ختيځ تيمور

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
ختيځ تيمور چې د تيمور-ليستي په نوم هم پېژندل کېږي، رسمي نوم يې د تيمور-ليستي ديموکراتيک جمهوريت دی، دا په سويل ختيځه اسيا کې يو ټاپو هېواد دی. دا هېواد د تيمور د ختيځ نيمايي ټاپو،  اټاورو او جاکو نژدې ټاپوګانو او اوکيس څخه جوړ دی، د ټاپو شمال لويديځ اړخ د اندونيزيايی لويديځ تيمور سره نښتی او په بشپړ ډول ورڅخه هغه سيمې چاپېرې دي. د دې هېواد سويلي ګاونډی استراليا ده چې د تيمور د سمندر په مټ سره بېل شوي دي. د هېواد ټولټال ځمکه ۱۵۰۰۷ کيلو متر مربع (۵۷۴۹ ميل مربع) ده، ډيلي يې پلازمېنه ده.[۱][۲][۳][۴][۵] په شپاړسمه پېړۍ کې ختيځ تيمور پراتګال نيولی و او د ۱۹۷۵ز کال د نومبر تر اته وېشتمې نېټې د پرتګالي تيمور په نوم پېژندل کېدو، تر هغه وخته چې د ختيځ تیمور د خپلواکۍ لپاره انقلابي محاذ (Fretilin) د دې سيمې خپلواکي اعلان کړه. نهه ورځې وروسته، اندونيزیايي پوځ په دې سيمه بريد وکړ او يې ونيوله، راتلونکی کال دا سيمه د اندونيزيا اوه وېشتم ولايت اعلان شو. د ختيځ تيمور اندونيزيايي نيواک د تاوتريخوالي، د خپلواکي غوښتونکو ډلو (په ځانګړي ډول فريټيلين) او اندونيزيايي پوځ تر منځ د څو لسيزو اوږدو جګړو په توګه پېژندل کېږي. په ۱۹۹۹ز کال کې، د ملګرو ملتونو له ملاتړ څخه برخمن د خپلې پرېکړې قانون په تعقيب، اندونیزيا د دې سيمې واک خوشې کړ. د تيمور-لاستي په توګه د ۲۰۰۲ز کال د مۍ په شلمه نېټه دا د يووېشتمې پېړۍ لمړی خپلواک دولت شو او د ملګرو ملتونو او پرتګالي ژبې د هېوادونو د ټولنې غړی شو. د ۲۰۱۱ز کال کې، ختيځ تيمور د سويلي ختيځې اسيايي هيوادونو د سازمان (اسيان) د يوولسم غړي د جوړېدو لپاره د خپلې ارادې اعلان وکړ. ختيځ تيمور او فيليپين په سويلي ختيځه اسيا کې يواځيني دوه بنسټيز کاتوليک دولتونه دي.[۶][۷][۸][۹]

رېښه[سمول]

«Timor» ټکی له «timur» څخه اخستل شوی چې په مالايي ژبه کې د «ختيځ» په معنا ده، په پرتګالي ژبه کې د «Timor » په توګه ثبت شوی دی، په دې بنسټ د ټوټولوجيکي نوم په توګه يې معنا «ختيځ ختي» دی؛ په اندونيزیايي ژبه کې په «Timor Timur» ويل کېږي. په پرتګالي ژبه کې، دې هېواد ته د «Timor-Leste» نوم اخلي (چې د ليستي ټکی د ختيځ لپاره کارو لکېږي)؛ په ټیوټوم کې د «Timór Lorosa'e» په بڼه دی (چې د Lorosa'e ټکی د ختيځ لپاره دی (ټکی په ټکی معنا يې ده «لمر راختل»).

