د پنجشیر شخړه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د پنجشیر شخړه، د ملي مقاومت د جبهې او نورو ډلو په ګډون د افغانستان د پخواني اسلامي جمهوریت او پر افغانستان د نوي واکمن اسلامي امارت چې د طالبانو له خوا یې مشري کېږي ترمنځ وسله واله جګړه ده. د ۲۰۲۱ زکال په ۱۷ مه، د پخواني افغان ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح، ځان د افغانستان اسلامي جمهوریت مشر اعلان کړ او د مقاومت د پیل خبر یې ورکړ. د اګست په ۲۶ مه لنډ مهالی اوربند اعلان شو. د سپټمبر په لومړۍ خبرې ناکامه شوې او طالبانو د مقاومت پر سنګرونو بریدونه پیل کړل.[۱][۲][۳][۴][۵][۶]

د ۲۰۲۱ ز کال د سپټمبر په درېمه په پنجشیر کې په مقاومت سربېره، په افغانستان کې یو شمېر مرکزي ولسوالیو چې د قومي او مذهبي لږه کیو له خوا یې ملاتړ کېده، د طالبانو پر وړاندې مقاومت وکړ. د سپټمبر په ۶ مه طالبانو د پنجشیر ولایت په زیاتو برخو واک ترلاسه کړ، مقاومت کوونکي غرونو ته پر شا شول، څو جګړې ته دوام ورکړي. د سپټمبر په نیمایي کې په پنجشیر کې جګړه پای ته ورسېده او د مقاومت مشران امرالله صالح او احمد مسعود ګاوندي هېواد تاجکستان ته وتښتېدل. په داسې حال کې چې د ملي مقاومت یو شمېر مرکزونه، په بغلان ولایت کې د ۲۰۲۱ ز کال تر نومبر میاشتې پورې فعال وو.[۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲]

مخینه(لرلید)[سمول]

له تاریخي پلوه، د پنجشیر دره (ولایت) د هغه د طبیعي مقاومت له مخې پېژندل کېږي. د هندوکش د غرونو په منځ کې پروت پنجشیر ولایت په ۱۹۸۰ مه لسیزه کې د افغان ـ شوروي جګړې پر مهال او همدارنګه د ۱۹۹۰ مې لسیزې په پیل کې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال، په کورنۍ جګړه کې سقوط ونه کړ. له ۱۹۹۶-۲۰۰۱ زکال پورې، پنجشیر د طالبانو پر ضد د شمال ائتلاف مرکز و. د دغو جګړو پر مهال، پنجشیر د احمدشاه مسعود تر واکمنۍ لاندې و، هغه څوک چې، په ۲۰۰۱ ز کال کې د ځانمرګي برید پر مهال ووژل شو. له لږ ځنډ وروسته، پرافغانستان د امریکا برید د طالبانو په مشرۍ د افغانستان د اسلامي امارت د له منځه تلو لامل وګرځېد او د افغانستان اسلامي جمهوریت رامنځته شو. مسعود او د هغه کورنۍ، په وروستیو دوو لسیزو کې په پنجشیر کې د ډېر درناوي وړ وګرځېده.

د طالبانو پر ضد د پنجشیریانو احساسات قومي بڼه هم لري: د پنجشیر درې (ولایت) نږدې ټول وګړي په خټه تاجک دي، په داسې حال کې چې ډېری طالبان پښتانه دي. دا په داسې حال کې و، چې دغه قومي توپیر د طالبانو د بغاوت پر مهال له پامه غورځول شوی و او طالبانو ګڼ شمېر تاجک وګړي په خپلو لیکو کې ګمارلي وو.

