د طالبانو د ۲۰۲۱ کال بریدونه
د طالب بلواګرو او متحدو اورپکو له لوري پوځي عملیات د اسلامي جمهوریت د سقوط او په افغانستان کې نږدې شل کلنه جګړه، چې په دې هېواد کې د متحده ایالاتو له برید وروسته پیل شوې وه، د پای لامل شول. د طالبانو بریا د بشري حقونو د سرغړونې او د ترهګرۍ د زیاتېدو اړوند پراخ کورني او نړیوال غبرګونونه راپورته کړل. په دې بریدونو کې له کلیوالي کچې، له ښکته څخه د پورته په لوري، ته طالبانو ته مصلحتي یا پیسو په بدل کې تسلېمدو دوام درلود چې د ۲۰۲۰ کال د فبروري په میاشت کې د متحده ایالاتو - طالبانو له معاملې وروسته پیل شو. [۱]
دا بریدونه د ۲۰۲۱ کال د مې میاشتې په لومړۍ نېټه پیل شول، چې له افغانستان څخه د امریکایي ۲۵۰۰ سرتېرو، او د هغوی د نورو نړیوالو متحدینو له وتلو سره هم مهاله را منځ ته شول. په بل اړخ کې، د ښځو په ګډون، ګڼ شمېر وسله وال ملکي وګړي داوطلبانه له افغان پوځ سره په دفاع کې ودرېدل، همدارنګه یو شمېر پخواني جنګسالاران، په ځانګړې توګه اسماعیل خان، هم میدان ته را ودانګل. د دې ټولو سربېره، طالبان وتوانېدل چې په کلیو او لرې پرتو سیمو کې پراخې ځمکنۍ لاسته راوړنې ولري، او د بریدونو په لومړیو دریو میاشتو کې یې دې تر خپل کنټرول لاندې ولسوالیو شمېر له ۷۳ څخه ۲۲۳ ته لوړ کړ. طالبانو د اګست په ۶ د ولایتونو پر مرکزونو بریدونه په لاره واچول، چې زیاتره ښارونه له جګړې پرته ورته تسلیم شول. د اګست په ۱۳ نېټه، دا پرمختګ د دې لامل شو چې لوی ښارونه لکه هرات، کندهار او لښکرګاه د څو اونیو اوږدو جګړو وروسته ونیسي. د اګست په ۱۵ نېټه، ولسمشر اشرف غني هېواد پرېښود او طالبانو له مقاومت پرته د افغانستان پلازمېنه کابل ونیو. په دې توګه د افغانستان اسلامي جمهوري دولت ړنګ شو، چې په پایله کې یې موجود دولت واک ته ورسېد او د افغانستان اسلامي امارت بیا تاسیس شو. د طالبانو چټک پرمختګ د متحده ایالاتو او د هغوی د متحدینو او روسیې په ګډون ډېر دولتونه حیران کړل. [۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]
د ۲۰۲۱ کال له مې میاشتې وړاندې، د طالبانو له لوري د آنلاین ټولنیزو رسنیو اغېزمن مدیریت، په ستراتیژیک ډول په شمالي ولایتونو د برید پرېکړه، او د افغانستان په لویو لارو کې د طالبانو آزاد تګ راتګ چې د امریکا د وړاندیز شوې ستراتیژي سر سم د افغانستان د ملي امنیت له خوا د کلیوالو سیمو پر ځای په مهمو ښاري سیمو د تمرکز په پایله کې رامنځته شو، نور لاملونه وو. د طالبانو په وړاندې د افغان ملي او دفاعي ځواکونو د بایللو لاملونو کې د ۲۰۲۰ کال په فبروري او اپرېل میاشتو کې د متحده ایالاتو د ملاتړ کمښت هم ګډون درلود، چې تخنیکي، ځانګړی سافټویر او لوژستیکي ملاتړ، په ځانګړې توګه هوايي ملاتړ، چې ANSF پرې تکیه کوله، ناڅاپه بند شو. د افغان ملي او دفاعي ځواکونو په روزنه کې د متحده ایالاتو تر مشرۍ لاندې د اېتلاف تېروتنې هم د یو لامل په توګه انګېرل شوي. همدارنګه، د افغان پولیسو له خوا له ځایی خلکو باجګیري، د پوځ د افسرانو له خوا د خیالي سرتېرو په جلب او جذب کې مالي فساد، او د ۲۰۲۱ کال له اپرېل میاشت کې افغان پوځې ادارې د مدیریت له