Jump to content

ار. بي. بېنېت

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
ار. بي. بېنېت
ار. بي. بېنېت
ار. بي. بېنېت

د شخص مالومات
زېږون نوم
پيدايښت
مړینه
د مړینې لامل د زړه حمله (ناروغي)   ويکيډاټا کې (P509) ځانګړنې بدلې کړئ
تابعیت کاناډا   ويکيډاټا کې (P27) ځانګړنې بدلې کړئ
واک
د کاناډا لومړی وزیر (11  )   ويکيډاټا کې (P39) ځانګړنې بدلې کړئ
د واکمنۍ دوران
۷ اگسټ ۱۹۳۰  – ۲۳ اکتوبر ۱۹۳۵ 
وېلیم لیان مېکنزي کېنګ  
وېلیم لیان مېکنزي کېنګ  
عملي ژوند
کار/مسلک
کاروونکي ژبه
لاسليک
ار. بي. بېنېت
ار. بي. بېنېت

ريچارډ بېډفورډ بېنېت، لومړنی وېسکونټ (اشرافي لقب) بېنېت، د PC (د کاناډا لپاره د ملکې ځانګړې شورا) غړی، KC (په شاهي نظام کې د محکمې په چارو کې د پاچا ځانګړی او ډېر تګړه سلاکار چې معمولاً حقوق پوه وي)، د ۱۸۷۰ ز کال د جولای په درېیمه زېږېدلی او د ۱۹۴۷ ز کال د جون په ۲۶ مړ شوی، یو کاناډايي حقوق پوه، سوداګر او سیاستوال چې له ۱۹۳۰ ز کال څخه تر ۱۹۳۵ ز کال پورې يې د کاناډا د یوولسم لومړي وزیر په توګه خدمت کړی.  هغه له ۱۹۲۷ ز کال څخه تر ۱۹۳۸ ز کال پورې د محافظه کار ګوند مشري وکړه.

بېنېت د برونزوېک په هوپ‌وېل کې زېږېدلی او هوپ ‌وېل کپ ته څېرمه لوی شوی. هغه په ډال‌هوسي پوهنتون کې حقوق ولوستل، په ۱۸۹۳ ز کال کې فارغ شو او په ۱۸۹۷ ز کال کې ز کالګري ته لاړ تر څو له جېمز لافېډ سره په ګډه یو حقوقي شرکت جوړ کړي. بېنېت له ۱۸۹۵ ز کال څخه تر ۱۹۰۵ ز کال پورې د شمال لویديځو قلمرونو په قانوني اسامبلۍ کې خدمت وکړ او وروسته یې د البېرتا په مقننه جرګه کې خدمت وکړ. هغه له ۱۹۰۵ ز کال څخه د البېرتا د محافظه کار ګوند د تحلیف مشر و او وروسته له دې چې په ۱۹۱۱ ز کال کې ولسي جرګې ته بریالی شو استعفا یې ورکړه. هغه د لنډمهال لپاره د ارټور مېګن په دولت کې د عدلیې د وزیر په توګه خدمت وکړ. هغه همدارنګه په ۱۹۲۶ ز کال کې د مېګن د واکمنۍ په دویمه دوره کې د لنډې مودې لپاره د مالیې د وزیر په توګه هم خدمت وکړ. مېګن د ۱۹۲۶ ز کال په ټاکنو کې تر ماتې خوړلو وروسته د محافظه کارګوند له مشرتابه څخه استعفا ورکړه او بېنت په ۱۹۲۷ ز کال کې د هغه د ځای ناستي په توګه وټاکل شو او په دې توګه د اپوزیسیون مشر شو.    

بېنېت د ۱۹۳۰ ز کال تر ټاکنو وروسته لومړی وزیر شو، چې محافظه کارانو د لېبرال ګوند له وېلیام مېکنزي کېنګ څخه  د اکثریت دولت ترلاسه کړ.

