د ایران اټومي پروګرام

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د ایران اټومي پروګرام د اټومي انرژۍ په برخه کې د څېړنو په موخه د ایران روانې علمي هڅې دي. ایران څو څېړنیز سایټونه، دوه د یورانیم کانونه، یو څېړنیز ریکټور او د یورانیمو د بډایه کونکو دریو پېژندل شوو بټیو په ګډون د یورانیمو د پروسس تاسیسات لري. [۱]

د ایران اټومي پروګرام په ۱۹۵۰مه لسیزه کې د متحده ایالاتو په مرسته د سولې لپاره د اټومي پروګرام په اډانه کې پیل شو. دغه هېواد په ۱۹۷۰ زکال کې د اټومي وسلو د نه پراختیا تړون لاسلیک کړ چې په دې سره یې خپلې اټومي چارې یوازې د سوله ییزو موخو تر کچې محدودې کړې او اجازه یې ورکوله د اټومي انرژۍ نړیوال اژانس یې د اټومي پروګرام اړوند څېړنې وکړي. د اټومي انرژۍ په برخه کې د لویدیځوالو همکارۍ د ایران د ۱۹۷۹ زکال له انقلاب وروسته ودرېدې او په دې سره ایران خپل اټومي پروګرام ته په پټه دوام ورکړ. د ۲۰۰۰مې لسیزې پر مهال په ایران کې د یورانیمو د بډایه کولو د پټ پروګرام افشا کېدو دغه اندېښنې راوپارولې چې کېدای شي دغه چارې د سوله ییزو موخو لپاره نه وي. د انرژۍ نړیوال آژانس هم په ۲۰۰۳ زکال کې د دغه هېواد د نه اعلان شوو فعالیتونو اړوند هغه مهال څېړنې پیل کړې چې د ایران له دولت سره مخالفې د ملي مقاومت شورا دغه چارې افشا کړې. په ۲۰۰۶ زکال کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د اټومي وسلو د نه پراختیا تړون ته د ایران د نه ژمنتیا له امله له دغه هېواد څخه وغوښتل چې د بډاینې چارې ودروي. په ۲۰۰۷ زکال کې د متحده ایالاتو د ملي اطلاعاتي اټکل (NIE) سندونو وښووله چې ایران د فعالو اټومي وسلو د جوړولو چارې د ۲۰۰۳ زکال په مني کې درولې دي. د ۲۰۱۱ زکال په نومبر میاشت کې د اټومي انرژۍ نړیوال آژانس داسې معتبر شواهد وړاندې کړل چې ښووله یې ایران تر ۲۰۰۳ زکال پورې د اټومي بم د جوړولو په موخه ازموینې ترسره کولې او کېدای شي چې له دغه مهال وروسته یې هم خپلو چارو ته په کوچني مقیاس کې دوام ورکړی وي. د ۲۰۱۸ زکال د مۍ میاشتې په لومړۍ نېټه دغه آژانس ۲۰۱۵ زکال ته په اړوند خپل راپور باندې په ټینګار څرګنده کړه چې له ۲۰۰۹ زکال وروسته یې په ایران کې د اټومي وسلو د جوړولو په برخه کې د چارو هېڅ معتبر شواهد نه دي موندلي. [۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱]

د ایران لومړڼۍ اټومي بټۍ یا د بوشهر لومړنی ریکټور د روس اټوم په نامه د روسیې د لوی دولتي شرکت پر مرسته جوړ او د ۲۰۱۱ زکال د سپټمبر په ۱۲مه نېټه په رسمي بڼه پرانیستل شو. ایران همدارنګه اعلان کړی چې دوی د ۳۰۰ میګاواټو برېښنا د تولیدي ظرفیت په لرلو د دارخوین اټومي بټۍ په جوړولو هم کار پیل کړی او په راتلونکي کې به د منځنۍ کچې اټومي بټیو په جوړولو او د یورانیمو د کانونو پر استخراج کار وکړي. [۱۲][۱۳][۱۴]