سپارلو وروسته د دفاعي ځواکونو د میاشتو معاشونو پاتې کېدل د نور لاملونه په توګه په ګوته شوي دي. د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو په ګمارنو کې خپل پالنه، او د یوې اغېزمنې ملي اجماع په رامنځ ته کولو او د سیمه ییزو جنګسالارانو په قناعت کې د ولسمشر اشرف غني ناتواني هم د افغان ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو د ماتې په مهمو لاملونو کې شمېرل کېږي. همدارنګه، افغانان په کابل کې د مرکزي حکومت په پرتله خپلو عنعنوي توکمیزو، قومي او حتی کورنیو اړیکو ته ډېر وفادار دي، چې د طالبانو ولایتي قوماندانانو د ډېرو سرتیرو په تسلیمدو کې له دې ډول منځګړیتوب څخه ګټه پورته کړه. خو له اوږد مهال اړخه، پر عراق د امریکا یرغل او له دې سیمه د تمرکز بدلون هم هغه لامل دی چې د ۲۰۰۰م کال په نیمایي او آخر کې یې د طالبانو بیا راپور ته کېدو ته لاره هواره کړه. [۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷]
تاریخچه
[سمول]د ۲۰۲۰ کال په سپتمبر کې، د امریکا او طالبانو ترمنځ د معاملې د یوې برخې په توګه، له ۵۰۰۰ زیات طالبان زندانیان، د ۴۰۰ هغو تورنو په ګډون چې د وژنې په څېر په سترو جرمونو محکوم وو، د افغان حکومت له خوا آزاد شول. د افغانستان د ملي امنیت د شورا په وینا، زیاتره خوشي شوي بندیان چې «ماهرین» وو د جګړې ډګر ته راستانه شول او د طالبانو لاس یې پیاوړی کړ. همدارنګه د طالبانو د وروستیو بریدونو په اوږدو کې، د افغانستان اکثره والیانو له وسله والو ډلو سره معاملې پرې کړې چې دوی هم خپل اړخ بدل او له طالبانو سره یوځای شول. واشنګټن پوسټ د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د یوه جګپوړي چارواکي له قوله ویلې چې طالبان د جلب او جذب ډلې لري چې له افغان چارواکو سره اړیکه نیسي او هغوی هڅوي چې له دوی سره یوځای شي. هغه ویلي چې افغان حکومت شک لري چې ښایي زیات شمېر واليان له طالبانو سره اړیکې ولري. [۲۸][۲۹][۳۰][۳۱]
بریدونه
[سمول]لومړي پرمختګونه
[سمول]په مې میاشت کې طالبانو له افغان حکومت څخه د میدان وردګو ولایت د نرخ او جلریز ولسوالیو په ګډون، ۱۵ ولسوالۍ ونیولې. په نیول شوو سیمو کې د کندهار ولایت دې دهلې بند هم و چې د افغانستان دویم ستر بند ګڼل کېږي. د همدې میاشتې په اوږدو کې ۴۰۵ افغان ملي امنیتي ځواکونه او ۲۶۰ ملکي وګړي په نښتو کې ووژل شول، په داسې حال کې چې د افغانستان دفاع وزارت، د طالبانو د یوه ستر قوماندان قاري جبار په ګډون د ۲۱۴۶ طالب بلواګرو د وژلو ادعا وکړه. د مې میاشتې په ورستیو کې پرتګال، سلوانیا، هسپانیا او سویډن خپل ځواکونه په بشپړه توګه له افغانستان څخه ویستل. [۳۲][۳۳][۳۴][۳۵]
سرچينې
[سمول]- ↑ Baker, Rodger (9 August 2021). "Challenging Our Understanding of the Taliban". Stratfor. خوندي شوی له اصلي څخه په 11 August 2021. بياځلي په 12 August 2021.
- ↑ Stanekzai, Zainullah; Greenfield, Charlotte (4 May 2021). Graff, Peter (ed.). "Taliban launches major Afghan offensive after deadline for U.S. pullout". Reuters. خوندي شوی له اصلي څخه په 10 August 2021. بياځلي په 7 August 2021.
