ار. بي. بېنېت
| ار. بي. بېنېت | |||||||
|---|---|---|---|---|---|---|---|
|
|||||||
| د شخص مالومات | |||||||
| زېږون نوم |
|
||||||
| پيدايښت | ۳ جولای ۱۸۷۰[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸] | ||||||
| مړینه | 26 جون 1947 (77 کاله)[۱][۳][۴][۷][۸] | ||||||
| د مړینې لامل | د زړه حمله (ناروغي) | ||||||
| تابعیت | |||||||
| واک | |||||||
| د کاناډا لومړی وزیر (11 ) | |||||||
| د واکمنۍ دوران ۷ اگست ۱۹۳۰ – ۲۳ اکتوبر ۱۹۳۵ |
|||||||
| |||||||
| عملي ژوند | |||||||
| کار/مسلک | سياستوال ، قانونپوه [۹]، ډیپلوماټ ، ښوونکی [۹] | ||||||
| کاروونکې ژبه | انګليسي ژبه [۱] | ||||||
| لاسليک | |||||||
| سمول |
|||||||
ريچارډ بېډفورډ بېنېت، لومړنی وېسکونټ (اشرافي لقب) بېنېت، د PC (د کاناډا لپاره د ملکې ځانګړې شورا) غړی، KC (په شاهي نظام کې د محکمې په چارو کې د پاچا ځانګړی او ډېر تګړه سلاکار چې معمولاً حقوق پوه وي)، د ۱۸۷۰ ز کال د جولای په درېیمه زېږېدلی او د ۱۹۴۷ ز کال د جون په ۲۶ مړ شوی، یو کاناډايي حقوق پوه، سوداګر او سیاستوال چې له ۱۹۳۰ ز کال څخه تر ۱۹۳۵ ز کال پورې يې د کاناډا د یوولسم لومړي وزیر په توګه خدمت کړی. هغه له ۱۹۲۷ ز کال څخه تر ۱۹۳۸ ز کال پورې د محافظه کار ګوند مشري وکړه.
بېنېت د برونزوېک په هوپوېل کې زېږېدلی او هوپ وېل کپ ته څېرمه لوی شوی. هغه په ډالهوسي پوهنتون کې حقوق ولوستل، په ۱۸۹۳ ز کال کې فارغ شو او په ۱۸۹۷ ز کال کې ز کالګري ته لاړ تر څو له جېمز لافېډ سره په ګډه یو حقوقي شرکت جوړ کړي. بېنېت له ۱۸۹۵ ز کال څخه تر ۱۹۰۵ ز کال پورې د شمال لویديځو قلمرونو په قانوني اسامبلۍ کې خدمت وکړ او وروسته یې د البېرتا په مقننه جرګه کې خدمت وکړ. هغه له ۱۹۰۵ ز کال څخه د البېرتا د محافظه کار ګوند د تحلیف مشر و او وروسته له دې چې په ۱۹۱۱ ز کال کې ولسي جرګې ته بریالی شو استعفا یې ورکړه. هغه د لنډمهال لپاره د ارټور مېګن په دولت کې د عدلیې د وزیر په توګه خدمت وکړ. هغه همدارنګه په ۱۹۲۶ ز کال کې د مېګن د واکمنۍ په دویمه دوره کې د لنډې مودې لپاره د مالیې د وزیر په توګه هم خدمت وکړ. مېګن د ۱۹۲۶ ز کال په ټاکنو کې تر ماتې خوړلو وروسته د محافظه کارګوند له مشرتابه څخه استعفا ورکړه او بېنت په ۱۹۲۷ ز کال کې د هغه د ځای ناستي په توګه وټاکل شو او په دې توګه د اپوزیسیون مشر شو.
بېنېت د ۱۹۳۰ ز کال تر ټاکنو وروسته لومړی وزیر شو، چې محافظه کارانو د لېبرال ګوند له وېلیام مېکنزي کېنګ څخه د اکثریت دولت ترلاسه کړ.
