انټرنېټ
اوږده ليکنه |
---|
اېنټرنټ د یو له بل سره تړلیو کمپيوټري شبکو نړیوال سیستم دی، چې د شبکو او دستګاه/وسیلو تر منځ د اړیکې نښلولو لپاره د اېنټرنټي پروتوکول (TCP/IP) له ټولګې څخه کار اخلي. دا د شبکو شبکه ده چې له خصوصي، عمومي، اکادمیکو، سوداګریزو او دولتي شبکو څخه جوړه شوې ده، لمنه یې له ځايي ان تر نړیوالو شبکو رسېږي، چې د برېښنايي/الکترونیکي، بېسیمه او نظري شبکې تېکنالوژيو د پراخې لړۍ په واسطه تړل شوې ده. اېنټرنټ د معلوماتو، سرچینو او خدماتو لکه یو له بل سره تړلي د لومتن اسناد او د پراخ نړیوال وېب (WWW) اپلېکېشن/ کاریالونه، برېښنايي پوست، تلېفون او د فایل شریکولو د لېږد پراخه لړۍ لري. د اېنټرنټ تاریخ د پکېټ سوېچېنګ (د ځانګړي مسیر له ټاکلو پرته د معلوماتو د لېږد او مسیر موندنې کوچنی کڅوړې) او څېړنو پرمختګ ته ورګرځي چې ۱۹۶۰ لسیزه کې د متحده ایالتونو د دفاع وزارت له خوا رامنځته شو چې د کمپیوټرونو د وخت شریکولو (په ورته وخت کې د څو کاروونکو تر منځ د کمپيوټري سرچینو شریکول) امکان رامنځته کړي. لومړنۍ مخکښې شبکې ارپانېت (ARPANET) په لومړیو کې د اکادمیکو او سيمهییزو نظامي شبکو د ملا د تیر په توګه خدمت وکړ. د ملي ساینس د تمویل بنسټ شبکه په ۱۹۸۰ لسیزه کې د نوي ملا تیر په توګه، همداراز د نورو سوداګریزو برنامو د پراختیا لپاره د خصوصي مالي تمویل، د نوې تېکنالوژۍ د پراختیا په برخه کې د نړیوال مشارکت لامل شو او ډېری شبکې یې سره یو ځای کړې. په ۱۹۹۰ لسیزه کې د سوداګریزو شبکو او شرکتونو اړیکې مدرن اېنټرنېټ ته د اوښتون پیل وښود او له شبکې سره د شخصي، موبایلي او ګرځنده کمپيوټري نسلونو د نښلونې په برخه کې يې دوامداره وده رامنځته کړه. په ۱۹۸۰ لسزه کې که څه هم اېنټرنټ په پراخ ډول د اکادېمیکو خلکو له خوا کارول کېده، سوداګریز کېدلو يې خدمات او تېکنالوژۍ تقریباً د مدرن ژوند په بېلابېلو برخو کې ځای پر ځای کړل. [۱][۲][۳] د تلېفون، رادیو، تلويزیون، کاغذي لیک او ورځپاڼو په ګډون ډېری دودیزې رسنۍ د اېنټرنېټ په واسطه بیا تعریف شوې په بڼه کې يې بدلون راغی یا ان لرې کړی شوې. نوي خدمتونه زېږوي لکه ایمېل، اېنټرنټي تلېفون، اېنټرنټي تلویزیون، انلاین موسیقي، ډیجیتالي ورځپاڼې او د ويډیويي خبرونو د خپرولو ويب سایټونه. ورځپاڼې کتابونه ګڼې نورې چاپي خپرونې د وېبپاڼو د تېکنالوژۍ د تطبیق په حال کې دي، یا هم د بلاګ او انلاین وېب فیډونو او د بېلابېلو سرچینو څخه دانلاین خبرونو د راټولولو له لارې بدليږي. اېنټرنټ د شخصي اړیکو چټکتیا او نوې بڼې د چټکو پیغامونو، اېنټرنټي اتحادیو او د ټولنیزو شبکو د خدمتونو له لارې رامنځته کړې. انلاین پېر د لویو پرچون پلورونکو، کوچنیو سوداګرو او متشبثینو لپاره په تصاعدي ډول وده کړې، ځکه شرکتونو ته وړتیا ورکوي چې د «خښتې او هاوان» (په سوداګرۍ کې د يوې کمپنۍ یوازي فزیکي حضور ته کاریږي) له حضور څخه خپلو خدمتونو ته د لوی