Jump to content

سپوږمکۍ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
سپوږمکۍ

سپوږمکۍ (په انگرېزي:Satellite) د انسان په لاس يو ډول جوړه شوې وزله يا دستگاه ده چې د تشتيال په مدارونو کې له نورو ستورو سره يو ځای د ځمکې پر شاوخوا راتاوېږي. سپوږمکۍ(Satellite)

د سپوږمکۍ پيژندنه

سټلايت ( سپوږمکۍ ) د مختلفو وګړو له نظره  مختلف مفاهيم او معنى ګانې لري چې ځينې يې په لاندې توګه واضح شوى دى.

د ستورو پيژندونکو له نظره

ستوري پيژندونکي سپوږمکيو ته اسماني موجودات ( Celestial Body ) وائي. سپوږمکۍ په فضاء کې د يوې فضائې وسيلې حيثيت يا مقام لري، همدارنګه په افهام او تفهيم          ( Communication) څانګه کې سپوږمکۍ د انسان د لاس پوسيله هغه مدار لرونکې وسيله ده چې د ځمکې څخه شاوخوا تـــــــــاويږي او پدې توګه په ټولــــــه نـــــــــــــــــــــــــــــــــــړۍ کې مخــــــــــــابراتي   ( Telecommunication)خدمات وړاندې کوي.

د لمر د نظام يوه سياره ( ځمکه ) چې مونږ او تاسې او ټول ژوندي موجودات پکې ژوند کوو د يوې سپوږمکۍ لرونکې ده او همدغه سپوږمکۍ د ځمکې شاوخوا په ټاکل شوي مدار کې څرخي او ځمکې ته د لمر څخه رڼا ورکوي په حقيقت کې د شمسي نظام  سپوږمۍ يو طبيعي غير فعال سټلايت دى. ټول هغه سټلايتونه ( سپوږمکۍ ) چې د انسان د لاس په وسيله جوړ شوى دى دوې هم د ځمکې شاوخوا په مدارونو ( Orbits ) کې څرخي او همدا مدارونه يواځينۍ وسيلې دي چې د انسان په وسيله کنتروليږي.

د سپوږمکيو استعمال

سټلايت ( سپوږمکۍ ) لکه څرنګه چې مونږ ترې مخکې يادونه وکړه د انسان د لاس په وسيله جوړ شوې تخنيک دي چې د ځمکې شاوخوا مدارونو کې څرخي، د انسانانو لپاره د ژوند په اوږدو کې مختلف خدمات اجراء کوي او دغه خدماتو څخه يې په لاندې ساحو کې استفاده شوى او لا هم استفاده کيږي.

1 مخابراتي مفاهمې   (Telecommunication)                                                

2 تلويزيون                                            (TV/ Broadcasting)                      

3 مترولوجيکي معلوماتو راټولول (Metrological Data Collection)                    

4 نقشه کشي                                                                                 Mapping))

5 څارنيزې چارې                                                                                             ( (Spying

مترولوجي. مترولوجي هغه علم دې چې د هواء د بدلون او څرنګوالي څخه بحث کوي.

د سپوږمکيو استعمال په ورستيو کلونو کې د معلوماتي يا مخابراتي خدماتو په څانګه کې ډير پراخ شوى دى. دا يوه ډيره پيچلې پروسه ده ترڅو د نړۍ هر عام وګړۍ پدې باندې د پوهې قدرت ترلاسه کړي چې څرنګه سپوږمکۍ کولائې شي تاسو ته د نړۍ د ګوټ ګوټ څخه معلومات ترلاسه او تاسو ته يې په رنګا رنګ ډول وړاندې کړي او په همدومره لويه پيمانه تيلفوني اړيکو تګ راتګ او انتقال څرنګه ترسره کيږي.

بايد يادونه وشي چې يو مخابراتي يا معلوماتي سپوږمکۍ په فضاء کې د مايکرو ويف لپاره يو تکرارونکى ( Repeater ) اله ده چې د لاندې وسائلو کومک ورته حاصل وي.

- Receiver

- Transmitter

- Amplifier

- Regenerator

- Processor

- Multiplexer

- De multiplexer

- Antennas

Transponder– د سپوږمکۍ راډيوېي څپو تکرارونکي الې ته Transponder وائې.