ایران د خپل اټومي پروګرام له امله تر ۲۰۱۵ زکال پورې یوازې د نفتو د پیر په برخه کې ۱۰۰ میلیارده ډالر تاوان کړی، همدارنګه یې د نړیوالو بندیزونو له امله ۵۰۰ میلیارده ډالر مستقیمې بهرنۍ پانګونې هم له لاسه ورکړې دي چې په دغو کې د یو شمېر نورو فرصتونو لګښت هم حساب شوی. [۱۵][۱۶]

د ۲۰۱۹ زکال په فبروري میاشت کې د انرژۍ نړیوال اژانس تائید کړه چې ایران اوس مهال هم د ۲۰۱۵ زکال د نړیوال مشترک اقدام جامع پلان (برجام) ته ژمن دی. وروسته له هغه چې متحده ایالات د مشترک اقدام له جامع پلان څخه ووت او امریکا بیاځلي په ایران بندیزونه ولګول، د ۲۰۱۹ زکال په جولای میاشت کې د اټومي انرژۍ نړیوال آژانس څرګنده کړه چې ایران دغه هوکړه ماته کړې. ایران د دغې هوکړې له ماتولو وروسته د دغه هوکړې د ټولو لاسلیک کوونکو سره مخالفت ته مخه کړه، هماغه ډول چې د ۲۰۲۰ زکال نومبر میاشتې ته اړوند د اټومي انرژۍ د اژانس راپور ویلي چې ایران د سنټرفیوژونو ټکنالوژۍ ته پراختیا ورکړې، هغه چاره چې د دغې هوکړې پر مټ په شدیده توګه منع اعلان شوې وه. په دغه راپور کې راغلي و چې تهران «په برجام کې د هوکړه شوې کچې بډایه شوو یورانیمو ۱۲ چنده په واک کې لري او همدارنګه یې نطنز ته څېرمه چې د دغه هېواد د یورانیمو د بډاینې اصلي تاسیسات دي، د ځمکې لاندې نوو تاسیساتو په جوړولو پیل کړی». [۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱]

تر ۲۰۲۱ زکال پورې ایران تل ټینګار درلود چې اټومي پروګرام یې یوازې د سوله ییزو موخو لپاره دی او آن د دغه هېواد مذهبي رهبر ایت الله خامنه یي هم د اټومي وسلو د تولید پر ضد فتوا ورکړې وه. خو د ۲۰۲۱ زکال په نومبر میاشت کې د ایران د اټومي انرژۍ د سازمان پخواني مشر فریدون عباسي دواني د محسن فخري زاده د ترور په کلېزه کې د یوې مرکې پر مهال د خپل هېواد ودې ته په اشارې «د سپوږمکیو، توغندیو او اټومي وسلو» د جوړولو وویل او څرګنده یې کړه په داسې حال کې چې په ایران کې د اټومي وسلو حرام والی په بشپړه توګه روښانه و، خو فخري زاده «دغه سیسټم جوړ کړی و». د ۲۰۲۲ زکال په اپرېل میاشت کې د دغه هېواد د اټومي انرژۍ د سازمان مشر محمد اسلامي د ۱۰ ګېګاواټو برېښنا د تولید په موخه خپل ستراتیژیک پلان اعلان کړ.[۲۲][۲۳]

د ایران اټومي پروګرام او د اټومي وسلو د نه پراختیا تړون[سمول]

ایران څرګنده کړې چې اټومي پروګرام یې یوازې سوله ییزې موخې لري او په بشپړه توګه د اټومي وسلو د نه پراختیا له تړون سره مطابق دی. د اټومي انرژۍ د نړیوال آژانس مشرتابه پلاوي بیا موندلې چې دغه هېواد د اټومي وسلو د نه پراختیا د تړون د خوندیتابه هوکړې ته پابند نه دی، دغه پلاوي د ۱۲ ممتنع رایو په ورکولو سره په بې مخینې ډول پرېکړه وکړه چې د خوندیتابه له هوکړې څخه د دغه هېواد مخکنۍ «سرغړونې» او «ناکامۍ» د «نه پابندۍ» په معنا دي. په دغه پرېکړه کې د یاد اژانس مشرتابه پلاوي دا هم څرګنده کړه چې د اړوندو اندېښنو په اړه پرېکړې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په صلاحیتونو کې دي. [۲۴][۲۵][۲۶][۲۷]

