Jump to content

توماس کارلایل

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
توماس کارلایل
توماس کارلایل
توماس کارلایل

د شخص مالومات
پيدايښت
مړینه
تابعیت د برېتانيا او ايرلينډ متحده پاچايي

سکاټلينډ لويې برېتانيا پاچايي   ويکيډاټا کې (P27) ځانګړنې بدلې کړئ

رکن د امریکا د هنرونو او پوهنې اکاډمي   ويکيډاټا کې (P463) ځانګړنې بدلې کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک
کاروونکي ژبه
د کړنې څانګه فلسفه ،  پېښليک ،  شمېرپوهنه   ويکيډاټا کې (P101) ځانګړنې بدلې کړئ
لاسليک
توماس کارلایل
توماس کارلایل

  ويکيډاټا کې (P935) ځانګړنې بدلې کړئ

توماس کارلایل (۱۷۹۵ ډسمبر ۴مه –۱۸۸۱ فبروري ۵مه) یو سکاټلنډی کلتوري منتقد، مقاله لیکونکی، تاریخ لیکونکی، استاذ، ریاضي پوه، فیلسوف او ژباړن و. نوموړی د چیلسي د حکیم په نوم مشهور و او په ۱۹مه پېړۍ کې "د انګلیسي لیکونو پر منلي مشر" تبدیل شو.[۲][۳]

کارلایل دېرش ټوکه اثار لري، چې ډېری یې د تاریخ د ژانرونو او انتقادي مقالو په بڼه دي. د هغه ځانګړی سټایل چې کارلایلېز بلل کېږي، له لغوي، طنزي او تشبیهي اړخه خورا بډای دی. د هغه لیکنې د پروټو-پوسټ ماډرن یا تر پوسټ ماډرن ادبیاتو وړاندې په توګه تشریح شوې دي. د هغه لومړنیو مقالو او ژباړو تقریبا په یوازې سر د جرمني رومانتیزم د انګلیسي ژبې نړۍ ته وروپېژانده. کارلایل په خپلو تاریخونو کې له تېرو وختونو څخه ترلاسه شوي درسونه انځور کړي ترڅو د اوسني وخت په اړه پوهه او معرفت وړاندې کړي، او هم یې له تضادونو او تناقضاتو څخه د مسایلو د روښانه کولو او حل‌لارو وړاندې کولو لپاره کار اخیستی. نوموړي د صنعت سرلاري (د چا لپاره یې چې دا اصطلاح جوړه کړه) او د اولیور کرومویل او دویم یا لوی فریډریک په څېر شخصیتونه اتلان وبلل، او ویې لیکل چې "نړیوال تاریخ، یعني د هغه څه تاریخ چې انسان په دې نړۍ کې ترسره کړي، د هغو سترو شخصیتونو د تاریخ په تل کې دی، چې دلته یې کار کړی دی." نوموړي مادیت یا ماتریالېزم او منفعت‌پالنه رد کړه، او اقتصاد یې د "خواشینوونکي علم" په توګه یاد کړ.[۴][۵][۶][۷][۸]

کارلایل کله نا کله د یوه پیغمبر په توګه هم یاد شوی. د هغه اغېزناکو اثارو بېلابېلو فکري خوځښتونو لکه رومانتیزم، لوړتیاپالنې، منځنۍ پېړۍ پالنې، سوسیالیزم، د آیرلینډ بغاوت، سویلي بېلتون، جمالیات او ښکلا پېژندنې، هنرونو او هنري غورځنګ، او فاشیزم ته بڼه ورکړه او د ملېکې ویکتوریا د واکمنۍ د دورې په فکري ژوند کې یې مرکزي مقام ترلاسه کړی و. د هغه شهرت په ۲۰مه پېړۍ کې له لوړو ژورو تېر شو، د اډوارډ دورې په جریان کې یې ارزښت کم شو، د دوو نړیوالو جګړو ترمنځ دوره کې بیا راپورته شو، او له دویمې نړیوالې جګړې وروسته کلونو کې بېرته مړاوی شو. د کارلایل سکالرشپ په برخه کې فعالیت له ۱۹۶۰مې لسیزې راوروسته ډېر شو، او مطالعات، ژورنالونه، او د هغه د هنري اثارو (œuvre) انتقادي نسخې د ثابت تولید په حال کې وې.[۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲]

ژوند او کار

[سمول]

