د چین او متحده ایالاتو اړیکې
په ۱۹۴۹ ز کال کې د چین د خلکو جمهوریت او د امریکا د متحده ایالاتو اړیکې پېچلې وې. له ۱۹۸۰ ز کال وروسته د دوی ترمنځ اقتصادي اړیکو چټکه وده وکړه. دغه اړیکې یو له تر ټولو نږدې اقتصادي اړیکې او په آسیا او اقیانوسیه کې حاکمې سیالۍ دي. د نړۍ مشران او پوهان هغه په یو وېشتمه پېړۍ کې تر ټولو مهمې دوه اړخیزې اړیکې بولي.[۱][۲][۳]
له ۲۰۲۱ ز کال راهیسې، د امریکا متحده ایالات د نړۍ تر ټولو ستر اقتصاد او چین ورپسې دویم ځای لري، په داسې حال کې، که چېرې د پېرلو د توان له مخې اندازه شي، چین په زیاته کچه ناخالص ملي تولیدات لري. له تاريخي پلوه، د دغو دوو هېوادونو ترمنځ اړیکې په عمومي بڼه د نښتو د یو شمېر ښکاره دورو په ځانګړې توګه د کوریا او ویتنام جګړو په پرتله تر ډېره باثباته دي. اوس مهال، د امریکا متحده ایالات او چین د اټومې وسلو د نه زیاتوالي په څېر ګډې امنیتي، سیاسي او اقتصادي ګټې لري، خو بیا هم یو شمېر نا حل شوې اندېښنې په چینايي دولت کې د دیموکراسي د ونډې او په چین کې د بشري حقونو اړوند شته دي. چین له جاپان وروسته د امریکا د متحده ایالاتو دویم لوی پورورکوونکی (creditor) هېواد دی. دواړه هېوادونه د چین په سویلي سیند کې ځمکني اختلافات لري؛ چین ادعا کوي چې د چین سویلي سیند ټول دوی ته اړوند دي، په داسې حال کې چې د امریکا متحده ایالات هغه نړیوالې اوبه بولي او ادعا کوي چې حق لري، جنګي الوتکې او بېړۍ یې په دغه سیمه کې عملیات ترسره کړي.[۴][۵][۶][۷][۸]
له چین سره اړیکې په ارامۍ پیل شوې، تر هغه مهاله چې په ۱۸۴۵ ز کال کې د وانګسیا هوکړه لاسلیک شوه. متحده ایالات د ارام سمندرګي په جګړه کې (۱۹۴۱-۱۹۴۵ ز کال) د جاپان پر وړاندې د چین په خوا کې ودرېدل، خو د چین په اصلي برخو کې د چین په کورنۍ جګړه کې د چین د کمونیست ګوند (CCP) له بریا وروسته، چې د کوریا په جګړه کې یې مهمه وسله واله جګړه د چین د خلکو له جمهوریت سره وکړه، د ۲۵ کلونو لپاره یې تر هغه مهاله چې ولسمشر ریچارډ نیکسون په ۱۹۷۲ ز کال کې چین ته سفر ورکړ، دغه اړیکې جوړې نه کړې. د نیکسون له سفر وروسته د امریکا هر ولسمشر یوازې له جیمي کارتر پرته نورو ټولو چین ته سفر لرلی دی. د بارک اوباما د ولسمشرۍ پر مهال د هغه د اسیا محورې ستراتیژۍ له امله له چین سره اړیکې ترینګلې شوې، خو د هغه د ولسمشرۍ پر مهال د اړیکو په ترینګلتیا سربېره د ۲۰۱۶ ز کال په وروستیو کې د اوباما پر وړاندې د چینايي وګړو مثبت لیدلوری ۵۱ سلنه و، چې یوازې د ټرمپ د ادارې پر مهال راټیټ شو. په ۲۰۲۰ ز کال کې د پیو څېړنیز مرکز (Pew Research Center) د سروې له مخې ۲۲٪ امریکايي وګړو د چین پلوه نظر درلود، ۷۳٪ نورو نامعلوم نظر درلود او یوازې د یو سلنه وګړو نظر منفي و. دغې نظر پوښتنې موندلې ده چې له ۲۴٪ سلنه نه زیات امریکایان، چین د متحده ایالاتو پر وړاندې اصلي ګواښ بولي. په دې سربېره د چینايي عامه افکارو سروې موندلې ده چې، د متحده ایالاتو پر وړاندې د مطلوبیت کچه راټیټه شوې او ۶۱٪ سلنه یې په اړه نامعلوم لیدلوري لري.[۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]
