سابه
اوږده ليکنه |
---|
دسبو ډولونه۱ – هغه سابه چې دځمكې دپاسه برخى يې خوړلې كيږى . دكول يا يخ موسم سابه لكه: گلپى ، براكولى ، كرم ، غوزه ايز كرم ، چينايې كرم او كولرابې . دسولناسى دكورنۍ سابه: لكه رومي بانجان ، توربانجان او مرچ . تاك ډوله سابه: لكه بادرنگ ، كدو او خربوزه . شنه سابه لكه: پالك او چارډ . لگيومي يا پلي لرونكي سابه: لكه مټر ، لوبيا ، او فاصليا . ۲ – هغه سابه چې دځمكې لاندې برخى يې خوړل كيږي: دريښوسابه لكه: گازره ، ملۍ ، ټيپر او دسلاد چغندر . دغوټوسابه ( ټيوبر) لكه: كچالو . ۳- دتودوخې داړتيا په اساس دسبو ويشن : دساړه موسم سابه Cool Season Crops هغه دي چې په سوړ بخنه هواكې يا په سوړ بخنو سيمو كې روزل كيږي او دفعالې ودې په وخت كې دعادي يخ frost سره مقاومت لري ( ۱ – جدول ) . دتاوده موسم سابه (warm season Crops) هغه دي چې په تود بخنه هوا كې يا په تود بخنو سيمو كې زياته وده او لوړ حاصل توليدوي او دعادي يخ وهنې څخه ضرر ويني ۴ – وحشى يا سارانې سابه : دافغانستان خلك ( خصوصا ً په كليو او بانډو كې ) دزيات شمير وحشي سبو څخه استفاده كوي . دوحشي سبو شمير خوراډير دي او تراوسه پورې دهغوي دنباتې او غذايې خصوصياتو په باب په افغانستان كې كومې علمې څيړنې سرته رسيدلى نه دي . كيداي شي چې دوحشى سبو په ډله كې ځينې يې دغذائى ارزښت له نظره خورا مهم وي . دوحشي سبو دڅرنگوالى په باب بايد علمى څيړنې سرته ورسيږي . سابه په څو ډوله وېشل کېږي ځينې ځنگلي سابه، ځينې خپل سري سابه ، ځينې په لاس کرل شوي سابه او داسې په دو کې خاصيت يې لکه ترخه زهر جن سابه، خوړونکي سابه، د ځناورو د کارونې لپاره سابه او داسې نور. د سبو استعمالد سابو ډولونهسابه په څو ډوله وېشل کېږي ځينې ځنگلي سابه، ځينې خپل سري سابه ، ځينې په لاس کرل شوي سابه او داسې په دو کې خاصيت يې لکه ترخه زهر جن سابه، خوړونکي سابه، د ځناورو د کارونې لپاره سابه او داسې نور. د انسانانو لپاره خوړونکي سابه راځي .
د انسانانو لپاره خوړونکي سابه
سرچينې |