توماس کارلایل د مېرمن جانېټ (کورنی نوم یې اېتکېن) او جیمز کارلایل په کورنۍ کې د ۱۷۹۵ ز کال د ډسمبر په ۴مه د انانډیل په اېکلېفکن سیمه کې زیږېدلی و او د دغې کورنۍ د نهو ماشومانو مشر ماشوم و. د هغه پلار یو سنګتراش او د بورګر د جدایۍ پریسبیټیرین کلیسا غړی و. په ۱۷۹۱ کال کې یې پلار له خپلو دوو وروڼو سره یوځای هغه کور جوړ کړ چې کارلایل پکې وزیږېد. د هغه مور او پلار نوموړي ته د انان ښارګوټي په اکاډمۍ کې د زده‌کړې زمینه برابره کړه، چېرته چې هغه دومره ناخوالې او ځورونې ولیدې چې بالاخره یې درې کاله وروسته هغه اکاډمي پرېښوده. د ژوند په لومړیو کې نوموړی د هغه په ​​خپله کورنۍ او ملت کې د رایجې کلکې کالوینیستي عقیدې تر اغېزې لاندې و. په اډینبورګ پوهنتون کې تر زده‌کړې وروسته د ریاضیاتو ښوونکی شو، لومړی په انان او بیا په کیرکالډي ښارګوټي کې، چېرته چې هغه له صوفي اډوارډ ایروینګ سره نږدې او صمیمي ملګری شو.[۲۳][۲۴][۲۵]

د مسلکي ژوند پیل

[سمول]

کارلایل په ۱۸۱۹-۱۸۲۱ ز کلونو کې اډینبورګ پوهنتون ته راستون شو، چېرته چې هغه شدید ایماني بحران او ورپسې خپل "نوی معنوي یا روحاني زیږون" تجربه کړ، چې د چارلس فریډریک هارالډ په وینا، د عیسویت یو ډول خدای پالنه ډیېزم (deism) یا د عسویت "له سره تعریف" عقیده یې د ځان لپاره غوره کړه، کوم چې "یو ډول له الهیاتو پرته کالوینېزم دی". کارلایل د معدې پر یوه دردناکه ناروغۍ اخته شو، چې احتمالا د معدې زخمونه وو، او بیا ټول عمر له دې ناروغۍ کړېده. د کارلایل فکري لاره په پراخه کچه د جرمني ایډیالیزم او یوهان ولفګانګ وون ګوېته تر اغېزې لاندې وه. نوموړي د فریزر د مجلې لپاره د مقالو په لیکلو او د ګوېته، یوهان کارل اوګوسټ موزیوس، فریدریک دو لا موټ فوکو، لوډویګ ټیک، اي ټي اې هوفمن، او ژان پاول د اثارو په ژباړلو سره ځان د جرمني ادبیاتو متخصص جوړ کړ. نوموړي همدا راز د فریدریک شیلر ژوندلیک هم ولیکه.

ښاغلي کارلایل په ۱۸۲۱ ز کال کې روحانیت د یوه مسلک په توګه پرېښود او د لیکوال په توګه یې پر ژوند کولو تمرکز وکړ. د هغه لومړی خیالي داستاني اثر "کروترز او جانسن" و چې د ناول لیکنې له څو ناکامو هڅو څخه یوه وه. د ګوېته "د ویلهېلم مایسټر زده کړې" اثر له ژباړې وروسته یې د فېکشن یا داستان د نوې بڼې رامنځته کولو لپاره کار وکړ، چې له ریالیستي یا واقعي ناولونو سره د هغه له نه لېوالتیا څخه یې الهام اخیستی و. د جرمني ادبیاتو په اړه پر مقالو سربېره یې "د زماني نښې نښانې او ځانګړنې" تر عنوان لاندې ​​​​خپلو اغېزناکو مقالو کې په عصري کلتور کې پراخو تفسیرونو او تبصرو ته وده ورکړه. په وروستي هغه کې یې د مصنوعي پر ځای طبیعي ته خپله دایمي ترجیح په ډاګه کړه: "له دې کبله، دا چې موږ یوه مصنوعي شاعري لرو، او یوازې طبیعي ته ارزښت ورکوو؛ په همدې توګه موږ مصنوعي اخلاق لرو، یو مصنوعي عقل، یوه مصنوعي ټولنه لرو". په دې وخت کې هغه د ګوېته، ولټېر او دیدرو په ګډون د بېلابېلو شاعرانو او لیکوالانو د ژوند او اثارو په اړه مقالې هم ولیکلې.