د بېنېت لومړي وزیرتوب په لومړۍ درجه کې له لوی رکود(کاروباري سوړبازارۍ) سره مشخص شو. هغه او ګوند یې له کړکېچ سره د لسه- فېیرس (یو اقتصادي سیستم چې په هغه کې د خلکو د ځانګړو ګروپونو تر منځ معاملات آزاد دي او له هر ډول اقتصادي مداخلې څخه پاک دي) د پالیسیو له لارې مبارزه وکړه. خو دا پالیسۍ تر یوې کچې بې اغېزې وې. هغه د امپريالیستي آزاد ترجیحاتي تجارت تړون په رامنځته کولو کې هم ناکام و. بېنېت د وخت په تېرېدو سره په مخ پر زیاتېدونکي ډول مداخلهګر شو او هڅه يې وکړه د نيو ډيل(نوې معاملې) (یوه ټولنیزه او اقتصادي برنامه) مشهوره برنامه چې د متحده ایالاتو د ولسمشر روزوېلټ له خوا وضع شوې وه تکرار کړي. دا د محافظه کارانو په صفوفو کې نږدې له پارولو سره د مخاخېدو لامل شوه او د عامه وګړو له خوا د ډېرې بې کفایتی د ثبوت په توګه وپېژندل شو. لاهم هغه د کاناډا د نشراتي شرکت (CBC) په چوکاټ او د کاناډا په بانک کې له ځان څخه تل پاتې میراثونه پرېښودل او ان د خپلو سیاسي مخالفانو له خوا په کاناډا کې د اقتصادي سوړ بازارۍ د بالقوه بدو اغېزو په کمولو کې د یوې وسیلې په توګه په پام کې ونیول شو.
بېنېت د ۱۹۳۵ ز کال په ټاکنو کې له غوڅې ماتې سره مخامخ شو او کېنګ بېرته واک ته راستون شو. بېنېت تر ۱۹۳۸ ز کال پورې تر هغه چې انګلستان ته تقاعد شو، د محافظه کار ګوند مشر پاتې شو. وېسکانټ بېنېت د کاناډا یوازینی لومړی وزیر دی چې د لوړ ربته اشرافي مقام ویاړ یې ترلاسه کړی. بېنېت د تاريخ پوهانو او عام ولس تر منځ له منځنۍ کچې څخه د ټيت وزیر په توګه پېژندل کېږي.
د ژوند لومړي کلونه
[سمول]بېنېت د ۱۸۷۰ ز کال د جولای په درېیمه زېږېدلی، هغه مهال یې مور هنريټا استایلز د خپل مور او پلار ليدلو ته د کاناډا نيوبرونزويک، هوپ وېل هېل سیمې ته تللې وه. هغه د شپږو ماشومانو تر ټولو مشر و او همالته د فانډي خلیج ته څېرمه د خپل پلار هنري جان بېنېت په کور کې د شایر ښار په کپهاپوېل کې د البېرت په کلي کې چې هغه مهال یو ۱۸۰۰ کسیز ښارګوټی و لوی شو. [۱۰][۱۱][۱۲]
د هغه پلرني اجداد انګرېزان وو چې په ۱۷مه پېړۍ کې کانکټیکاټ ته کډوال شوي و. د هغه مشر مشر نیکه زادوک بېنېت په ۱۷۶۰ ز کال کې د امریکا له انقلاب څخه مخکې د نیو لندن له کانټیکاټ څخه نووا سکوشیا ته د لوی بدلون په بهیر کې د نیو انګلنډ د یو بزګر په توګه مهاجرت وکړ، چې له شړل شویو اکاډیانو څخه يې په زور ځمکې واخیستې.
د ار. بي. بېنېت کورنۍ بېوزله وه او تر ډېره يې ژوند د يوې کوچنۍ کروندې پر محصولاتو مخته وړو. هغه په لومړیو ورځو کې د ټول عمر لپاره د سپما کولو عادت ځان کې رامنځته کړ. د هغوی د کور محرکه قوه يې مور وه. هغه یوه وېسلي مېټوډېسته وه او دا باور او ایمان یې خپل زوی ته ورولېږدول. داسې نه بريښي چې د بېنېت پلار به د خپلې کورنۍ لپاره ښه تأمینوونکی و، که څه هم د دې لامل مشخص نه دی. هغه د یوې مودې لپاره يو عمومي پلورنځی اداره کړ او هڅه يې وکړه چې د ګچ زېرمو ته پراختیا ورکړي. [۱۳]
بېنېتیان مخکې یو څه نېکمرغه کورنۍ وه، چې په کپ هاپوېل کې يې د بېړۍ جوړونې یوه کارخونه اداره کوله، خو د نولسمې پېړۍ په منځنۍ برخه کې د بخار بېړیو ته بدلون د هغوي په سوداګرۍ کې په ورو ورو سوړوالی رامنځته کړ. له دې سره هغوی یوه لوستې کورنۍ وه او په درېو ورځپاڼو کې شریکه وه. هغوی پياوړي محافظه کارن وو، په حقیقت کې یو له تر ټولو لویو او وروستیو بېړیو څخه چې د بېنېت د کښتۍ جوړونې د کارخونې (په ۱۸۶۹ ز کال کې) له خوا اوبو ته ولېږل شوه، د ښاغلي جان اې. مکډولاند (د کاناډا لومړنی، لومړی وزیر) وه.