د سټلايت ټول سيستم ساده ترکيب عبارت دى له:

1- يو يا د يو څخه زيات د سټلايټ ( سپوږمکۍ ) پورې اړه لرونکې وسيلې.

2 -د ځمکې په سطحه د سپوږمکۍ د کنترول مرکز.

3 -د ځمکې د مرکز شبکه ( Network )

Payload and Beacon

مونږ د سپوږمکيو مختلف ډولونه لرو، خو معلوماتي ( Communicational ) سپوږمکۍ هغه ډول دى چې موږ ورځينې دلته يادونه کوؤ.

يوه معلوماتي سپوږمکۍ دوه ډيرې مهمې برخې لري چې په لاندې ډول يې واضح کوؤ.

1: Payload

Payload د سپوږمکۍ هغه برخه ده چې د هغه مقاصدو د معلومولو په برخه کې وظايف اجراء کوي د کوم لپاره چې نوموړى سپوږکۍ فضاء( Space )  ته ليږدول شوې وي يا هم داسې ويلې شو چې Payload د سپوږمکۍ هغه حقيقي وسيله ده چې هدف ئې د هغه رسالت ( Mission ) او مسئوليت ترسره کول دي چې د کوم لپاره چې فضاء ته توغول شوې وي. بايد يادونه وشي هغه معلومات چې د يو معلوماتي سپوږمکۍ پواسطه راليږل کيږي د Payload په نامه ئې يادولى شو، همدارنګه د Payload اله په يو معلوماتي سپوږمکۍ کې د Repeater سره هم پرتله کولاى شو، دوې هغه نښې (Signals ) چې دوي ته ورکول کيږي ځمکې ته انتقالوي اما دا انتقالات په مختلفو فريکونسيو سره ترسره کيږي. خو په حقيقيت کې عصري سپوږمکۍ بيا لدې څخه هم زيات کارونه اجراء کوي. عصري سپوږمکۍ سګنالونه ترلاسه کوي او بيا هغه سګنالونه پروسس کوي ترڅو معلوماتو ته لاس رسى وشي او بيا هغه معلومات کيدى شي مخکې لدې چې وليږل شي جريان پيداکوي او يا هم کيداى شي لاس ته راغلي معلومات مخکې لدې چې وليږدول شي د يو څه ځنډ په خاطر ذخيره کيدى هم شي يا هم د مختلف ميتود په ذريعه Modulate  ( د راډيوېي سګنالونو د بڼې بدلول ترڅو په ښه ډول او په ډير مؤثر ډول نشر کړې شي. ) کيږي . خو دلته بايد د معلوماتو اندازه په پام کې ونيول شي.

په داسې حال کې اوس په عصري نړۍ کې د معلوماتو تګ راتګ ډير وسيع شوى دى خو بيا هم په مخابراتي مفاهيمو کې د سټلايټ د Payload او د هغوې د سګنالونو څخه په زياته پيمانه استفاده اخيستل کيږي.

2 : Beacon

د Beacon برخه په جرياني يا رواني توګه    Un-Modulateيو انتقالونکى ذريعه ده چې د سپوږمکۍ لپاره د ځمکې په مرکز کې يو مشخص ځاى  په نښه کوي ترڅو د ځمکې په مرکز کې ورته انتن ځاى په ځاى کړى شي.

يو ځل بيا بايد يادونه وشي چې Pay load د يوې سپوږمکۍ پوسيله انتقاليږي او د يو معلوماتي سپوږمکۍ لپاره د معلوماتو ذريعه ده.

Transponder

د Transponder ځينې مقدماتي بڼى په لاندې توګه بيان شوى دى، خو مخکې لدې څخه مونږ په Transponder او ددې پورې نښتې ځينې چارو باندې رڼا اچوؤ.

Transponder چې په برقي ځنځير يا کړيو باندې مشتمل دې د يو معلوماتي سپوږمکۍ دننه ځاى په ځاى شوى دى او د معلوماتي سټلايټ يوه مهمه اله ده.

ترانسپونډرونه هغه مشکلات چې د راديوېي Signals په وړاندې په فضاء کې د سفر په جريان کې راپيداکيږي د مخې ليرې کوي او ددې ترڅنګ Transponder په مرسته مونږ کولاى شو تر څو راديوېي Signals فريکونسيو باندې بدل کړو کومې چې ځمکې ته انتقال مومي، په اخره کې بايد يادونه وشي چې Transponder سګنال د پراخوالي وظيفه هم اجراء کولاى شي.

