رالفا ابرناتي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
رالفا ابرناتي
رالفا ابرناتي
رالفا ابرناتي

د شخص معلومات
پيدايښت ۱۱ مارچ ۱۹۲۶[۱][۲][۳] او ۲۱ مارچ ۱۹۲۶[۴]
مړینه 17 اپرېل 1990 (64 کاله)[۵][۱][۲][۳][۶][۷][۸][۹][۱۰]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د امریکا متحده ایالات   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ګوند ديموکراتيک ګوند   د (P102) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک سياستوال
دينپوهنه
د بشري حقوقو فعال   د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي   د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ويبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

رالفا ډيويډ ابرناتي سر (Ralph David Abernathy Sr.) چې (۱۹۲۶ز، د  مارچ ۱۱ مه د ۱۹۹۰ ز، د اپریل ۱۷مه ) پورې يې ژوند کاوه، د مدني حقونو يو امريکايي فعال او د Baptist [د مسيحانو يوه ډله ده] وزير و. هغه په ۱۹۴۸ ز کې د Baptist سنت کې وټاکل شو. د مدني حقونو غورځنګ د مشر په توګه د مارتن لوتر کينګ يو نږدې ملګری او سلاکار و. نوموړي له لوتر کينګ او E. D. Nixon سره د مونټګومري پرمختګ ټولنې (Montgomery Improvement Association) په رامنځته کولو کې مرسته وکړه، چې د مونټګومري بس پرېکون ته يې لاره هواره کړه او د ياد پرېکون بنسټ يې کېښود. ابرناتي د سويلي عيسوي مشرتابه کنفرانس (Southern Christian Leadership Conference (SCLC)) د اجرائیه پلاوي غړی و. هغه په ۱۹۶۸ ز کې د لوتر کينګ له وژنې نه وروسته د سويلي عيسويانو د مشرتابه کنفرانس مشر شو، چې له حقوقو نه د بې برخې امريکايانو لپاره د نورو لاريونونو او مظاهرو تر منځ يې په واشنګټن ډي سي کې د غريبو وګړو کمپاين رهبري کړ. [۱۱]

ابرناتي په ۱۹۷۱ ز کې د نړيوالې سولې په اړه ملګري ملتونه مخاطب کړل. نوموړي د ۱۹۷۳ ټپي زنګون پېښې (Wounded Knee incident) پر مهال، د FBI او هندي لاريون کوونکو تر منځ د معاملې په منځګړيتوب کې مرسته وکړه. هغه په ۱۹۷۷ز کې د سويلي عيسويانو د مشرۍ کنفرانس رئيس په توګه له خپلې دندې تقاعد شو او متقاعد رئيس شو. له هغه کال نه وروسته، نوموړي په نابريالي ډول د متحده ايالتونو د جورجيا ايالت د پينځمې ولسوالۍ د استازو مجلس لپاره هڅه وکړه. وروسته يې د اقتصادي دستګاه پرمختګ لپاره بنسټ رامنځته کړ او په ۱۹۸۲ز کې د رايې کارولو حقونو د قانون پراخولو په ملاتړ يې د امريکا متحده ايالتونو کانګرس (پارلمان) ته ګواهي ورکړه.

ابرناتي په ۱۹۸۹ ز کې د (And the Walls Came Tumbling Down) [او دېوالونه راونړېدل] تر سرليک لاندې د مدني حقونو په غورځنګ کې د ځان او لوترکينګ د ښکلېلتيا په اړه خپل جنجالي ژوند ليک وليکه. هغه په کتاب کې د لوتر کينګ د ادعا شويو مدني کفرياتو په اړه د ویناوو لپاره مسخره شوی و. ابرناتي بالاخره په سياست کې لږ فعال شو او د وزير په توګه خپلې دندې ته وګرځېد. هغه د ۱۹۹۰ز اپریل پر ۱۷ مه نېټه باندې د زړه ناروغۍ له امله مړ شو د نوموړي د قبر پر ډبره باندې کښل شوي دي: «هڅه مې وکړه». [۱۲]

