۲۰۱۶ز کال کې د طالبانو والیانو وژنه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

کندهار[سمول]

۲۰۱۶/۵/۵ز کال[سمول]

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت او ځايي چارواکي وايي، امنیتي ځواکونو د يو لړ پوځي عملياتو په ترڅ کې په کندهار ولايت کې د طالبانو لخوا نومول شوی والي او د هغه د مرستيال په گډون د دغې ډلې ۴۳ تنه وسله وال وژلي دي. د کورنيو چارو د وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه کسان د يو شمېر ځانگړو عملياتو په ترڅ کې د کندهار ولايت په شاولي کوټ ولسوالۍ کې وژل شوي دي. د کورنيو چارو وزارت زياتوي، د طالبانو لخوا نومول شوی والی "حيات چې په حاجي لالا" مشهور دی او مرستيال يې "احمدشاه همت چې په ارماني" مشهور دی په ۴۳ وژل شويو کسانو کې شامل دی. د کندهار امنيه قومندان جنرال عبدالرازق هم د دغو کسانو د وژلو ادعا پر وخت ويلي يې دي، "دغو کسانو د کندهارـ ارزگان لار د ترافيکو پر مخ تړلې وه چې اوس بېرته پرانيستل شوه". د کورنيو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې په دغو عملیاتو کې يو شمېر وسلې او مهمات هم د افغان امنيتي ځواکونو لاس ته لوېدلي دي. کورنیو چارو وزارت زیاته کړه چې حیات مشهور په حاجي لالا د طالبانو تش په نوم کندهار والي او د هغه معاون چې احمد شاه همت چې په ارماني مشهور و له خپلو ۴۳ وسله والو ترهگرو سره ووژل شو. د کندهار امنیه قومندان جنرال عبدالرازق هم ددې وگړو وژنه تایید کړې او زیاته یې کړه چې دوي د کندهار-روزگان لویه لاره یې د خلکو پرمخ تړلې وه چې اوس خلاصه شوې. دا عملیات د سهار د یکشنبې ورځ،۱۰ بجو پیل او تر مازیگر ۴ پورې یې دوام وکړ. http://www.bbc.com/persian/afghanistan/2016/05/160502_k05_taliban_shadow_gov_killed

ملا منان نیازي وژنه[سمول]

ملا منان نیازی د سه شنبې په ورځ ۱۳۹۵/۳/۵ نیټه کندهار کې د افغان امنیتي ځواکونو له خوا ووژل شو.

پېښور کې د ننگرهار والي وژنه[سمول]

د طالبانو ترهگرې ډلې تش په نامه د ننگرهار لپاره نومول شوی والي مولوي میر احمد گل د پاکستان هېواد، پېښور ښار په سپینه وړۍ سیمه کې د نامعلومه وسله والو له خوا ووژل شو. د ملي امنیت د وخت رییس رحمت الله نبیل ویلي چې دا کس د افغانستان د ډېری وگړو قاتل و.

پېښور کې د مولوي عبدالرقیب وژنه[سمول]

د ۱۳۹۲ل کال د پاکستان هېواد په پېښور ښار کېد مولوي عبدالرقیب د فبرورۍ په میاشت کې هغه وخت ووژل شو چې له کوره بهر راووتو.

کوټه کې د نور الله هوتک وژنه[سمول]

د کوټې شوری غړی او نامتو طالب وسله وال ترهگر نور الله هوتک د دسټمبر میاشت، کال ۲۰۱۳ز کال د پاکستان کوېټې ښار کې نامعلومه وسله والو ووژلو.

اسلام اباد-راولپېنډۍ کې د نصر الله حقاني وژنه[سمول]

د حقاني ترهگرې شبکې نامتو طالب قومندان او مالي مسؤل مولوي نصر الدین حقاني د پاکستان په اسلام اباد-راولپېنډۍ ښار کې هغه وخت ووژل شو چې له یوه ډوډۍ پښوونکي دوکان څخه یې ډوډۍ اخېسته.