انتنونه (Antennas)

مونږ دلته يواځې د هغه انتنونو څخه بحث کوؤ چې د سپوږمکېو په وظايفو کې ډير مهم او مفيد دى .

انتنونه راديوېي څيې مشخص ( غوره شوي ) لوري ته ځلوي. د انتنونو د ځليدنې يا بريښيدنې  بڼه پراخه يا کوچنۍ وي او همدارنګه امکان لري چې جانبي څنډه ولري کوم چې سګنال غير مشخص لوري ته تاووي. ساينس پوهان د Sophisticate قسم انتنونه جوړول پيل کړى چې لوړ توان لري، او د ځمکې په خاصه برخه کې کوچنې ميله ايز شکل لري، نوموړى انتنونه هغه وخت رامينځ ته شول چې پخواني انتنونه ډير لوى وه او همدارنګه ډير مشکل وه ترڅو په نرۍ پوزه لرونکي راکټ کې انتقال شوي واى نو پدې خاطر ساينس پوهانو د انتنونو يوه نوې بڼه رامينځ ته کړل چې دوې ( انتنونه ) د ځمکې څخه ګرد چاپيره مدارونو کې په خپله سپړل کيږي يا پراخيږي.

  Foot Print

د هغه ځاى څخه عبارت دى چې د ځمکې پر مخ د سټلايټ لپاره د انتن پواسطه پوښل شوى دى . نوموړې ځائې دا وظېفه لرې ترڅو Signal واخلي او بيا ېي هدف شوې ځائې ته انتقال کړي.

د Spot light ( تيزه رڼا ) په مرسته د سټلايټ Foot Print په خپله د سټلايټ پواسطه ځليږي او دا هغه وخت واقع کيږي چې راديوېي څپې د سټلايټ د انتن پواسطه ځمکې ته راغورځي. بايد يادونه وشي چې Spot Light د ځليدنې مختلفې اندازې لري.هغه راديوېي څپې کومې چې د سټلايټ پواسطه انتقاليږي ځمکې ته د يوې مشخصې نمونې په ډول راکښته کيږي.

د ځمکې مرکز

(Earth Station)

د ځمکې هغه وسايل چې د سټلايټ څخه سګنالونه انتقالوي او يا ئې اخلي د Earth Station (ځمکني مرکز) څخه عبارت دې.

ځمکني  ډير مراکز په لويو ودانيو کې ځاى په ځاى کيـــــــــــږي او په دوي کې انتنونه د يو Gat Way ( لاره، خوله ) حيثيت لري او د همدې Gat Way د لارې په زرګونو تليفوني اړيکې د سټلايټ څخه اخيستل کيږي او بيا ليږل کيږي.

مونږ د داسې بڼې Earth Station هم لرو چې د کوچني فضاء لرونکي وسيلې ( الوتکې.بيړۍ) کې ځاى په ځاى شي.

Satcom System

Satcom د سپوږمکيو د معلوماتو لپاره يو عمومي صنعتي بلاک دى.

د Satcom د سيستم بنيادي بلاکونه ( ودانۍ ) عبارت دي له:

1 Suppliers

2 Bearers

3 Teleports

4 Subscribers

Suppliers: د هر لوري څخه چې سپوږمکۍ ته معلومات انتقال شوى وي مونږ نوموړي معلومات د Supplier Base څخه ترلاسه کولاى شو.

Bearers: مونږ نوموړى بلاک ددې لپاره استعمالوؤ ترڅو معلومات د سپوږمکۍ پواسطه د وړاندې خپرونې لپاره Teleport ته ورکړو. BT تر ټولو زيات معمول Bearer Supplier دې. بايد يادونه وشي چې دا ځانګړې Supplier نه دى مونږ داسې د Bearer Supplier ډولونه هم لرو چې د Kilo-Stream په معيار زيات او يا هم کم Speed لرونکي دي. نوموړي Bearer کولاى شي چې ځينې مهال 64 k او يا 128 k ( ISDN Lenses ) استعمال کړي، او حتى انټرنيټ پاڼې هم ځينې Application لپاره استعماليدى شي. په پاى کې ويلې شو چې د Bearer نهائي هدف دادې تر څو د غلطيو څخه پاک معلومات Teleport ته وړاندې کړي.

