Jump to content

د اتومي انرژۍ نړیوال اژانس/موسسه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د اتومي انرژۍ نړیواله موسسه (IAEA) یو نړیوال سازمان دی چې له هسته‌يي انرژۍ څخه د سوله‌ییزې ګټې اخیستنې د عامولو او د هسته‌يي وسلو په ګډون یې د هرې نظامي موخې لپاره له کارونې څخه د مخنیوي په لټه کې دی. دا سازمان په ۱۹۵۷ کال کې د ملګرو ملتونو په سازمان کې دننه د یو خپلواک سازمان په توګه رامنځته شو؛ که څه هم دا سازمان د خپل بنسټ اېښودونکي تړون په‌واسطه اداره کېږي، دواړو د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلۍ او د امینت شورا ته راپور ورکوي او مرکزي دفتر يې د اتریش په ویانا کې د ملګرو ملتونو په دفتر کې دی. [۱][۲]

د اتومي انرژۍ نړیواله موسسه د هسته‌يي وسلو په ځانګړي ډول د مخکښو اتومي قدرتونو متحده ایالاتو او شوروي اتحاد تر منځ کړکېچ په اړه د زیاتېدونکې نړیوالې اندېښنې په ځواب کې رامنځته شوه. د متحده ایالاتو ولسمشر ډوایټ ډیویډ ایزنهاور د «سولې لپاره اتومونه» وینا له طریقه په نړۍ کې د هسته‌يي تکنالوژۍ او سرچينو پر پراختیا د څار لپاره د یو نړیوال سازمان د رامنځته کولو غوښتنه وکړه، چې د اتومي انرژۍ د نړیوالې موسسې د رامنځته کولو د ګړندیتوب امتیاز ورکول کېږي، د هغه تړون د ۱۹۵۷ کال د جولای په ۲۹مه د متحده ایالاتو کې تر تصویب وروسته لازم‌الاجرا شو. [۳]

د اتومي انرژۍ نړیواله موسسه په ټوله نړۍ کې د یو نړیوال سازمان په توګه له هسته‌يي تېکنالوژۍ او هسته‌يي انرژۍ څخه د سوله‌ییزې ګټې اخیستنې په برخه کې د علمي او تخنیکي همکارۍ لپاره کار کوي. دا د اتومي انرژۍ، ساینس او تېکنالوژۍ د سوله‌ییزې کارونې د پراختيا د هڅونې لپاره څو برنامې خوندي کوي؛ د هسته‌يي تېکنالوژۍ او هسته‌يي موادو د ناسمې ګټې اخیستنې پر وړاندې د نړیوالو تدابیرو رامنځته کول او د هسته‌يي سټندردونو (د وړانګو د خپراوي پر وړاندې د خوندیتوب په ګډون) د خوندیتوب لوړوالی او پلي کول او هسته‌يي امنیت. دا سازمان همدارنګه د هسته‌يي علومو په برخه کې څېړنې کوي او د نړۍ ټولو هېوادونو په ځانګړې توګه د پرمختګ په حال کې هېوادونو ته د هسته‌يي تېکنالوژۍ په برخه روزنیز او تخنیکي ملاتړ وړاندې کوي.[۴]

په ۱۹۶۸ کال کې د اتومي وسلو د نه پراختیا تړون تر تصویب وروسته، ټول غیر اتومي قدرتونه اړ دي چې له IAEA سره چې پر هسته‌يي برنامو د څار او د هسته‌يي تاسیساتو د ارزونې واک لري، د خوندیتوب د یو تړون په اړه مذاکره وکړي. په ۲۰۰۵ کال کې د اتومي انرژۍ نړیوالې ادارې او د هغې اداري مشرتابه، عمومي رئیس محمد البرادعي د خپلو هڅو او د پوځي موخو لپاره له هسته‌يي انرژۍ څخه د ګټې اخیستنې د مخنیوي لپاره او له دې څخه ډاډ ترلاسه کول چې هسته‌يي انرژي د سوله‌ییزو موخو لپاره په تر ټولو خوندي ممکنه لار کې کارول کېږي د نوبل د سولې جایزه تر لاسه کړه. [۵]

ماموریتونه

[سمول]

IAEA په عمومي ډول درې اصلې ماموریتونه لري:

  • سوله‌ییزه ګټه اخیستنه: د غړو هېوادونو په‌واسطه د هسته‌يي انرژۍ د سوله‌ییزې ګټې اخیستنې عامول
  • خوندیتوبونه/ساتنې: د خوندیتوبونو جوړول چې د پوځي موخو لپاره د هسته‌يي انرژۍ  نه کارول تایید کړي او
  • اتومي خونديتوب: د هسته‌يي خوندیتوب لپاره د لوړو خوندي سټندردونو عامول [۶]

