اروپايي مرکزي بانک
اروپايي مرکزي بانک | |
---|---|
برخه د | European System of Central Banks |
Industry | financial service activities, except insurance and pension funding |
بنسټ ايښودنه | ۱يو جون ۱۹۹۸ |
نومېدو لامل | اروپا |
Office held by head of the organization | President of the European Central Bank |
Chairperson | Christine Lagarde |
هېواد | جرمني |
ځای د هېواد په برخه کې | فرانکفورت |
کوارډينېټي موقعيت | ۵۰°۶′۳۴″N ۸°۴۲′۹″E |
غړی د | Digital Preservation Coalition، International Statistical Institute، Committee for the Coordination of Statistical Activities، Network for Greening the Financial System |
Applies to jurisdiction | Eurozone |
Has subsidiary | Governing Council of the European Central Bank، Executive Board of the European Central Bank، General Council of the European Central Bank |
څښتن د | Großmarkthalle، Seat of the European Central Bank |
مرکزي دفتر محل | فرانکفورت |
واک ورپاته کيدنه له | European Monetary Institute |
Significant event | European Central Bank 2014 data breach |
د توزیع بڼه | audio podcast |
IPv6 routing prefix | 2a02:2ad0:248::/48، 2a02:2ad0:24a::/48 |
Email address | mailto:info@ecb.europa.eu |
Official blog URL | https://www.ecb.europa.eu/press/blog/ |
اروپايي مرکزي بانک (ECB) د «يوروسيسټم» او د مرکزي بانکونو د اروپايي نظام (ESCB) تر څنګ د اروپايی اتحاديې د اوه ادارو څخه يوه مهمه برخه ده. دا د نړۍ په کچه يو له مهمو مرکزي بانکونو څخه دی.[۱]
د ECB اداره کوونکې شورا د «يوروزون» او اروپايي اتحاديې لپاره د پيسو تګلارې جوړوي، د اروپايي اتحاديې د غړيو هېوادونو د بهرنيو ارزي زېرمو مديريت کوي، په بهرنيو ارزي فعالیتونو کې ښکېل دی او د اروپايي اتحاديې د منځنيو مالیاتي موخو او د مهمو ګټو اندازه تشريح کوي. د اروپايي مرکزي بانک اجرائيه پلاوی د اداري شورا تګلارې او پرېکړې عملي کوي او شونې ده چې د خپلو کارونو پر مهال ملي مرکزي بانکونه هم رهبري کړي. اروپايي مرکزي بانک ځانګړی حق لري چې د يورو بانکنوټونه صادر کړي. غړي هېوادونه کولای شي چې د يورو سکي (فلزي پيسې) جوړې کړي، خو اندازه يې بايد له مخکې څخه د اروپايي مرکزي بانک څخه تاييد شي. دا بانک همداراز د « TARGET2» تادياتو نظام هم پر مخ وړي.[۲]
اروپايي مرکزي بانک د ۱۹۹۹ز کال د مۍ مياشتې د امسټرډام د تړون تر مخې جوړ شوی، موخه يې دا وه چې د نرخونو ثبات تضمين او پر ځای وساتل شي. د ۲۰۰۹ز کال د ډيسمبر په لومړۍ نېټه، د «لزبن» تړون پلی شو او دې بانک د اروپايي اتحاديې د يوې ادارې رسمي حيثيت خپل کړ. کله چې اروپايي مرکزي بانک جوړ شو، نو د «يوروزون» يوولس غړي هېوادونه يې تر خپل پوښښ لاندې راوستل. له هغې وروسته یونان ورسره د ۲۰۰۱ز کال په جنورۍ کې، سلوانيا د ۲۰۰۷ز کال د جنورۍ، قبرص او مالټا د ۲۰۰۸ز کال په جنورۍ، سلواکيا د ۲۰۰۹ز کال په جنورۍ، ايستونيا د ۲۰۱۱ز کال په جنورۍ، ليتوا د ۲۰۱۴ز کال په جنورۍ او لتوانيا د ۲۰۱۵ز کال په جنورۍ کې يوځای شول. د دې بانک اوسنی رئیس «کرسټيان ليګارډ» دی. مرکزي دفتر يې د المان په فرانکفورټ کې دی، مخکې تر دې چې خپله نوې ودانۍ جوړه کړي، په يوروټاور کې يې کارونه پر مخ وړل.[۳]
