Jump to content

یاټ (بېړۍ)

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
په 2010 کي 45 فوټه کروزینګ بېړۍ
د 2018 کال تر ټولو اوږده شخصي بیړۍ سوپر یاټ عزام وه. [۱]

یاټ ( /jɒt/ ) یوه وړه کښتۍ ده چي د خلکو له لوري د شخصي بېړۍ په توګه استعمالیږي. د boat لفظ چي په انګلیسي کي د yacht د مقابل په توګه ویل کیږي، په عمومي توګه د ساده کوچنۍ کښتۍ مانا ورکوي خو یاټ بیا په دودیزه توګه لږ تر لږه د ۳۳ فوټه (۱۰ م) په اوږدوالي کي د یوې ځانګړي جوړي سوي کښتۍ مانا ورکوي. [۱]

د سوداګریزې کښتۍ په توګه د یاټ بېړۍ کوډ ۲۴ متر (۷۹ فوټه) یا تر هغه هم زیاته راځي . [۲] دا ډول بېړۍ په عمومي ډول ټاکل سوي عملې ته اړتیا لري [۱] او لوړ ساختماني معیارونه هم لري. [۲] یو سوپر یاټ یا megayacht بیا په عمومي ډول هرې هغه بیړۍ ته اشاره کوي چي له ۴۰ متر (۱۳۱ فوټه) څخه اوږده وي . [۳]

تر 2020 پوري له 15,000 څخه زیاتي داسي بېړۍ موجودي وې چي مسلکي عملې ته یې اړتیا درلودل. [۴]

د یاټ لغت

[سمول]
د 18 پیړۍ هالنډي بېړۍ

د یاټ اصطلاح د هالنډي کلمې jacht (pl. jachten ) څخه سرچینه اخلي، چې معنی یې "ښکار" ده، او په اصل کي سپکو او ګړندیړ کښتیو ته راجع کیږي چي د هالنډ جمهوریت سمندري ځواک به د سمندري غلو او نورو سرغړونکو د تعقیب لپاره کارولې.

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ ۱٫۲ . June 4, 2018. {{cite web}}: Missing or empty |title= (help); Missing or empty |url= (help)
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ Coles, Richard; Lorenzon, Filippo (2013-07-31). Law of Yachts & Yachting (په انګليسي). CRC Press. ISBN 9781317995791.
  3. Perry, Julie (August 2013). Insiders' guide to becoming a yacht stewardess: confessions from my years afloat with the rich and famous (Second ed.). New York. ISBN 978-1-61448-786-9. OCLC 859781233.
  4. Perry, Julie (August 2013). Insiders' guide to becoming a yacht stewardess : confessions from my years afloat with the rich and famous (Second ed.). New York. ISBN 978-1-61448-786-9. OCLC 859781233.