جیمز راسل لوول

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
جیمز راسل لوول
جیمز راسل لوول
جیمز راسل لوول

د شخص معلومات
پيدايښت ۲۲ فبروري ۱۸۱۹[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹]
مړینه 12 اگسټ 1891 (72 کاله)[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د مړینې لامل سرطان   د (P509) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د امریکا متحده ایالات [۱۰]  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ګوند جمهوري غوښتونکی ګوند (متحده ایالات)   د (P102) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک شاعر [۱۱]
ډیپلوماټ
ليکوال [۱۲]
خبريال   د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مورنۍ ژبه انگليسي   د (P103) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي [۱۳][۹]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کار ورکوونکی هروارد پوهنتون   د (P108) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسليک
جیمز راسل لوول
جیمز راسل لوول

  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

جیمز راسل لوول (۲۲ فبروري ۱۸۱۹ – ۱۲ اګسټ ۱۸۹۱ زکال) امریکايي رومانتیک شاعر، نقاد، لیکوال او دیپلمات و. نوموړی د اور څنګ ته شاعرانو (fireside poets) ډلې ته اړوند و؛ د نیوانګلنډ د لیکوالانو هغه ډله چې لومړني امریکايي شاعران په کې شامل و او د بریتانوي شاعرانو له شهرت سره یې سیالي وکړه. دغه لیکوالانو په شاعرۍ کې تر ډېره له متعارفو شعري ډولونو او وزن څخه ګټنه کوله چې شعرونه یې د هغو کورنیو لپاره چې د اور په څنګ کې به سره بوخت و مناسب و.

لوول په ۱۸۳۸ زکال کې له هاروارډ کالج څخه فارغ شو او له دې سربېره چې د یو ستونزې جوړونکي په توګه پېژندل کېده د هاروارډ له حقوقو پوهنځي څخه یې سند ترلاسه کړ. نوموړي د خپلو اشعارو لومړنۍ ټولګه په ۱۸۴۱ زکال کې خپره کړه او په ۱۸۴۴ زکال کې یې له ماریا وایټ سره واده وکړ. دوی څو اولادونه لرل خو یوازې یو یې له ماشومتوب دورې څخه ژوندی ووت.

لوول د غلامۍ د له منځه وړو له خوځښت سره یوځای شو او د خپلو غلامۍ ضد لیدلورو د څرګندولو په موخه یې له شعر څخه ګټنه کوله؛ همدارنګه یې د پنسلوانیا په فلادلیفیا کې د یو غلامۍ ضد اخبار د مسئول مدیر په توګه دنده ترلاسه کړه. کمبریج ته له بېرته ګرځېدو سره نوموړي د The Pioneer په نامه مجلې بنسټ کېښود چې یوازې درې ګڼې یې خپروې شوې. نوموړی په ۱۸۴۸ زکال کې د منتقدینو د افسانې (A Fable for Critics) په نوم خپل شعري کتاب په خپرولو چې په هغو کې یې د معاصرو شاعرانو او منتقدینو اړوند د شعر په بڼه طنز لیکلی و، شهرت وموند. همدغه کال نوموړي Biglow Papers هم خپور کړ او د ده شهرت یې لا پسې زیات کړ. هغه د خپل ادبي فعالیت په اوږدو کې د خپلو اشعارو او مقالو څو نورې ټولګې هم خپرې کړې.

په ۱۸۵۳ زکال کې د هغه مېرمن ماریا مړه شوه او لوول په ۱۸۵۴ زکال کې په هاروارډ کې د ژبو په تدریس پیل وکړ. نوموړي وړاندې له دې چې په رسمي ډول د تدریس دنده پر غاړه واخلي اروپا ته یې سفر وکړ او له هغو لږ وروسته یې په ۱۸۵۷ زکال کې له فرانسیس دانلپ سره واده وکړ. همدغه کال لوول د اتلانتیک میاشتنۍ مدیر مسئول شو. له دې وروسته نوموړي د شلو کلونو لپاره په هاروارډ کې تدریس ته دوام ورکړ.

شل کاله وروسته هغه د لومړي ځل لپاره سیاسي ځایګی تر لاسه کړ او د هسپانیا د پاچاهۍ لپاره سفیر وټاکل شو. وروسته بیا د بریتانیا حاکم سلطنتي دربار ته د سفیر په توګه ولېږل شو. نوموړي د خپل ژوند وروستي کلونه په کمبریج کې چېرې چې زېږېدلی و تېر کړل او په ۱۸۹۱ زکال کې همدلته ومړ.