د اساسي قانون تر مخې يې رسمي نومونه په انګليسي ژبه کې « Democratic Republic of Timor-Leste»، په پرتګالي ژبه کې « República Democrática de Timor-Leste» او په ټټوم ژبه کې « Repúblika Demokrátika Timór-Leste» دي. د معياريتوب لپاره نړیوال سازمان (ISO) انګريزي او په نورو ژبو کې رسمي لنډه بڼه يې د « Timor-Leste» (نکوډونه: TLS & TL) ليکل کېږي، کوم چې ملګرو ملتونو، اروپايي اتحاديې او د فرانسې ملي معيارونو سازمانونو (AFNOR)،  د ملګرو ملتونو (ANSI)، د انګلستان (BSI)، د المان (DIN) او د سويډين (SIS) هم خپل کړی، تر څنګ يې دې هېواد کې ټولو ديپلوماتيکو ماموريتونو او د سي آی ای نړيوال فيس بوک هم.[۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]

تاريخچه[سمول]

له تاریخ مخکې پړاو[سمول]

د ختيځ تيمور په ختيځه لوړه پروت جيريملايي کې کلتوري پاتې شوني د ۴۲،۰۰۰ کلونو پخواني دي چې دا سيمه يې په سمندري سويل ختيځه اسيا کې د نوي انساني فعاليتونو تر ټولو پخوانيو سيمو ګرځولې ده. باور کېږي چې د کډوالۍ د لږ تر لږوه درې څپو زوزات اوس هم په ختيځ تيمور کې ژوند کوي. تر ټولو لومړي يې د انسان پېژندونکو پوهانو له خوا د ويډو-اسټريلوډ په بڼه تشريح کړي د. شا اوخوا ۳۰۰۰ مخزېږديز کې، دويمې کډوالۍ ميلانيزيايان راوستل. لومړي ويډو-اسټريلوډ خلک په دې وخت کې غريزو داخلي سيمو ته بېرته ولاړل. بالاخره، پروټو-مالايان د سويلي چين او شمالي انډوچين څخه راورسېدل. هاکا سوداګر د همدې وروستۍ ډلې په زوزات کې شامل دي.[۱۶][۱۷][۱۸]

د تيموريانو اصلي افسانې د هغوی د پلرونو او نيکونو په هکله ويناوې لري، څوک چې د تيمور له ختيځې وروستۍ برخې په شااو خوا کې له سفر کولو څخه وروسته په سويل کې دې سيمو ته ورسېدل. ځينې کيسې د تيموريانو د نيکونو يادونه کوي، کوم چې د مالايي ټاپوزمې يا د سمترا د منانګکاباو لوړو سيمو څخه يې سفر کړی. اسټرونيايان تيمور ته کډوال شوي او ګومان کېږي چې په دې ټاپو کې د کرنې له ودې سره اړه لري.[۱۹]

کلاسيکي پړاو[سمول]

له اروپايي نېواک مخکې، تیمور په اندونيزيايي/ماليزيايي، چينايي او هندوستاني سوداګرۍ په شبکو کې ښکېل وو او په څوارلسمه پېړۍ کې د خوشبويه صندل لرګي، شاتو او مومو په صادراتو کې ښکېل وو. ل ه۱۵۰۰۰ز کلونو راهيسې، تيموري خلکو د اوسنۍ شمالي فيليپين له «Luções » سره پوځي اړيکې درلودې. دا په تيمور کې د صندل لرګي نسبي زياتوالی و، کوم څه چې د شپاړسمې پېړۍ په لومړيو کې اروپايي کشافين دې ټاپو ته جلب کړل، چا چې خبر ورکړ چې دا ټاپو يو شمېر کوچنۍ مشرتابه يا واکمنۍ درلودلې.[۲۰][۲۱]

پرتګالي پړاو(۱۷۶۹ – ۱۹۷۵ز کلونه)[سمول]