سوله‌ییزه ګټه اخیستنه

[سمول]

د IAEA تړون د دویمې مادې پر اساس د IAEA موخې «په ټوله نړۍ کې د سولې، روغتیا او سوکالۍ لپاره د اتومي انرژۍ د ونډې ګړندي کول او پراخول» او دا «ډاډ ترلاسه کول... چې د هغې له‌خوا تیارې شوې مرستې یا غوښتنې او د هغې تر څار یا کنترول لاندې په هېڅ داسې لار کې نه کارول کېږي چې پوځې موخې پر مخ بوځي». په دې برخه کې د درېیمې مادې سره د هغې لومړنۍ دندې د غړو هېوادونو لپاره د موادو، خدماتو، تجهیزاتو او اسانتیاوو د خوندي کولو یا وړاندې کولو لپاره د څېړنې او پراختيا هڅول او د علمي او تخنیکي معلوماتو او روزنې د تبادل دودول دي. [۷]

د IAEA له شپږو څانګو/دیپارتمنتونو څخه درې يې په عمده ډول له هسته‌يي انرژۍ څخه د سوله‌ییزې ګټې اخیستنې د دودولو مسول دي. د هسته‌يي انرژۍ څانګه غړو هېوادونو ته د هسته‌يي انرژۍ او د هسته‌يي سونګ دورې په اړه د مشورې او خدمتونو پر وړاندې کولو تمرکز لري. د اتومي علومو او کاربردي علومو څانګه د IAEA له غړو هېوادونو سره د اوبو، انرژۍ، روغتیا، د ژوند تنوع او کرنې په برخه کې د غیر اتومي برېښنا او اېزوتوپ تخنیکونو پر کارولو تمرکز لري. د تخنیکي همکاریو څانګه د ملي، سیمه‌ییزو او سیمو تر منځ پروژو له طریقه د روزنې، تخصصي ماموریتونو، ساینسي تبادلو او تجهیزاتو د وړاندې کولو په‌واسطه مستقیمې همکارۍ وړاندې کوي. [۸][۹][۱۰]

خوندیتوبونه

[سمول]

د IAEA قانون دویمه ماده د اژانس دوه اړخیزې موخې چې د اتومي انرژۍ سوله‌ییزه ګټه اخیستنه او «له دې څخه ډاد ترلاسه کول دي چې د اژانس له‌خوا وړاندې شوې مرستې او یا د هغه په نظارت کې غوښتنې د امکان تر کچې د هېڅ ډول پوځي موخې د پر مخ وړلو لپاره نه کارول کېږي». د دغې کار د ترسره کولو لپاره د IAEA د قانون د درېمې مادې په پنځمه شمېره (III.A.5) کې دا اجازه ورکړل شوې چې «داسې اداري خوندیتوبونه رامنځته او پلي کړي چې د دغې ادارې له خوا د وړاندې شویو موادو، خدماتو، تجهیزاتو، تاسیساتو او اطلاعاتو له خوندیتوب څخه ډاډ ترلاسه کړي او د دغې ادارې تر څار او کنترول لاندې غوښتنې په هېڅ ډول داسې لار کې نه کارول کېږي چې کومه پوځي موخه پر مخ یوسي؛ او دا چې د یو اړخیز یا څو اړخیز تړون له مخې د غړو یا د یو دولت غوښتنې په هغه هېواد کې د اتومي انرژۍ اړوند د هر فعالیت پر وړاندې دا خوندیتوبونه پلي کړي.»  [۱۱]

د خوندیتوب څانګه د هېوادونو د هسته‌يي اعلامیو د سم‌والي او بشپړوالي د تایید لپاره د طرحه شویو تخنیکي اقداماتو له طریقه د دغه ماموریت د ترسره کولو مسولیت لري. [۱۲]

هسته‌يي امنیت

[سمول]

IAEA امنیت د خپلو درېیو اصلي لومړیتوبونو څخه د یو په توګه طبقه‌بندي کوي. چې په ۲۰۱۱ کال کې يې د خپلې ۳۵۲ میلیون یورو (۴۶۹ میلیون ډالر) عادي بودیجې ۸.۹ سلنه برخه د حوادثو پر وړاندې د کارخونو د امنیت لپاره مصرف کړه. سرچینې يې په دوو نورو لومړیتوبونو کې مصرفیږي: تخنیکي همکاري او د اتومي وسلو له پراختیا څخه مخنیوی. [۱۳]

IAEA په‌خپله وايي چې دا په ۱۹۸۶ کال کې د اوکراین چرنوبیل ښار ته نږدې د هسته‌يي بټۍ د چاودېدو او غميزې په ځواب کې پیل شوه، IAEA د هسته‌يي امنیت په برخه کې خپلې هڅې بیا دوه چنده کړې. IAEA وايي چې د جاپان په فوکو شیما کې د فوکو شیما تر غمیزې وروسته هم همداسې وشول. [۱۴][۱۵]