د ژوند لومړي وختونه، کورنۍ او زده کړې[سمول]

ابرناتي چې د (William) او (Louivery Abernathy) له دوولسو بچيانو نه يې لسم زوی و، د ۱۹۲۶ ز مارچ پر ۱۱ مه نېټه د الاباما په Linden کې د هغوی په ۵۰۰ جريبه کرونده کې وزېږېد. د نوموړي پلار لومړنی افريقايي الاصل امريکايي و، چې د الاباما په Marengo Country کې رايه کاروي او په لويه جرګه کې خدمت کوي. هغه د Linden Academy (يو Baptist ښوونځي دی چې د لومړي Mt. د خوشحاله ولسوالۍ ټولنې له خوا يې بنسټ کېښودل شوی) کې ګډون وکړ. ابرناتي د Linden Academy کې د خپلو ملګرو محصلینو معيشت ته د ودې ورکولو په موخه خپل لومړني لاريونونه رهبري کړل. [۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]

د دويمې نړيوالې جګړې پر مهال يې نوم د متحده ايالتونو په پوځ کې شامل شو او له دندې نه د ګوښه کېدنې نه مخکې د ډلګۍ مشرۍ تر مرتبې پورې پورته شو. له هغې نه وروسته له (G.I. Bill) نه د ګټې په کارولو سره په الاباما دولتي پوهنتون کې شامل شو، چې د خپل خدمت په پايله کې يې تر لاسه کړې وه. د دويم ټولګي زده کړيال په توګه د زده کوونکو شورا د مشر په توګه غوره شو او په ليليه کې د ورکول کېدونکو خوړو د کيفيت لوړونې په موخه يې لږ بريالی اعتصاب رهبري کړ. تر هغه وخته چې لا د پوهنځي زده کوونکی و، Abernathy د هغه غوښتنه وزارت ته اعلان کړه، چې هغه د کوچنيوالي راهيسي چې په يوه پرهېزګاره تعميد ورکوونکې (Baptist) کورنۍ کې يې ژوند کاوه، پلان کړي وو. هغه د يو Baptist [د مسيحانو يوه ډله ده] وزير له خوا په ۱۹۴۸ ز کې وټاکل شو او د مور په ورځ (د هغه د وروستۍ مړه شوې مور په درناوي) باندې يې خپل لومړي مراسم څرګند کړل. په ۱۹۵۰ز کې په رياضياتو کې د لېسانس له درجې فارغ شو. د ياد اوړي پر مهال Abernathy د يوې راډيوي خپرونې کوربه توب وکړ او د الاباما په Montgomery کې لومړنی تورپوستی و، چې په راډيو کې راڅرګندېږي. هغه په مني کې اتلانتا پوهنتون ته د لازياتو زده کړو په موخه لاړ، چې په ۱۹۵۱ز کې يې په لوړو وياړونو سره په ټولنپوهنه کې د هنرونو درجه تر لاسه کړه. کله چې د الاباما دولت کې شامل شو، Abernathy ژمنه وکړه او د Kappa Alpha Psi وروګلوۍ ټولنې يو نوښتي ورور [غړی] شو. [۱۸][۱۹]

نوموړي خپل مسلک په ۱۹۵۱ ز کال کې هغه وخت پيل کړ، چې د الاباما دولتي پوهنتون کې د نارينه و رئيس په توګه وټاکل شو. له هغه کال نه وروسته راف البرناتي د لومړنۍ Baptist کليسا لوړپوړي پادري شو، چې ياده کليسه په Montgomery کې د تورپوستو تر ټولو ستره کليسا وه او د لسو کلونو لپاره يې په کې خدمت وکړ. [۲۰][۲۱]

