Jump to content

د ایران اټومي پروګرام

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د ایران اټومي پروګرام د اټومي انرژۍ په برخه کې د څېړنو په موخه د ایران روانې علمي هڅې دي. ایران څو څېړنیز سایټونه، دوه د یورانیم کانونه، یو څېړنیز ریکټور او د یورانیمو د بډایه کونکو دریو پېژندل شوو بټیو په ګډون د یورانیمو د پروسس تاسیسات لري. [۱]

د ایران اټومي پروګرام په ۱۹۵۰مه لسیزه کې د متحده ایالاتو په مرسته د سولې لپاره د اټومي پروګرام په اډانه کې پیل شو. دغه هېواد په ۱۹۷۰ زکال کې د اټومي وسلو د نه پراختیا تړون لاسلیک کړ چې په دې سره یې خپلې اټومي چارې یوازې د سوله ییزو موخو تر کچې محدودې کړې او اجازه یې ورکوله د اټومي انرژۍ نړیوال اژانس یې د اټومي پروګرام اړوند څېړنې وکړي. د اټومي انرژۍ په برخه کې د لویدیځوالو همکارۍ د ایران د ۱۹۷۹ زکال له انقلاب وروسته ودرېدې او په دې سره ایران خپل اټومي پروګرام ته په پټه دوام ورکړ. د ۲۰۰۰مې لسیزې پر مهال په ایران کې د یورانیمو د بډایه کولو د پټ پروګرام افشا کېدو دغه اندېښنې راوپارولې چې کېدای شي دغه چارې د سوله ییزو موخو لپاره نه وي. د انرژۍ نړیوال آژانس هم په ۲۰۰۳ زکال کې د دغه هېواد د نه اعلان شوو فعالیتونو اړوند هغه مهال څېړنې پیل کړې چې د ایران له دولت سره مخالفې د ملي مقاومت شورا دغه چارې افشا کړې. په ۲۰۰۶ زکال کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د اټومي وسلو د نه پراختیا تړون ته د ایران د نه ژمنتیا له امله له دغه هېواد څخه وغوښتل چې د بډاینې چارې ودروي. په ۲۰۰۷ زکال کې د متحده ایالاتو د ملي اطلاعاتي اټکل (NIE) سندونو وښووله چې ایران د فعالو اټومي وسلو د جوړولو چارې د ۲۰۰۳ زکال په مني کې درولې دي. د ۲۰۱۱ زکال په نومبر میاشت کې د اټومي انرژۍ نړیوال آژانس داسې معتبر شواهد وړاندې کړل چې ښووله یې ایران تر ۲۰۰۳ زکال پورې د اټومي بم د جوړولو په موخه ازموینې ترسره کولې او کېدای شي چې له دغه مهال وروسته یې هم خپلو چارو ته په کوچني مقیاس کې دوام ورکړی وي. د ۲۰۱۸ زکال د مۍ میاشتې په لومړۍ نېټه دغه آژانس ۲۰۱۵ زکال ته په اړوند خپل راپور باندې په ټینګار څرګنده کړه چې له ۲۰۰۹ زکال وروسته یې په ایران کې د اټومي وسلو د جوړولو په برخه کې د چارو هېڅ معتبر شواهد نه دي موندلي. [۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱]

د ایران لومړڼۍ اټومي بټۍ یا د بوشهر لومړنی ریکټور د روس اټوم په نامه د روسیې د لوی دولتي شرکت پر مرسته جوړ او د ۲۰۱۱ زکال د سپټمبر په ۱۲مه نېټه په رسمي بڼه پرانیستل شو. ایران همدارنګه اعلان کړی چې دوی د ۳۰۰ میګاواټو برېښنا د تولیدي ظرفیت په لرلو د دارخوین اټومي بټۍ په جوړولو هم کار پیل کړی او په راتلونکي کې به د منځنۍ کچې اټومي بټیو په جوړولو او د یورانیمو د کانونو پر استخراج کار وکړي. [۱۲][۱۳][۱۴]