په ۲۰۲۱ ز کال کې، هغه مهال چې د افغانستان ګڼ شمېر برخې طالب ځواکونو ته په لاس ورغلې؛ پنجشير ولایت یوازنۍ سیمه وه، چې تر وروستۍ شېبې پورې یې مقاومت وکړ. دا په داسې حال کې و چې، د طالبانو د بریدونو پر وړاندې د دغې درې د مقاومت وړتیا د بهرني ملاتړ د قطع کېدو له امله له ستونزو سره مخامخ شوې وه. په ۱۹۸۰ مه او ۱۹۹۰ مه لسیزه کې د پنجشیر ځواکونو، تاجکستان ته اکمالاتي لار پرانستې ساتلې وه، چې دا د ۲۰۲۱ ز کال په جګړه کې ناشونې وه، ځکه طالبانو ډېری شمال برخې په بریالیتوب نیولې وې. پخواني جمهوریت ته وفاداره کسان پنجشیر ته وتښتېدل، دوی هیله لرله چې پنجشیر به د طالبانو پر وړاندې د مبارزې په پیاوړي مرکز بدل شي.

د صالح او مسعود اعلانونه[سمول]

د ۲۰۲۱ ز کال د اګست میاشتې په ۱۷ مه، صالح د افغانستان د اساسي قانون له مفاداتو څخه په یادولو سره (په اساسي قانون کې داسې مورد نشته) ځان له پنجشیر درې څخه د افغانستان ولسمشر اعلان کړ او ژمنه یې وکړه چې، د طالبانو پر ضد به نظامي عملیات له دې ځایه پیلوي. احمد مسعود، د پخواني حکومت ملي دفاع وزیر بسم الله محمدي او په تاجکستان کې د افغانستان سفیرهم د ولسمشرۍ لپاره د نوموړي د دغې ادعا ننګه وکړه. د ۲۰۲۱ ز کال د اګست په ۲۳ مه، مسعود له یو شمېر نامعلومو امریکايي سناتورانو سره هم اړیکه ټینګه کړه.[۱۳]

د ځواکونو بې ځایه کېدل[سمول]

د کابل له سقوط وړاندې، پنجشیریانو پنجشیر ولایت ته له نږدې سیمو څخه د نظامي تجهیزاتو، لکه:  چورلکو، زرهي ټانګونو او نورو وړل پیل کړل. د یو شمېر کمانډویانو په ګډون د افغان ملي اردو یو شمېر قوماندانان او سرتېري، پخواني مجاهدین، هغو چې پخوا د احمد مسعود وژل شوي پلار احمد شامسعود ته خدمت کاوه او طالب ضد فعالین له دوی سره یوځای شول. د دوی ډېره برخه وروسته له هغې چې له کندز، بدخشان، تخار او بغلان ولایتونو څخه راتښتېدلي وو، پنجشیر ولایت ته له تلو وړاندې د بغلان په اندراب ولسوالۍ کې بیاځلي تنظیم شول. د روسیې د اټکل له مخې:  د ۲۰۲۱ زکال د اګست په نیمایي کې له طالبانو سره مخالفو ډلو نږدې ۷۰۰۰ وسله وال پرسونل درلود. د یو شمېر نورو اټکلونو له مخې: دغه شمېر د ۲۰۰۰ کسانو کچې ته راټیټ ښودل کېده، په داسې حال کې چې صالح ادعا کوله، چې ۱۰۰۰۰ وسله وال تر قوماندې لاندې لري. د ۲۰۲۱ ز کال د اګست په ۲۲ مه، احمد مسعود ادعا وکړه چې نږدې ۹۰۰۰ جنګیالي یې له یو شمېر زرهي ټانګونو سره په دغه دره کې راغونډ کړي دي.[۱۴]

صالح ته د وفاداره ځواکونو او احمد مسعود ته د وفاداره ځواکونو ترمنځ توپیرونه شته و، لومړۍ ډله طالب او پاکستان ضد سخت درېځي وو، په داسې حال کې چې بلې ډلې له پاکستان سره ښې اړیکې لرلې او پاکستان هم د طالبانو ملاتړی و. په پایله کې، مسعود له طالبانو سره خبرو ته لېوالتیا لرله. د اګست په ۲۲ مه د مقاومت جبهې ومنله چې د پنجشیر ځواکونو ته اړوند یو شمېر سیمه ییزو خپلواکو ملیشو په خپل سر د طالبانو پر ضد جګړه پیل کړې. د یاسین ضیا پر وینا: مقاومت د پخوانۍ ملي اردو پنځه چورلکو ته لاسرسی موندلی وو.[۱۵]

