ؤ او د آکسفورد د کریسټ کلیسا سره چې عالم او ښوونکي په توګه یې د خپل ژوند ډېره برخه په کې تېره کړه، اوږدې اړیکې رامنځته کړې. د کریسټ کلیسا د رئیس، هنري لیډیل لور الیس لیډیل د (الیس د عجایبو په خاوره کې) کتاب اصلي الهام بلل کېږي، خو کارول تل له دې موضوع څخه انکار کاوه.  

کارول چې یو ډېر لېوال معماګر ؤ، د کلمه ییز زینې معما یې رامنځته کړه (چې ده هغه وخت د " Doublets " په نوم بله)، چې د ۱۸۷۹ او ۱۸۸۱ کلونو ترمنځ په وینټي فیئر (Vanity Fair) مجله کې د هغه په اوونیزه ستن کې خپره شوه. په ۱۹۸۲ کال کې د ویسټ منسټر ابې په پایټز کارنر کې د کارول د یادښت ډبره څخه پرده پورته شوه. د نړۍ په ډېرو برخو کې داسې ټولنې شته چې د ده د آثارو څخه د خوند اخیستلو او د هغوی د دودې لپاره وقف شوې دي.[۳۳][۳۴]

لومړنی ژوند   [سمول]

د ډاجسون کورنۍ اصلاً د شمال انګلیزه، محافظه کاره او د لویې کلیسا انګلیکن وه. د ده زیاتره نارینه نیکونه د پوځ سرتېري یا انګلیکن پادریان وو. د پلار نیکه یې، چارلز ډاجسون د کلیسا د رتبو له لارې وده وه او د آیرلنډ په کلیوالو سیمو کې د ایلفین سرپادري شو. پلرنی نيکه یې، یو بل چارلز، د پوځ مشر پاتې شوی او په ۱۸۰۳ کال کې په آيرلنډ کې په عملياتو کې ووژل شو، په دې وخت د هغه دوه زامن ډېر کوچني وو. د کوچنیانو مشر، بل چارلز ډاجسون د کارول پلار ؤ. هغه د ویسټ منسټر ښوونځۍ او بیا د آکسفورډ کریسټ کلیسا ته تله. هغه د کورنۍ بل دود ته واوښت او د پادری مقامونه یې ترلاسه کړل. هغه په ریاضي کې استعداد درلود او دوه ګونه لومړۍ درجه (double first degree) یې وګټه، چې کېدای شو د ځلانده علمي مسلک لپاره سریزه شي. د دې پرځای یې په ۱۸۳۰ کال کې د خپلې تره لور فرانسیس جین لوتویج سره واده وکړ او د لسوالۍ پادري شو.   [۳۵][۳۶][۳۷][۳۸][۳۹]

ډاجسون د ۱۸۳۲ کال د جنورۍ په ۲۷ د چشایر د ډرزبوري کلي په آل سنټز ویکارج کې زیږېدلی، په هلکانو کې مشر او د ۱۱ ماشومانو دریم کس دی . کله چې ۱۱ کلن ؤ، پلار ته یې د یارکشایر په کرافټ-آن-ټیس کې ژوند ورکړ او ټوله کورنۍ یې د پادريایو لوی کور ته کډه شوه. دا ځای د راتلونکو ۲۵ کلونو لپاره د دوی کور پاتې شو. د چارلز پلار د انګلنډ د کلیسا یو فعال او ډېر محافظه کار روحاني ؤ، چې وروسته د ریچمونډ سرپادري مرستیال شو او ځان به یې ځینې وختونه په سختو دیني مباحثو کې چې کلیسا یې وېشله، ښکېل کاوه. هغه د لویې کلیسا ؤ، خو د انګلو - کاتولیکیزم یې غوره باله، د جان هنري نیومن او د تراکتوریانو غورځنګ ستایونکی ؤ او زیات هڅه یې وکړه ترڅو په خپلو ماشومانو کې دا ډول نظرونه القا‌ء کړي. خو چارلز د خپل پلار د ارزښتونو او په ټوله کې د انګلنډ کلیسا سره دوه اړخیزه (ګنګه) اړیکه رامنځته کړه.   [۴۰][۴۱][۴۲]

ډاجسون د خپلې ځوانۍ په لومړیو کې په کور کې تعلیم ترلاسه کړ. د "لوستنې لیستونه" یې چې د کورنۍ په آرشیف کې ساتل شوي، په ژر رسېدوکي عقل شاهدي ورکوي: هغه په اوه کلنۍ کې د زائر سفر (The Pilgrim's Progress.) په څېر کتابونه لوستل. ده د ژبې بندوالی درلود، چې اکثراً د ژوند په اوږدو کې یې د ټولنیز ژوند مخه نیوله او دا وضعیت یې زیاتره خویندو او وروڼو درلود. په دولس کلنۍ کې د شمالي یارکشیر په ریچمونډ کې ریچمونډ ګرامر ښوونځۍ (چې اوس د ریچمونډ ښوونځۍ یوه برخه وه) ته واستول شو.  [۴۳]