لوول باور درلود چې یو شاعر کولای شي د پیغمبر او د ټولنې د منتقد په توګه مهم رول ولوبوي. هغه له اشعارو څخه د اصلاحاتو په ځانګړې توګه د غلامۍ د له منځه وړو په موخه ګټنه وکړه. له دې سره د غلامۍ پر ضد موخې اړوند د هغه ژمنتیا د کلونو په اوږدو کې را کمه شوه او هم یې د افریقايي الاصله امریکایانو اړوند نظر هم بدلون وموند. هغه هڅه کوله چې له یانکي لهجې څخه په خپلو شخصیتي مرکو په ځانګړې توګه له The Biglow Papers سره په مرکه کې تقلید وکړي. د دغې لهجې کارولو او همدارنګه د هغه ګڼ شمېر طنزونو یو شمېر لیکوالانو لکه مارک تواین او ایچ. ال منکن ته الهام ور وبخښه.

ژوند لیک/بیوګرافي[سمول]

لومړنی ژوند[سمول]

جیمز راسل لوول د ۱۸۱۹ زکال د فبروري په ۲۲ مه وزېږېد. نوموړی د لوول کورنۍ د اتم نسل غړی او د پرسیوال لوول له اولادې څخه و چې له ۱۶۳۹ زکال راهیسې د ماساچوستس په نیوبری کې استوګن و. د هغه پلار کشیش چارلس لوول (۱۷۸۲- ۱۸۶۱ زکال) و چې په بوسټون کې کې د یونیټارین/توحید ګرا کلیسا وزیر و او په ایډنبورګ کې یې الهیات لوستي و؛ مور یې هریت براکټ سپنس لوول نومېده. هغه مهال چې جیمز وزېږېد، کورنۍ یې په کمبریج کې د المووډ په نامه لوی ملکیت درلود. نوموړی د دغې کورنۍ له شپږو اولادونو څخه تر ټولو کوچنی او شپږم یې و. د هغه خویندې او وروڼه چارلز، ربیکا، ماري، ویلیام او رابرټ و. د لوول مور په ماشومتوب کې له شاعرۍ په ځانګړې توګه د هغې د اصلي سیمې اورکني له اشعارو، افسانو او داستانونو سره د ده مینه رامنځته کړه. نوموړی د سوفیا دانا چې وروسته یې له جورج ریپلي سره واده وکړه؛ تر نظر لاندې په ښوونځي کې شامل شو؛ وروسته له هغه نوموړي په داسې ښوونځي کې زده کړې وکړې چې د خشن دسپلین له مخې اداره کېده؛ په دغه ځای کې د هغه له ټولګیوالو څخه یو ریچارډ هنري ډانا جونیر و. [۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]

لوول په ۱۸۳۴ زکال د ۱۵ کلنۍ عمر ته په رسېدو په هاروارډ کالج کې شامل شو، په داسې حال کې چې نوموړی له تکړه زده کوونکو څخه نه و او ډېری مهال به په زده کړو کې له ستونزو سره مخ و. په دویم کال کې نوموړي ۱۴ ځله په عبادت ځای او ۵۶ ځله په ټولګي کې ناسوبتیا لرله. هلته یې د خپلو زده کړو د وروستي کال اړوند ولیکل: «په لومړي کال کې ما هېڅ ونکړل، په دویم کال کې مې هم کوم څه وه نه کړل او په دریم کال کې مې هم تر اوسه د کالج د زده کړو اړوند څه نه دي کړي». په وروستي کال کې نوموړی د هاروارډینا ادبي مجلی یو له اېډېټورانو شو، چې هغه متون او اشعار به یې سمول چې پر باور یې ټیټ کیفیت به یې درلود. هغه ډول چې وروسته یې ویل، «زه د یو خره په څېر لوی وم چې تل به مې انګارې وهلې خو فکر مې کاوه چې سندرې وایم». د ماسټرۍ د زده کړو پرمهال لوول د Hasty Pudding په نامه د هاروارډ پوهنتون د زده کوونکو په اتحادیه کې د منشي او شاعر په توګه خدمت وکړ.[۲۱][۲۲][۲۳]

په ۱۸۳۸ زکال کې لوول د فراغت د ورځې د شاعر په توګه وټاکل شو او د رواج له مخې به ترې غوښتنه کېده چې باید په هماغه ورځ شعر ووايي، د ۱۸۳۸ زکال د جولای په اوولسمه د فراغت له ورځې یوه ورځ وړاندې دغه ټاکنه وځنډول شوه او اجازه ورنکړل شوه چې په مراسمو کې ونډه واخلي. پر ځای یې د هغه شعر د هغه ټولګیوالو د پیسو په راغونډولو چاپ او ټولو ته د لاسرسي وړ وګرځېد. نوموړي دغه شعر په کنکورډ کې ویلی و، چېرې چې هاروارډ پوهنتون نوموړی په زده کړو کې د غفلت له امله د کشیش بارزالای فروسټ څخه د پالنې په موخه تبعید کړی و. په کنکورډ کې د استوګنې پر مهال نوموړی له رالف والدو امرسون سره ملګری شو او له نورو ترانسینډټلیسټانو (Transcendentalists) سره بلد شو. د فراغت ورځې لپاره د هغه شعر د هماغه دورې د ټولنیزو خوځښتونو اړوند طنز و.[۲۴][۲۵][۲۶]