د پنجشير د مقاومت پیل او د طالبانو پر ضد لومړني مخالفتونه[سمول]

د ۲۰۲۱ ز کال د اګست د ۱۷ مې شاوخوا، د پخواني افغان ملي اردو د یو شمېر غړو په ګډون یو شمېر سیمه ییز ملکي وګړي د مسعود په غوښتنه د هغه ټول غوښتنې ته په لبیک ویلو په پنجشیر دره کې راغونډ شول. د یوه څارونکي پر باور- دا هغه مهال و چې پنجشیر دره "له هرې خوا تر محاصرې" لاندې وه، خو تر اوسه تر مستقیم برید لاندې نه وه راغلې. د اګست په ۱۸ مه په جنګ کې د ټپیانو د درملنې په موخه د پنجشیر په عنابې ولسوالۍ کې د جنګي ټپیانو د روغتون ظرفیت لوړ کړای شو. د اګست تر ۲۲ مې د احمد مسعود ځواکونو تر ډېره پورې د پنجشیر په دفاع او د ځواکونو په روزنې پام درلود.

د اګست په ۱۷ مه هڅه وشوه، چې دغه سیاسي کړکېچ ته د خبرو له لارې د پای ټکی کېښودل شي، صالح له طالبانو سره "د سولې معاملې" غوښتنه وکړه. د اګست په ۲۳ مه طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وویل چې:  طالب جنګیالي پنجشیر ته لېږل کېږي، خو دوی په سوله ییز ډول د دغه کړکیچ د پای تمه لري. همدارنګه اسلامي امارت مخالفو ځواکونو ته څلور ساعته مهلت ورکړ، چې تسلیم شي. مسعود له العربیه چینل سره په خبرو کې د طالبانو دغه غوښتنه رد کړه. په ځواب کې اسلامي امارت اعلان وکړ چې، په سلګونو خپل ځواکونه به د پنجشیر درې ته ولېږي. د اګست په ۲۳ مه راپور ورکړل شو چې، د طالب استازو او پنجشیر مشرانو ترمنځ خبرې ناکامې شوې.[۱۶][۱۷][۱۸]

د پنجشیر درې کلابندي[سمول]

د سپټمبر په ۶ مه له درنې جګړې او دواړو خواوو ته د درنو تلفاتو له اوښتو وروسته، طالبانو په بازارک کې ددغه ولایت د والي دفتر ونیو او اعلان یې وکړ چې د پنجشیر په ټوله دره یې واک ترلاسه کړ. د مقاومت جبهې ځواکونه غرونو ته په شا شول، طالبانو څرګنده کړه چې، ډېری کسان له سیمې تښتېدلي. د مقاومت جبهې یو مسئول ومنله چې، مسعود په خوندي ځای کې دی، په داسې حال کې چې صالح تاجکستان ته تښتېدلی و.[۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹]

سرچينې او ياداښتونه[سمول]