ایران د خپل اټومي پروګرام له امله تر ۲۰۱۵ زکال پورې یوازې د نفتو د پیر په برخه کې ۱۰۰ میلیارده ډالر تاوان کړی، همدارنګه یې د نړیوالو بندیزونو له امله ۵۰۰ میلیارده ډالر مستقیمې بهرنۍ پانګونې هم له لاسه ورکړې دي چې په دغو کې د یو شمېر نورو فرصتونو لګښت هم حساب شوی. [۱۵][۱۶]

د ۲۰۱۹ زکال په فبروري میاشت کې د انرژۍ نړیوال اژانس تائید کړه چې ایران اوس مهال هم د ۲۰۱۵ زکال د نړیوال مشترک اقدام جامع پلان (برجام) ته ژمن دی. وروسته له هغه چې متحده ایالات د مشترک اقدام له جامع پلان څخه ووت او امریکا بیاځلي په ایران بندیزونه ولګول، د ۲۰۱۹ زکال په جولای میاشت کې د اټومي انرژۍ نړیوال آژانس څرګنده کړه چې ایران دغه هوکړه ماته کړې. ایران د دغې هوکړې له ماتولو وروسته د دغه هوکړې د ټولو لاسلیک کوونکو سره مخالفت ته مخه کړه، هماغه ډول چې د ۲۰۲۰ زکال نومبر میاشتې ته اړوند د اټومي انرژۍ د اژانس راپور ویلي چې ایران د سنټرفیوژونو ټکنالوژۍ ته پراختیا ورکړې، هغه چاره چې د دغې هوکړې پر مټ په شدیده توګه منع اعلان شوې وه. په دغه راپور کې راغلي و چې تهران «په برجام کې د هوکړه شوې کچې بډایه شوو یورانیمو ۱۲ چنده په واک کې لري او همدارنګه یې نطنز ته څېرمه چې د دغه هېواد د یورانیمو د بډاینې اصلي تاسیسات دي، د ځمکې لاندې نوو تاسیساتو په جوړولو پیل کړی». [۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱]

تر ۲۰۲۱ زکال پورې ایران تل ټینګار درلود چې اټومي پروګرام یې یوازې د سوله ییزو موخو لپاره دی او آن د دغه هېواد مذهبي رهبر ایت الله خامنه یي هم د اټومي وسلو د تولید پر ضد فتوا ورکړې وه. خو د ۲۰۲۱ زکال په نومبر میاشت کې د ایران د اټومي انرژۍ د سازمان پخواني مشر فریدون عباسي دواني د محسن فخري زاده د ترور په کلېزه کې د یوې مرکې پر مهال د خپل هېواد ودې ته په اشارې «د سپوږمکیو، توغندیو او اټومي وسلو» د جوړولو وویل او څرګنده یې کړه په داسې حال کې چې په ایران کې د اټومي وسلو حرام والی په بشپړه توګه روښانه و، خو فخري زاده «دغه سیسټم جوړ کړی و». د ۲۰۲۲ زکال په اپرېل میاشت کې د دغه هېواد د اټومي انرژۍ د سازمان مشر محمد اسلامي د ۱۰ ګېګاواټو برېښنا د تولید په موخه خپل ستراتیژیک پلان اعلان کړ.[۲۲][۲۳]

د ایران اټومي پروګرام او د اټومي وسلو د نه پراختیا تړون

[سمول]

ایران څرګنده کړې چې اټومي پروګرام یې یوازې سوله ییزې موخې لري او په بشپړه توګه د اټومي وسلو د نه پراختیا له تړون سره مطابق دی. د اټومي انرژۍ د نړیوال آژانس مشرتابه پلاوي بیا موندلې چې دغه هېواد د اټومي وسلو د نه پراختیا د تړون د خوندیتابه هوکړې ته پابند نه دی، دغه پلاوي د ۱۲ ممتنع رایو په ورکولو سره په بې مخینې ډول پرېکړه وکړه چې د خوندیتابه له هوکړې څخه د دغه هېواد مخکنۍ «سرغړونې» او «ناکامۍ» د «نه پابندۍ» په معنا دي. په دغه پرېکړه کې د یاد اژانس مشرتابه پلاوي دا هم څرګنده کړه چې د اړوندو اندېښنو په اړه پرېکړې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په صلاحیتونو کې دي. [۲۴][۲۵][۲۶][۲۷]

