د چین او متحده ایالاتو اړیکې

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

په ۱۹۴۹ ز کال کې د چین د خلکو جمهوریت او د امریکا د متحده ایالاتو اړیکې پېچلې وې. له ۱۹۸۰ ز کال وروسته د دوی ترمنځ اقتصادي اړیکو چټکه وده وکړه. دغه اړیکې یو له تر ټولو نږدې اقتصادي اړیکې او په آسیا او اقیانوسیه کې حاکمې سیالۍ دي. د نړۍ مشران او پوهان هغه په یو وېشتمه پېړۍ کې تر ټولو مهمې دوه اړخیزې اړیکې بولي.[۱][۲][۳]

له ۲۰۲۱ ز کال راهیسې، د امریکا متحده ایالات د نړۍ تر ټولو ستر اقتصاد او چین ورپسې دویم ځای لري، په داسې حال کې، که چېرې د پېرلو د توان له مخې اندازه شي، چین په زیاته کچه ناخالص ملي تولیدات لري. له تاريخي پلوه، د دغو دوو هېوادونو ترمنځ اړیکې په عمومي بڼه د نښتو د یو شمېر ښکاره دورو په ځانګړې توګه د کوریا او ویتنام جګړو په پرتله تر ډېره باثباته دي. اوس مهال، د امریکا متحده ایالات او چین د اټومې وسلو د نه زیاتوالي په څېر ګډې امنیتي، سیاسي او اقتصادي ګټې لري، خو بیا هم یو شمېر نا حل شوې اندېښنې په چینايي دولت کې د دیموکراسي د ونډې او په چین کې د بشري حقونو اړوند شته دي. چین له جاپان وروسته د امریکا د متحده ایالاتو دویم لوی پورورکوونکی (creditor) هېواد دی. دواړه هېوادونه د چین په سویلي سیند کې ځمکني اختلافات لري؛ چین ادعا کوي چې د چین سویلي سیند ټول دوی ته اړوند دي، په داسې حال کې چې د امریکا متحده ایالات هغه نړیوالې اوبه بولي او ادعا کوي چې حق لري، جنګي الوتکې او بېړۍ یې په دغه سیمه کې عملیات ترسره کړي.[۴][۵][۶][۷][۸]

له چین سره اړیکې په ارامۍ پیل شوې، تر هغه مهاله چې په ۱۸۴۵ ز کال کې د وانګسیا هوکړه لاسلیک شوه. متحده ایالات د ارام سمندرګي په جګړه کې (۱۹۴۱-۱۹۴۵ ز کال) د جاپان پر وړاندې د چین په خوا کې ودرېدل، خو د چین په اصلي برخو کې د چین په کورنۍ جګړه کې د چین د کمونیست ګوند (CCP) له بریا وروسته، چې د کوریا په جګړه کې یې مهمه وسله واله جګړه د چین د خلکو له جمهوریت سره وکړه، د ۲۵ کلونو لپاره یې تر هغه مهاله چې ولسمشر ریچارډ نیکسون په ۱۹۷۲ ز کال کې چین ته سفر ورکړ، دغه اړیکې جوړې نه کړې. د نیکسون له سفر وروسته د امریکا هر ولسمشر یوازې له جیمي کارتر پرته نورو ټولو چین ته سفر لرلی دی. د بارک اوباما د ولسمشرۍ پر مهال د هغه د اسیا محورې ستراتیژۍ له امله له چین سره اړیکې ترینګلې شوې، خو د هغه د ولسمشرۍ پر مهال د اړیکو په ترینګلتیا سربېره د ۲۰۱۶ ز کال په وروستیو کې د اوباما پر وړاندې د چینايي وګړو مثبت لیدلوری ۵۱ سلنه و، چې یوازې د ټرمپ د ادارې پر مهال راټیټ شو. په ۲۰۲۰ ز کال کې د پیو څېړنیز مرکز (Pew Research Center) د سروې له مخې ۲۲٪ امریکايي وګړو د چین پلوه نظر درلود، ۷۳٪ نورو نامعلوم نظر درلود او یوازې د یو سلنه وګړو نظر منفي و. دغې نظر پوښتنې موندلې  ده چې له ۲۴٪ سلنه نه  زیات امریکایان، چین د متحده ایالاتو پر وړاندې اصلي ګواښ بولي. په دې سربېره د چینايي عامه افکارو سروې موندلې ده چې، د متحده ایالاتو پر وړاندې د مطلوبیت کچه راټیټه شوې او ۶۱٪ سلنه یې په اړه نامعلوم لیدلوري لري.[۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]