د بېنېت لومړي وزیر‌توب په لومړۍ درجه کې له لوی رکود(کاروباري سوړبازارۍ) سره مشخص شو. هغه او ګوند یې له کړکېچ سره د لسه- فېیرس (یو اقتصادي سیستم چې په هغه کې د خلکو د ځانګړو ګروپونو تر منځ معاملات آزاد دي او له هر ډول اقتصادي مداخلې څخه پاک دي) د پالیسیو له لارې مبارزه وکړه. خو دا پالیسۍ تر یوې کچې بې اغېزې وې. هغه د امپريالیستي آزاد ترجیحاتي تجارت تړون په رامنځته کولو کې هم ناکام و. بېنېت د وخت په تېرېدو سره په مخ پر زیاتېدونکي ډول مداخله‌ګر شو او هڅه يې وکړه د نيو ډيل(نوې معاملې) (یوه ټولنیزه او اقتصادي برنامه) مشهوره برنامه چې د متحده ایالاتو  د ولسمشر روزوېلټ له خوا وضع شوې وه تکرار کړي. دا د محافظه کارانو په صفوفو کې نږدې له پارولو سره د مخاخېدو لامل شوه او د عامه وګړو له خوا د ډېرې بې کفایتی د ثبوت په توګه وپېژندل شو. لاهم هغه د کاناډا د نشراتي شرکت (CBC) په چوکاټ او د کاناډا په بانک کې له ځان څخه تل پاتې میراثونه پرېښودل او ان د خپلو سیاسي مخالفانو له خوا په کاناډا کې د اقتصادي سوړ بازارۍ د بالقوه بدو اغېزو په کمولو کې د یوې وسیلې  په توګه په پام کې ونیول شو.

بېنېت د ۱۹۳۵ ز کال په ټاکنو کې له غوڅې ماتې سره مخامخ شو او کېنګ بېرته واک ته راستون شو. بېنېت تر ۱۹۳۸ ز کال پورې تر هغه چې انګلستان ته تقاعد شو، د محافظه کار ګوند مشر پاتې شو. وېسکانټ بېنېت د کاناډا یوازینی لومړی وزیر دی چې د لوړ ربته اشرافي مقام ویاړ یې ترلاسه کړی. بېنېت د تاريخ پوهانو او عام ولس تر منځ له منځنۍ کچې څخه د ټيت وزیر په توګه پېژندل کېږي.

د ژوند لومړي کلونه

[سمول]

بېنېت د ۱۸۷۰ ز کال د جولای په درېیمه زېږېدلی، هغه مهال یې مور هنريټا استایلز د خپل مور او پلار ليدلو ته د کاناډا نيوبرونزويک، هوپ ‌وېل هېل سیمې ته تللې وه. هغه د شپږو ماشومانو تر ټولو مشر و او همالته د فانډي خلیج ته څېرمه د خپل پلار هنري جان بېنېت په کور کې د شایر ښار په کپ‌هاپوېل کې د البېرت په کلي کې چې هغه مهال یو ۱۸۰۰ کسیز ښارګوټی و لوی شو.  [۱][۲][۳]

د هغه پلرني اجداد انګرېزان وو چې په ۱۷مه پېړۍ کې کانکټیکاټ ته کډوال شوي و. د هغه مشر مشر نیکه زادوک بېنېت په ۱۷۶۰ ز کال کې د امریکا له انقلاب څخه مخکې د نیو لندن له کانټیکاټ څخه نووا سکوشیا ته د لوی بدلون په بهیر کې د نیو انګلنډ د یو بزګر په توګه مهاجرت وکړ، چې له شړل شویو اکاډیانو څخه يې په زور ځمکې واخیستې.