بېنت چې په سیمهییز ښوونځي کې زدهکړې کړې وې، ډېر ښه زدهکوونکی و، خو تر ډېره یوازې و. بېنېت د خپل پروټېسټانې باور سره د بریتانیا له سترواکۍ سره د تلپاتې مينې په غېږ کې او وروسته د هغې په لوړه څوکه کې لوی شو. یو کوچنی میراث چې د هغه مور ترلاسه کړ، نوموړي ته يې دا زمینه برابره کړه چې په فرډريکټون کې په یوه عادي ښوونځي کې زدهکړې وکړي. هلته یې د ښوونکي کېدلو زدهکړې وکړې، هغه وروسته د څو کلونو لپاره د مونکټون په شمال کې په ایرېش ټون کې تدریس وکړاو خپلې پیسې يې د حقوقو پوهنځۍ لپاره سپما کړې. [۱۴]
پوهنتون، لومړنۍ حقوقي دنده
[سمول]بېنېت په ۱۸۹۰ ز کال کې د ډالهوسي پوهنتون پيل کړ او په ۱۸۹۳ ز کال کې په لوړه درجه له حقوقو څخه فارغ شو. هغه په هغه کتابتون کې چې د پوهنځي د رئیس او د پارلمان د غړي ډاکتر ريچارډ چپمن وېلډون له خوا وړاندیز شوې و، خپل کار ته دوام ورکړ، په مناظره يي او محاکمه يي فعالیتونو کې يې برخه واخیسته.[۱۵]
هغه وروسته د ټويډي او بينېت د چټمن د حقوقي شرکت شریک و. مکس اېتېکن (چې وروسته د لارډ بېور بروک په نوم وپېژندل شو) د هغه د دفتر هلک و، په داسې حال کې چې د وکیل په توګه يې مقاله لیکله، د مونټريل په ورځپاڼه او د عمري بیمې د خرڅلاو په برخه کې هم يې فعالیت درلود. اېتکېن، بېنېت په دې باوري کړ چې د چاتم ښار په لومړنۍ شورا کې د غړیتوب لپاره ځان نوماند کړي او د هغه کمپاین یې اداره کړ. بېنېت په یوه رایه وټاکل شو او وروسته له اېتکن سره د ټولو هغو ژمنو په اورېدلو قهرجن شو چې د بېنېت له خوا يې ورکړې وې. [۱۶]
د لوېدیځ لور ته تلل
[سمول]د چاتم ښار شورا ته د هغه له ټاکل کېدو سره سره، په ښار کې د بېنېت ورځې په شمار وې. هغه حرصناک و او ويې ليدل چې کوچنۍ ټولنه د هغه لپاره ډېر نری میدان دی. هغه له وړاندې له جېمز لافېډ سره مذاکره کړې وه، تر څو د وېلډن په وړاندېز شمال لویدیځو سیمو ته کډه شي او په کلګري کې د هغه قانوني شریک شي. لافېډ په کلګري کې تر ټولو بډایه او بریالی وکیل و. [۱۷]
بېنېت په ۱۸۹۷ ز کال کې کلګري ته ولاړ. یو مدامالعمره مجرد او ټيټوټلر (هغه کس چې هېڅکله شراب نه څښي)، که څه هم بېنېت د خپلو منتخبو همکارانو له خوا د شرابو په څښلو تورن و، دا کار به یې له رسنیو څخه پټ کاوه، تر څو یې ونه ویني، هغه په یو هوټل کې او وروسته په یوه لیلیه کې يوازې ژوند کاوه. د یوې مودې لپاره يې یو کوچنی ورور ورسره په کوټه کې و. هغه به په کاري ورځو کې د غرمې ډوډۍ په البېرتا هوټل کې خوړله. ټولنیز ژوند يې لکه څنګه چې و، په کلیسا متمرکز و. که څه هم د هغه له شخصي ژوند سره هېڅ کومه لویه رسوايي نه وه تړلي، خو بېنيت بیا هم سخت کار وکړ او په ورو ورو يې خپل حقوقي فعالیتونه پیاوړي کړل. په ۱۹۰۸ ز کال کې هغه د کلګري ښار لپاره د کتابتون د لومړني پلاوي له منصوب شویو پنځو غړو څخه و، چې د کلګري د عمومي کتابتون په رامنځته کولو کې يې رول درلود. [۱۸]
په ۱۹۱۰ ز کال کې د کلګري پاور (چې اوس مهال د ټرانس الټا رسمي شرکت دی) مدیر شو او یوازې یو کال وروسته رئیس شو. د هغه د مشرتابه په بهیر کې په بشپړو شویو پروژو کې د مېنوانکا جهیل د ذخېره کولو لومړنی مخزن، کلګري ته دویمه انتقالي کرښه او د کنناسکي فالس د اوبو دستګاه پروژې شاملې وې. هغه مهال هغه د راکي غرونو د خوندیتوب او باور د سېمېنټو شرکت مشر هم و. [۱۹]
سرچينې