ډاجسون په ۱۸۴۶ کال کې رګبي ښوونځۍ ته لاره ومونده، په دې ښوونځۍ کې ظاهراً ناخوښ ؤ، ځکه د دې ښوونځۍ له خوشې کولو څخه څو کاله وروسته یې ولیکل: "زه نه شم ویلای ... چې ځمکني عوامل به ما دې ته اړ کړي چې خپل درې کاله بیا تېر کړم ... زه صادقانه ویلای شم ... که زه  په شپه کې د خپګان څخه خوندي وای، د ورځني ژوند سختۍ به واړه شیان وو چې ما زغملي وی. هغه ادعا ونه کړه چې له ځورونې سره مخ شوی، خو یادونه یې وکړه چې په رګبي کې کوچني هلکان د لویو ځورونکو اصلي موخې وې. د ډاجسون وراره، سټوارټ ډاجسون کولنګ ووډ لیکلي چې "که څه هم هغو کسانو ته چې هغه یې یوازې د نرم او متقاعد ښاغلي په توګه پېژانده، سخته ده چې په دې موضوع باور وکړي، خو دا رېښتیا ده چې د ښوونځۍ له پرېښودو څخه ډېر وخت وروسته، نوم یې د هغه هلک د نوم په څېر يادېد، چې ښه پوهېد د نېکې موخې په دفاع کې خپل سوکونه څنګه وکاروي"، چې دا د کوچنیو هلکانو څخه ساتنه ده.   [۴۴][۴۵]

که څه هم علمي پلوه په ښکاره آسانۍ سره مخکې شو. د ریاضیاتو استاد آر. بي. مېیور څرګنده کړه، "له هغه وخت راهیسې چې زه رګبي ته راغلم، د هغه په ​​عمر ما داسې هيله بښونکی هلک نه درلود".  د فرانسیس واکینګیم د ښوونکي مرستیال؛ د حساب لنډیز (The Tutor's Assistant; Being a Compendium of Arithmetic)، د ریاضیاتو هغه درسي کتاب دی چې ځوان ډاجسون کاراوه او تر اوس پورې شته او په لاتین ژبه یو مننلیک په کې ؤ، چې ژباړه يې داسې ده: "دا کتاب د چارلز لوتویج ډاجسون پورې اړه لري: لاس مه وهئ!" په ځینو پاڼو کې ياداښتونه هم وو لکه دا یو چې په ۱۲۹ مخ کې موندل شوی، چې د یوې پوښتنې ترڅنګ یې لیکلي "په اعشاري کسرونو کې سمه پوښتنه نه ده".   [۴۶][۴۷][۴۸]

هغه د ۱۸۴۹ کال په پای کې رګبي پرېښود او د ۱۸۵۰ کال په مې کې یې په آکسفورډ پوهنتون کې د خپل پلار په پخواني کالج، کریسټ چورچ کې د غړي په توګه نوم لیکنه کړه. په کالج کې د کوټو د برابرولو لپاره د انتظار وروسته، هغه د جنوري په 1851 کې خپل استوګنځي ته لاړ. هغه یوازې دوه ورځې په اکسفورډ کې و چې کور ته یې بلنه ورکړل شوه. د هغه مور د 47 کلنۍ په عمر کې د "دماغ التهاب" - شاید مننژیت یا سټروک - له امله مړه شوې وه.  [۴۹][۵۰]

