سردار سلطان محمد خان طلايي (۱۷۹۵ ز. - ۱۸۶۱ ز.) د افغانستان وزير اعظم و. همداراز هغه د پېښور، کوهاټ او کابل والي هم پاتې شوی و.
مخينه
سردار سلطان محمد خان طلايي د سردار پاينده خان پينځلسم ځوی او د سردار محمد فتح خان، سردار يار محمد خان او سردار دوست محمد خان ورور و. هغه ډېر شتمن سردار و او له همدې کبله خلکو ورته د طلايي لقب ورکړی و. هغه د سلطان شاه محمود سدوزي د سلطنت په وخت کې پېښور ته د والي په توگه ولېږل شو او هلته د خپلو څلورو وروڼو سره د پېښور د سردارانو په نامه يادېده. دغه سردار د امير دوست محمد خان په څېر ډېر ودونه کړي وه . دغه سردار ۱۶ مېرمنو سره واده کړی و او ۵۱ ځامن او ۳۶ لوڼې يې درلودې. د هغه نژدې ټول ځامن د خپل وخت په پاچايي دولت کې پوځي او غير پوځي دندې ترسره کړي وې.