دغه اړیکې په متحده ایالاتو کې د ټرمپ او په چین کې د کمونیست ګوند د عمومي منشي شي جین پینګ د واکمنۍ پر مهال، د چین له خوا د چین د سویلي سیند د نظامي کولو او د امریکا په متحده ایالاتو کې د چینايانو د جاسوسۍ له امله په کلکه سره ترینګلې شوې. د ټرمپ ادارې د ۲۰۱۷ ز کال د ملي امنیت د ستراتیژي په پیل کې، چین «ستراتیژیک سیال» وباله. ورپسې یې د چین پر وړاندې سوداګریزه جګړه پیل کړه، په سینکیانګ کې یې په هواوې او د بشري حقونو تر پښو لاندې کوونکو سره په نورو اړوندو شرکتونو د تجهیزاتو له پېرلو امریکايي شرکتونه منع کړل، په چینايي زده کوونکو او پوهانو یې د ویزې بندیزونه( ممنوعیتونه) زیات کړل او چین یې په پولي سیستم کې په لاسوهنه (currency manipulator) تورن کړ. د ټرمپ د ادارې پر مهال، په ځانګړې توګه د امریکا-چین د سوداګریزې جګړې له پیل راهیسې، سیاسي کارپوهان خبرداری ورکوي چې، یوه نوې سړه جګړه د پیل کېدو په حال کې ده. د ۲۰۲۰ ز کال تر مۍ میاشت پورې دغه اړیکې تر ټولو ټیټې کچې ته ورسېدې او دواړو خواوو د نړیوالې کوېډ -۱۹ وبا د پړې اچولو په موخه د همکارانو په استخدام پیل وکړ.[۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱]
د چین او امریکا ترمنځ د اړیکو دغه ترینګلتیا د بایډن تر مدیریت لاندې ادارې پورې پر خپل ځای پاتې دي، کوم چې چین یې د امریکا په بهرني سیاست کې اصلي ټکی وباله. د دوی ترمنځ یو له بل سره مخ کېدونې موضع؛ له هانګ کانګ سره د چین په چلن، د تایوان پر وړاندې ګواښونه، د ایغوریانو قتل عام او د چینايانو په سایبري جګړې د بایډن د ادارې په تمرکز دوام موندلی دی. په مقابل کې چین د بشري حقونو د نقض کولو د رد کولو په موخه «د لېوانو جګړه ییزه دیپلوماسي» (wolf warrior diplomacy) غوره کړې.[۳۲][۳۳][۳۴][۳۵][۳۶][۳۷][۳۸][۳۹]
د کوریا جګړه
[سمول]د کوریا جګړه، د ۱۹۵۰ ز کال د جون په ۲۵ مه د شمالي کوریا د کمونیستي دولت له خوا چې له مسکو او بیجېنګ سره یې نږدې اړیکې لرې، له سویلي کوریا سره پیل شوه. په ځواب کې یې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د امنیت شورا ۸۲ پریکړه لیک تصویب کړ، چې د رایو په اکثریت یې له شمالي کوریا سره جګړه اعلان کړه. شوروي اتحاد، د ویټو حق په لرلو، د ملګرو ملتونو سازمان چارې تحریم کړې. د امریکا په مشرۍ د ملګرو ملتونو برید د شمالي کوریا برید کوونکي له شمال – سویل پولې د استوا کرښې له ۳۸ درجو واړول او د شمالي کوریا او چین پولو ته څېرمه د یالو سمندر په خوا په مخ ولاړل. ملګرو ملتونو د دواړو کوریا ګانو د یووالي مجوز صادر کړی و او چین نه شو کولای، له کوریا سره د یالو سمندر پولو ته څېرمه مخالف ځواکونه وزغمي. امریکايي ولسمشر ترومن د چین