Teleport: کله چې معلومات Teleport ته راوارد شي هغوۍ بيا د سپوږمکۍ Modem ته Pass کيږي او بيا وروسته موډم نوموړي معلومات په منځني سطحې فريکونسي (IF) خارجوي اوبيا دغه فريکونسي مخکې لدې چې (RF) سيستم ته داخل شي د زيات Conversion (بدلون، توافق) ، Filter (پاک، منظم) او د قوې سره او پراخه (Amplifier) وي.

هغه سګنال چې په Supplier Data باندې مشتمل وي د يو يا زياتو انتنونو په مرسته سپوږمکۍ ته انتقاليږي. د يو څخه زيات انتنونو ته هغه وخت ضرورت پيدا کيږي چې سپوږمکۍ ته د لا زيات پوښښ په منظور اړتياء موجوده وي.

Subscriber: بالاخره سګنال په ځمکه د Subscriber ترمينال پواسطه اخيستل کيږي. Subscriber د معلوماتو ډير لوې VSAT تقسيمونکى ذريعه ده او يا هم ويلې شو چې نوموړې بلاک د فضائې تلويزون سيستم او يا د ويديوېي کنفرانس سيستم لپاره يو کوچنې ترمينال ګڼل کيدې شي. د ضرورياتو په اړه د Subscriber ټول سيستم کيدې شي چې يو اړخيزه او يا هم دوه اړخيزه د معلوماتو تبادله ولري. نشريات معمولاً يو اړخيزه وي خو د يوې نقطې څخه بلې نقطې ته د معلوماتو ورکول دوه اړخيز شکل لري ، د دوې اساسات د ټولو لويو او کوچنيو سپوږمکيو لپاره يو شان دي.


د انټلسيټ سپوږمکۍ

The Intelsat Satellite

د انټلسيټ سپوږمکۍ په [[۱]] ميلادي کال کې رامينځ ته شوه. د ډير کم وخت په موده کې نړيوال په دې وتوانيدل ترڅو زيات شمير سپوږمکۍ د بيلا بيلو مقاصدو د تر لاسه کولو په منظور فضاء ته وتوغوي. د غږيزو چينلونو په اړوند هر يوې سپوږمکۍ په حيرانونکې توګه د چينلونو مقدار زيات کړو. نومـــــوړې سپوږمکۍ سمنـــــدري مفاهېمې تهيه کوي. هــــــغه وخت چــــې ترافــــيکي ګڼه ګوڼه په IOR ( Indian Ocean Region ) درې چنده شو نو نوموړي سيستم  (Intelsat) په AOR (Atlantic Ocean Region) باندې ځاى په ځاى شو د www.intelsat.com ويب پاڼې په اند د Intelsat forth A سپوږمکۍ د [[۲]] دوه طرفه تليفوني اړيکو او درې تلويزوني چينلونو ظرفيت لاره، او کيدائې شو چې د Digital circuit د زياتوالې په اساس نوموړې تليفوني لينونه تر [[۳]] پورې يې ظرفيت لوړشوې وائې. سره لدې چې د Intelsat سپوږمکۍ د سمندري مفاهېمې لپاره استعماليږي او کيداى شي چې د داخلي خدماتو لپاره هم استعمال شي او همدارنګه دوې د هيوادونو تر مينځ ساحوي خدمات تر سره کوي.

ډومسيټ سپوږمکۍ

The Domsat Satellite

نوموړۍ سپوږمکۍ د امريکا په متحده ايالاتو کې د ځمکې د مدار په شاوخواء کې ځاى په ځاى شوې ده چې په ډيرو تلويزيوني چينلونو باندې مشتمل دى کوم چې د کورنيو د مشغولا  (Entertainment) لپاره پکار وړل کيږي او همدارنګه نوموړې سټلايټ د لوې تجارتي مخابراتي خدمات اجراء کوي. مونږ په اساسي ډول درې ډوله Domsat سټلايټونه لرو چې په لاندې ډول ئې نومونه ذکر شوې دي.