[سمول]- ↑ ۱٫۰ ۱٫۱ ۱٫۲ د پرانسې ملي کتابتون پېژند: https://catalogue.bnf.fr/ark:/12148/cb124232553 — خپرېدونېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — ليکوال: Bibliothèque nationale de France — سرليک: اوپن ڈیٹا پلیٹ فارم، платформа відкритих даних، платформа открытых данных، plateforme de données ouvertes، piattaforma di dati aperti، Opendata-Plattform، otevřená data platforma، åben-data-platform، տվյալների բաց շտեմարան، platforma za odprte podatke، plataforma de datos abierta، plataforma de dados aberta، платформа адкрытых даных، платформа на отворените данни، platforma otwartych danych، [ашық деректер платформасы] تېروتنه: [ناپېژانده] تېروتنه: {{Lang}}: ناسم ليک (لارښود): سکريپټ: cyrl ژبکوډ ملاتړ نه کوونکی: kk (لارښود)، ачык маалыматтарды платформа، açıq məlumat platforması، ochiq ma'lumotlar platforma، açık verilerin platformu، платформа отвореног података، platforma otvorenih podataka، platforma otvorenog podataka، platforma otvorených údajov، πλατφόρμα ανοικτών δεδομένων، platformu atklātā datu، platforma atvira duomenų، platvormi avatud andmete، avoimen datan foorumi، nyílt adatok platformja، პლატფორმა ღია მონაცემები، платформа за отворени податоци، нээлттэй мэдээллийн тавцан، platformă de date deschise، platformo de malferma datumoj، open data platform، плятформа адкрытых зьвестак، Усьтэм даннойёслэн платформазы، асыҡ мәғлүмәт платформаһы، açıq malümat platforması، açıq malümat platforması، ачык малюмат платформасы، öppen dataplattform، платформаи додаҳои боз، ачык кӧргӱзӱлердиҥ платформазы، гом бæрæггæнæнты платформæ او ashıq maǵlıwmatlar platforması
- ↑ د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: https://www.britannica.com/biography/Richard-Bedford-Bennett — سکالو پېژند: Richard Bedford Bennett — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
- ↑ ۳٫۰ ۳٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6st9q27 — سکالو پېژند: R. B. Bennett — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ ۴٫۰ ۴٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/3799 — سکالو پېژند: Richard Bedford Bennett — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ The Peerage person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=4638&url_prefix=https://www.thepeerage.com/&id=p13922.htm#i139211 — سکالو پېژند: Richard Bedford Bennett, 1st and last Viscount Bennett — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — ليکوال: Darryl Roger Lundy — پنځوونکی: Darryl Roger Lundy
- ↑ Dictionary of Canadian Biography ID: https://www.biographi.ca/en/bio/bennett_richard_bedford_17E.html — سکالو پېژند: RICHARD BEDFORD, 1st Viscount BENNETT BENNETT — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — ليکوال: University of Toronto او Laval University — سمونګر: George Williams Brown ، David Mackness Hayne ، Francess Halpenny ، George Ramsay Cook ، John English ، Marcel Trudel ، André Vachon او Jean Hamelin — سرليک: Dictionary of Canadian Biography او Dictionnaire biographique du Canada — خپروونکی: University of Toronto Press او Presses de l'Université Laval
- ↑ ۷٫۰ ۷٫۱ سکالو پېژند: Richard Bedford Bennett — Library of Parliament of Canada person ID: https://lop.parl.ca/sites/ParlInfo/default/en_CA/People/Profile?personId=6638 — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ ۸٫۰ ۸٫۱ Canadian Encyclopedia article ID: https://www.thecanadianencyclopedia.ca/en/article/richard-bedford-viscount-bennett/ — سکالو پېژند: R.B. Bennett — سرليک: L'Encyclopédie canadienne او The Canadian Encyclopedia — پنځوونکی: Mel Hurtig
- ↑ Library of Parliament of Canada person ID: https://lop.parl.ca/sites/ParlInfo/default/en_CA/People/Profile?personId=6638 — خپرېدونېټه: ۱ اکتوبر ۲۰۲۴
- ↑ Waite, P.B. "R.B. Bennett". Dictionary of Canadian Biography. ترلاسهکېدو نېټه 14 March 2022.