د هغه لومړنی علمي دوران د لوړې هیلې او سخت انحراف تر منځ تېر شو. ده تل سخت کار نه کاوه، خو استثنایي استعداد ورکړل شوی ؤ او لاسته راوړنې په آسانۍ ور په برخه شوې. په ۱۸۵۲ کال کې د ریاضیاتو په مودرېشن آزموینو (Moderations) کې د لومړۍ درجې ویاړونه ترلاسه کړل او ډیر ژر وروسته د خپل پلار مخکیني ملګري کانن اډوارډ پوسي له خوا تحصیلي بورس لپاره ونومول شو. په ۱۸۵۴ کال کې، هغه د ریاضیاتو د وروستي ویاړونو ښوونځۍ کې د لومړي درجې ویاړونه ترلاسه کړل، په لیست کې لومړی ؤ، له همدې کبله لیسانس فارغ شو. دی په کریسټ کلیسا کې پاتې شو په زده کړو او تدریس بوخت شو، خو راتلونکی کال د سکلرشیپ په یوه مهمه آزموینه کې له دې امله ناکام شو چې د زده کړې لپاره یې له ځانه کټه نه وه اخیستې او په دې ناوړتیا باندې یې اعتراف وکړ.  که څه هم د ریاضي پوه په توګه د هغه استعداد په ۱۸۵۵ کال کې د کریسټ چرچ د ریاضي وینا کونې مقام ور په برخه کړ، چې تر راتلونکو ۲۶ کلونو پورې ور سره ؤ. ډاجسون د لومړنۍ ناخوښۍ سره سره تر خپلې مړینې پورې په کریسټ کلیسا کې د کریسټ کلیسا د کتابتون د فرعي کتابدار په ګډون په بېلابېلو مقامونو کې پاتې شو، د کتابدارۍ دفتر یې ریاست ته نږدې ؤ، چېرې چې الیس لیډیل اوسېده.    [۵۱][۵۲][۵۳][۵۴][۵۵][۵۶][۵۷][۵۸][۵۹]