A. High Power (Provide DBS Service)

B. Medium Power (Provide point-to-point Service)

C. Low Power.

د سپوږمکيو تاريخچه

History of Satellite

په [[۴]] م کال کې سپوږمۍ (د ځمکې د کرې سپوږمۍ) لومړې غير فعال سټلايټ په حيث ونومول شو. د لومړي ځل لپاره د امريکا متحده ايالاتو بحري قوې په کاميابې سره يو پيغام ترلاسه کړ. غير فعال سټلايټ يو ساده شکل دى چيرته چې سګنال په ساده توګه انعکاس مومي او د دوي اصلي ګټه هم په هغه وخت کې داوه چې دوي برقي Sophisticated  ته ضرورت لاره. د دوي ډير لوى تاوان په غير موثره توګه د انتقال قوه وه، د [[۵]] څخه په يوه برخه د معلوماتو به ځمکې ته انتقاليده. او همدارنگه بايد يادونه وشي چې د دوې غير مستقر حالت او د بلې لورې غير فعال سټلايټونه راديوېي  Beacom ته ضرورت لري.

يو فعال سټلايټ کولائې شي چې سګنال ترلاسه کړي، پراختياء ورکړي، اصلاح يې کړي او په پاى کې ېي دوباره وليږي. د T او AT پوسيله لومړني هغه سټلايټونه مينځ ته راغلل چې د سګنال د تر لاسه کولو او انتقالولو توان يې لاره.د اول Talster د ځليدنې د خرابوالي له نظره څخه کم عمر لاره. په [[۶]] کال کې دوهم Talster په نوم يو بل سټلايټ مينځ ته راغې چې د تيلفون، تلويزيون او د معلوماتو د انتقال لپاره پکار وړل کيده.

دوهم  Syncon لومړې Geosynchronous  سټلايټ دى. Intelsat لومړنۍ تجارتي سپوږمکۍ ده چې د 120 څخه زيات ملتونه پکښې شرکت لري او نوموړې سټلايټ په نړۍ کې د تيلفوني اړيکو لپاره خدمات تهيه کوي لکه (نشرونې،شخصي او تجارتي شبکې او داخلي منطقوي مفاهېمې).

Domsat يا Domestic Satellite (داخلي سټلايټ) هغه سټلايټونه دي چې د ځانګړي هيوادونو پواسطه استعماليږي او همدغه هيوادونه د نوموړيو سپوږمکېو مالکيت لري.

په [[۷]] کال کې لومړى Geosynchronous سټلايټ د دوهم syncon په نامه مينځ ته راغې. اول

Intelsat سټلايټ په [[۸]]  م کال مينځ ته راغې چې تجارتي مخابراتي خدمات يې اجراء کول. پخواني شوروي اتحاد په [[۹]] م کال کې د Domsat په نامه سټلايټ مينځ ته راوړ.

په [[۱۰]] کال کې دريم intelsat سټلايټ مينځ ته راغې چې د نړيوال پوښښ وظيفه اجراء کوله . په

[[۱۱]]  م کال څلورم Intelsat A سټلايټ او [[۱۲]]  م کال د RCA Satcom لومړنۍ سپوږمکۍ دى چې مخابراتي خدمات يې اجراء کول.

په [[۱۳]]  م کال د Marisat په نامه لومړې د موبائيل د مفاهېمې سټلايټ مينځ ته راغې. په [[۱۴]]  م کال palpa دريم داخلي مفاهېموي سټلايټ دې چې د اندونيزيا د هيواد په ذريعه جوړ شوې دې. په [[۱۵]] م کال د Inmarsat سټلايټ مينځ ته راغلې دي.

د سټلايټ لپاره د فريکونسي عيارول

د سټلايټ لپاره د فريکونسي عيارول او پلانول د ITU (International telecommunication Unit) تر حمايت  لاندې ترسره کيږي. د فريکونسي د پلانولو لپاره درې عمده ساحې موجودې دي.

A. European, African, Soviet Union, Mongolia.

B. North and South America, Green land.

C. Asia, Australia, South west Pacific.

په پورته ساحو کې د فريکونسي د څپو سيمه د سټلايټ خدمات په لاندې نقاطو مشتمله ده.

1 Fixed Point. Between Earth station located at fixed geographical point.

د ځمکې د مراکزو تر مينځ د ځمکې د يوې ثابتې جغرافيوي نقطې کې.

2 Broadcasts. Wide Area coverage.

د پراخې ساحې پوښښ.

3 Inter Satellite. Satellite to Satellite cross link.