Jump to content

جېمز کالهان

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
جېمز کالهان
جېمز کالهان
جېمز کالهان

د شخص معلومات
پيدايښت
مړینه
د مړینې لامل سینه بغل   ويکيډاټا کې (P509) ځانګړنې بدلې کړئ
تابعیت برېتانيا   ويکيډاټا کې (P27) ځانګړنې بدلې کړئ
واک
د برېتانیې لومړی وزیر (70  )   ويکيډاټا کې (P39) ځانګړنې بدلې کړئ
د واکمنۍ دوران
۵ اپرېل ۱۹۷۶  – ۴ مې ۱۹۷۹ 
هارولد وېلسن  
مارگريت تاچر  
عملي ژوند
کار/مسلک
کاروونکي ژبه(ي)
پوځي خدمت
مقام بريدمن   ويکيډاټا کې (P410) ځانګړنې بدلې کړئ
جګړه/جګړې دويمه نړېواله جګړه   ويکيډاټا کې (P607) ځانګړنې بدلې کړئ
وېبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې  ويکيډاټا کې (P345) ځانګړنې بدلې کړئ

لیونارد  جېمز کالهان، د کارډیف اشرف کالهان، د جورابو د بند د اتلولۍ نښان (Knight of the Garter)، د بریتانیا د ځانګړې شورا غړی (Privy Council) درلودونکی (د ۱۹۱۲ کال د مارچ له ۲۷ څخه د ۲۰۰۵ کال د مارچ تر ۲۶ پورې)، چې په عام دول د جیم کالهان په نوم یادېده، یو برتانوی سیاستوال و چې له ۱۹۷۶ کال څخه تر ۱۹۷۹ کال پورې یې د انګلستان د لومړي وزیر په توګه او د ۱۹۷۶ کار څخه تر ۱۹۸۰ کال پورې د کارګر ګوند د مشر په توګه یې خدمت وکړ. کالهان یوازینی کس دی چې د دولت په څلورو لوړو چوکیو کې یې دنده ترسره کړې ده، چې له ۱۹۶۴ څخه تر ۱۹۷۶ کال پورې د خزانې د وزیر، د ۱۹۷۶ کال څخه تر ۱۹۷۰ کال پورې د کورنیو چارو د وزیر او له د ۱۹۷۴ کال څخه تر ۱۹۷۶ کال پورې د بهرنیو چارو د وزیر په توګه يې خدمت کړی دی. نوموړی همدارنګه له ۱۹۴۵ څخه تر ۱۹۸۷ پورې د پارلمان هم غړی و.

په پورټسموت کې په یوې کاري طبقې کورنۍ کې زیږیدلی، کالهان په پیل کې ښوونځی پریښود او د مالیې د مفتش په توګه یې دنده پیل کړه، مخکې له دې چې په 1930 کې د سوداګرۍ اتحادیې چارواکی شي؛ هغه د دویمې نړیوالې جګړې په جریان کې د شاهي سمندري ځواکونو د ډګروال په توګه دنده ترسره کړې. هغه د 1945 په ټاکنو کې پارلمان ته وټاکل شو او د کارګر ګوند کیڼ اړخ ته ګڼل کېده. هغه په 1947 کې د ایټلي (Attlee) په حکومت کې د پارلماني منشي په توګه وټاکل شو، او د کارګر ګوند ښي اړخ ته یې په چټکۍ سره حرکت پیل کړ، په داسې حال کې چې خپل شهرت یې د "د جامو د خولۍ ساتونکي" په توګه ساتلی و - دا د کارګرانو او سوداګریزو اتحادیو ترمنځ د نږدې اړیکو ساتلو په توګه لیدل کیږي. د 1951 په ټاکنو کې د کارګر له ماتې وروسته، کالهان په زیاتیدونکې توګه د کارګر ګوند د ښي اړخ مشر وګڼل شو او په 1960 کې د مرستیال مشر او په 1963 کې د مشرۍ لپاره ودرېد، مګر د پخواني جورج براون او وروستی هارولډ ولسن له خوا مات شو.