دغه اړیکې په متحده ایالاتو کې د ټرمپ او په چین کې د کمونیست ګوند د عمومي منشي شي جین پینګ د واکمنۍ پر مهال، د چین له خوا د چین د سویلي سیند د نظامي کولو او د امریکا په متحده ایالاتو کې د چینايانو د جاسوسۍ له امله په کلکه سره ترینګلې شوې. د ټرمپ ادارې د ۲۰۱۷ ز کال د ملي امنیت د ستراتیژي په پیل کې، چین «ستراتیژیک سیال» وباله. ورپسې یې د چین پر وړاندې سوداګریزه جګړه پیل کړه، په سینکیانګ کې یې په هواوې او د بشري حقونو تر پښو لاندې کوونکو سره په نورو اړوندو شرکتونو د تجهیزاتو له پېرلو امریکايي شرکتونه منع کړل، په چینايي زده کوونکو او پوهانو یې د ویزې بندیزونه( ممنوعیتونه) زیات کړل او چین یې په پولي سیستم کې په لاسوهنه (currency manipulator) تورن کړ. د ټرمپ د ادارې پر مهال، په ځانګړې توګه د امریکا-چین د سوداګریزې جګړې له پیل راهیسې، سیاسي کارپوهان خبرداری ورکوي چې، یوه نوې سړه جګړه د پیل کېدو په حال کې ده. د ۲۰۲۰ ز کال تر مۍ میاشت پورې دغه اړیکې تر ټولو ټیټې کچې ته ورسېدې او دواړو خواوو د نړیوالې کوېډ -۱۹ وبا د پړې اچولو په موخه د همکارانو په استخدام پیل وکړ.[۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱]

د چین او امریکا ترمنځ د اړیکو دغه ترینګلتیا د بایډن تر مدیریت لاندې ادارې پورې پر خپل ځای پاتې دي، کوم چې چین یې د امریکا په بهرني سیاست کې اصلي ټکی وباله. د دوی ترمنځ یو له بل سره مخ کېدونې موضع؛ له هانګ کانګ سره د چین په چلن، د تایوان پر وړاندې ګواښونه، د ایغوریانو قتل عام او د چینايانو په سایبري جګړې د بایډن د ادارې په تمرکز دوام موندلی دی. په مقابل کې چین د بشري حقونو د نقض کولو د رد کولو په موخه «د لېوانو جګړه ییزه دیپلوماسي» (wolf warrior diplomacy) غوره کړې.[۳۲][۳۳][۳۴][۳۵][۳۶][۳۷][۳۸][۳۹]

د کوریا جګړه[سمول]

د کوریا جګړه، د ۱۹۵۰ ز کال د جون په ۲۵ مه د شمالي کوریا د کمونیستي دولت له خوا چې له مسکو او بیجېنګ سره یې نږدې اړیکې لرې، له سویلي کوریا سره پیل شوه. په ځواب کې یې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د امنیت شورا ۸۲ پریکړه لیک تصویب کړ، چې د رایو په اکثریت یې له شمالي کوریا سره جګړه اعلان کړه. شوروي اتحاد، د ویټو حق په لرلو، د ملګرو ملتونو سازمان چارې تحریم کړې. د امریکا په مشرۍ د ملګرو ملتونو برید د شمالي کوریا برید کوونکي له شمال – سویل پولې د استوا کرښې له ۳۸ درجو واړول او د شمالي کوریا او چین پولو ته څېرمه د یالو سمندر په خوا په مخ ولاړل. ملګرو ملتونو د دواړو کوریا ګانو د یووالي مجوز صادر کړی و او چین نه شو کولای، له کوریا سره د یالو سمندر پولو ته څېرمه مخالف ځواکونه وزغمي. امریکايي ولسمشر ترومن د چین د خلکو جمهوریت د لومړي وزیر او بهرنیو چارو وزیر ژو انلای خبرداری ورکړ چې په جګړه کې د امریکایانو د لاسوهنې په اړه یې د ملي امنیت د لاملونو له مخې رد کړ. د ۱۹۵۰ ز کال د اکتوبر په وروستیو کې له انجونګ جګړې نه  په کوریا جګړه کې د چینایانو ښکېل کېدل پیل شول. د چونګ ان سیند د جګړې پر مهال د خلکو دواطلبه ځواک د ملګرو ملتونو په ځواکونو واک ترلاسه کړ او یا هم په شا شول، چې د امریکا د اتم ځواک د ماتېدو لامل وګرځېد. هغه اوربند چې د ملګرو ملتونو له خوا د چین د خلکو دولت ته وړاندې شو، د ۱۹۵۰ ز کال د دسمبر په ۱۱ مه د چونګ ان سیند له جګړې لږ وروسته د مائو د ادارې له خوا چې د جګړې په دویم پړاو کې د بریا له امله چې په خپله غوڅه بریا پوه شوی و اوغوښتل یې له کوریا نه  د ملګرو ملتونو د ځواکونو بشپړ وتلو ته د لېوالتیا په څرګندولو رد شو. چینایان د سیول په درېمه او د هوینګسونګ په جګړه کې بریالي شول، خو د ملګرو ملتونو ځواکونه بیا په پښو شول او هغوی  یې د استوا تر ۳۸ درجو پر شا کړل، خو د ۱۹۳۵ ز کال د جولای په ۲۷ مه د کوریا د اوربند د هوکړې په لاسلېکېدو سره دغه کړکېچ پای ته ورسېد. له هغه مهاله وروسته وېشل شوې کوریا د امریکا او چین په اړیکو کې په مهم فکتور واوښته او په زیاته کچه امریکايي ځواکونه په سویلي کوریا کې مېشت شول.[۴۰][۴۱] [۴۲][۴۳][۴۴][۴۵][۴۶][۴۷]

