Jump to content

شمالي سمندر

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
شمالي سمندر
اړوند
په نوم د
north (en) ژباړللوېديځGermanic peoples (en) ژباړل ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
د اوبو ایستلو ډنډ
هېواد
کچه او لوړوالی
اوږدوالۍ
۹۶۰ كيلومتر ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
برداروالۍ
۵۸۰ كيلومتر ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
د ځای کچه
۵۷۰٬۰۰۰ كيلومتر مربع ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
نور اړين مالومات
برخې
برخه د
نور مالومات
کورډي‌نېشن
۵۶°۲۷′شمال ۳°۴۱′ختیځ / 56.45°شمال 3.68°ختيځ / 56.45; 3.68 ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
Map

شمالي سمندر د بریتانیا، ډنمارک، ناروې، جرمني، هالنډ، بلجیم او فرانسې تر منځ پروت دی. دا سمندر چې د اروپا په قاره کې پروت دی، په سویل کې د مانش کانال او په شمال کې د ناروې سمندر له لارې له اطلس سمندر سره یو خای کېږي. دا سمندر څه باندې ۹۷۰ کیلومتره اوږدوالی او ۵۸۰ کیلومتره سور لري چې ۵۷۰۰۰۰ کیلومتر مربع سیمه تر خپل پوښښ لاندې لري.

دا سمندر د اروپا د شمال د کښتیو د تګ راتګ اصلي کوربه دی چې په کې زیاتره کبان نیول کېږي. د دې سمندر څنډې د هغو هېوادونو لپاره چې ورسره ګډه پوله لري د تفریح او ساعتیري لپاره غوره ځای او همداشان د بادي برېښنا په برخه کې د انرژۍ یوه تر ټولو غني سرچینه ده.

شمالي سمندر په جیوپولیټیکي او پوځي چارو کې، په تېره بیا د اروپا په شمال کې له منځنیو پېړیو بیا تر موډرن دورې پورې د پام وړ رول لوبولی دی. دا سمندر همداشان په منځنیو او اوسنۍ پېړۍ کې د شمالي اروپایانو له خوا په نړیواله کچه د خپل ځواک د ښودلو په خاطر خورا اهمیت لري. شمالي سمندر د وایکینګ د ظهور اصلي مرکز و. د هالنډ جمهوریت او بریتانیا هر یو د نړۍ بازارونو او سرچینو ته د لاسرسي موندلو په خاطر پر همدې سمندر باندې د واک ساتلو په لټه کې وو. اقیانوس ته په دواړو نړیوالو جګړو کې د جرمني د وتلو په خاطر دې سمندر د پام وړ ستراتیژيک ارزښت درلود.

د دې سمندر څنډې متنوع جیولوجي او جغرافیه لري.  په شمال کې، ژورې د اوبو درې او ډبرې د ناروې او سکاټلنډ په برخو کې لري، په داسې حال کې چې په سویل کې، زیاتره شګلني او خاورینې څنډې لري. د وګړو د زیات شمېر د شتون، په شدت سره صنعتي کېدل او له سمندر څخه په زیاته پیمانه کار اخیستل، د سمندر پر اکوسیستم باندې د چاپېریال ساتنې په برخه کې پراخ اغېز ښندلی دی. نامطلوبه د چاپېریال ساتنې مسایل، له هغې ډلې بې مخه کب نیوونه، صنعتي او کرهنيز اشغال، د سمندر د تل پاکول او داسې نور مسایل د تخریب د مخنیوي او د اوږدمهاله اقتصادي ګټو د خوندیتوب لامل ګرځېدلې دي.

جغرافیه

[سمول]

د شمال سمندر په لویدیځ کې د اورکني له ټاپوګانو او د بریتانیا له ختیځو څنډو او د ختیځ او سویل له خوا له شمالي او مرکزي اروپا له هغې ډلې له ناروې، ډنمارک، جرمني، هالنډ، بلجیم او فرانسې پورې محدود دی. په سویل لویدیځ کې د ډور له تراډې ورهاخوا، شمالي سمندر د انګلستان کانال نومیږي چې له اتلانتیک اقیانوس سره نښلي. په ختیځ کې، د بالتیک له بحیرې سره د سکاجیرک او کټیګټ تنګیو سره نښلي، هغه نرۍ تراډه چې ډنمارک له ناروې او سویډن څخه بېلوي. په شمال کې بیا د شټلنډ له ټاپوګانو او د ناروې له بحیرې سره یو ځای کېږي.[۱][۲][۳]