بازار په لور پراختیا ورکړي. یا ان کولی شي مالونه په انلاین ډول وپلوري. په اېنټرنټ کې مالي خدمتونه او سوداګري پر سوداګرۍ د ټول صنعت د تأمین پر ځنځير اغېز کوي. اېنټرنټ د لاسرسي او کارولو د پاليسۍ په برخه کې د تېکنالوژيکي پلي کولو په برخه کې هېڅ کوم واحد متمرکز حاکمیت نه لري. هره اساسي شبکه خپله ځانګړې پالیسي لري. په اېنټرنټ کې د دوه اصلي نومځایونو پراخ تعریفونه، د اېنټرنټ پروتوکول پته (IP address) ځای او د ډومېن نوم سیستم (DNS) د ساتونکي سازمان په لارښونه د ټاکل شویو نومونو د اېنټرنټي مرستې (ICANN) له خوا ټاکل شوي. د اصلي پروتوکولونو څارل او معیاري کول د اېنټرنټي انجنيرۍ د کاري ځواک (IETF) فعالیت دی، چې یو غیر انتفاعي سازمان دی او نړیوال ګدونوال لري، د کمزورۍ ټکی یې دا دی چې ښايي هر څوک د تخصصي تخنیک په مشارکت ورسره اړیکه جوړه کړي. اېنټرنټ د ۲۰۰۶ کال د نوامبر په میاشت کې د امریکا د نن ورځې/ یو اېس اې ټوډې (USA Today) له خوا د نړۍ د اووه عجایبو په نوي نوملړ کې ځای کړای شو. [۴][۵][۶] ترمېنالوژي/ اصطلاحاتد اېنټرنټېډ (internetted ) کلیمه د 1849م کال په لومړیو کې د یو له بل سره نښلول شویو یا یو له بل سره تړل شویو په معنا وکارول شوه. د اېنټرنټ کلیمه په 1947 کې د داخلي شبکو (Internetwork) د لنډې بڼې په توګه وکارول شوه. نن ورځ د اېنټرنټ اصطلاح تر ډېره د یو له بل سره نښلول شویو کمپیوټري شبکو نړیوال سیستم لپاره کارول کېږي. که څه هم ښایي د کوچنیو شبکو د هرې ډلې لپاره وکاريږي. [۷][۸][۹] کله چې د دې کلمې کارول عام شول, ډېری خپرندویانو د اېنټرنټ له کلیمې سره د یو لوی خاص نوم په توګه چلند وکړ, دا لږ عام دی. چې په انګلیسي کې په لویو تورو باندې لیکلو یا کپیتلایزېشن ته تمایل ښیي چې نوي اصطلاحات په لویو تورو ولیکي او د کوچنيو تورو لور ته مخه کړي چې ورسره اشنا شي. ځینې وختونه لاهم دا کلیمه په لویو تورو لیکل کېږي تر څو چې نړیوال اېنټرنټ له هغو کوچنیو شبکو څخه بېل کړي چې په لویو تورو لیکل کېږي. که څه هم ډېرې خپرندويې د اې پي سټایل بوک په ګډون له 2016 کال راهیسې په هره حالت کې په کوچنیو تورو د لیکلو وړاندیز کوي. په 2016 کال کې د اکسفورډ ډېکشنري د یوې مطالعې په پایله کې ومونده چې په شاوخوا 2,5 بېلیونه چاپ شویو او انلاین سرچینو کې اېنټرنټ په 54 سلنه قضایو کې په لویو تورو لیکل شوی. [۱۰][۱۱] د اېنټرنټ او پراخ نړیوال وېب اصطلاحات زیاتره د یو بل پر ځای کارول کېږي. کله چې د وېب پاڼو د کتلو لپاره له وېب بروزر څخه کار اخلو اېنټرنټ ته د تللو خبره عامېږي. که څه هم پراخ نړیوال وېب یا وېب د پراخو اېنټرنټي خدماتو څخه یوازینۍ وېب دی. د اسنادو یوه ټولګه (وېبپاڼه) او نورې سرچینې د یو آر اېل او هایپرلېنک په واسطه سره نښلول شوي دي.