کارلایل له واده کولو وړاندې څو عاشقانه اړیکې لرلې، چې تر ټولو پام‌وړ یې د هغه د ملګري اډوارډ ایروینګ له یوې شاګردې مارګریټ ګورډن سره وه. له واده وروسته یې هم د یوه برتانوي افسر او یوې مغل شهزادګۍ له لور کیټي کرکپټریک سره مینه لرله. د سپینو مغلو اثر لیکوال ویلیم ډالریمپل وایي چې په دې اړیکه کې احساسات دوه اړخیز وو، مګر ټولنیزو شرایطو یې ترمنځ واده کول ناممکن کړل، ځکه کارلایل هغه مهال غریب او بې وزله هم و. مارګریټ او کیټي دواړې د کارلایل په یوه ناول "خیاط بیا خیاطي وکړه - Sartor Resartus" کې د توفلسدروک د معشوقې "بلومین" د اصلي هغو په توګه مطرح دي.

کارلایل په ۱۸۲۶ ز کال کې له جېن بېلي وېلش سره واده وکړ، چې هغه د جرمني د مطالعاتو په دوره کې د اډوارډ ایروینګ له لارې ورسره لیدلي وو. د دوی واده یو له خورا مشهورو، غوره مستند شوو، او له ادبي اتحادیو څخه ناخوښه واده په توګه ثابت شو.

له ښاغلي کارلایل او مېرمن کارلایل سره خدای (ج) ډېر ښه وکړل چې دوی له یو بل سره واده وکړ او په دې توګه یوازې دوه کسان بدبخت شول نه څلور.

– سامویل بټلر

مهم آثار یې

[سمول]

د کارلایل د اثارو معیاري ټولګه د سلمې کالیزې ټولګه (Centenary Edition) ده، چې د هېنري ډوف ټرایل له لوري اېډېټ شوې او سریزې ورته لیکل شوې دي، او لومړی ځل په ۱۸۹۶-۱۸۹۹ ز کلونه کې په لندن کې د "چپمن او هال" انتشاراتو له خوا خپره شوه. ورکړل شوې نېټې یې هغه نېټې دي، چې دا اثار پکې اصلا لومړی ځل خپاره شوي وو.

  • لومړی ټوک. سارتور ریسارټوس (خیاط بیا خیاطي وکړه): د هیر توفلسډروک ژوند او نظریات په دریو کتابونو کې (۱۸۳۱ز کال).
  • لومړی-درېیم ټوکونه. د فرانسې د انقلاب تاریخ (۱۸۳۷ ز کال)
  • څلورم ټوک. د اتلانو، د اتلانو عبادت او په تاریخ کې د اتلولۍ په اړه (۱۸۴۱ز کال)
  • پنځم- نهم ټوکونه. د اولیور کرومویل لیکونه او ویناوې، له توضیحاتو سره (۱۸۴۵ز کال)
  • لسم ټوک. تېر او اوس (۱۸۴۳ز کال)
  • یوولسم ټوک. د جان سټرلینګ ژوند (۱۸۵۱زکال).
  • دوولسم- نولسم ټوکونه. د پروسیا د دویم فریدریک تاریخ، چې د لوی فریدریک په نوم یادېږي (۱۸۵۸-۱۸۶۵ز کلونه).
  • شلم ټوک. د وروستۍ ورځې رساله (۱۸۵۰ز کال).
  • یووېشتم-دوه‌ وېشتم ټوکونه. جرمن رومانس: له جرمني ژبې څخه ژباړې، له ژوندلیکي او انتقادي یادښتونو سره (۱۸۲۷ز کال).
  • دروېشتم-څلوروېشتم ټوکونه. د ویلهېلم مایسټر زده‌کړې او سفرونه، د ګوېته اثر له جرمني ژبې څخه ژباړل شوی (۱۸۲۴ز کال).
  • پنځه‌ وېشتم ټوک. د فریدریک شیلر ژوند او د هغه د اثارو یو جاج (۱۸۲۵ز کال).
  • شپږوېشتم-دېرشم ټوکونه. انتقادي او متفرقه لیکنې.