له دې سره ډیری کارپوهان څرګندوي چې د اټومي وسلو د نه پراختیا د تړون (NPT) د خوندیتابه هوکړې ته نه پابندي د NPT څخه د سرغړونې معادل نه ده او نه هم په اتوماتیک بڼه د NPT څخه سرغړونه ده. د اټومي انرژۍ نړیوال آژانس NPT ته د پابندۍ اړوند پرېکړه نه شي کولای او نه هم د ملګرو ملتونو امنیت شورا د دغې هوکړې څخه د سرغړونو اړوند کوم مسئولیت پر غاړه لري. د نړیوالې سولې لپاره د کارنګي په بنسټ کې د نه خپراوي د پروګرام همکار ډاکټرجیمز اکټون ویلي چې په ۲۰۱۰ زکال کې د NPT د بیاکتنې کنفرانس کولای شو دا تشخیص کړي چې د خوندیتابه له هوکړو سره نه همغږي د NPT دریمه ماده نقض کوي. [۲۸][۲۹][۳۰][۳۱]

په ۲۰۰۵ زکال کې یاد تړون ته د پابندۍ اړوند د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت راپور هم ورته پایلې ته ورسېد چې «ایران د اټومي وسلو د تولید په موخه هڅو ته دوام ورکوي او په دغو هڅو کې یې د NPT د دویمې مادې څخه په سرغړونې په خپلو چارو کې مرسته ترلاسه کړې». په ۲۰۰۷ زکال کې د متحده ایالاتو ملي اطلاعاتي اټکل وښووله چې تهران د ۲۰۰۳ زکال په مني کې د اټومي وسلو د جوړولو پروګرام درولی، خو بیا یې هم «لږ تر لږه د اټومي وسلو د پراختیا ټاکنه ځانته پرانیستې پرېښې ده». روسي تحلیل ګر الکسي آرباتوف څرګندوي چې «د NPT په نفس کې د هغو څخه د سرغړونو هېڅ پیاوړي حقایق شتون نه لري»؛ هغه زیاته کړې «چې ټول موجود موارد د دې کفایت نه کوي چې ایران دې له NPT څخه په رسمي بڼه په سرغړاوي تورن شي» او «ایران ته دغه شک دا ګټه رسوي چې د هغو د پوځي اټومي پروګرام د بشپړې پراختیا اړوند هېڅ پیاوړی سند شتون لري». [۳۲][۳۳][۳۴][۳۵][۳۶][۳۷][۳۸]

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا هم په ګڼ شمېر پرېکړه لیکونو کې له ایران څخه غوښتي څو د اټومي بډاینې اړوند خپل فعالیتونه ودروي. متحده ایالات بیا څرګندوي چې «د NPT اصلي معامله دا ده چې که چېرې د اټومي وسلو نه لرونکی یو هېواد اټومي وسلو ته له لاسرسي لاس پر سر شي او په بشپړه توګه په دغه ژمنې عمل وکړي، د دغې هوکړې د څلورمې مادې پر مټ کولای شي د خپلو سوله ییزو اټومي موخو لپاره مرستې ترلاسه کړي». د ۲۰۰۶ زکال په فبروري میاشت کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر ټینګار وکړ چې «ایران د هر نړیوال قدرت له خوا علمي او اټومي اپاراتاید نه شي زغملای» او څرګنده یې کړه چې دغه «علمي او اټومي اپاراتاید» د اټومي وسلو د نه پراختیا د تړون د لاسلیک کوونکو هېوادونو پر وړاندې «یو غیر اخلاقي او تبعیضي چلن دی». هغه څرګنده کړه چې ایران «له اټومي انرژۍ څخه د ګټنې حق لري او موږ به دغه اټومي اپاراتاید ته تسلیم نه شو».[۳۹][۴۰][۴۱][۴۲][۴۳][۴۴]