البرناتي د الاباما د Uniontown له (Juanita Odessa Jones) سره د ۱۹۵۲ ز  اګسټ پر ۳۱ مه نېټه واده وکړ. دواړو په ګډه پينځه بچيان لرل: Ralph David Abernathy Jr., Juandalynn Ralpheda, Donzaleigh Avis, Ralph David Abernathy III او Kwame Luthuli Abernathy. د دوی لومړی بچی (Ralph Abernathy Jr.) له دوو ورځو نه د کمې مودې په عمر، د ۱۹۵۳ ز اګسټ پر ۱۸ مه نېټه په ناڅاپي ډول مړ شو، په داسې حال کې چې نورو کوچنيانو يې ځوانۍ ته تر رسېدو پورې ژوند وکړ. [۲۲][۲۳][۲۴]

البرناتي په ۱۹۵۴ ز کې له ډاکتر مارتن لوتر کېنګ سره وکتل، چې په هغه وخت کې په نږدې کليسا کې په خپله يو پادري ټاکل کېده. هغه لوتر کينګ ته سلا ورکړه او په پای کې دواړه نږدې ملګري شول. [۲۵]

ز ډسمبر پر لومړۍ نېټه[سمول]

باندينۍ ويډيو
له ريورينډ رالف البرناتي سره پر جايزه باندې د سترګو لیدلي حال په توګه، په ۱۹۸۵ ز کې مرکه ترسره شوې ده، چې د Montogomery Bus Boycott د تنظيمولو لپاره په مرسته کې د هغه د ښکېلتيا په اړه بحث کوي.

د ۱۹۵۵ ز ډسمبر پر لومړۍ نېټه د Rosa Parks له نيول کېدلو نه وروسته، چې په بس کې يې يو سپين پوستي ته د چوکۍ ورکولو نه يې انکار وکړ، البرناتي (چې وروسته د Montgomery يو غړی شو) له لوتر کينګ سره د مونټګومري پرمختګ ټولنې (Montgomery Improvement Association (MIA)) په رامنځته کولو کې مرسته وکړه، چې همدې د مونټګومري بس اړيکې پرېکون (Montgomery bus boycott) تنظيم کړل. د انګليسي پروفيسر ملګري (Jo Ann Robinson) سره يو ځای يې د شپې ليکونه (flyers) راوغوښتل او ويې وېشل، چې د Montgomery له تورپوستو ښاريانو نه يې له بسونو نه د لرې والي غوښتنه کوله. د اړيکې ياد پرېکون ملي پام او د فدرالي محکمې د يوې قضيې پام ځانته راواړاوه، چې د ۱۹۵۶ ز ډسمبر پر ۱۷ مه نېټه باندې هغه مهال پای ته ورسېده، چې په (Browder v. Gayle) کې د متحده ايالتونو سترې محکمې د يوې ابتدايي محکمې لومړنۍ پرېکړه تاييد کړه، چې له مخې يې د بس بېلوالی ناقانوني و. بس سره د اړيکې ۳۸۱ ورځې پرېکون، چې د Jim Crow د بېلوالي قانون يې وګواښاوه، بريالی و او د ۱۹۵۶ز ډسمبر پر ۲۰ مه باندې پرېکون پای ته ورسېد. [۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳]

د رسنيو څرګندونې[سمول]

له پرېکون نه وروسته، د البرناتي کور او کليسا بمبار شول. د هغه کورنۍ په سختۍ سره وتوانېده چې له خپله کوره وتښتي، مګر زيان ورته نه و رسېدلی. د البرتاني کليسا، Mt. Olive کليسا، Bell Street کليسا او د Robert Graetz کور هم په همغه ماښام هغه مهال بمبار شول، چې البرناتي، لوترکينګ او د سويل ۵۸ نورو تور پوستو مشرانو د لېږد رالېږد او تاوتريخوالي د نه شتون بشپړونې په اړه د سويلي نيګرو مشرانو په کنفراس (Southern Negro Leaders Conference on Transportation and Nonviolent Integration) اټلانتا کې غونډه کوله. [۳۴][۳۵][۳۶][۳۷][۳۸][۳۹][۴۰]

د مدني حقونو غورځنګ[سمول]