له دې سره ډیری کارپوهان څرګندوي چې د اټومي وسلو د نه پراختیا د تړون (NPT) د خوندیتابه هوکړې ته نه پابندي د NPT څخه د سرغړونې معادل نه ده او نه هم په اتوماتیک بڼه د NPT څخه سرغړونه ده. د اټومي انرژۍ نړیوال آژانس NPT ته د پابندۍ اړوند پرېکړه نه شي کولای او نه هم د ملګرو ملتونو امنیت شورا د دغې هوکړې څخه د سرغړونو اړوند کوم مسئولیت پر غاړه لري. د نړیوالې سولې لپاره د کارنګي په بنسټ کې د نه خپراوي د پروګرام همکار ډاکټرجیمز اکټون ویلي چې په ۲۰۱۰ زکال کې د NPT د بیاکتنې کنفرانس کولای شو دا تشخیص کړي چې د خوندیتابه له هوکړو سره نه همغږي د NPT دریمه ماده نقض کوي. [۲۸][۲۹][۳۰][۳۱]

په ۲۰۰۵ زکال کې یاد تړون ته د پابندۍ اړوند د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت راپور هم ورته پایلې ته ورسېد چې «ایران د اټومي وسلو د تولید په موخه هڅو ته دوام ورکوي او په دغو هڅو کې یې د NPT د دویمې مادې څخه په سرغړونې په خپلو چارو کې مرسته ترلاسه کړې». په ۲۰۰۷ زکال کې د متحده ایالاتو ملي اطلاعاتي اټکل وښووله چې تهران د ۲۰۰۳ زکال په مني کې د اټومي وسلو د جوړولو پروګرام درولی، خو بیا یې هم «لږ تر لږه د اټومي وسلو د پراختیا ټاکنه ځانته پرانیستې پرېښې ده». روسي تحلیل ګر الکسي آرباتوف څرګندوي چې «د NPT په نفس کې د هغو څخه د سرغړونو هېڅ پیاوړي حقایق شتون نه لري»؛ هغه زیاته کړې «چې ټول موجود موارد د دې کفایت نه کوي چې ایران دې له NPT څخه په رسمي بڼه په سرغړاوي تورن شي» او «ایران ته دغه شک دا ګټه رسوي چې د هغو د پوځي اټومي پروګرام د بشپړې پراختیا اړوند هېڅ پیاوړی سند شتون لري». [۳۲][۳۳][۳۴][۳۵][۳۶][۳۷][۳۸]

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا هم په ګڼ شمېر پرېکړه لیکونو کې له ایران څخه غوښتي څو د اټومي بډاینې اړوند خپل فعالیتونه ودروي. متحده ایالات بیا څرګندوي چې «د NPT اصلي معامله دا ده چې که چېرې د اټومي وسلو نه لرونکی یو هېواد اټومي وسلو ته له لاسرسي لاس پر سر شي او په بشپړه توګه په دغه ژمنې عمل وکړي، د دغې هوکړې د څلورمې مادې پر مټ کولای شي د خپلو سوله ییزو اټومي موخو لپاره مرستې ترلاسه کړي». د ۲۰۰۶ زکال په فبروري میاشت کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر ټینګار وکړ چې «ایران د هر نړیوال قدرت له خوا علمي او اټومي اپاراتاید نه شي زغملای» او څرګنده یې کړه چې دغه «علمي او اټومي اپاراتاید» د اټومي وسلو د نه پراختیا د تړون د لاسلیک کوونکو هېوادونو پر وړاندې «یو غیر اخلاقي او تبعیضي چلن دی». هغه څرګنده کړه چې ایران «له اټومي انرژۍ څخه د ګټنې حق لري او موږ به دغه اټومي اپاراتاید ته تسلیم نه شو».[۳۹][۴۰][۴۱][۴۲][۴۳][۴۴]