- ↑ De Luce, Dan; Yusufzai, Mushtaq; Smith, Saphora (25 June 2021). "Even the Taliban are surprised at how fast they're advancing in Afghanistan". NBC News. خوندي شوی له اصلي څخه په 7 July 2021. بياځلي په 8 July 2021.
- ↑ Robertson, Nic (24 June 2021). "Afghanistan is disintegrating fast as Biden's troop withdrawal continues". CNN. خوندي شوی له اصلي څخه په 9 July 2021. بياځلي په 9 July 2021.
- ↑ Chapple, Amos (23 June 2021). "Fear of All-Out War as Afghan Civilians Take up Arms Against Taliban". Radio Free Europe/Radio Liberty.
- ↑ Latifi, Ali M. "Afghans say recent Taliban advances forced them to take up arms". www.aljazeera.com (in انګليسي). بياځلي په 2023-03-24.
- ↑ Graham-Harrison, Emma (7 July 2021). "Armed Afghan women take to streets in show of defiance against Taliban". TheGuardian.com.
- ↑ Lucas, Scott (6 September 2021). "Afghanistan: the warlords who will decide whether civil war is likely". The Conversation (in انګليسي). بياځلي په 2023-03-24.
- ↑ George, Susannah (16 August 2021). "Afghanistan's military collapse: Illicit deals and mass desertions". The Washington Post. خوندي شوی له اصلي څخه په 16 August 2021. بياځلي په 17 August 2021.
- ↑ George, Susannah; Mehrdad, Ezzatullah; Pannett, Rachel; Lamothe, Dan (13 August 2021). "Mass Afghan government surrenders as Taliban fighters overrun three key cities in sweeping territorial gains". Washington Post (in American English). ISSN 0190-8286. خوندي شوی له اصلي څخه په 13 August 2021. بياځلي په 2021-12-09.
- ↑ Pal, Alasdair (15 August 2021). Williams, Alison (ed.). "Afghan president says he left country to avoid bloodshed". Reuters (in انګليسي). خوندي شوی له اصلي څخه په 15 August 2021. بياځلي په 16 August 2021.
- ↑ Seir, Ahmed; Faiez, Rahim; Akghar, Tameem; Gambrell, John (15 August 2021). "Official: Taliban negotiators head to presidential palace". Associated Press. Associated Press. خوندي شوی له اصلي څخه په 15 August 2021. بياځلي په 15 August 2021.
- ↑ Akhgar, Tameem; Faiez, Rahim; Krauss, Joseph (13 August 2021). "Taliban sweep across Afghanistan's south, take 3 more cities". AP News (in انګليسي). خوندي شوی له اصلي څخه په 13 August 2021. بياځلي په 13 August 2021.
- ↑ Akhgar, Tameem; Faiez, Rahim; Krauss, Joseph (14 August 2021). "Taliban capture key northern city, approach Afghan capital". Associated Press News. خوندي شوی له اصلي څخه په 14 August 2021. بياځلي په 14 August 2021.
- ↑ "Taliban gains control of Jalalabad, one of two cities in Afghan control". The Jerusalem Post | JPost.com (in American English). خوندي شوی له اصلي څخه په 15 August 2021. بياځلي په 15 August 2021.
- ↑ Miller, Zeke; Lemire, Jonathan; Boak, Josh (16 August 2021). "Biden team surprised by rapid Taliban gains in Afghanistan". Associated Press. خوندي شوی له اصلي څخه په 16 August 2021. بياځلي په 17 August 2021.
- ↑ Walker, Peter (17 August 2021). "No one saw this coming, Raab says of Taliban's rapid Afghan takeover". The Guardian. خوندي شوی له اصلي څخه په 17 August 2021. بياځلي په 17 August 2021.
- ↑ Rinke, Andreas (16 August 2021). "World must help Afghans fleeing Taliban or risk crisis – Merkel". Reuters. خوندي شوی له اصلي څخه په 16 August 2021. بياځلي په 17 August 2021.
- ↑ Radio, Sveriges (15 August 2021). "Utrikesminister Linde: "Har gått mycket fortare än väntat" – Nyheter (Ekot)". Sveriges Radio. خوندي شوی له اصلي څخه په 15 August 2021. بياځلي په 15 August 2021.
- ↑ "Russian envoy describes Taliban's seizure of Kabul as somewhat unexpected". Tass. 16 August 2021. خوندي شوی له اصلي څخه په 16 August 2021. بياځلي په 17 August 2021.