سرچينې

[سمول]
  1. پیوستون : 118519131  — د نشر نېټه: ۲۶ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  2. Emerson, Ralph Waldo (1881). "The Literary Work of Thomas Carlyle". Scribner's Monthly. No. 22. p. 92. Mr. Carlyle... has yet for many years been accepted by competent critics of all shades of opinion as the undoubted head of English letters.
  3. Stephen, Leslie, ed. (1887). Dictionary of National Biography. Vol. 9. London: Smith, Elder & Co. p. 124. Carlyle during these years had become the acknowledged head of English literature.
  4. "Carlylese." Merriam-Webster.com Dictionary, Merriam-Webster, https://www.merriam-webster.com/dictionary/Carlylese. Accessed 7 Mar. 2022.
  5. Campbell, Ian (2012-04-10). "Retroview: Our Hero?". The American Interest (په انګليسي). نه اخيستل شوی 2022-02-05.
  6. Carlyle, Thomas (1843). Past and Present. The Works of Thomas Carlyle in Thirty Volumes. Vol. 10. New York: Charles Scribner's Sons (خپور شوی 1903). p. 270.
  7. Carlyle, Thomas (1841). On Heroes, Hero-Worship and the Heroic in History. The Works of Thomas Carlyle in Thirty Volumes. Vol. 5. New York: Charles Scribner's Sons (خپور شوی 1903). p. 1.
  8. Carlyle, Thomas (1904). Critical and Miscellaneous Essays: Volume IV. The Works of Thomas Carlyle in Thirty Volumes. Vol. 29. New York: Charles Scribner's Sons. p. 354.
  9. Barfoot, C. C., ed. (1999). Victorian Keats and Romantic Carlyle: The Fusions and Confusions of Literary Periods. DQR Studies in Literature. Vol. 27. Brill Rodopi. ISBN 978-9042005785.
  10. Gravett, Sharon L. (1995). "Carlyle's Demanding Companion: Henry David Thoreau". Carlyle Studies Annual. 15: 21–31. JSTOR < 44946086<.
  11. Chandler, Alice (1998), "Carlyle and the Medievalism of the North". In: Richard Utz and Tom Shippey (eds), Medievalism in the Modern World. Essays in Honour of Leslie J. Workman, Turnhout: Brepols, pp. 173–191.
  12. Mendilow, Jonathan. "Carlyle, Marx & the ILP: Alternative Routes to Socialism." Polity, vol. 17, no. 2, Palgrave Macmillan Journals, 1984, pp. 225–47, https://doi.org/10.2307/3234506.
  13. Huggins, M. (2013). A Strange Case of Hero-Worship: John Mitchel and Thomas Carlyle. Studi Irlandesi. A Journal of Irish Studies, 2(2), 329-352. https://doi.org/10.13128/SIJIS-2239-3978-12430
  14. Fitzhugh, George (1968). Woodward, C. Vann (ed.). Cannibals All! or, Slaves without Masters. The John Harvard Library. Cambridge, Massachusetts: The Belknap Press of Harvard University Press. pp. 10–12, 66–67, 71, 94, 102, 106, 196, 213, 254, 261.
  15. Dodd, William E. (1919). "The Social Philosophy of the Cotton-Planter". The Cotton Kingdom: A Chronicle of the Old South. The Chronicles of America Series. Vol. 27. New Haven: Yale University Press. p. 63.
  16. Agnew, Lois (1998). "Heroic Intensity: Thomas Carlyle's Rhetorical Foundation for Victorian Aestheticism". Carlyle Studies Annual. 18: 167–73. JSTOR 44945773.
  17. Blakesley, Rosalind P. (2009). The Arts and Crafts Movement. Phaidon Press. ISBN 978-0714849676.
  18. Mackail, J. W. (2011). The Life of William Morris. New York: Dover Publications. p. 38. ISBN 978-0486287935. Carlyle's Past and Present stood alongside of Modern Painters as inspired and absolute truth.
  19. Schapiro, J. Salwyn (1945). "Thomas Carlyle, Prophet of Fascism". Journal of Modern History. 17 (2): 97–115. JSTOR 1871955.
  20. "Carlyle Studies Annual on JSTOR". www.jstor.org (په انګليسي). نه اخيستل شوی 2022-03-07.
  21. "The Norman and Charlotte Strouse Edition of the Writings of Thomas Carlyle titles from University of California Press". www.ucpress.edu. نه اخيستل شوی 2022-02-05.
  22. "The Carlyle Letters". The University of Edinburgh (په انګليسي). نه اخيستل شوی 2022-02-05.
  23. "Among these humble, stern, earnest religionists of the Burgher phase of Dissent Thomas Carlyle was born." – Sloan, John MacGavin (1904). The Carlyle Country, with a Study of Carlyle's Life. London: Chapman & Hall, p. 40.
  24. Carlyle, Thomas (1997). Fielding, Kenneth J.; Campbell, Ian (eds.). Reminiscences. Oxford: Oxford University Press. p. 31.
  25. Carlyle, Thomas (1997). Fielding, Kenneth J.; Campbell, Ian (eds.). Reminiscences. Oxford: Oxford University Press. pp. 7–8.