شمالي سمندر ۹۷۰ کیلومتره اوږد او ۵۸۰ کیلومتره سور لري چې ټولټال ۷۵۰۰۰۰ کیلومتر مربع او ۵۴۰۰۰ مکعب کیلومتره حجم سیمه تر خپل پوښښ لاندې لري. د شمالي سمندر په څنډو کې واړه ټاپوګان او ستر مجمع الجزایر پراته دي چې له هغې ډلې کولای شو د شټلنډ، اورکني او فریزي ټاپوګانو ته اشاره وکړو. شمالي سمندر د اروپا قارې د اوبو له حوزو او همداشان د بریتانیا له ټاپوګانو څخه خوږې اوبه تر لاسه کوي. د اروپا زیاتره سیندونه له هغې ډلې د بالتیک سمندر اوبه د شمالي سمندر ته ور بهیږي. تر ټولو ستر او مهم سیند چې شمالي سمندر ته ور بهیږي هغه الب او راین-میوز دي. په دغو سیمو کې شاوخوا ۱۸۵ میلیونه وګړي ژوند کوي چې زیاتره یې ډېر سترې صنعتي سیمې هم دي.[۴][۵][۶]

Major features

[سمول]

اصلي ځانګړنې

د دې سمندر زیاتره برخې د اروپا د براعظم په شیلف کې پرتې دي چې په منځنۍ کچه 90 متره (300 فوټ) ژوروالی لري. یوازینی استثنا د ناروې خندق دی، چې د ناروې ساحل سره موازي له اوسلو څخه د برګن شمال خوا یوې سیمې ته غځېدله ده. دا د 20 او 30 کیلومترو (12 او 19 مایلو) تر منځ پراخوالی لري او د 725 مترو (2,379 فوټ) لوړ ژوروالی لري.[۷][۸][۹]

د ډوګر ساحل، یو پراخ شنوبی، د سمندر له سطحې لاندې یوازې 15 څخه تر 30 مترو (50 څخه تر 100 فټ) پورې رسیږي. په شمالي سمندر کې دغې ځانګړنې د کب نیولو لپاره ترټولو غوره موقعیت رامنځته کړی دی. Long Forties او Broad Fourteens هغه پراخې سیمې دي چې نږدې یو شان ژوروالی لري (څلویښت فټومونه او څوارلس فټومونه یا په ترتیب سره 73 او 26 متر یا 240 او 85 فوټ ژوروالی). د شمالي سمندر دا سترې څنډې او نورې برخې یې په ځانګړې توګه د تګ راتګ لپاره خطرناک دي، چې د سپوږمکۍ د نیویګیشن سیسټمونو په پلي کولو سره کم شوي دي. د شیطان سوری د سکاټلینډ د ډانډي ختیځ کې په 320 کیلومتره (200 میل) کې پروت دی. دغه ځانګړنه د 20 او 30 کیلومترو (12 او 19 مایل) په اوږدوالې سره، د یو او دوه کیلومتره (0.6 او 1.2 مایله) په پراخوالې او تر 230 مترو (750 فټ) ژوروالي سره د یو غیر متناسب خندقونو لړۍ ده.[۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

نورې سیمې چې لږ ژورې دي هغه عبارت دې د کلیور ساحل، فیشر ساحل او نوردهیندر له ساحل څخه.

پراختیا

[سمول]

د هایدروګرافیک نړیواله موسسه د شمالي سمندر حدود داسې تعریفوي:[۱۵]

په سویل لویدیځ کې. یوه کرښه چې Phare de Walde (والد لایټ هاوس، په فرانسه کې، 50°59'37"N, 1°54'53"E) له لیدرکوټ پوائنټ (انګلستان،51°10'01.4"N 1°24'07.8") سره په شمال ختیځ ډوور کې نښلوي.[۱۶]

په شمال لویدیځ کې. په سکاټلینډ کې له ډنیټ هیډ (58°40'20"N, 3°22'30"W) څخه د های ټاپو تور نیس (58°47'N) پورې، بیا له دې ټاپو څخه د Kame of Hoy (58°55'N) په مینلینډ کې بریک نیس ته (58°58'N) د دې ټاپو له لارې د کوسټا هیډ (3°14'W) او انګا نیس (59'17'N) د ویسټری له لارې ، له بو هیډ او بیا تر مول هیډ (د پاپا ویسټرې شمالي نقطه) پورې او د سیل سکیري (د شمالي رونالډسي شمالي نقطه) او له هغه ځایه د هارس ټاپو (د شټلینډ ټاپو سویلي نقطه) پورې.

په شمال کې. د شټلینډ ټاپوګانو د اصلي هېواد له شمالي نقطې (فیتالینډ پوائنټ) څخه د یل په ټاپو کې د ګرویلینډ نیس (60°39'N) پورې، د ییل له لارې ګلوپ نیس (1°04'W) او د سپو نیس پورې (60°45'N) په انسټ ټاپو کې، له انسټ څخه تر هرما نیس (60°51'N) پورې، د رمبلینګ د SW نقطې ته او مکل فلوګا (60°51′N 0°53′W) ته دا ټول د شمالي بحر په ساحه کې شامل دي؛ له دې وروسته د 0°53'  لویدیځ مریډیان د 61°00' شمال او ختیځ په موازي کې د ناروې له ساحل سره موازي سره ، د ویکینګ ساحل ټوله برخه په شمالي سمندر کې شامله ده.