اروپايي مرکزي بانک نېغ په نېغه د اروپايي اتحاديې د قانون تر مخې اداره کېږي. د دې بانک د پانګې د زېرمې ارزښت يوولس ميليارده يورو ته رسېږي چې د اروپايي اتحاديې د غړيو هېوادونو د ونډو په توګه يې ملکت د ټولو اوه ويشتو مرکزي بانکونو سره دی. د لومړۍ پانګې د ونډې کلي په ۱۹۹۸ز کال کې د هېوادونو د وګړو د شمېر او «جي ډي پي» پر بنسټ وشوه، خو له هغې وروسته د پانګې کلي بيا بيا ترتيب شوې ده. په اروپايي مرکزي بانک کې ونډې د لېږد وړ نه دي او د ضمانت په توګه هم نه شي کارول کېدای.[۴]
تاریخ
[سمول]د اروپايي مرکزي بانک لومړي کلونه (۱۹۹۸-۲۰۰۷)
[سمول]اروپايي مرکزي بانک د پيسو اروپايي ادارې (EMI) بالفعل ځای ناستی دی. EMI د اروپايي اتحاديې د اقتصادي او مالي ټولنې (EMU) د دويم پړاو په پيل کېدو سره جوړ شوی و، څو وکولای شي د يورو دودپيسې خپلونکو هېوادونو لېږدونکي مسايل سمبال کړي او ECB د مرکزي بانکونو اروپايي نظام (ESCB) د جوړولو لپاره چمتوالی ونيسي. EMI خپل مسئوليتونه له هغې څخه د مخکيني اروپايي مالي همکارۍ صندوق (EMCF) څخه په غاړه واخيستل.[۵]
ECB په رسمي ډول د ۱۹۹۸ز کال د جنون په لومړۍ نېټه د اروپايي اتحاديې د تړون (TEU، د Maastricht تړون) په مټ د EMI ځای ونيو، بیا هم، د ۱۹۹۹ز کال د جنورۍ په لومړۍ نېټه د يورو تر معرفي کېدو يې خپل بشپړ واکونه اعمال نه کړل، کوم چې د EMU د درېيم پړاو ښودنه کوي. بانک د EMU لپاره وروستۍ اړينه اداره وه، لکه چې د «پير وارنر» او رئيس «جيک ډيلورس» د EMU په راپورونو کې څرګنده کړې. دا د ۱۹۹۸ز کال د جون په لومړۍ نېټه جوړ شوی و، د بانک لومړی رئيس « Wim Duisenberg» و، چا چې مخکې د هالنډ د مرکزي بانک د رئیس او پيسو د اروپايي ادارې د مشر په توګه دندې تر سره کړې وې. په داسې حال کې چې د ECB له منځ ته راتګ بيخي مخکې « Duisenberg» د EMI رئيس و (له اليګزينډر لامالوسي څخه يې مسئوليت اخستی و)، د فرانسې حکومت غوښتل چې د فرانسې د مرکزي باننک پخوانی مشر « Jean-Claude Trichet» د ECB لومړی رئيس شي. فرانسويانو استدلال کاوه، دا چې ECB ته په فرانسه کې موقعيت ورکول کېده، له همدې امله يې رئيس هم بايد فرانسوی وي. د المان، هالنډ او بلجيم حکومتونو له دې سره مخالفت وښود، چا چې « Duisenberg» ته د يورو د يو پياوړي ضامن په سترګه کتل. دا ستونزه د شفاهي تړون پر بنسټ پای ته ورسېده، په کومه کې چې به « Duisenberg» د خپلې مودې له بشپړېدو مخکې له خپلې دندې لاس په سر کېږي او د هغه ځای به «Trichet» نيسي.[۵][۶][۷][۸]
«Trichet» د ۲۰۰۳ز کال د نومبر په مياشت کې د « Duisenberg» پر ځای د مشر په توګه دنده پيل کړه. تر ۲۰۰۷ز کال پورې، ECB د پيسو پړسوب نږدې، خو په برياليتوب سره له ۲٪ څخه په کمه اندازه کې په ساتلو بریالی شو.