سرچينې[سمول]

  1. Kerr, Paul (26 September 2012). "Iran's Nuclear Program: Status" (PDF). Congressional Research Service. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ اکتوبر ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. (په 28 January 2007 باندې). An atomic threat made in America. Chicago Tribune.
  3. "Signatories and Parties to the Treaty on the Non-Proliferation of Nuclear Weapons". د لاسرسي‌نېټه ۱۷ اپرېل ۲۰۰۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "ArmsControlWonk: Exiles and Iran Intel". Armscontrolwonk.com. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ اکتوبر ۲۰۰۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. "Implementation of the NPT safeguards agreement in the Islamic Republic of Iran" (PDF). International Atomic Energy Agency. GOV/2003/40. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ مارچ ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. "Iran: Nuclear Intentions and Capabilities (National Intelligence Estimate)" (PDF). د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۲۲ نومبر ۲۰۱۰ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ سپټمبر ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. (په 1 May 2018 باندې). IAEA: 'No Credible Indications' of Iran Nuclear Weapons Activity After 2009. VOA.
  8. (په 1 May 2018 باندې). Iran nuclear row: Tehran says Israel's Netanyahu lied. BBC News.
  9. "Statement on Iran by the IAEA Spokesperson". IAEA (په انګلیسي ژبه کي). 1 May 2018. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ مې ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. (په 8 November 2011 باندې). IAEA Report for military dimensions, see pages 4–12. International Atomic Energy Agency
  11. (په 18 November 2011 باندې). U.N. nuclear watchdog board rebukes defiant Iran. Reuters.
  12. (په 29 November 2012 باندې). Bushehr NPP to be brought to full capacity by year-end.
  13. (په 6 January 2023 باندې). Iran marks start of work for Darkhovin plant. World Nuclear News
  14. (په 18 December 2007 باندې). Iran sees Bushehr plant at full capacity in one year.
  15. Vaez, Ali; Sadjadpour, Karim (2 April 2013), Iran's Nuclear Odyssey: Costs and Risks, Carnegie Endowment for International Peace الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. "Iran's nuclear program may have cost the country $500 billion or more". San Francisco Chronicle. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۶ فبروري ۲۰۲۰ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ جولای ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Murphy, Francois (22 February 2019). "Iran still holding up its end of nuclear deal, IAEA report shows". Reuters. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ مې ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. (په 7 September 2019 باندې). Iran further breaches nuclear deal, says it can exceed 20% enrichment. Reuters.
  19. (په 8 July 2019 باندې). Iran has enriched uranium past key limit, IAEA confirms. The Guardian.
  20. (په 7 December 2020 باندې). France, German and U.K. rebuke Iran after uranium enrichment announcement. The Globe and Mail Inc
  21. (په 1 December 2020 باندې). Iran is alarmingly defiant over its nuclear ambitions.کينډۍ:Cbignore
  22. (په 11 May 2022 باندې). Iran begins procedures to build indigenous nuclear reactor. Nuclear Engineering International
  23. (په Nov 29, 2021 باندې). Fereydoun Abbasi-Davani: Ex-nuclear chief admits Iran aimed to create bomb.
  24. "AFP:Six powers to meet soon over Iran's nuclear program". 15 January 2008. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۸ ډيسمبر ۲۰۱۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ اپرېل ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. "ASIL Insights:Iran's Resumption of its Nuclear Program: Addendum". 2008. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ فبروري ۲۰۰۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. "Implementation of the NPT Safeguards Agreement in the Islamic Republic of Iran" (PDF). IAEA. 24 September 2005. GOV/2005/77. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ اکتوبر ۲۰۰۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); Cite journal requires |journal= (مساعدة)