لوول نه پوهېده چې له فراغت وروسته کوم کسب ته مخه کړي؛ دی حیران پاتې و چې د سوداګرۍ، کلیسایي چارو، طبابت او حقوقو ترمنځ به کوم یو ده ته غوره وي. په پایله کې نوموړي په ۱۸۴۰ زکال کې د هاروارډ په حقوقو پوهنځي کې نوم ثبت کړ او دوه کاله وروسته د وکیل په توګه ومنل شو. د حقوقو د زده کړو پر مهال نوموړي خپل ګڼ شمېر اشعار او نثرونه بېلابېلو نشریاتو ته لېږل. په دغه مهال کې نوموړی له افسردګۍ سره مخ و او تر ډېره یې د ځان وژنې فکر کاوه. یو ځل یې خپل یو ملګري ته ویلي و چې په شل کلنۍ کې یې ډکه تمانچه پر خپل سر اېښې وه او غوښتل یې ځان ووژني. [۲۷][۲۸]

واده[سمول]

د ۱۸۳۹ زکال په وروستیو کې لوول د خپل ورور ویلیام له لارې له ماریا وایټ سره ولیدل چې د هغه ټولګیواله وه، دوی دواړه د ۱۸۴۰ زکال په مني کې نامزاد شول. د ماریا پلار ابیجا وایټ چې د واټرټاون یو له شتمنو سوداګرو څخه و ټینګار یې درلود چې د هغوی واده دې تر هغه مهاله وځنډول شي څو لوول یو ګټمن کار نه وي پیدا کړی. بالاخره هغوی دواړو د ۱۸۴۴ زکال د ډسمبر په ۲۶ مه واده وکړ. له دې ډېر ژر وروسته لوول د خپلو پخوانیو خپرو شوو مقالو ټولګه «د پخوانیو شاعرانو اړوند بحثونو» تر نامه لاندې خپره کړه. د هغه یو ملګري د هغوی رابطه د «یو واقعي واده د انځور» په توګه توصیف کړه. لوول خپله باور درلود چې هغه (ښځه یې) ورته «نیمه ځمکه او نیم جنت» جوړوي. هغې هم اشعار لیکل او د لوول د ژوند په راتلونکو دولسو کلونو کې یې ژور اغېز درلود. [۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳]

سرچينې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ Encyclopædia Britannica Online ID: https://www.britannica.com/biography/James-Russell-Lowell — subject named as: James Russell Lowell — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6vh5qp9 — subject named as: James Russell Lowell — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/648 — subject named as: James Russell Lowell — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ subject named as: James Russell Lowell — IMSLP ID: https://imslp.org/wiki/Category:Lowell,_James_Russell — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — منښتلیک: Creative Commons Attribution-ShareAlike 4.0 International
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ Internet Speculative Fiction Database author ID: https://www.isfdb.org/cgi-bin/ea.cgi?124159 — subject named as: James Russell Lowell — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/lowell-james-russell — subject named as: James Russell Lowell — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ Gran Enciclopèdia Catalana ID (former scheme): https://www.enciclopedia.cat/ec-gec-0038604.xml — subject named as: James Russell Lowell — سرليک: Gran Enciclopèdia Catalana — خپرونکی: Grup Enciclopèdia
  8. ۸٫۰ ۸٫۱ GeneaStar person ID: https://www.geneastar.org/genealogie/?refcelebrite=lowellj — subject named as: James Russell Lowell
  9. ۹٫۰ ۹٫۱ https://mormonarts.lib.byu.edu/people/james-russell-lowell/
  10. https://libris.kb.se/katalogisering/20dhnkwl03mjhf6 — د نشر نېټه: ۲۴ اگسټ ۲۰۱۸ — د خپرولو نیټه: ۳ فبروري ۲۰۱۲
  11. Poets.org poet ID: https://www.poets.org/poetsorg/poet/james-russell-lowell — د نشر نېټه: ۱۸ مې ۲۰۲۲
  12. د ټولټال کار کتنه په: https://www.bartleby.com/lit-hub/library — سمونګر: Charles Dudley Warner — سرليک: Library of the World's Best Literature
  13. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb12034362d — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  14. Nelson, 39
  15. Lowell, Delmar R. The Historic Genealogy of the Lowells of America from 1639 to 1899. Rutland, VT: The Tuttle Company, 1899: 121–122.
  16. Sullivan, 204
  17. Sullivan, 205
  18. Heymann, 55
  19. Wagenknecht, 11
  20. Duberman, 14–15
  21. Duberman, 17
  22. Sullivan, 208
  23. Duberman, 20
  24. Duberman, 26
  25. کينډۍ:Cite Appletons'
  26. کينډۍ:Cite DAB
  27. Sullivan, 209
  28. Wagenknecht, 50
  29. Wagenknecht, 135
  30. Sullivan, 210
  31. Wagenknecht, 136
  32. Heymann, 73
  33. Sullivan, 211