مالي بحرانونو ته د ECB غبرګون (۲۰۰۸-۲۰۱۴)
[سمول]کله چې اروپايي مرکزي بانک له نړيوال مالي بحران او «يوروزون» د پورونو له بحران سره مخ شو، نو دا بانک له ژورو داخلي بدلونو څخه تېر شو.
د يوروزون د پورونو د بحران لمړی غبرګون
[سمول]د تش په نوم اروپايي پورونو بحران هغه مهال پيل شو، کله چې د يونان نوي منتخب حکومت د خپلو پورونو او بوديجې د کسر له رښتينې کچې پرده پورته کړه او د اروپايي اتحاديې ادارو ته يې د يونان د دولتي پورنو په تاديه کولو کې د ناکامېدو د راتلونکې ګواښ په اړه خبر ورکړ.
په «يوروزون» کې د احتمالي دولتي پورونو په تادياتو کې د ناکامۍ په وړانديز کولو سره، عامو خلکو، نړیوالو او اروپايي ادارو او مالي ټولنې د يوروزون د ځينو غړيو هېواودنو، په ځانګړي ډول سويلي هېوادونو د اقتصادي وضعيت او اعتباري وړتيا ارزونه يو ځل بیا وکړه. د دې په پايله کې د يوروزون د ګڼو هېوادونو د دولتي پورپاڼو (بانډونو) په تولید کې د پام وړ زیاتوالی راغی. دې چارې په مالي بازارونو کې د خپل ځان پوره کولو وېره راوپاروله: څومره چې د يوناني دولتي پورپاڼو توليد کې زياتوالی راتلو، په همدې اندازه د ناکامۍ شونتيا زياتېده او په همدې ترتيب د پورپاڼو په تولید کې هم زياتوالی راغی.[۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]
دا وارخطايي له دې امله هم زیاته شوې وه چې ECB نه شول کولای د دوه لاملونو له امله د دولتي پورپاڼو د بازارونو په وړاندې غبرګون وښيي او مداخله وکړي. لومړی دا چې عموماً د ECB قانوني کارچوکاټ د دولتي پورپاڼو رانيول منع ګرځوي (د TFEU ۱۲۳ ماده)، دې چارې ECB بازار ته د پيسو له وړاندې کولو څخه منع کړ، کوم څه چې فدرالي زېرمې او د انګلستان بانک ډېر ژر په ۲۰۰۸ز کال وکړ چې د بازارونو په مستحکم کولو کې يې بنسټيزه دنده تر سره کړه.[۱۶]
دويم دا چې د ECB له خوا په ۲۰۰۵ز کال کې د شوې پرېکړې پر بنسټ د يوروزون د ټولو دولتي پورپاڼو لپاره د اعتبار تر ټولو کمه اندازه (BBB-) وړاندې کړه، څو د ECB د پرانيستي بازار د فعاليتونو لپاره د تضمين په توګه وړتيا ولري. د دې مطلب دا و، که چېرته د خصوصي ډلبندۍ يوه اداره، يوه دولتي پورپاڼه له دې حد څخه ښکته ډلبندي کوي، نو ډېر بانکونه به په ناڅاپي دول غېر قانوني شي، ځکه دوی به د ECB د مالي تمويل فعاليتونو ته له لاسرسي بې برخې شي. د ECB د مديره پلاوي پخواني غړي « Athanasios Orphanides» په وينا، د ECB د تضمين په چوکاټ کې دې بدلون د يورو د بحران زړی وکرلو.[۱۷]
له دې څارنيزو خنډونو سره په مخ کېدو، په ۲۰۱۰ز کال کې د « Jean-Claude Trichet» په مشرۍ کې ECB د مالي بازارونو د ارامولو لپاره لاسوهنې ته ميلان نه درلود. د ۲۰۱۰ز کال مۍ تر شپږمې نېټې، « Trichet» په ګڼو رسنيزو کنفرانسونو کې په رسمي ډول د ECB د دولتي پورپاڼو په رانيولو کې د ګډون شونتيا رد کړه، په داسې حال کې چې يونان، پرتګال، اسپانيه او ايټاليه اعتباري ډلبندۍ کې د ښکته والي او د سود په اندازه کې د زياتوالي له څپو سره مخ وو.[۱۸]
سرچينې
[سمول]- ↑ "ECB, ESCB and the Eurosystem". www.ecb.europa.eu. 25 June 2015. نه اخيستل شوی 2021-09-30.
