Jump to content

صليبي غڼه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
صليبي غڼه
Araneus diadematus
مملکه ژوی
ښاخ بندپايان
ټبر Arachnida
ډله غڼې
تیره Araneidae

صليبي غڼه (په لاتين: Araneus diadematus په انگرېزي: cross spider) یا باغی معمولی غڼه د غوښه خور غڼو څخه ده چی په اروپا او شمالي امريکا کی په ځنگلونو او باغونو کی ژوند کوي.

پېژندنه

[سمول]

صلیبي غڼه د بند پایانو څخه ده چی څلور جوړې پښې، سر- ټټر او نس لري او سور، توراو نسواري رنگونه درلودلای سی. د غڼې ښځينه د غڼې د نارينې څخه لوی ده. د غڼې پر نس باندی د صلیب سپين نقاشي دی. نوموړي غڼه د ونو پر شاخو باندی د حشرو د ښکارولو لپاره شبکې جوړوي.