Jump to content

انسان وژنه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
انسان وژنه

وژنه ( په لاتین : Homicidium, لاتین : homo human + لاتین : caedere to kill ) د انسان له خوا د انسان وژنه، په شمول د وهلو، وهلو، قتل، تصادفي او ناحقه وژنه. [۱]

جنایي وژنه

[سمول]

د جنايي وژنې بېلابېل ډولونه شتون لري، لکه غیر ارادي وژنه. د قتل د څرنګوالی له مخې جنايي وژنه پېژندل کیږي. په ځینو محکمو کې، د وژنې د هڅې ځینې ډولونه په اتوماتيک ډول د مرګ سزا ورکول کیږي . [۲]

د قتل ډولونه:

[سمول]
  • عمد قتل:د يو شخص له لوري د بل شخص د وژلو د قصد پوره کول او عملي کول دي په داسې يوه وسيله چې عملاً د همدې کار لپاره کارول کيږي، لکه چاړه، توره، ټوپک يا بله وسيله چې وژنو کې وي.همداراز په حقوقي قاموس کې  عمدي قتل داسې تعريف شوى : که د فاعل عمل تجاوز وي او دمجني عليه د وژلو نيت يې هم کړى وي ، قتل عمدي گڼل کېږي.[1] ----[1] پوهندوي، نصرالله ، ستانکزى ، د حقوقي اصطلاحاتو قاموس، (دافغانستان عدلي اوقضايې امور، کال،١٣٨٧هـ ش) مخ،١١٢
  • شبه عمد قتل:شبه عمدي قتل دامام ابوحنيفه (رحمة الله عليه) په نزد هغه قتل او وژنه ده چې جاني دداسې يوي آلي په ذريعي چې وسله نه وي اودوسلې اوسلاح په حکم کې  نه راځي دمجني عليه دوهلو قصديې کړى وي ، اوقتل ورڅخه  پيداشوي نه  وي لکه په يوې درنې امسا اوياغټ لرګي اولويې تيږې سره دچاوژنه .معنى دا چې قصدپه وژنه نه وي بلکې جاني به دضرب او وهلو نيت اوهوډکړى وي خود يارانو ، شوافعو اوحنبلي فقهاوو په نزد بياپه مثقل سره وژنه عمدقتل جوړوي او ددوئ په نزد شبه عمد قتل هغه دي چې په هغې کې  جاني دمجني عليه دوهلو قصد په داسې يوې آلې سره کړى وي چې غالباً په هغې سره قتل منځ ته نه راځي ، لکه وړه تيږه سپکه امسا او ووړ لرګى. مګرمالکې فقهابيا دا ټول شبه عمد قتلونه ، عمدي قتل بولي ، يوازې په هغه حالت کې  چې پلار خپل زوی وژلى وي نودغه حالت شبه عمد بولي اوبس .[1]د حقوقي اصطلاحاتو په قاموس کې بيا شبه عمدي قتل داسې تعريف شوى: ديوه فعل د قصد له انجام څخه پرته دهغه دنتيجي له قصد څخه عبارت دى [1] ----[1] پوهندوي، نصرالله ، ستانکزى ، د حقوقي اصطلاحاتو قاموس، (دافغانستان عدلي اوقضايې امور، کال،١٣٨٧هـ ش) مخ، ١٩٣ ----[1] - سيد مراد، شريفي ، قضاء ، مجله. (کابل ، کال ، ١٣٨٨هـ ش ، تله) مخ  ٢١.
  • خطا قتل:خطايي قتل دهغې وژنې څخه عبارت دى چې په هغې کې  دوژنې اويا دوهنې قصد وجود ونلري اوداخطا بيا په دوه ډوله ده .[1] ----[1] - سيد مراد، شريفي ، قضاء ، مجله.(کابل ، کال ، ١٣٨٨هـ ش ، عقرب) مخ ١٦.
  • د خطا جاري مجری قتل:داهغه ډول قتل دې چې په يوه شرعي عذر بناوي خوبيا هم دخطاء دقتل په شان په هغې کې  يې احتياطي ، اهمال ياغفلت هرومرو په يوه ښه بڼه موجود وي.[1] مثلاً : يوه مور چې دروند خوب لري خپل ماشوم ترخپل څنګ څملوي او د شپي په خوب کې  پرې را اوړي ،ماشوم د ډډې لاندې کوي او وژني يې يايوه مور د زېږونې څخه وروسته خپل ماشوم نه سنبالوي په خپل حالت يې پرېږدي او د همدې بې احتياطۍ په نتيجه کې  ماشوم مري. ----[1] - سيد مراد، شريفي ، قضاء ،مجله (کابل ، کال ، ١٣٨٨هـ ش ، عقرب) مخ ٢١.
  • سببي قتل: دا هغه ډول قتل دى چې په غير مباشرې اوغير مستقيمې واسطې سره قتل رامنځته شوى وي ، دمثال په توگه : يو سړى دبل چاپه ملکېت کې يوه کنده وباسي اويا کوهي کني يا په عامه لاره کې  کنده جوړوي اوپه هغې کې  يو انسان ورلويږي اومري يا دا چه دلارې په منځ يې يوه غټه تيږه اويا يو لوي لرګى اچوي ، موټر راځي ورسره ټکر کوي اوقتل واقع کيږي يادکوم شخص پښه پکې  نښلي اومري يادا چې څوک دچا په قتل  د دروغو شهادت ورکوي اوهغه شخص دهمدې شهادت په سبب په مرګ محکوميږي بيا وروسته دخپل شهادت څخه رجوع هم کوي خودا هغه وخت وي چې مشهود عليه وژل شوى وي،دا ټول په سبب سره قتل ګڼل کيږي

له همدې امله، د کالیفورنیا د جزا قانون د 401 مادې له مخې، ځان وژنه وژنه نه ګڼل کیږي، مګر په ځان وژنې کې د بل چا سره مرسته کول ممکن د مجرم وژنه وي. [۳] پداسې حال کې چې په هند کې دا غیرقانوني ګڼل کیږي ځکه چې د ځان وژنې هڅه د هند د جزا قانون د 309 مادې لاندې جرم ګڼل کیږي. [۴] [۵]

نور وګوره

[سمول]
  • قتل
  • قتل عام
  • د ناموس وژنه

سرچينې

[سمول]
  1. قومی انگریزی اردو لغت
  2. "Federal Laws Providing for the Death Penalty | Death Penalty Information Center". Deathpenaltyinfo.org. 2003-01-02. Archived from the original on 2018-12-26. نه اخيستل شوی 19 ستمبر 2013ء. {{cite web}}: Check date values in: |access-date= (help)
  3. "CA Codes (pen:369a-402c)". Leginfo.ca.gov. Archived from the original on 2009-06-27. نه اخيستل شوی 2012-11-17.
  4. اندرا راٹھور (2 اپریل 2013ء). "چلتے رہو کہتی ہے زندگی". دینک جاگرن. Archived from the original on 2018-12-26. نه اخيستل شوی 2016-11-30. {{cite web}}: Check date values in: |date= (help)
  5. شالینی کوشک (28 جنوری 2013ء). "خودکشی قانون اور مجبوری". جاگرن بلاگ سیوا. Archived from the original on 2018-12-26. نه اخيستل شوی 2020-09-18. {{cite web}}: Check date values in: |date= (help)