د ویتنام جګړه[سمول]

د چین د خلکو جمهوریت د شمالي ویتنام لپاره منابع او روزنې وړاندې کړې، د ۱۹۶۲ ز کال په اوړي کې، مائو هوکړه وکړه چې ۹۰۰۰۰ وسلې به هانوی ته په وړیا ډول ورکړي. په ۱۹۶۵ ز کال کې د امریکا د تندر عملیاتو (Operation Rolling Thunder) له پیل وروسته ،چین خپل هوا ضد ځواکونه او انجینري ډلې شمالي ویتنام ته ولېږلې، څو د امریکايي بمبارد له امله زیانمن شوي سیستمونه، سړکونه او د ریل پټلۍ ورغوي، نور انجینري کارونه وکړي او په سلګونو زره هغه شمالي ویتنامي ځواکونه خوشي کړي، څو د امریکا له خوا د ملاتړ کېدوني سویلي ویتنام سره جګړه وکړي. د امریکا متحده ایالاتو د ویتنام په جګړه  کې۵۸۰۰۰ او ۱۵۹ خپل سرتېري له لاسه ورکړل.[۴۸][۴۹]

سرچینې[سمول]

  1. Woon, C.Y., 2018. China's Contingencies: Critical Geopolitics, Chinese Exceptionalism and the Uses of History. Geopolitics, 23(1), pp.67-95.
  2. (په 16 February 2009 باندې). Clinton seeks stronger Asia ties. BBC News.
  3. "USC US-China Institute: Ambassador Clark Randt on "The Crucial Relationship"". China.usc.edu. د اصلي آرشيف څخه پر ۳۱ مارچ ۲۰۰۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ ډيسمبر ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "World Economic Outlook". International Monetary Fund. International Monetary Fund. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ اکتوبر ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. "Japan surpasses China as the biggest creditor to the US government". South China Morning Post (په انګلیسي ژبه کي). 16 August 2019. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ اگسټ ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. (په 14 July 2016 باندې). The South China Sea: Explaining the Dispute. The New York Times.
  7. Page, Jeremy; Moss, Trefor (30 November 1999). "China's Claims in the South China Sea – The Short Answer". WSJ. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ جولای ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. "China, US argue over naval activity in South China Sea". Associated Press. 20 May 2021. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ جولای ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. "Global Indicators Database". Pew Research Center. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۱ ډيسمبر ۲۰۲۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ ډيسمبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. "BBC World Service poll (page 8)" (PDF). GlobeScan. BBC. 30 June 2017. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۰۸ جون ۲۰۲۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ جولای ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. "Americans Fault China for Its Role in the Spread of COVID-19". Pew Research Center. 30 July 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Pandemic Sees Increase in Chinese Support for Regime, Decrease in Views Towards the U.S. University of San Diego China Data Lab.
  13. Aleem, Zeeshan (2017-01-19). "9 questions about China you were too embarrassed to ask". Vox (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۷ سپټمبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. (په 24 July 2020 باندې). Why US-China relations are at their lowest point in decades. BBC News.
  15. "China-US trade war: Sino-American ties being torn down brick by brick". www.aljazeera.com. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۴ سپټمبر ۲۰۱۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ اگسټ ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. "For the U.S. and China, it's not a trade war anymore — it's something worse". Los Angeles Times (په انګلیسي ژبه کي). 31 May 2019. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ اگسټ ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. (په 21 May 2020 باندې). U.S. Signals Change in China Strategy to 'Defensive' And 'Competitive' Approach. Radio Free Asia.
  18. "A New National Security Strategy for a New Era". whitehouse.gov (په انګلیسي ژبه کي). 18 December 2017. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ مې ۲۰۲۰ – عبر National Archives. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Kastrenakes, Jacob (13 August 2018). "Trump signs bill banning government use of Huawei and ZTE tech". The Verge. مؤرشف من الأصل في ۲۹ مې ۲۰۱۹. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ مې ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. (په 7 October 2019 باندې). U.S. Blacklists 28 Chinese Entities Over Abuses in Xinjiang. The New York Times.
  21. Davis and Wei (17 July 2020). "Superpower Showdown: Inside the Trade War". USC U.S.-China Institute. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ اگسټ ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. (په 14 April 2019 باندې). F.B.I. Bars Some China Scholars From Visiting U.S. Over Spying Fears. The New York Times.