ولسن د ۱۹۶۴ کال په ټاکنو کې د کارګر ګوند له بریا وروسته، کالهان د خزانې د وزیر په توګه وټاکه. دا ګمارنه د برتانیا د اقتصاد له کړکېچنې دورې سره یو ځای را منځ ته شوه، چې په ترڅ کې یې کالهان باید د تادیاتو د بیلانس ځنډن کسر او د سټرلینګ په پونډ احتکاري برېدونو چې د برېتن ودز د سیستم پر بنسټ یې د نورو اسعارو پر وړاندې  نرخ ثابت ټاکل شویو، له منځه وړي وای. حکومت په لومړي سر کې د پوڼد د ارزښت د را کمولو څخه ډډه وکړه، خو د ۱۹۷۶ کال د نومبر په ۱۸ نېټه یې د پونډ ارزښت کم کړ. د دې پرېکړې په پایله کې، ولسن کالهان د کورنیو چارو د وزیر په توګه و ټاکل شو. کالهان په دې وخت کې په شمالي ایرلنډ کې د پولیسو په ملاتړ د بریتانوي پوځ د عملیاتو څخه د څارنې دنده په غاړه درلوده، چې د شمالي ایرلنډ د حکومت د غوښتنې سر سم هلته لېږل شوي وو. کالهان له ۱۹۷۰ څخه تر ۱۹۷۴ پورې د کارګر ګوند په اپوزیسیون کې د سیوري په کابینه کې پاتې شو. د ۱۹۷۴ کال په ټاکنو کې د کارګر ګوند له بریا سره سم، ولسن نوموړي د بهرنیو چارو د وزیر په توګه وټاکه. کالهان په اروپایی ټولنه  کې د بریتانیا د غړیتوب په شرایطو د بیا خبرو اترو مسئولیت درلود او د ۱۹۷۵ کال په ټولپوښتنه کې یې د "هو" رایې د هلو ځلو کې په کلکه ملاتړ وکړ چې په اروپایي ټولنه کې یې د انګلستان غړیتوب تایید کړ.   [۲][۳][۴]

کله چې په ۱۹۷۶ کال په مارچ کې ویلسن په ناڅاپه توګه خپل تقاعد اعلان کړ، کالهون د ګارګر ګوند د مشرتابه لپاره پنځه نورو نوماندانو ته ماتې ورکړه چې د کارګر ګوند مشر وټاکل شو. نوموړی د ۱۹۷۶ کال د اپریل په ۵ نېټه د لومړي وزیر په توګه وټاکل شو. که څه هم کارګر ګوند د ۱۹۷۴ کال د عوامو د مجلس ټاکنې په کم اکثریت سره ګټلې وې، د کالهون په دوره کې ګوند دا ټاکنې له لاسه ورکړې. نوموړی اړ شو چې د لیبرال ګوند سره د ملاتړ او تایید تړون لاسلیک کړي. په داسې حال کې چې په پیل کې دا پرېکړه غوره ثابت شوه، خو د ۱۹۷۸ – ۱۹۷۹ کلونو "د ناخوښۍ ژمي" په اوږدو کې د پراخو صنعتي شخړو او پراخو کاربندیزونو او سکاټلنډ ته د واک د لېږد په اړه د ټولپوښتنې ماتې، د دې لامل شول چې کوچني ګوندونه د محافظه کارانو سره یوځای شي ترڅو د ۱۹۷۹ کال د مارچ په ۲۸ په کالهان باندې د بې باورۍ رایه ورکړي. که څه هم کالهان شخصاً په نظرپوښتنو کې مشهور پاتې شو، خو د ۱۹۷۹ کال په ټاکنو کې د کارګر ګوند د ماتې لامل شو او پر ځای یې مارګریټ ټاچر وټاکل شوه.  

په پیل کې کالهان د کارګر ګوند د مشر په توګه پاتې شو، چې د ۱۹۸۰ کال تر نومبر میاشتې پورې یې د اپوزیسیون د مشر په توګه دنده پر مخ یوړه. نوموړي هڅه وکړه چې کارګر ګوند د مشرتابه د ټاکلو بهیر اصلاح کړي. خو هغه مشرتابه پرېښود او بېرته د پارلمان وروستۍ چوکۍ ته راستون شو او د ۱۹۸۳ او ۱۹۸۷ کلونو تر منځ نوموړي ته د عوامو د مجلس د بابا لقب ورکړل شو. په ۱۹۸۷ کال د عوامو د مجلس څخه د تقاعد سره سم، نوموړي د کارډیف د اشرف کالهان په توګه د اعیانو مجلس ته ترفیع وکړه. هغه د ۲۰۰۵ کال د مارچ په ۲۶ نېټه له دې نړۍ څخه سترګې پټې کړې او تر اوسه پورې یې د انګلستان د تر ټولو اوږد عمر لرونکي پخواني لومړی وزیر لقب ساتلی دی.

سرچینې

[سمول]
  1. ۱٫۰ ۱٫۱ پیوستون : 118885057  — د نشر نېټه: ۹ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  2. Conroy 2006، مم. 2–4.
  3. McKie, David (28 March 2005). "Obituary: Lord Callaghan". The Guardian. Archived from the original on 4 April 2020. نه اخيستل شوی 26 September 2018.
  4. "Obituary: Lord Callaghan of Cardiff". The Telegraph. 28 March 2005. Archived from the original on 3 September 2018. نه اخيستل شوی 26 September 2018.