د ۱۹۵۷ ز جنوري په ۱۱ مه له دوه ورځنۍ غونډې نه وروسته د لېږد رالېږد او تاوتريخوالي د نه شتون بشپړونې په اړه د سويلي نيګرو مشرانو کنفراس (Southern Negro Leaders Conference on Transportation and Nonviolent Integration) رامنځته شو. د ۱۹۵۷ز د فبروري په ۱۴مه  ياد کنفرانس يو ځل بيا په New Orleans کې غونډه وکړه. د يادې غونډې پر مهال يې د ډلې نوم د سويلي مشرۍ کنفراس ته بدل کړ او دا اجرائيه پلاوی يې وټاکه: لوتر کينګ رئيس، Charles Kenzie Steele مرستيال رئيس، البرناتي د مالی منشي خزانه دار، T. J. Jemison منشي، I. M. Augustine عمومي سلاکار. د ۱۹۵۷ ز اګست پر اتمه د سويلي مشرتابه کنفرانس خپل لومړنی کنوانسيون (جرګه يا ناسته) د الاباما په Montgomery کې جوړه کړه. په هغه وخت کې يې د کنفرانس نوم د وروستي ځل لپاره د سويلي عيسوي مشرتابه کنفرانس ته بدل کړ او په ټول سويل کې يې د تور پوستو وګړو لپاره د رايې کارونکو د نوم ليکنې د بهير پيلولو پریکړه وکړه. [۴۱][۴۲][۴۳][۴۴][۴۵]