سرچينې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ پیوستون : 11851928X  — د نشر نېټه: ۹ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb118859183 — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb118859183 — د نشر نېټه: ۲۲ اگسټ ۲۰۱۷ — پیدا کوونکی: John O'Connor او Edmund Robertson
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ Charles Lutwidge Dodgson
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ Charles Lutwidge Dodgson
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ Lewis Carroll — خپرونکی: Oxford University Press — ISBN 978-0-19-977378-7
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ Encyclopædia Britannica Online ID: https://www.britannica.com/biography/Lewis-Carroll — subject named as: Lewis Carroll — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
  8. ۸٫۰ ۸٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6w66j70 — subject named as: Lewis Carroll — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  9. ۹٫۰ ۹٫۱ Itaú Cultural ID: https://enciclopedia.itaucultural.org.br/pessoa7467/lewis-carroll — subject named as: Lewis Carroll — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — دوتنه: Itaú Cultural — خپرونکی: Itaú Cultural — ISBN 978-85-7979-060-7
  10. ۱۰٫۰ ۱۰٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/2213 — subject named as: Lewis Carroll — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  11. ۱۱٫۰ ۱۱٫۱ Internet Speculative Fiction Database author ID: https://www.isfdb.org/cgi-bin/ea.cgi?3059 — subject named as: Lewis Carroll — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  12. ۱۲٫۰ ۱۲٫۱ subject named as: Lewis Carroll — IMSLP ID: https://imslp.org/wiki/Category:Carroll,_Lewis — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — منښتلیک: Creative Commons Attribution-ShareAlike 4.0 International
  13. ۱۳٫۰ ۱۳٫۱ http://web.archive.org/web/20170324033915/http://jeugdliteratuur.org/auteurs/lewis-carroll
  14. ۱۴٫۰ ۱۴٫۱ subject named as: Lewis Carroll — Luminous-Lint ID: http://www.luminous-lint.com/app/photographer/Lewis__Carroll — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Luminous-Lint
  15. ۱۵٫۰ ۱۵٫۱ NooSFere author ID: https://www.noosfere.org/livres/auteur.asp?numauteur=-51377 — subject named as: Lewis CARROLL — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  16. ۱۶٫۰ ۱۶٫۱ BD Gest' author ID: https://www.bedetheque.com/auteur-21178-BD-.html — subject named as: Lewis Carroll — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  17. ۱۷٫۰ ۱۷٫۱ https://brockhaus.de/ecs/julex/article/carroll-lewis — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سمونګر: Bibliographisches Institut & F. A. Brockhaus او Wissen Media Verlag
  18. ۱۸٫۰ ۱۸٫۱ subject named as: Lewis Carroll — Vegetti Catalog of Fantastic Literature NILF ID: https://www.fantascienza.com/catalogo/NILF10865
  19. ۱۹٫۰ ۱۹٫۱ subject named as: Lewis Carroll — سرليک: Carroll, Lewis — نشرونه لخوا د: Grove Art Online — https://dx.doi.org/10.1093/GAO/9781884446054.ARTICLE.T014441
  20. ۲۰٫۰ ۲۰٫۱ Gran Enciclopèdia Catalana ID (former scheme): https://www.enciclopedia.cat/ec-gec-0015398.xml — subject named as: Lewis Carroll — سرليک: Gran Enciclopèdia Catalana — خپرونکی: Grup Enciclopèdia
  21. ۲۱٫۰ ۲۱٫۱ GeneaStar person ID: https://www.geneastar.org/genealogie/?refcelebrite=lutwidgedodgsonc — subject named as: Lewis Carroll
  22. ۲۲٫۰ ۲۲٫۱ Roglo person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=7929&url_prefix=https://roglo.eu/roglo?&id=p=charles+lutwidge;n=dodgson — subject named as: Charles Lutwidge Dodgson
  23. ۲۳٫۰ ۲۳٫۱ InPhO ID: https://www.inphoproject.org/thinker/2763 — subject named as: Lewis Carroll — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Internet Philosophy Ontology project
  24. ۲۴٫۰ ۲۴٫۱ Babelio author ID: https://www.babelio.com/auteur/wd/3440 — subject named as: Lewis Carroll
  25. ۲۵٫۰ ۲۵٫۱ Proleksis enciklopedija ID: https://proleksis.lzmk.hr/14609 — subject named as: Lewis Carroll — سرليک: Proleksis enciklopedija او Opća i nacionalna enciklopedija
  26. ۲۶٫۰ ۲۶٫۱ ۲۶٫۲ Archivio Storico Ricordi person ID: https://www.digitalarchivioricordi.com/it/people/display/16071 — د نشر نېټه: ۳ ډيسمبر ۲۰۲۰
  27. ۲۷٫۰ ۲۷٫۱ ۲۷٫۲ https://cs.isabart.org/person/17681 — د نشر نېټه: ۱ اپرېل ۲۰۲۱
  28. ۲۸٫۰ ۲۸٫۱ ۲۸٫۲ https://cs.isabart.org/person/17681 — سرليک: ПроДетЛит
  29. ۲۹٫۰ ۲۹٫۱ Oxford Dictionary of National Biography ID: https://www.oxforddnb.com/view/article/7749 — د نشر نېټه: ۱۹ مې ۲۰۲۲ — سمونګر: Colin Matthew — سرليک: Oxford Dictionary of National Biography — خپرونکی: Oxford University Press
  30. Poets.org poet ID: https://www.poets.org/poetsorg/poet/lewis-carroll — د نشر نېټه: ۱۸ مې ۲۰۲۲
  31. د ټولټال کار کتنه په: https://www.bartleby.com/lit-hub/library — سمونګر: Charles Dudley Warner — سرليک: Library of the World's Best Literature
  32. CONOR.SI ID: https://plus.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/148835
  33. "Lewis Carroll Societies". Lewiscarrollsociety.org.uk. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۹ مارچ ۲۰۱۶ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ اکتوبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  34. Lewis Carroll Society of North America Inc. Archived 26 March 2022 at the Wayback Machine. Charity Navigator. Retrieved 7 October
  35. Clark, p. 10
  36. Collingwood, pp. 6–7
  37. Bakewell, Michael (1996). Lewis Carroll: A Biography. London: Heinemann. p. 2. کينډۍ:ISBN.
  38. Collingwood, p. 8
  39. Cohen, pp. 30–35
  40. "Google map of Daresbury, UK". د لاسرسي‌نېټه ۲۲ اکتوبر ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)[مړه لينکونه]کينډۍ:Cbignore
  41. "Charles Lutwidge Dodgson". The MacTutor History of Mathematics archive. مؤرشف من الأصل في ۰۵ جولای ۲۰۱۱. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ مارچ ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  42. Cohen, pp. 200–202
  43. Cohen, p. 4
  44. Collingwood, pp. 30–31
  45. Woolf, Jenny (2010). The Mystery of Lewis Carroll: Discovering the Whimsical, Thoughtful, and Sometimes Lonely Man Who Created "Alice in Wonderland". New York: St. Martin's Press. د کتاب پاڼي 24. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780312612986. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  46. Collingwood, p. 29
  47. Carroll, Lewis (1995). Wakeling, Edward (المحرر). Rediscovered Lewis Carroll Puzzles. New York City: Dover Publications. د کتاب پاڼي 13. د کتاب نړيواله کره شمېره 0486288617. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  48. Lovett, Charlie (2005). Lewis Carroll Among His Books: A Descriptive Catalogue of the Private Library of Charles L. Dodgson. Jefferson, North Carolina: McFarland & Company, Inc., Publishers. د کتاب پاڼې 329. د کتاب نړيواله کره شمېره 0786421053. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  49. Clark, pp. 63–64
  50. Clark, pp. 64–65
  51. Collingwood, p. 52
  52. Clark, p. 74
  53. Collingwood, p. 57
  54. Wilson, p. 51
  55. Cohen, p. 51
  56. Clark, p. 79
  57. Flood, Raymond; Rice, Adrian; Wilson, Robin (2011). Mathematics in Victorian Britain. Oxfordshire, England: Oxford University Press. د کتاب پاڼې 41. OCLC 721931689. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-960139-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  58. Cohen, pp. 414–416
  59. Leach, Ch. 2.