د خلکو جمهوریت د لومړي وزیر او بهرنیو چارو وزیر ژو انلای خبرداری ورکړ چې په جګړه کې د امریکایانو د لاسوهنې په اړه یې د ملي امنیت د لاملونو له مخې رد کړ. د ۱۹۵۰ ز کال د اکتوبر په وروستیو کې له انجونګ جګړې نه په کوریا جګړه کې د چینایانو ښکېل کېدل پیل شول. د چونګ ان سیند د جګړې پر مهال د خلکو دواطلبه ځواک د ملګرو ملتونو په ځواکونو واک ترلاسه کړ او یا هم په شا شول، چې د امریکا د اتم ځواک د ماتېدو لامل وګرځېد. هغه اوربند چې د ملګرو ملتونو له خوا د چین د خلکو دولت ته وړاندې شو، د ۱۹۵۰ ز کال د دسمبر په ۱۱ مه د چونګ ان سیند له جګړې لږ وروسته د مائو د ادارې له خوا چې د جګړې په دویم پړاو کې د بریا له امله چې په خپله غوڅه بریا پوه شوی و اوغوښتل یې له کوریا نه د ملګرو ملتونو د ځواکونو بشپړ وتلو ته د لېوالتیا په څرګندولو رد شو. چینایان د سیول په درېمه او د هوینګسونګ په جګړه کې بریالي شول، خو د ملګرو ملتونو ځواکونه بیا په پښو شول او هغوی یې د استوا تر ۳۸ درجو پر شا کړل، خو د ۱۹۳۵ ز کال د جولای په ۲۷ مه د کوریا د اوربند د هوکړې په لاسلېکېدو سره دغه کړکېچ پای ته ورسېد. له هغه مهاله وروسته وېشل شوې کوریا د امریکا او چین په اړیکو کې په مهم فکتور واوښته او په زیاته کچه امریکايي ځواکونه په سویلي کوریا کې مېشت شول.[۴۰][۴۱] [۴۲][۴۳][۴۴][۴۵][۴۶][۴۷]
د ویتنام جګړه
[سمول]د چین د خلکو جمهوریت د شمالي ویتنام لپاره منابع او روزنې وړاندې کړې، د ۱۹۶۲ ز کال په اوړي کې، مائو هوکړه وکړه چې ۹۰۰۰۰ وسلې به هانوی ته په وړیا ډول ورکړي. په ۱۹۶۵ ز کال کې د امریکا د تندر عملیاتو (Operation Rolling Thunder) له پیل وروسته ،چین خپل هوا ضد ځواکونه او انجینري ډلې شمالي ویتنام ته ولېږلې، څو د امریکايي بمبارد له امله زیانمن شوي سیستمونه، سړکونه او د ریل پټلۍ ورغوي، نور انجینري کارونه وکړي او په سلګونو زره هغه شمالي ویتنامي ځواکونه خوشي کړي، څو د امریکا له خوا د ملاتړ کېدوني سویلي ویتنام سره جګړه وکړي. د امریکا متحده ایالاتو د ویتنام په جګړه کې۵۸۰۰۰ او ۱۵۹ خپل سرتېري له لاسه ورکړل.[۴۸][۴۹]
سرچینې
[سمول]- ↑ Woon, C.Y., 2018. China's Contingencies: Critical Geopolitics, Chinese Exceptionalism and the Uses of History. Geopolitics, 23(1), pp.67-95.
- ↑ (په 16 February 2009 باندې). Clinton seeks stronger Asia ties. BBC News.
- ↑ "USC US-China Institute: Ambassador Clark Randt on "The Crucial Relationship"". China.usc.edu. Archived from the original on 31 March 2009. Retrieved 2 December 2010.
- ↑ "World Economic Outlook". International Monetary Fund. International Monetary Fund. Retrieved 12 October 2014.
- ↑ "Japan surpasses China as the biggest creditor to the US government". South China Morning Post (په انګليسي). 16 August 2019. Retrieved 18 August 2019.