سرچینې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: https://www.britannica.com/biography/Ralph-David-Abernathy — subject named as: Ralph David Abernathy — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6hx1pnz — subject named as: Ralph Abernathy — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/8533 — subject named as: Ralph David Abernathy — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  4. پیوستون : https://www.imdb.com/name/nm0008659/ — د نشر نېټه: ۲۵ جون ۲۰۱۹
  5. انټرنېټ موويز ډېټابېس آئ ډي: https://www.imdb.com/name/nm0008659/ — د نشر نېټه: ۱۶ اکتوبر ۲۰۱۵
  6. Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/abernathy-ralph-david — subject named as: Ralph David Abernathy — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  7. Bibliothèque nationale de France ID: https://catalogue.bnf.fr/ark:/12148/cb161585177 — subject named as: Ralph Abernathy — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — سرليک: اوپن ڈیٹا پلیٹ فارم، платформа відкритих даних، платформа открытых данных، plateforme de données ouvertes، piattaforma di dati aperti، Opendata-Plattform، otevřená data platforma، åben-data-platform، տվյալների բաց շտեմարան، platforma za odprte podatke، plataforma de datos abierta، plataforma de dados aberta، платформа адкрытых даных، платформа на отворените данни، platforma otwartych danych، ашық деректер платформасы، ачык маалыматтарды платформа، açıq məlumat platforması، ochiq ma'lumotlar platforma، açık verilerin platformu، платформа отвореног података، platforma otvorenih podataka، platforma otvorenog podataka، platforma otvorených údajov، πλατφόρμα ανοικτών δεδομένων، platformu atklātā datu، platforma atvira duomenų، platvormi avatud andmete، avoimen datan foorumi، nyílt adatok platformja، პლატფორმა ღია მონაცემები، платформа за отворени податоци، нээлттэй мэдээллийн тавцан، platformă de date deschise، platformo de malferma datumoj، open data platform، плятформа адкрытых зьвестак، Усьтэм даннойёслэн платформазы، асыҡ мәғлүмәт платформаһы، açıq malümat platforması، açıq malümat platforması، ачык малюмат платформасы، öppen dataplattform، платформаи додаҳои боз، ачык кӧргӱзӱлердиҥ платформазы او гом бæрæггæнæнты платформæ — منښتلیک: Open License
  8. Prabook ID: https://prabook.com/web/person-view.html?profileId=598067 — subject named as: Ralph David Abernathy
  9. Proleksis enciklopedija ID: https://proleksis.lzmk.hr/6634 — subject named as: Ralph David Abernathy — سرليک: Proleksis enciklopedija او Opća i nacionalna enciklopedija
  10. Munzinger person ID: https://www.munzinger.de/search/go/document.jsp?id=00000011993 — subject named as: Ralph D. Abernathy — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  11. M. S.Ed, Secondary Education; M. F.A., Creative Writing; B. A., English. "How Did Ralph Abernathy Work Alongside MLK During the Civil Rights Movement?". ThoughtCo (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۵ اپرېل ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. (په December 5, 1989 باندې). Ralph Abernathy's Judgment Day With His Autobiography, He Hoped To Secure His Place In Civil-rights History. But Two Pages Of The Book Proved To Be His Undoing — And Earned Him The Label Of Judas.. The Philadelphia Inquirer.
  13. "Ralph Abernathy: King's Right Hand Man". Legacy.com. مارچ 11, 2011. مؤرشف من الأصل في اپریل 2, 2015. د لاسرسي‌نېټه مارچ 13, 2015. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. "Abernathy, Ralph David". The Martin Luther King Jr. Research and Education Institute. Stanford University. د لاسرسي‌نېټه December 3, 2019. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. "Abernathy, Ralph David". Encyclopædia Britannica (15th) I: A-ak Bayes. (2010). Chicago, Illinois: Encyclopædia Britannica Inc.. 29. ISBN 978-1-59339-837-8. 
  16. "Abernathy, Ralph David". Who Was Who in America, with World Notables, v. 10: 1989-1993. New Providence, NJ: Marquis Who's Who. 1993. د کتاب پاڼې 1. د کتاب نړيواله کره شمېره 0837902207. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. "Ralph Abernathy Biography". Advameg, Inc. مؤرشف من الأصل في اپریل 2, 2015. د لاسرسي‌نېټه مارچ 13, 2015. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Banks, Adelle (په January 19, 2015 باندې). Rev. Ralph Abernathy: Martin Luther King Jr.'s Overlooked 'Civil Rights Twin'. Huffington Post.