- ↑ http://sunnyokanagan.com/TheBennettStory.pdf کينډۍ:Bare URL PDF
- ↑ Waite, P.B. "R.B. Bennett". Dictionary of Canadian Biography. ترلاسهکېدو نېټه 14 March 2022.
- ↑ Waite, P.B. "R.B. Bennett". Dictionary of Canadian Biography. ترلاسهکېدو نېټه 14 March 2022.
- ↑ "Canada's Prime Ministers: Macdonald to Trudeau", edited by Ramsay Cook and Real Belanger, University of Toronto Press, 2007, p. 300, ISBN 978-0-8020-9174-1
- ↑ "Canada's Prime Ministers: Macdonald to Trudeau", 2007, p. 301
- ↑ Waite, P.B. "R.B. Bennett". Dictionary of Canadian Biography. ترلاسهکېدو نېټه 14 March 2022.
- ↑ Waite, P.B. "R.B. Bennett". Dictionary of Canadian Biography. ترلاسهکېدو نېټه 14 March 2022.
- ↑ E. Gorosh, Calgary's "Temple of Knowledge": A History of the Public Library. 1975 Century Calgary Publications. p.5.
- ↑ Waite, P.B. "R.B. Bennett". Dictionary of Canadian Biography. ترلاسهکېدو نېټه 14 March 2022.
- ليکنې چې ويوکي په انګليسي
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P1559
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P1477
- ويکيډاټا سرچينې لرونکي مخونه
- 1947ز مړينې
- 26 جون مړينې
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P570
- د وفات کيدو سببونه د ويکيډاټا څخه
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P1545
- سياستمداران ويکيډاټا معلومات
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P580
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P582
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P1365
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P1366
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P106
- ليکنې چې ويوکي په اوردو
- ليکنې چې ويوکي په اوکرايني
- ليکنې چې ويوکي په روسي
- ليکنې چې ويوکي په فرانسوي
- ليکنې چې ويوکي په اېټاليايي
- ليکنې چې ويوکي په جرمني
- ليکنې چې ويوکي په چېکي
- ليکنې چې ويوکي په ډېنمارکي
- ليکنې چې ويوکي په ارمني
- ليکنې چې ويوکي په سلووېنيايي
- ليکنې چې ويوکي په اسپانيايي
- ليکنې چې ويوکي په پرتګالي
- ليکنې چې ويوکي په بېلاروسي
- ليکنې چې ويوکي په بلغاريايي
- ليکنې چې ويوکي په پولينډي
- تېروتنې ژبکينډۍ
- ليکنې چې ويوکي په قرغزي
- ليکنې چې ويوکي په ازربايجاني
- ليکنې چې ويوکي په اوزبکي
- ليکنې چې ويوکي په تورکي
- ليکنې چې ويوکي په سربيايي
- ليکنې چې ويوکي په کرواسيايي
- ليکنې چې ويوکي په بوسنيايي
- ليکنې چې ويوکي په سلوواکي
- ليکنې چې ويوکي په يوناني
- ليکنې چې ويوکي په لاتويايي
- ليکنې چې ويوکي په ليتوانيايي
- ليکنې چې ويوکي په اېستونيايي
- ليکنې چې ويوکي په فينلينډي
- ليکنې چې ويوکي په هنګري
- ليکنې چې ويوکي په ګورجي
- ليکنې چې ويوکي په مکدونيايي
- ليکنې چې ويوکي په مغولي
- ليکنې چې ويوکي په رومانيايي
- ليکنې چې ويوکي په اېسپرانتو
- ليکنې چې ويوکي په اودمورت
- ليکنې چې ويوکي په باشکيري
- ليکنې چې ويوکي په تاتاری کریمهای
- ليکنې چې ويوکي په سویډني
- ليکنې چې ويوکي په تاجيکي
- ليکنې چې ويوکي په التايي
- ليکنې چې ويوکي په اسي
- ليکنې چې ويوکي په کره کولپاکي
- ليکنې چې ويوکي په لاتيني