[۱۲][۱۳] تاریخچهپه ۱۹۶۰ لسیزه کې، د امریکا د دفاع وزارت د پرمختللو څېړنو د پروژو اجنسۍ (ARPA) د کمپيوټرونو د وخت شریکولو په اړه څېړنې له مالي پلوه تمویل کړي. د پکېټ سوېچېنګ په اړه څېړنه د اېنټرنټي تېکنالوژۍ له بنسټیزو څېړنو څخه یوه وه، د ۱۹۶۰ لسیزې په لومړیو کې د پاول باران (Paul Baran) له کارونو څخه او په مستقل ډول د ډونالډ ډاوېس (Donald Davies) له خوا په ۱۹۶۵ کې پیل شوه. په ۱۹۶۷ م کال کې د عملیاتي سیستمونو پر اوصولو تر سپوزیم وروسته پکېټ سوېچېنګ د NLP وړاندیزي شبکې له طرحې څخه د ARPANET او د سرچینو شریکولو د نورو شبکو لکه مېريټ نېټورک / Merit Network (په امریکا کې د کمپيوټري شبکو د غوره خدماتو وړاندې کوونکی غیر انتفاعي سازمان) سیکلېډس /CYCLADES (په فرانسه کې د کمپيوټري شبکو څېړنیزه شبکه) په طرحو کې چې د ۱۹۶۰ لسیزې په لومړیو کې يې پراختیا موندلې وه ځای په ځای شوې. [۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸] د ارپانېټ/ ARPANET پراختیا د شبکې له دوو غوټو سره پيل شوه چې د لاسانجلس په کلفورینیا پوهنتون کې د شبکو د اندازه کولو د مرکز(UCLA) او هنري سامیولي د انجنیرۍ او تطبیقي علومو د ښوونځي تر منځ چې د لیونارد کلېن راک (Leonard Kleinrock,) او NLS سیستم په لارښوونه د امریکا د څېړنو په نړیوال مرکز SRI کې د ډاګلوس اېنجېلبارت (Douglas Engelbart) په واسطه د کلفورينیا په میلانو پارک کې د ۱۹۶۹ کال د اکتوبر په ۲۹ رامنځته شوه. درېیم سایټ په کلفورېنیا پوهنتون کې سانتا بابرا (Santa Barbara) د کولرـ فرېډ (Culler-Fried) د محاورهيي ریاضیاتو مرکز و، چې د اوتا (Utah) پوهنتون د جغرافیې ډیپارتمنت په واسطه څارل کېده. د ۱۹۷۱ کال په پای کې د راتلونکې ودې د یوې نښې په توګه، ۱۵ سایټونه له ځوان ARPANET سره وصل شول، دا وروستي کلونه په ۱۹۷۲کال کې د کمپيوټري شبکې په فلم (د سرچینو له شریکولو څخه خبرول) کې مستند شول. [۱۹][۲۰][۲۱][۲۲] د ARPANET لپاره لومړنۍ نړیوالې همکارۍ لږې وې. اړیکې په ۱۹۷۳ کې د ناروې پر زلزلیز صف (NORSAR) د سپوږمکۍ ستېشن له لارې د سویډن په تانوم (Tanum) کې د پيټر کرېسټن (Peter Kirstein) د څېړنیز ګروپ له خوا د لندن پوهنتون کالېج کې جوړې شوې، چې د بریتانوي اکادمیکو شبکو لپاره یې لار پرانیسته. د ARPA پروژې او نړیوالې کاري ډلې د بېلابېلو سټندردونو او پروتوکولونو د پرمختګ لامل شوې چې په واسطه یې څو بېلابېلې شبکې له یوې واحدې شبکې یا «د شبکو یوه شبکه» سره نښلول کېدی شوی. په ۱۹۴۷ کې وېنت سریف (Vint Cerf) او باب کهان (Bob Kahn) د اېنټرنټ اصطلاح په RFC 675 (د نظر غوښتنه) کې د اېنټرنټي کار د لنډیز لپاره وکاروله، او وروستني RCF دا کارونه بیاځلي کړه. سرف او کان TCP/IP په ډیزاین او اړینو اغیزو کې لیوس پويزېن ته امتیاز/کرېډېت ورکړ. د سوداګریز PPT (د تلېګراف، تلېفون او پُست خدمتونه) وړاندې کوونکي د عمومي معلوماتو د شبکې (X.25 public data networks) د پرمختګ په اړه اندېښمن و. [۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸] سرچينې
|