د ار. بي. بېنېت کورنۍ بېوزله وه او تر ډېره يې ژوند د يوې کوچنۍ کروندې پر محصولاتو مخته وړو. هغه په لومړیو ورځو کې د ټول عمر لپاره د سپما کولو عادت ځان کې رامنځته کړ. د هغوی د کور محرکه قوه يې مور وه. هغه یوه وېسلي مېټوډېسته وه او دا باور او ایمان یې خپل زوی ته ورولېږدول. داسې نه بريښي چې د بېنېت پلار به د خپلې کورنۍ لپاره ښه تأمینوونکی و، که څه هم د دې لامل مشخص نه دی. هغه د یوې مودې لپاره يو عمومي پلورنځی اداره کړ او هڅه يې وکړه چې د ګچ زېرمو ته پراختیا ورکړي. [۴]

بېنېتیان مخکې یو څه نېکمرغه کورنۍ وه، چې په کپ هاپوېل کې يې د بېړۍ جوړونې یوه کارخونه اداره کوله، خو د نولسمې پېړۍ په منځنۍ برخه کې د بخار بېړیو ته بدلون د هغوي په سوداګرۍ کې په ورو ورو سوړوالی رامنځته کړ. له دې سره هغوی یوه لوستې کورنۍ وه او په درېو ورځپاڼو کې شریکه وه. هغوی پياوړي محافظه کارن وو، په حقیقت کې یو له تر ټولو لویو او وروستیو بېړیو څخه چې د بېنېت د کښتۍ جوړونې د کارخونې (په ۱۸۶۹ ز کال کې) له خوا اوبو ته ولېږل شوه، د ښاغلي جان اې. مکډولاند (د کاناډا لومړنی، لومړی وزیر) وه.

بېنت چې په سیمه‌ییز ښوونځي کې زده‌کړې کړې وې، ډېر ښه زده‌کوونکی و، خو تر ډېره یوازې و. بېنېت د خپل پروټېسټانې باور سره د بریتانیا له سترواکۍ سره د تلپاتې مينې په غېږ کې او وروسته د هغې په لوړه څوکه کې لوی شو. یو کوچنی میراث  چې د هغه  مور ترلاسه کړ، نوموړي ته يې دا زمینه برابره کړه چې په فرډريکټون کې په یوه عادي ښوونځي کې زده‌کړې وکړي. هلته یې د ښوونکي کېدلو زده‌کړې وکړې، هغه وروسته د څو کلونو لپاره د مونکټون په شمال کې په ایرېش ټون کې تدریس وکړاو خپلې پیسې يې د حقوقو پوهنځۍ لپاره سپما کړې.   [۵]

پوهنتون، لومړنۍ حقوقي دنده

[سمول]

بېنېت په ۱۸۹۰ ز کال کې د ډال‌هوسي پوهنتون پيل کړ او په ۱۸۹۳ ز کال کې په لوړه درجه له حقوقو څخه فارغ شو. هغه په هغه کتابتون کې چې د پوهنځي د رئیس  او د پارلمان د غړي ډاکتر ريچارډ چپمن وېلډون له خوا وړاندیز شوې و، خپل کار ته دوام ورکړ، په مناظره ‌يي او محاکمه‌ يي فعالیتونو کې يې برخه واخیسته.[۶]

هغه وروسته د ټويډي او بينېت د چټمن د حقوقي شرکت شریک و. مکس اېتېکن (چې وروسته د لارډ بېور بروک په نوم وپېژندل شو) د هغه د دفتر هلک و، په داسې حال کې چې د وکیل په توګه يې مقاله لیکله، د مونټ‌ريل په ورځپاڼه او د عمري بیمې د خرڅلاو په برخه کې هم يې فعالیت درلود. اېتکېن، بېنېت په دې باوري کړ چې د چاتم ښار په لومړنۍ شورا کې د غړیتوب لپاره ځان نوماند کړي او د هغه کمپاین یې اداره کړ. بېنېت په یوه رایه وټاکل شو او وروسته له اېتکن سره د ټولو هغو ژمنو په اورېدلو قهرجن شو چې د بېنېت له خوا يې ورکړې وې. [۷]

د لوېدیځ لور ته تلل

[سمول]