پرتګاليانو په تیمور او مالوکو کې مرکزونه جوړ کړل. د اوسني تيمور په يوه کوچنۍ برخه د عملي اروپايي نېواک پيل په ۱۷۶۹ز کال کې وشو، دا هغه مهال و چې د ډيلي ښار بنسټ کېښودل شو او تيمور د پرتګال د متسعمرې په توګه اعلان شو. د ټاپو د هالنډ تر نېواک لاندې لويديځه نيمه برخه او پراتګالي مستعمره ختيځې نيمې تر منځ يو پرېکنده پوله د ۱۹۱۴ز کال د منځګړيتوب په مټ د يوې دايمي محکمې له خوا جوړه شوه او دا په ترتيب سره د ځای ناستو دولتونو اندونيزيا او ختيځ تيمور تر منځ نړيوال سرحد ګرځېدلی دی.د پرتګاليانو لپاره، ختيځ تيمور د نولسمې پېړۍ تر پای پورې، د زېربنا، روغتيا او زده کړې په برخه کې لږ تر لږه پانګونې سره يو ګوښی شوی سوداګريز مرکز څخه يو څخه اهميت درلود. د نولسمې پېړۍ په منځ کې د کافي په صادراتو کې د اهميت تر څنګ د سندل خوشبويه لرګي مهم صادراتي فصل ګرځېدلی دی.[۲۲][۲۳]

د شلمې پېړۍ په پيل کې، يو لړزانده کورني اقتصاد پراتګليان له خپلو مستعمرو څخه د زياتې شتمنې را ايستلو ته وهڅول، کوم چې د ختيځ تيمور له مقاومت سره مخ شول. [۲۴]

پرتګالي تيمور د نولسمې پېړۍ په وورستيو کې له ښار څخه د تبعيد شويو سياسي او ټولنيزو مخالفينو لپاره د تبعيد ځای و. د ودی په منځ کې يو غوښن شمېر يې د انارشست او انارکو-سنډيکلسټ خوځښت غړي وو، کوم چې د دويمې نړیوالې جګړې پورې په پرتګال کې د چپ اړخو د خوځښتونو تر ټولو زيات اغېزناک وو. تيمور ته د تبعيد مهمې څپې په ۱۸۹۶، ۱۹۲۷ او ۱۹۳۱ز کلونو کې وې، ځينو فعالينو د تبعید پر مهال هم خپل مقاومت ته دوام ورکړ. له دويمې نړیوالې جګړې وروسته، پاتې تبعيد شويو ته بښنه وشوه او اجازه ورکړه چې ستانه شي.[۲۵]

د دويمې نړيوالې جګړې پر مهال، لومړی متحدينو او ورپسې جاپانيانو ډيلي ونيو او په دې ډول د دې مستعمرې داخلي غره ييزې سيمې د چريکي جګړو منظر وګرځېد چې د تيمور د جګړې په نوم پېژندل کېږي. د ختيځ تيمور د رضاکارانو او اتحادي ځواکونو له خوا د جاپانيانو په وړاندې مبارزې پر لار واچول شوې، د دې مبارزو په پايله کې له ۴۰،۰۰۰ څخه تر ۷۰،۰۰۰ پورې د ختيځ تيمور اوسېدونکي مړه شول. په پايله کې جاپانيانو د استراليانو او اتحادي ځواکونو وروستي وشړل. په هر حال، کله چې د دويمې نړيوالې جګړې په پای کې جاپانيان تسليم شول، په ختيځ تيمور کې پراتګالي واکمني بيا پر ځای شوه.[۲۶]

د ۱۹۷۴ز کال د پرتګتالي اوښتون څخه وروسته، پرتګال په عملي ډول په ختيځ تيمور کې خپل نېواک پای ته ورساوه او په ۱۹۷۵ز کال کې د ختيځو تيموري سياسي ګوندونو تر منځ کورنۍ جګړه پيل شوه. [۲۷]

سرچينې[سمول]

