خبرې اترې:انټرنېټ

Page contents not supported in other languages.
د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

انټرنټ څه شی دى او څنګه هغه ته لاس رسى درلودای شو؟ انټرنټ د څو کمپیوترونو یو ټولیز ګروپ دى چې د سرور(servers) یا پیاوړو انټرنټي دستګاوو په نامه سره یادیږي، دا دستګاوې د نړۍ په هر ګوټ او بیلابیلو برخو کې موقعیت لري. لدې امله ویلای شو چې انټرنټ ته د نړۍ په هر ځای کې لاسرسې کیدای شي. سرورونه د یوې منظمې شبکې (جال) په څیر له یو بله سره له پیله تر پایه لکه یوه شجره ترتیب شوي او کولای شي چې پخپلو منځو کې په منظمه توګه په مستقیم یا غیر مستقیم ‌ډول په اړیکه کې اوسي. کله چې یو له دغو سرورو سره د خپلو کمپيوټرو له لارې وصل کیږو نو له همدې ځایه کولی شو چې له نورو سرورو سره هم په ډیرې اسانۍ اړیکه ونیسو. دا تل په یاد کې ولرۍ چې انټرنټ په طبیعت کې کوم ځانګړۍ ځای نه لري بلکه د سرورونو یا ماشینونو یوه مجموعه ده. انټرنټ څنګه او له کومه ځایه منځ ته راغۍ ؟ د لومړي ځل لپاره انټرنټ د امریکا د متحده ایالاتو تحقیقاتي مرکز (ARPA) لخوا د یوې تجربې په ترڅ کې په ۱۹۶۹ کال منځ ته راغۍ. دغه جال د (ARPA NET) په نامه سره یادیده او مهمه ځانګړنه خو یې لا داوه چې که یو کمپیوټر به له کاره وغورځید نورو کمپیوټرونوبه په عادې ډول خپل کار ته ادامه ورکوله چې پخوا لدې داسې نه وه. بیا له ۱۹۸۰ میلادي کال وروسته نورې شبکې هم دغې انلاین نړۍ ته راننوتلې د بیلګې په توګه د امریکا د ساینسی علومو او کمپیوتر د پوهنیز مرکز جال چې د NSF Net په نامه سره یادیږي. انټرنټ ته ننوتنه کله چې وغواړو انټرنټ ته ننوځو نو کمپیوټر مو نشي کولای چې مستقیماً له انټرنټ سره اړیکه ونیسي، د دې اړیکې لپاره لومړۍ یو داخلي یا محلي سرور ته اړتیا ده چې د Local ISP په نامه سره یې یادوي او کمپیوټر باید له نوموړي سره وصل وي بیا همدغه ISP مونږه له انټرنټ سره وصلوي. څومره چې مو کمپیوټر نوموړي ISP یا (Internet Service Provider) ته نژدې وي هماغومره د انټرنټ تیزوالۍ زیات وي او مصرف هم پرې کم راځي. همدارنګه کله چې غواړو له انټرنټ سره اړیکه پیدا کړو باید له یو تیریدونکي مسیر چې د HOP په نامه سره یادیږي تیر شو، زیاتره وخت له Hop 20 څخه ګټه پورته کیږي. دا باید په یاد ولرۍ چې همیشه تاسې د HOP پوسیله له یو سرور نه بل او بالاخره هدف ته تر رسیدو پورې په حرکت کې یاستۍ. WEB څه شۍ دي؟ په تکنالوژۍ کې د انټرنټي صفحو د خلاصولو لپاره یوې معاهدې یا موافقتنامې ته اړتیا ده چې د Protocol یا http (Hyper Text Transfer Protocol) په نامه سره یې یادوي. Web د World Wide Web (www) یوه لنډه شوې کلمه ده چې د انټرنټ د نړۍ یو د لویو برخو څخه شمیرل کیږي، دغه پروټوکولونه چې په ویب کې ځای لري کولای شي د انټرنټ پاڼې له نړیوالو دستګاؤو ستاسې د کمپیوټر پر پاڼې ځای پر ځای کړي. Hyper Text یا د انټرنټ پاڼو متن هغه کسان چې د انټرنټ پاڼو د جوړولو لپاره ګمارل شوي دي زیاتره له همدې تخنیک څخه ګټه پورته کوي ځکه د همدغه اړیکو جوړونکو متن پر مټ کولای شو له یوه ځایه بل ځای ته په خورا اسانۍ سره حرکت وکړو. دغه متنونه معمولاً په پاڼو کې په مختلفو رنګونو لیدل کیږي چې ترې لاندې یو خط هم ایستل شوی وي، کله چې موس د هغې پر لوري وڅرخیږي له رسیدو سره سم موس د لاس شکل غوره کوي معنی یې دا وي چې که چیرې پرې کلیک وشي تاسې به هماغه ځای ته یوسي. له web نه وړاندې له ویب نه وړاندې هم انټرنټ د معلوماتو د لاسته راوړلو یوه وسیله وه خو په دومره توپیر سره چې معلومات به یواځې د ځانګړي متن په شکل ول او ترې د ګټې پورته کولو لپاره یو ډول ځانګړي ماشین ته چې ګوفر Gopher یادیده اړتیا وه. کوم معلومات چې به مو پکار وه د ګوفر په پاڼې کې به مو د عنوان په شکل لیکه بیا به نوموړي ماشین د هغې اړوند معلومات مونږ ته راکول، نوموړي ماشین خپل معلومات د Minnesota د پوهنتون له دستګا څخه اخستل مګر اوس نوموړې دستګاه یا ګوفر ته لاسرسۍ نشته، او مونږه د هغه پرځای له Internet Explorer څخه ګټه اخلو. مسئول څوک ده؟ د انټرنټ ماشین یا دستګاه په یوه بیله نړۍ که ځای لري، هیڅوک او هیڅ حکومت د هغه د ځانګړي کولو دعوا نشي کولای، برسیره پردې چې ځینو هیوادونو لکه USA د انټرنټ له مخترعینو څخه وه، خو بیاهم انټرنټ ځانګړۍ کیدلۍ نشي ځکه چې ټول کمپیوټرونه په ټولیز ډول یوځای سره کار کوي او د ټولو یو بل ته پوره اړتیا ده. پورته کوونکی او د معلوماتو راټولوونکی نصرالله امیرزی