- ↑ "STATUTE OF THE EUROPEAN SYSTEM OF CENTRAL BANKS AND OF THE EUROPEAN CENTRAL BANK". eur-lex.europa.eu. نه اخيستل شوی 2021-09-30.
- ↑ "European Central Bank". CVCE. 7 August 2016. نه اخيستل شوی 18 February 2014.
- ↑ "Capital Subscription". European Central Bank. نه اخيستل شوی 1 February 2020.
- ↑ ۵٫۰ ۵٫۱ "ECB: Economic and Monetary Union". ECB. نه اخيستل شوی 15 October 2007.
- ↑ "ECB: Economic and Monetary Union". Ecb.int. نه اخيستل شوی 26 June 2011.
- ↑ "The third stage of Economic and Monetary Union". CVCE. 7 August 2016. نه اخيستل شوی 18 February 2014.
- ↑ "The powerful European Central Bank [E C B] in the heart of Frankfurt/Main – Germany – The Europower in Mainhattan – Enjoy the glances of euro and europe....03/2010....travel round the world....:)". UggBoy♥UggGirl [PHOTO // WORLD // TRAVEL]. Flickr. 6 March 2010. نه اخيستل شوی 14 October 2011.
- ↑ Matlock, George (16 February 2010). "Peripheral euro zone government bond spreads widen". Reuters. نه اخيستل شوی 28 April 2010.
- ↑ "Acropolis now". The Economist. 29 April 2010. نه اخيستل شوی 22 June 2011.
- ↑ Blackstone, Brian; Lauricella, Tom; Shah, Neil (5 February 2010). "Global Markets Shudder: Doubts About U.S. Economy and a Debt Crunch in Europe Jolt Hopes for a Recovery". The Wall Street Journal. نه اخيستل شوی 10 May 2010.
- ↑ "Former Iceland Leader Tried Over Financial Crisis of 2008", The New York Times, 5 March 2012. Retrieved 30 May 2012.
- ↑ Greek/German bond yield spread more than 1,000 bps, Financialmirror.com, 28 April 2010
- ↑ "Gilt yields rise amid UK debt concerns". Financial Times. 18 February 2010. نه اخيستل شوی 15 April 2011.کينډۍ:Registration required
- ↑ "The politics of the Maastricht convergence criteria | vox – Research-based policy analysis and commentary from leading economists". Voxeu.org. 15 April 2009. نه اخيستل شوی 1 October 2011.
- ↑ Bagus, The Tragedy of the Euro, 2010, p.75.
- ↑ Orphanides, Athanasios (9 March 2018). "Monetary policy and fiscal discipline: How the ECB planted the seeds of the euro area crisis". VoxEU.org. نه اخيستل شوی 22 September 2018.
- ↑ "Introductory statement with Q&A". European Central Bank (Press release) (په انګليسي). نه اخيستل شوی 3 October 2018.