  23. (په 25 July 2018 باندې). Visa Restrictions for Chinese Students Alarm Academia. The New York Times.
  24. Meredith, Sam (6 August 2019). "China responds to US after Treasury designates Beijing a 'currency manipulator'". CNBC (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۶ اگسټ ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. (په 6 August 2019 باندې). Subscribe to read.
  26. "NDR 2019: Singapore will be 'principled' in approach to China-US trade dispute; ready to help workers". CNA (په انګلیسي ژبه کي). د اصلي آرشيف څخه پر ۱۵ مې ۲۰۲۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ اگسټ ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. (په 19 July 2019 باندې). Subscribe to read.
  28. "Why a Cold War With China Would Be So Costly". www.worldpoliticsreview.com. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ اگسټ ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. "Is China-US cold war inevitable? Chinese analysts say it can't be ruled out". South China Morning Post (په انګلیسي ژبه کي). 14 August 2019. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ اگسټ ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. Maru, Mehari Taddele. "A new cold war in Africa". www.aljazeera.com. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ اگسټ ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. Kate O'Keeffe, Michael C. Bender and Chun Han Wong, "Coronavirus Casts Deep Chill Over U.S.-China Relations: Pandemic has brought relations between the two to a modern-day nadir as they try to outmaneuver one another to shape the world order" The Wall Street Journal May 6, 2020
  32. (په 21 September 2021 باندې). At U.N., Biden promises 'relentless diplomacy,' not Cold War. Reuters
  33. (په 21 March 2021 باندې). White House Pushes U.S. Officials to Criticize China For Coronavirus 'Cover-Up'. Daily Beast
  34. (په 6 October 2020 باندې). Western Allies Rebuke China at UN Over Xinjiang, Hong Kong.
  35. Stuart Lao, “U.S. and Europe converge on historic rebuke of China: For the first time ever, G7 leaders mentioned Taiwan and the need to eradicate forced labor.” POLITICO June 13, 2021
  36. (په 20 January 2021 باندې). Incoming Secretary of State Backs Pompeo's Uyghur Genocide Designation. National Review.
  37. Mauldin, William (19 March 2021). "Bitter Alaska Meeting Complicates Already Shaky U.S.-China Ties". The Wall Street Journal. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ مارچ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  38. (په 2021-03-19 باندې). US and China trade angry words at high-level Alaska talks. BBC News.
  39. "How China's "wolf warrior" diplomats use Twitter to troll Beijing's enemies". Vox. 21 December 2020. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ جولای ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  40. Hao Yufan, and Zhai Zhihai, "China's decision to enter the Korean War: History revisited." China Quarterly (1990): 94-115 online.
  41. Stokesbury, James L (1990). A Short History of the Korean War. New York: Harper Perennial. د کتاب پاڼې 83. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0688095130. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  42. Offner, Arnold A. (2002). Another Such Victory: President Truman and the Cold War, 1945–1953. Stanford, CA: Stanford University Press. د کتاب پاڼې 390. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0804747745. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  43. Cohen, Eliot A; Gooch, John (2005). Military Misfortunes: The Anatomy of Failure in War. Free Press. د کتاب پاڼي 165–95. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-7432-8082-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  44. Zhang, Shu Guang (1995), Mao's Military Romanticism: China and the Korean War, 1950–1953, Lawrence, Kansas: University Press of Kansas, د کتاب پاڼي 119–126, د کتاب نړيواله کره شمېره 0-7006-0723-4 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  45. Alexander, Bevin R. (1986), Korea: The First War We Lost, New York: Hippocrene Books, Inc, د کتاب پاڼي 371–376, د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-87052-135-5 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  46. Andrew James, The Korean War: Years of Stalemate, July 1951-July 1953 (US Army Center for Military History, 2000).
  47. James I. Matray, "Beijing and the Paper Tiger: The Impact of the Korean War on Sino-American Relations." International Journal of Korean Studies 15.1 (2011): 155-186.
  48. Xiaorong Han, "Spoiled guests or dedicated patriots? The Chinese in North Vietnam, 1954–1978." International Journal of Asian Studies 6.1 (2009): 1-36.
  49. Chen Jian, "China's Involvement in the Vietnam War, 1964–69." China Quarterly 142 (1995): 356-387 online