سرچينې

[سمول]
  1. Kerr, Paul (26 September 2012). "Iran's Nuclear Program: Status" (PDF). Congressional Research Service. بياځلي په 2 October 2012.
  2. Roe, Sam (28 January 2007). "An atomic threat made in America". Chicago Tribune. بياځلي په 1 July 2009.
  3. "Signatories and Parties to the Treaty on the Non-Proliferation of Nuclear Weapons". بياځلي په 17 April 2006.
  4. "ArmsControlWonk: Exiles and Iran Intel". Armscontrolwonk.com. بياځلي په 26 October 2008.
  5. "Implementation of the NPT safeguards agreement in the Islamic Republic of Iran" (PDF). International Atomic Energy Agency. GOV/2003/40. بياځلي په 24 March 2017.
  6. "Iran: Nuclear Intentions and Capabilities (National Intelligence Estimate)" (PDF). خوندي شوی له the original (PDF) on 22 November 2010. بياځلي په 20 September 2009.
  7. "IAEA: 'No Credible Indications' of Iran Nuclear Weapons Activity After 2009". VOA (in انګليسي). 1 May 2018. بياځلي په 3 May 2018.
  8. "Iran nuclear row: Tehran says Israel's Netanyahu lied". BBC News (in بريتانوی انګلیسي). 1 May 2018. بياځلي په 3 May 2018.
  9. "Statement on Iran by the IAEA Spokesperson". IAEA (in انګليسي). 1 May 2018. بياځلي په 3 May 2018.
  10. "IAEA Report for military dimensions, see pages 4–12" (PDF). International Atomic Energy Agency. 8 November 2011. بياځلي په 8 November 2011.
  11. "U.N. nuclear watchdog board rebukes defiant Iran". Reuters. 18 November 2011. بياځلي په 20 November 2011.
  12. "Bushehr NPP to be brought to full capacity by year-end". The Voice of Russia. 29 November 2012. خوندي شوی له the original on 21 May 2013. بياځلي په 22 December 2012.
  13. "Iran marks start of work for Darkhovin plant". World Nuclear News. 6 January 2023. بياځلي په 19 January 2023.
  14. "Iran sees Bushehr plant at full capacity in one year". Agence France-Presse. 18 December 2007. خوندي شوی له the original on 9 January 2009. بياځلي په 24 February 2008.
  15. Vaez, Ali; Sadjadpour, Karim (2 April 2013), Iran's Nuclear Odyssey: Costs and Risks, Carnegie Endowment for International Peace{{citation}}: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link)
  16. "Iran's nuclear program may have cost the country $500 billion or more". San Francisco Chronicle. خوندي شوی له the original on 16 February 2020. بياځلي په 5 July 2015.
  17. Murphy, Francois (22 February 2019). "Iran still holding up its end of nuclear deal, IAEA report shows". Reuters. بياځلي په 16 May 2019.
  18. "Iran further breaches nuclear deal, says it can exceed 20% enrichment". Reuters (in انګليسي). 7 September 2019. بياځلي په 8 January 2020.
  19. Beaumont, Peter (8 July 2019). "Iran has enriched uranium past key limit, IAEA confirms". The Guardian (in بريتانوی انګلیسي). ISSN 0261-3077. بياځلي په 8 January 2020.
  20. "France, German and U.K. rebuke Iran after uranium enrichment announcement". The Globe and Mail Inc. Reuters. 7 December 2020.
  21. "Iran is alarmingly defiant over its nuclear ambitions". The Telegraph. 1 December 2020. خوندي شوی له اصلي څخه په 12 January 2022.
  22. "Iran begins procedures to build indigenous nuclear reactor". Nuclear Engineering International. 11 May 2022. بياځلي په 19 January 2023.
  23. "Fereydoun Abbasi-Davani: Ex-nuclear chief admits Iran aimed to create bomb". The Times of London. Nov 29, 2021.
  24. "AFP:Six powers to meet soon over Iran's nuclear program". 15 January 2008. خوندي شوی له the original on 18 December 2011. بياځلي په 4 April 2012.
  25. "ASIL Insights:Iran's Resumption of its Nuclear Program: Addendum". 2008. بياځلي په 24 February 2008.
  26. "Implementation of the NPT Safeguards Agreement in the Islamic Republic of Iran" (PDF). IAEA. 24 September 2005. GOV/2005/77. بياځلي په 25 October 2007. {{cite journal}}: Cite journal requires |journal= (help)