  19. Klotter, James (2005). The Human Tradition in the New South. Rowman & Littlefield Publishers. د کتاب پاڼې 176. د کتاب نړيواله کره شمېره 1461600960. مؤرشف من الأصل في مې 14, 2015. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Williams, Kenneth (فبروري 2000). "American National Biography Online: Abernathy, Ralph David". American National Biography Online. مؤرشف من الأصل في اپریل 5, 2015. د لاسرسي‌نېټه مارچ 14, 2015. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. "Ralph Abernathy". WGBH. PBS. مؤرشف من الأصل في مارچ 17, 2015. د لاسرسي‌نېټه مارچ 13, 2015. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. "Ralph D. Abernathy Biography". A&E Television Networks, LLC. Bio. مؤرشف من الأصل في مارچ 12, 2015. د لاسرسي‌نېټه مارچ 13, 2015. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. "International Civil Rights: Walk of Fame — Juanita Abernathy". nps.gov. National Park Service. د لاسرسي‌نېټه March 13, 2015. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. Klotter, James (2005). The Human Tradition in the New South. Rowman & Littlefield Publishers. د کتاب پاڼې 177. د کتاب نړيواله کره شمېره 1461600960. مؤرشف من الأصل في مې 14, 2015. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. "Ralph D. Abernathy Biography". A&E Television Networks, LLC. Bio. مؤرشف من الأصل في مارچ 12, 2015. د لاسرسي‌نېټه مارچ 13, 2015. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. "Ralph Abernathy: King's Right Hand Man". Legacy.com. مارچ 11, 2011. مؤرشف من الأصل في اپریل 2, 2015. د لاسرسي‌نېټه مارچ 13, 2015. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. "Abernathy, Ralph David". Encyclopædia Britannica (15th) I: A-ak Bayes. (2010). Chicago, Illinois: Encyclopædia Britannica Inc.. 29. ISBN 978-1-59339-837-8. 
  28. Brock, Peter; Young, Nigel (1999). Pacifism in the Twentieth Century. New York: Syracuse University Press. د کتاب پاڼې 232. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-8156-8125-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. Fletcher, Michael (په August 31, 2013 باندې). Ralph Abernathy's widow says march anniversary overlooks her husband's role.
  30. "Leaflet, "Don't Ride the Bus"". The Martin Luther King Jr. Research and Education Institute. Stanford University. دسمبر 2, 1955. د اصلي آرشيف څخه پر اپریل 2, 2015 باندې. د لاسرسي‌نېټه مارچ 15, 2015. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. King, Martin; Holloran, Peter; Luker, Ralph; Russell, Penny (2005). The Papers of Martin Luther King Jr: Threshold of a new decade, January 1959-December 1960. University of California Press. د کتاب پاڼې 127. د کتاب نړيواله کره شمېره 0520242394. مؤرشف من الأصل في مې 14, 2015. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  32. (په December 1, 2005 باندې). 50th Anniversary of Montgomery Bus Boycott. Democracy Now.
  33. "Montgomery Bus Boycott (1955-56)". BlackPast.org. مؤرشف من الأصل في مارچ 26, 2015. د لاسرسي‌نېټه مارچ 15, 2015. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  34. ShakesAaseng. African-American Religious Leaders, Rev. ed. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  35. (په April 18, 1990 باندې). Ralph Abernathy, Aide to Dr. King, Dies : Civil rights: He had been called one of 'the Movement's Twins.' But his memoir of his friend's personal life had haunted his last months.. Los Angeles Times.
  36. (په April 18, 1990 باندې). Ralph David Abernathy, Rights Pioneer, Is Dead at 64. The New York Times.
  37. Abernathy, Ralph (مې 28, 1958). "The Martin Luther King Jr. Papers Project: From Ralph Abernathy" (PDF). The Martin Luther King Jr. Research Institute. Stanford University. مؤرشف (PDF) من الأصل في مې 6, 2011. د لاسرسي‌نېټه مارچ 17, 2015. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  38. "Abernathy, Ralph David". Encyclopædia Britannica (15th) I: A-ak Bayes. (2010). Chicago, Illinois: Encyclopædia Britannica Inc.. 29. ISBN 978-1-59339-837-8. 
  39. "Our History". Southern Christian Leadership Conference. د اصلي آرشيف څخه پر February 6, 2015 باندې. د لاسرسي‌نېټه March 17, 2015. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  40. "Press Release for the Southern Negro Leaders Conference" (Press release). Montgomery Improvement Association Inc. جنوري 7, 1957. مؤرشف من الأصل في اپریل 2, 2015. د لاسرسي‌نېټه مارچ 17, 2015. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  41. "A Statement to the South and Nation" (Press release). Southern Leaders Conference on Transportation and Non-violent Integration. جنوري 11, 1957. مؤرشف من الأصل في اپریل 2, 2015. د لاسرسي‌نېټه مارچ 17, 2015. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  42. "Our History". Southern Christian Leadership Conference. د اصلي آرشيف څخه پر February 6, 2015 باندې. د لاسرسي‌نېټه March 17, 2015. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  43. Brooks, F. (January 12, 2009). "Southern Christian Leadership Conference (SCLC)". Encyclopedia of Alabama.  
  44. King, Martin; Holloran, Peter; Luker, Ralph; Russell, Penny (2005). Carson, Clayborne (المحرر). The Papers of Martin Luther King Jr: Threshold of a new decade, January 1959-December 1960. University of California Press. د کتاب پاڼې 227. د کتاب نړيواله کره شمېره 0520242394. مؤرشف من الأصل في مې 15, 2015. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  45. Bartley, Numan (1995). The New South, 1945-1980. LSU Press. د کتاب پاڼې 183. د کتاب نړيواله کره شمېره 080711944X. مؤرشف من الأصل في مې 14, 2015. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)