- ↑ (په 14 July 2016 باندې). The South China Sea: Explaining the Dispute. The New York Times.
- ↑ Page, Jeremy; Moss, Trefor (30 November 1999). "China's Claims in the South China Sea – The Short Answer". WSJ. Retrieved 30 July 2021.
- ↑ "China, US argue over naval activity in South China Sea". Associated Press. 20 May 2021. Retrieved 30 July 2021.
- ↑ "Global Indicators Database". Pew Research Center. Archived from the original on 2021-12-11. Retrieved 2021-12-26.
{{cite web}}
: External link in
(help); Unknown parameter|خونديځ تړی=
|تاريخ الأرشيف=
ignored (help); Unknown parameter|تاريخ الوصول=
ignored (help); Unknown parameter|خونديځ-تړی=
ignored (help); Unknown parameter|مسار الأرشيف=
ignored (help) - ↑ "BBC World Service poll (page 8)" (PDF). GlobeScan. BBC. 30 June 2017. Archived from the original (PDF) on 8 June 2021. Retrieved 6 July 2018.
{{cite web}}
: External link in
(help); Unknown parameter|خونديځ تړی=
|تاريخ الأرشيف=
ignored (help); Unknown parameter|خونديځ-تړی=
ignored (help); Unknown parameter|مسار الأرشيف=
ignored (help) - ↑ "Americans Fault China for Its Role in the Spread of COVID-19". Pew Research Center. 30 July 2020.
- ↑ Pandemic Sees Increase in Chinese Support for Regime, Decrease in Views Towards the U.S. University of San Diego China Data Lab.
- ↑ Aleem, Zeeshan (2017-01-19). "9 questions about China you were too embarrassed to ask". Vox (په انګليسي). Retrieved 2021-09-17.
- ↑ (په 24 July 2020 باندې). Why US-China relations are at their lowest point in decades. BBC News.
- ↑ "China-US trade war: Sino-American ties being torn down brick by brick". www.aljazeera.com. Archived from the original on 4 September 2019. Retrieved 18 August 2019.
{{cite web}}
: External link in
(help); Unknown parameter|خونديځ تړی=
|تاريخ الأرشيف=
ignored (help); Unknown parameter|خونديځ-تړی=
ignored (help); Unknown parameter|مسار الأرشيف=
ignored (help) - ↑ "For the U.S. and China, it's not a trade war anymore — it's something worse". Los Angeles Times (په انګليسي). 31 May 2019. Retrieved 18 August 2019.
- ↑ (په 21 May 2020 باندې). U.S. Signals Change in China Strategy to 'Defensive' And 'Competitive' Approach. Radio Free Asia.
- ↑ "A New National Security Strategy for a New Era". whitehouse.gov (په انګليسي). 18 December 2017. Retrieved 22 May 2020 – via National Archives.
- ↑ Kastrenakes, Jacob (13 August 2018). "Trump signs bill banning government use of Huawei and ZTE tech". The Verge. Archived from the original on 29 May 2019. Retrieved 29 May 2019.
- ↑ (په 7 October 2019 باندې). U.S. Blacklists 28 Chinese Entities Over Abuses in Xinjiang. The New York Times.
- ↑ Davis and Wei (17 July 2020). "Superpower Showdown: Inside the Trade War". USC U.S.-China Institute. Retrieved 10 August 2020.
- ↑ (په 14 April 2019 باندې). F.B.I. Bars Some China Scholars From Visiting U.S. Over Spying Fears. The New York Times.
- ↑ (په 25 July 2018 باندې). Visa Restrictions for Chinese Students Alarm Academia. The New York Times.
- ↑ Meredith, Sam (6 August 2019). "China responds to US after Treasury designates Beijing a 'currency manipulator'". CNBC (په انګليسي). Retrieved 6 August 2019.
- ↑ (په 6 August 2019 باندې). Subscribe to read.
- ↑ "NDR 2019: Singapore will be 'principled' in approach to China-US trade dispute; ready to help workers". CNA (په انګليسي). Archived from the original on 15 May 2021. Retrieved 18 August 2019.