- ↑ Clark, Kate; Ali, Obaid (1 July 2021). "A Quarter of Afghanistan's Districts Fall to the Taleban amid Calls for a 'Second Resistance'". Afghanistan Analysts Network. خوندي شوی له اصلي څخه په 10 July 2021. بياځلي په 10 July 2021.
- ↑ Trofimov, Yaroslav (14 August 2021). "How the Taliban Overran the Afghan Army, Built by the U.S. Over 20 Years". Wall Street Journal. خوندي شوی له اصلي څخه په 15 August 2021. بياځلي په 15 August 2021.
- ↑ Sisk, Richard (2 August 2019). "Afghanistan Loses 42,000 Troops in Crackdown on 'Ghost Soldiers'". Military.com (in انګليسي). خوندي شوی له اصلي څخه په 14 August 2021. بياځلي په 15 August 2021.
- ↑ "The Pentagon mistakes behind the rout of the Afghan army". France 24 (in انګليسي). 15 August 2021.
- ↑ Kazmin, Amy; Parkin, Benjamin; Manson, Katrina (15 August 2021). "Low morale, no support and bad politics: why the Afghan army folded". Financial Times. خوندي شوی له اصلي څخه په 16 August 2021. بياځلي په 16 August 2021.
- ↑ Shams, Shamil (17 August 2021). "Why the Afghan army folded to the Taliban | DW | 17.08.2021". DW.COM.
- ↑ Birsel, Robert; Greenfield, Charlotte (30 August 2021). "Key dates in U.S. Involvement in Afghanistan since Sept. 11, 2001". Reuters. خوندي شوی له اصلي څخه په 2 July 2021.
- ↑ Mashal, Mujib; Faizi, Fatima (3 September 2020). "Afghanistan to Release Last Taliban Prisoners, Removing Final Hurdle to Talks". The New York Times. خوندي شوی له اصلي څخه په 8 August 2021. بياځلي په 9 August 2021.
- ↑ George, Susannah (8 August 2021). "'This is a big problem': The Taliban are storming prisons holding thousands of militants". The Independent. خوندي شوی له اصلي څخه په 9 August 2021. بياځلي په 9 August 2021.
- ↑ "Why America keeps building corrupt client states". The Economist. 22 August 2021.
- ↑ Mehrdad, Ezzatullah; George, Susannah (12 August 2021). "Taliban on the verge of capturing two of Afghanistan's largest cities after taking 11th provincial capital". Washington Post.
- ↑ Roggio, Bill (29 June 2021). "Taliban doubles number of controlled Afghan districts since May 1". FDD's Long War Journal. خوندي شوی له اصلي څخه په 8 July 2021. بياځلي په 9 July 2021.
- ↑ Roggio, Bill (3 June 2021). "UN report on Taliban controlled and contested districts tracks with LWJ data". FDD's Long War Journal. خوندي شوی له اصلي څخه په 9 July 2021. بياځلي په 9 July 2021."Taliban seize key district outside Afghan capital". France24. 12 May 2021. خوندي شوی له اصلي څخه په 9 July 2021. بياځلي په 9 July 2021."Taliban capture more districts, surround Kabul". Global Village Space. 22 May 2021. خوندي شوی له اصلي څخه په 9 July 2021. بياځلي په 9 July 2021.
- ↑ "Taliban captures key Afghan dam as fighting rages". Al Jazeera English. 6 May 2021. خوندي شوی له اصلي څخه په 9 July 2021. بياځلي په 9 July 2021.
- ↑ "Sweden completes full troop withdrawal from Afghanistan". www.army-technology.com (in بريتانوی انګلیسي). 28 May 2021. خوندي شوی له اصلي څخه په 10 July 2021. بياځلي په 14 July 2021."Spain withdraws all its troops from Afghanistan". Mehr News Agency (in انګليسي). 16 May 2021. خوندي شوی له اصلي څخه په 14 July 2021. بياځلي په 14 July 2021."STA: Slovenian soldiers already pulled out of Afghanistan". english.sta.si. خوندي شوی له اصلي څخه په 26 May 2021. بياځلي په 14 July 2021."Portugal announces troop withdrawal from Afghanistan". Kazakhstan News (in انګليسي). خوندي شوی له اصلي څخه په 14 July 2021. بياځلي په 14 July 2021.