د ۲۰۱۱ کال په جون کې د IAEA رئیس وویل چې هغه «په اتومي برېښناکوټ کې د نړیوال امنیت د پیاوړتیا د ارزونې لپاره له خپل پلان څخه پراخ ملاتړ لري چې د جاپان د فوکوشیما ناورین په څېر پېښو له بیا پېښېدلو څخه مخنیوی کوي». په ټوله نړۍ کې په اتومي بټيو کې ارزول شوې امنیتي ارزونې د IAEA له‌خوا سازمان شوې او وړاندیز شوې دي. [۱۶]

تاریخچه

[سمول]

په ۱۹۵۳ کال کې د متحده ایالاتو ولسمشر ډوایټ ډیویډ ایزنهاور د «سولې لپاره اتومونه» په نوم خپله وینا کې د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبلۍ کې له اتومي انرژۍ (هسته‌يي ځواک) څخه د سوله‌ییزې ګټې اخیستنې د تنظیم او دودولو لپاره د یو نړیوال سازمان د رامنځته کولو وړاندیز وکړ. متحده ایالاتو د ۱۹۵۴ کال په سېپټمبر کې د فیزیلي موادو د کنترول لپاره چې د هسته‌یی انرژۍ یا هسته‌يي وسلو د جوړولو لپاره کارېدلی شي د یوې نړیوالې موسسې/اژانس د رامنځته کولو وړاندیز وکړ. دا اژانس یو ډول «اتومي بانک» رامنځته کوي. [۱۷][۱۸]

سرچينې

[سمول]
  1. "History" (په انګليسي). IAEA. 2016-06-08. Retrieved 2022-09-08.
  2. IAEA Factsheet, Archived 13 April 2016 at the Wayback Machine., Review Conference of the Parties to the Treaty on the Non-Proliferation of Nuclear Weapons (2015)
  3. "History" (په انګليسي). IAEA. 2016-06-08. Retrieved 2022-09-08.
  4. "International Atomic Energy Agency | Britannica". www.britannica.com (په انګليسي). Retrieved 2022-09-08.
  5. Nations, United. "2005 - International Atomic Energy Agency (IAEA) and Mohamed ElBaradei". United Nations.
  6. "The IAEA Mission Statement". IAEA. Retrieved 29 January 2012.
  7. "The Statute of the IAEA". IAEA. 2 June 2014.
  8. "About the Nuclear Energy Department". IAEA. Retrieved 29 January 2012.
  9. "Nuclear Techniques for Development and Environmental Protection". IAEA. Archived from the original on 22 February 2012. Retrieved 29 January 2012. {{cite web}}: External link in |خونديځ تړی= (help); Unknown parameter |تاريخ الأرشيف= ignored (help); Unknown parameter |خونديځ-تړی= ignored (help); Unknown parameter |مسار الأرشيف= ignored (help)
  10. "About Technical Cooperation". IAEA. Retrieved 29 January 2012.
  11. "The Statute of the IAEA". IAEA. 2 June 2014.
  12. "What We Do". IAEA. Retrieved 29 January 2012.
  13. Jonathan Tirone (9 December 2011). "UN Atomic Agency Funds Anti-Terrorism, Not Safety". Bloomberg News. Bloomberg.
  14. "IAEA Nuclear Safety Action Plan Approved by General Conference". International Atomic Energy Agency. 22 September 2011. Retrieved 2 November 2013.
  15. Fischer, David (1997). History of the International Atomic Energy Agency: The First Forty Years (PDF). Vienna, Austria: International Atomic Energy Agency. pp. 2, 108–109. ISBN 978-92-0-102397-1. Archived (PDF) from the original on 16 September 2003. The Three Mile Island accident and especially the Chernobyl disaster persuaded governments to strengthen the IAEA's role in enhancing nuclear safety.
  16. Sylvia Westall and Fredrik Dahl (24 June 2011). "IAEA Head Sees Wide Support for Stricter Nuclear Plant Safety". Reuters. Archived from the original on 1 February 2016. Retrieved 4 October 2023. {{cite web}}: Unknown parameter |خونديځ-تړی= ignored (help); Unknown parameter |لاسرسي-نېټه= ignored (help)
  17. Fischer, David (1997). History of the International Atomic Energy Agency: The First Forty Years (PDF). International Atomic Energy Agency. ISBN 978-92-0-102397-1. Archived (PDF) from the original on 16 September 2003.
  18. Brittain, John (22 June 2015). "The International Atomic Energy Agency: Linking Nuclear Science and Diplomacy". Science and Diplomacy.