  1. van Bijlert, Martine (2021-09-01). "The Moment in Between: After the Americans, before the new regime". Afghanistan Analyst Network (په انګلیسي ژبه کي). مؤرشف من الأصل في ۰۳ سپټمبر ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ سپټمبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. (په 2021-08-23 باندې). Anti-Taliban resistance group says it has thousands of fighters. BBC News.
  3. "Afghan vice president says he is "caretaker" president". reuters.com. 17 August 2021. مؤرشف من الأصل في ۱۷ اگسټ ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. (په 17 August 2021 باندې). An anti-Taliban front forming in Panjshir? Ex top spy Saleh, son of 'Lion of Panjshir' meet at citadel. The Week.
  5. "Taliban, Northern Alliance agree not to attack each other: sources". www.geo.tv (په انګلیسي ژبه کي). مؤرشف من الأصل في ۲۶ اگسټ ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. "Fighting Breaks Out Between Taliban, Panjshiri Resistance After Failed Talks". Voice of America. 1 September 2021. مؤرشف من الأصل في ۰۱ سپټمبر ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ سپټمبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "Welles-nietesspel over eindstrijd Panjshir, taliban voeren hevige strijd om laatste opstandige provincie". VRT NWS. 3 September 2021. مؤرشف من الأصل في ۰۴ سپټمبر ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ سپټمبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. (په September 6, 2021 باندې). Taliban says it has captured last Afghan region of resistance. Financial Times.
  9. (په 17 September 2021 باندې). In Panjshir, Few Signs of an Active Resistance, or Any Fight at All.
  10. "The National Interest: Blog". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. "Afghan resistance has sanctuary in Tajikistan, but fighting Taliban a 'non-viable prospect'". France 24 (په انګلیسي ژبه کي). FRANCE24.English. 4 October 2021. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ اکتوبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. (په 13 November 2021 باندې). دو نیروی جبهه مقاومت ملی و چهار عضو طالبان در بغلان کشته شدند. The Independent.
  13. "Taliban Targets Panjshir Valley as Resistance Leaders Remain Defiant | Voice of America - English". مؤرشف من الأصل في ۲۳ اگسټ ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. (په August 20, 2021 باندې). Russian ambassador: 'There is no alternative to the Taliban in Afghanistan'. The Hill.
  15. "Taliban Targets Panjshir Valley as Resistance Leaders Remain Defiant | Voice of America - English". مؤرشف من الأصل في ۲۳ اگسټ ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. "Anti-Taliban Resistance Takes Back 3 Districts From Insurgents in Afghanistan: Reports". News18 (په انګلیسي ژبه کي). 2021-08-20. مؤرشف من الأصل في ۲۰ اگسټ ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. (په August 20, 2021 باندې). Anti-Taliban fighters claim victories as first stirrings of armed resistance emerge. Washington Post.
  18. "'Resistance is alive': Ex-Afghan minister says rebel forces 'recaptured' 3 districts from Taliban". Hindustan Times. 21 August 2021. مؤرشف من الأصل في ۲۱ اگسټ ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Shah, Saeed (6 September 2021). "Taliban Claim to Have Conquered Last Pocket of Resistance in Afghanistan". Wall Street Journal. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. "Taliban claim Panjshir victory, resistance forces dispute claim | DW | 06.09.2021". DW.COM. 6 September 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. "Taliban claim they have control of last Afghan holdout province". euronews (په انګلیسي ژبه کي). 6 September 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. "Taliban claim Panjshir victory, resistance forces dispute claim | DW | 06.09.2021". DW.COM. 6 September 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. "Taliban take full control of Afghanistan as final province falls". The Irish Times (په انګلیسي ژبه کي). 6 September 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. Shah, Saeed (6 September 2021). "Taliban Claim to Have Conquered Last Pocket of Resistance in Afghanistan". Wall Street Journal. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. "Taliban claim Panjshir captured, resistance forces vow to carry on fighting". Hindustan Times (په انګلیسي ژبه کي). 2021-09-06. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ سپټمبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. (په 6 September 2021 باندې). Taliban claims victory in Panjshir, but resistance forces say they still control strategic position in the valley. CNN.
  27. (په 6 September 2021 باندې). Panjshir Valley, last resistance holdout in Afghanistan, falls to the Taliban. The Washington Post.
  28. (په September 6, 2021 باندې). Taliban says it has captured last Afghan region of resistance. Financial Times.
  29. (په 6 September 2021 باندې). Taliban claims victory in Panjshir, but resistance forces say they still control strategic position in the valley. CNN.