  27. "Safeguards Agreement between Iran and the IAEA (INFCIRC/214) 12-13-74" (PDF). خوندي شوی له the original (PDF) on 27 March 2009. بياځلي په 20 September 2009.
  28. Joyner, Daniel (28 April 2008). "North Korean Links to Building of a Nuclear Reactor in Syria: Implications for International Law". American Society of International Law. 12 (8). خوندي شوی له the original on 9 April 2010. بياځلي په 4 October 2023. [A] breach of an IAEA safeguards agreement does not per se equate to a violation of the NPT. {{cite journal}}: More than one of |archivedate= and |archive-date= specified (help); More than one of |archiveurl= and |archive-url= specified (help)
  29. Howlett, Darryl; Simpson, John (April 2005). "Nuclear Non-proliferation – how to ensure an effective compliance mechanism" (PDF). In Schmitt, Burkard (ed.). Effective Non-Proliferation: The European Union and the 2005 NPT Review Conference. Paris: Institute for Security Studies. p. 15. خوندي شوی له the original (PDF) on 31 May 2010. [A] finding by the IAEA of non-compliance with the terms of a sagefuards agreement thus does not automatically amount to non-compliance with the NPT.
  30. "Adherence to and Compliance With Arms Control, Nonproliferation, and Disarmament Agreements and Commitments". 2008. بياځلي په 24 February 2008.
  31. "Congressional Research Service: Iran's Nuclear Program: Tehran's Compliance with International Obligations" (PDF). بياځلي په 4 April 2012.
  32. "Carnegie Endowment for International Peace: Deterring Safeguards Violations" (PDF) (PDF). بياځلي په 4 April 2012.{{cite web}}: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link)
  33. "SAGSI: Its Role and Contribution to Safeguards Development" (PDF). خوندي شوی له the original (PDF) on 11 July 2009. بياځلي په 20 September 2009.
  34. "Safeguards in a Broader Policy Perspective: Verifying Treaty Compliance" (PDF). 2008. خوندي شوی له the original (PDF) on 28 February 2008. بياځلي په 24 February 2008.
  35. "Adherence to and Compliance With Arms Control, Nonproliferation, and Disarmament Agreements and Commitments". 2008. بياځلي په 24 February 2008.
  36. "Adherence to and Compliance With Arms Control, Nonproliferation, and Disarmament Agreements and Commitments". 2008. بياځلي په 24 February 2008.
  37. "Iran: Nuclear Intentions and Capabilities (National Intelligence Estimate)" (PDF). خوندي شوی له the original (PDF) on 22 November 2010. بياځلي په 20 September 2009.
  38. Alexei G. Arbatov, "The Inexorable Momentum of Escalation," in Double Trouble: Iran and North Korea as Challenges to International Security, Patrick M. Cronin, ed. (Westport, CT: Praeger, 2007), pp. 64–65.
  39. "Resolution 1696 (2006)". United Nations. S/RES/1696. بياځلي په 24 March 2017.
  40. "Security Council Demands Iran Suspend Uranium Enrichment by 31 August, or Face Possible Economic, Diplomatic Sanctions". United Nations. بياځلي په 4 April 2012.
  41. "US State Department: Third Session of the Preparatory Committee for the 2005 Review Conference of the Treaty on the Non-Proliferation of Nuclear Weapons". State.gov. 29 April 2004. بياځلي په 4 April 2012.
  42. American approach towards the Non-Proliferation Treaty (NPT) Archived 22 July 2011 at the Wayback Machine. – the case study – Islamic Republic of Iran nuclear activities / Bonab, Rahman G.: (The Iranian journal of international affairs) 19(4) 2007 Fall: p. [53]–77.
  43. "FM lashes out at big powers' nuclear apartheid". 2008. بياځلي په 24 February 2008.
  44. "Iran's Mottaki quoted: will not suspend research". Iran Press News. 27 February 2006. خوندي شوی له the original on 9 May 2006.