د چاتم ښار شورا ته د هغه له ټاکل کېدو سره سره، په ښار کې د بېنېت ورځې په شمار وې. هغه حرصناک و او ويې ليدل چې کوچنۍ ټولنه د هغه لپاره ډېر نری میدان دی. هغه له وړاندې له جېمز لافېډ سره مذاکره کړې وه، تر څو د وېلډن په وړاندېز شمال لویدیځو سیمو ته کډه شي او په کلګري کې د هغه قانوني شریک شي. لافېډ په کلګري کې تر ټولو بډایه او بریالی وکیل و.  [۸]

بېنېت په ۱۸۹۷ ز کال کې کلګري ته ولاړ. یو مدام‌العمره مجرد او ټي‌ټوټلر (هغه کس چې هېڅکله شراب نه څښي)، که څه هم بېنېت د خپلو منتخبو همکارانو له خوا د شرابو په څښلو تورن و، دا کار به یې له رسنیو څخه پټ کاوه، تر څو یې ونه ویني، هغه په یو هوټل کې او وروسته په یوه لیلیه کې يوازې ژوند کاوه. د یوې مودې لپاره يې یو کوچنی ورور ورسره په کوټه کې و. هغه به په کاري ورځو کې د غرمې ډوډۍ په البېرتا هوټل کې خوړله. ټولنیز ژوند يې لکه څنګه چې و، په کلیسا متمرکز و. که څه هم د هغه له شخصي ژوند سره هېڅ کومه لویه رسوايي نه وه تړلي، خو بېنيت بیا هم سخت کار وکړ او په ورو ورو يې خپل حقوقي فعالیتونه پیاوړي کړل. په ۱۹۰۸ ز کال کې هغه د کلګري ښار لپاره د کتابتون د لومړني پلاوي له منصوب شویو پنځو غړو څخه و، چې  د کلګري د عمومي کتابتون په رامنځته کولو کې يې رول درلود. [۹]

په ۱۹۱۰ ز کال کې د کلګري پاور (چې اوس مهال د ټرانس الټا رسمي شرکت دی) مدیر شو او یوازې یو کال وروسته رئیس شو. د هغه د مشرتابه په بهیر کې په بشپړو شویو پروژو کې د مېنوانکا جهیل د ذخېره کولو لومړنی مخزن، کلګري ته دویمه انتقالي کرښه او د کنناسکي فالس د اوبو دستګاه  پروژې شاملې وې. هغه مهال هغه د راکي غرونو د خوندیتوب او باور د سېمېنټو شرکت مشر هم و.   [۱۰]

سرچينې

[سمول]
  1. Waite, P.B. "R.B. Bennett". Dictionary of Canadian Biography. نه اخيستل شوی 14 March 2022.
  2. http://sunnyokanagan.com/TheBennettStory.pdf کينډۍ:Bare URL PDF
  3. Waite, P.B. "R.B. Bennett". Dictionary of Canadian Biography. نه اخيستل شوی 14 March 2022.
  4. Waite, P.B. "R.B. Bennett". Dictionary of Canadian Biography. نه اخيستل شوی 14 March 2022.
  5. "Canada's Prime Ministers: Macdonald to Trudeau", edited by Ramsay Cook and Real Belanger, University of Toronto Press, 2007, p. 300, ISBN 978-0-8020-9174-1
  6. "Canada's Prime Ministers: Macdonald to Trudeau", 2007, p. 301
  7. Waite, P.B. "R.B. Bennett". Dictionary of Canadian Biography. نه اخيستل شوی 14 March 2022.
  8. Waite, P.B. "R.B. Bennett". Dictionary of Canadian Biography. نه اخيستل شوی 14 March 2022.
  9. E. Gorosh, Calgary's "Temple of Knowledge": A History of the Public Library. 1975 Century Calgary Publications. p.5.
  10. Waite, P.B. "R.B. Bennett". Dictionary of Canadian Biography. نه اخيستل شوی 14 March 2022.