یوری ګاګارین

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

یوری الکس یویچ ګاګارین (لومړنی ستورمزلی) په روسي Юрий Алексеевич Гагарин) په نړیواله کچه لومړنی روسی ستورمزلی وو چې وی شول کولی په ۱۲ د افریل ۱۹۶۱م کال د ۱۰۸ د قیقو لپاره د ځمکې مدار نه په کامله توګه راتاو شي, اما ویل کیږي له دی وړاندی هم پخوانی شوروی اتحاد یو شمیر ستورمزلي لیګلي وو چې په فضایی بیړنیو کې د تخنیکي ستونځو له بیرته ځمکې را ستانه نه شول. د ۱۹۵۰ نه تر ۱۹۶۱ کلونو ترمنځ د امریکا او پخواتی شوروی اتحاد ترمنځ د سړې جګړې پرمهال دواړو هیوادونو کوښښ کوه چې فضا د انسان په لیګلو سره لومړی ځای خپل کړې, په یاد وخت کې دوه ایټالوي ورونه د خپل غږ صبتلو ماشین په مرسته پدی توانیدلی وو چې د یو شمیر روسی ستورمزلو غږونه پداسی حال کې صبت کړئ چې په یوه فضایی بیړی د سفر پرمهال په روسي ژبه له مرکزه د مرستی غوښتنه کوی او مري اما د پخوانی شوروی اتحاد حکومت د خلکو ترمنځ د خپل باور ساتلو لپاره یاد غږونه او رپوټونه رد کړي وو.

ګاګارین
یوری الکس ویچ
(ګاګارین په ۱۹۶۱م کال)
(ګاګارین په ۱۹۶۱م کال)
(ګاګارین په ۱۹۶۱م کال)

د شخص معلومات
زېږېدنه ۹ مارچ ۱۹۳۴م کال
کلوشینو, کينډۍ:Russia, [q[شوروی اتحاد]]
د وفات ځای ۲۷ مارچ ۱۹۶۸ (۳۴ کلن) روسیه شوروی اتحاد
تابعیت روسیه
عملي ژوند
کار/مسلک ستورمزلی او ازمایښتي پیلوټ

کار[سمول]

ژوند[سمول]