په ختیځ کې. د سکاجیرک لویدیځ حدود [هغه کرښه چې هانسټولم (57°07′N 8°36′E) او نازي 58°N 7°E سره نښلوي].

سرچينې

[سمول]
  1. L.M.A. (1985). "Europe". Encyclopædia Britannica Macropædia (Fifteenth) 18. Ed. University of Chicago. U.S.A.: Encyclopædia Britannica Inc.. 832–835. ISBN 978-0-85229-423-9. 
  2. Ripley, George; Charles Anderson Dana (1883). The American Cyclopaedia: A Popular Dictionary of General Knowledge. D. Appleton and company. p. 499. Archived from the original on 17 April 2023. نه اخيستل شوی 17 February 2020.
  3. Helland-Hansen, Bjørn; Fridtjof Nansen (1909). "IV. The Basin of the Norwegian Sea". Report on Norwegian Fishery and Marine-Investigations Vol. 11 No. 2. Geofysisk Institutt. Archived from the original on 14 January 2009. نه اخيستل شوی 9 January 2009.
  4. "About the North Sea: Key facts". Safety at Sea project: Norwegian Coastal Administration. 2008. Archived from the original on 9 December 2008. نه اخيستل شوی 2 November 2008.
  5. Ray, Alan; G. Carleton; Jerry McCormick-Ray (2004). Coastal-marine Conservation: Science and Policy (illustrated ed.). Blackwell Publishing. p. 262. ISBN 978-0-632-05537-1. Archived from the original on 17 April 2023. نه اخيستل شوی 2 October 2020.
  6. "Chapter 5: North Sea" (PDF). Environmental Guidebook on the Enclosed Coastal Seas of the World. International Center for the Environmental Management of Enclosed Coastal Seas. 2003. Archived from the original (PDF) on 17 December 2008. نه اخيستل شوی 24 November 2008.
  7. L.M.A. (1985). "Europe". Encyclopædia Britannica Macropædia (Fifteenth) 18. Ed. University of Chicago. U.S.A.: Encyclopædia Britannica Inc.. 832–835. ISBN 978-0-85229-423-9. 
  8. Calow, Peter (1999). Blackwell's Concise Encyclopedia of Environmental Management. Blackwell Publishing. ISBN 978-0-632-04951-6. Archived from the original on 17 April 2023. نه اخيستل شوی 26 December 2008.
  9. "Limits in the seas: North Sea continental shelf boundaries" (PDF). U.S. Department of State. United States Government. 14 June 1974. Archived (PDF) from the original on 11 June 2020. نه اخيستل شوی 17 June 2013.
  10. Ostergren, Robert Clifford; John G. Rice (2004). The Europeans: A Geography of People, Culture, and Environment. Bath, UK: Guilford Press. p. 62. ISBN 978-0-89862-272-0.
  11. Dogger Bank. Maptech Online MapServer. 1989–2008. Archived from the original on 11 July 2012. نه اخيستل شوی 20 July 2007.
  12. Tuckey, James Hingston (1815). Maritime Geography and Statistics ... Black, Parry & Co. p. 445. ISBN 9780521311915. Archived from the original on 17 April 2023. نه اخيستل شوی 17 February 2020.
  13. Bradford, Thomas Gamaliel (1838). Encyclopædia Americana: A Popular Dictionary of Arts, Sciences, Literature, History, Politics, and Biography, Brought Down to the Present Time; Including a Copious Collection of Original Articles in American Biography; on the Basis of the Seventh Edition of the German Conversations-lexicon. Thomas, Cowperthwait, & co. p. 445. ISBN 9780521311915. Archived from the original on 17 April 2023. نه اخيستل شوی 17 February 2020.
  14. Alan Fyfe (Autumn 1983). "The Devil's Hole in the North Sea". The Edinburgh Geologist (14). Archived from the original on 1 December 2008. نه اخيستل شوی 2 November 2008.
  15. "Limits of Oceans and Seas, 3rd edition" (PDF). International Hydrographic Organization. 1953. Archived from the original (PDF) on 8 October 2011. نه اخيستل شوی 28 December 2020.
  16. The Walde Lighthouse is ۶ kم (۱۹٬۶۸۵ فوټه) east of Calais (۵۰°۵۹′۰۶″ شمال ۱°۵۵′۰۰″ ختیځ / 50.98500°شمال 1.91667°ختيځ / 50.98500; 1.91667), and Leathercoat Point is at the north end of St Margaret's Bay, Kent (۵۱°۱۰′۰۰″ شمال ۱°۲۴′۰۰″ ختیځ / 51.16667°شمال 1.40000°ختيځ / 51.16667; 1.40000)