{{cite web}}
: External link in
(help); Unknown parameter|خونديځ تړی=
|تاريخ الأرشيف=
ignored (help); Unknown parameter|خونديځ-تړی=
ignored (help); Unknown parameter|مسار الأرشيف=
ignored (help) - ↑ (په 19 July 2019 باندې). Subscribe to read.
- ↑ "Why a Cold War With China Would Be So Costly". www.worldpoliticsreview.com. Retrieved 18 August 2019.
- ↑ "Is China-US cold war inevitable? Chinese analysts say it can't be ruled out". South China Morning Post (په انګليسي). 14 August 2019. Retrieved 18 August 2019.
- ↑ Maru, Mehari Taddele. "A new cold war in Africa". www.aljazeera.com. Retrieved 18 August 2019.
- ↑ Kate O'Keeffe, Michael C. Bender and Chun Han Wong, "Coronavirus Casts Deep Chill Over U.S.-China Relations: Pandemic has brought relations between the two to a modern-day nadir as they try to outmaneuver one another to shape the world order" The Wall Street Journal May 6, 2020
- ↑ (په 21 September 2021 باندې). At U.N., Biden promises 'relentless diplomacy,' not Cold War. Reuters
- ↑ (په 21 March 2021 باندې). White House Pushes U.S. Officials to Criticize China For Coronavirus 'Cover-Up'. Daily Beast
- ↑ (په 6 October 2020 باندې). Western Allies Rebuke China at UN Over Xinjiang, Hong Kong.
- ↑ Stuart Lao, “U.S. and Europe converge on historic rebuke of China: For the first time ever, G7 leaders mentioned Taiwan and the need to eradicate forced labor.” POLITICO June 13, 2021
- ↑ (په 20 January 2021 باندې). Incoming Secretary of State Backs Pompeo's Uyghur Genocide Designation. National Review.
- ↑ Mauldin, William (19 March 2021). "Bitter Alaska Meeting Complicates Already Shaky U.S.-China Ties". The Wall Street Journal. Retrieved 20 March 2021.
- ↑ (په 2021-03-19 باندې). US and China trade angry words at high-level Alaska talks. BBC News.
- ↑ "How China's "wolf warrior" diplomats use Twitter to troll Beijing's enemies". Vox. 21 December 2020. Retrieved 28 July 2021.
- ↑ Hao Yufan, and Zhai Zhihai, "China's decision to enter the Korean War: History revisited." China Quarterly (1990): 94-115 online.
- ↑ Stokesbury, James L (1990). A Short History of the Korean War. New York: Harper Perennial. p. 83. ISBN 978-0688095130.
- ↑ Offner, Arnold A. (2002). Another Such Victory: President Truman and the Cold War, 1945–1953. Stanford, CA: Stanford University Press. p. 390. ISBN 978-0804747745.
- ↑ Cohen, Eliot A; Gooch, John (2005). Military Misfortunes: The Anatomy of Failure in War. Free Press. pp. 165–95. ISBN 978-0-7432-8082-2.
- ↑ Zhang, Shu Guang (1995), Mao's Military Romanticism: China and the Korean War, 1950–1953, Lawrence, Kansas: University Press of Kansas, pp. 119–126, ISBN 0-7006-0723-4
- ↑ Alexander, Bevin R. (1986), Korea: The First War We Lost, New York: Hippocrene Books, Inc, pp. 371–376, ISBN 978-0-87052-135-5
- ↑ Andrew James, The Korean War: Years of Stalemate, July 1951-July 1953 (US Army Center for Military History, 2000).
- ↑ James I. Matray, "Beijing and the Paper Tiger: The Impact of the Korean War on Sino-American Relations." International Journal of Korean Studies 15.1 (2011): 155-186.
- ↑ Xiaorong Han, "Spoiled guests or dedicated patriots? The Chinese in North Vietnam, 1954–1978." International Journal of Asian Studies 6.1 (2009): 1-36.
- ↑ Chen Jian, "China's Involvement in the Vietnam War, 1964–69." China Quarterly 142 (1995): 356-387 online