  27. "Safeguards Agreement between Iran and the IAEA (INFCIRC/214) 12-13-74" (PDF). د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۲۷ مارچ ۲۰۰۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ سپټمبر ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. Joyner, Daniel (28 April 2008). "North Korean Links to Building of a Nuclear Reactor in Syria: Implications for International Law". American Society of International Law. 12 (8). د اصلي آرشيف څخه پر ۰۹ اپرېل ۲۰۱۰ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ اکتوبر ۲۰۲۳. [A] breach of an IAEA safeguards agreement does not per se equate to a violation of the NPT. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); الوسيط |archiveurl= و |archive-url= تكرر أكثر من مرة (مساعدة); الوسيط |archivedate= و |archive-date= تكرر أكثر من مرة (مساعدة)
  29. Howlett, Darryl; Simpson, John (April 2005). "Nuclear Non-proliferation – how to ensure an effective compliance mechanism" (PDF). In Schmitt, Burkard (المحرر). Effective Non-Proliferation: The European Union and the 2005 NPT Review Conference. Paris: Institute for Security Studies. د کتاب پاڼې 15. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۳۱ مې ۲۰۱۰ باندې. [A] finding by the IAEA of non-compliance with the terms of a sagefuards agreement thus does not automatically amount to non-compliance with the NPT. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. "Adherence to and Compliance With Arms Control, Nonproliferation, and Disarmament Agreements and Commitments". 2008. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ فبروري ۲۰۰۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. "Congressional Research Service: Iran's Nuclear Program: Tehran's Compliance with International Obligations" (PDF). د لاسرسي‌نېټه ۰۴ اپرېل ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  32. "Carnegie Endowment for International Peace: Deterring Safeguards Violations" (PDF). د لاسرسي‌نېټه ۰۴ اپرېل ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  33. "SAGSI: Its Role and Contribution to Safeguards Development" (PDF). د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۱۱ جولای ۲۰۰۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ سپټمبر ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  34. "Safeguards in a Broader Policy Perspective: Verifying Treaty Compliance" (PDF). 2008. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۲۸ فبروري ۲۰۰۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ فبروري ۲۰۰۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  35. "Adherence to and Compliance With Arms Control, Nonproliferation, and Disarmament Agreements and Commitments". 2008. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ فبروري ۲۰۰۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  36. "Adherence to and Compliance With Arms Control, Nonproliferation, and Disarmament Agreements and Commitments". 2008. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ فبروري ۲۰۰۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  37. "Iran: Nuclear Intentions and Capabilities (National Intelligence Estimate)" (PDF). د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۲۲ نومبر ۲۰۱۰ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ سپټمبر ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  38. Alexei G. Arbatov, "The Inexorable Momentum of Escalation," in Double Trouble: Iran and North Korea as Challenges to International Security, Patrick M. Cronin, ed. (Westport, CT: Praeger, 2007), pp. 64–65.
  39. "Resolution 1696 (2006)". United Nations. S/RES/1696. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ مارچ ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  40. "Security Council Demands Iran Suspend Uranium Enrichment by 31 August, or Face Possible Economic, Diplomatic Sanctions". United Nations. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ اپرېل ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  41. "US State Department: Third Session of the Preparatory Committee for the 2005 Review Conference of the Treaty on the Non-Proliferation of Nuclear Weapons". State.gov. 29 April 2004. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ اپرېل ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  42. American approach towards the Non-Proliferation Treaty (NPT) Archived 22 July 2011 at the Wayback Machine. – the case study – Islamic Republic of Iran nuclear activities / Bonab, Rahman G.: (The Iranian journal of international affairs) 19(4) 2007 Fall: p. [53]–77.
  43. "FM lashes out at big powers' nuclear apartheid". 2008. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ فبروري ۲۰۰۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  44. "Iran's Mottaki quoted: will not suspend research". Iran Press News. 27 February 2006. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۹ مې ۲۰۰۶ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)