  1. "tetun.org". tetun.org. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "UNGEGN list of country names" (PDF). United Nations Group of Experts on Geographical Names. 2–6 May 2011. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ اگسټ ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "Constituição da República Democrática de Timor" (PDF). Government of Timor-Leste. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ سپټمبر ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "Konstituisaun Repúblika Demokrátika Timór-Leste" (PDF). Government of Timor-Leste. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ سپټمبر ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. CIA (29 November 2012). "East and Southeast Asia:Timor-Leste". The World Factbook. Washington, DC:Central Intelligence Agency. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ ډيسمبر ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. United Nations General Assembly. "Unanumous Assembly Decision Makes Timor-Leste 191st United Nations Member State". United Nations Meetings Coverage and Press Releases. United Nations. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ جون ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Taylor-Leech, Kerry (2009). "The language situation in Timor-Leste". Current Issues in Language Planning. 10 (1): 1–68. doi:10.1080/14664200802339840. S2CID 146270920. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. (په 30 January 2011 باندې). East Timor Bid to Join ASEAN Wins 'Strong Support'. Bangkok Post.
  9. (په 24 April 2019 باندې). Timor-Leste: A young nation with strong faith and heavy burdens. The Catholic World Report.
  10. "Constitution of the Democratic Republic of Timor-Leste" (PDF). Government of Timor-Leste. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ سپټمبر ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. "Konstituisaun Repúblika Demokrátika Timór-Leste" (PDF). Government of Timor-Leste. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ سپټمبر ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. "United Nations Member States". United Nations. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۴ اکتوبر ۲۰۰۷ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. "European Union deploys Election Observation Mission to Timor Leste". Europa (web portal). د لاسرسي‌نېټه ۲۸ مارچ ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. "US Department of State: Timor-Leste". State.gov. 20 January 2009. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ مارچ ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. "CIA World Factbook". US Govt. 1 July 2014. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Marwick, Ben; Clarkson, Chris; O'Connor, Sue; Collins, Sophie (2016). "Early Modern Human Lithic Technology from Jerimalai, East Timor". Journal of Human Evolution (Submitted manuscript). 101: 45–64. doi:10.1016/j.jhevol.2016.09.004. PMID 27886810. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. "Lesson 1 (First Part): Population Settlements in East Timor and Indonesia". University of Coimbra. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۲ فبروري ۱۹۹۹ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. "About Timor-Leste > Brief History of Timor-Leste: A History". Timor-Leste.gov.tl. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۹ اکتوبر ۲۰۰۸ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Taylor, Jean Gelman (2003). Indonesia: Peoples and Histories. New Haven and London: Yale University Press. د کتاب پاڼي 378. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-300-10518-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Lundahl, Mats; Sjöholm, Fredrik (17 July 2019). The Creation of the East Timorese Economy: Volume 1: History of a Colony. Springer. د کتاب نړيواله کره شمېره 9783030194666. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Leibo, Steven (2012), East and Southeast Asia 2012 (الطبعة 45), Lanham, MD: Stryker Post, د کتاب پاڼي 161–165, د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-6104-8885-3 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Deeley, Neil (2001). The International Boundaries of East Timor. د کتاب پاڼې 8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. "The Portuguese Colonization and the Problem of East Timorese Nationalism". د اصلي آرشيف څخه پر ۲۳ نومبر ۲۰۰۶ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. Schwarz, A. (1994). A Nation in Waiting: Indonesia in the 1990s. Westview Press. د کتاب پاڼې 198. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-86373-635-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. Damier, Vadim; Limanov, Kirill (2019). "Portuguese Anarchist in the 'Tropical Siberia'". Latin-American Historical Almanac. 22 (1): 78–106. doi:10.32608/2305-8773-2019-22-1-78-106. S2CID 200077700. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. "Department of Defence (Australia), 2002, "A Short History of East Timor"". د اصلي آرشيف څخه پر ۰۳ جنوري ۲۰۰۶ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ جنوري ۲۰۰۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) Retrieved 3 January 2007.
  27. Ricklefs, M. C. (1991). A History of Modern Indonesia since c.1300, Second Edition. MacMillan. د کتاب پاڼې 301. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-333-57689-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)