گيلا هيولا
ونگبڼه
| Heloderma suspectum گيلا هيولا | |
|---|---|
| مملکه | ژوی |
| عمومي بڼې | Chordata |
| ځانتياوي بڼې | شمزۍ لرونکي ژوي |
| طبقه | خاپوړن |
| فلس لرونکی ژوي | |
| Helodermatidae | |
گيلا هيولا (په لاتين: Heloderma suspectum) د Helodermatidae کورنۍ څخه یو زهرجن مارمولک دي چې په شمالي مکسيکو او نېواډا کې په گرمو او وچو سیمو کې ژوند کوي. گيلا هیولا سر، بدن او څلور قوي پښې د پنجو سره لري. اوږدوالی یی ۶۰ سانتیمتره وي. بدن یی د هډوکو دړو لخوا پوښ شوي دي. د دی مارمولک د حسونو څخه سمع او شامه تر ټولو ښه حسونه دي. گيلا هیولا په امريکا کی تر ټولو خطرناک او زهرجن مارمولک دی چې په لاندي ژامې کې زهرلرونکی غدې لري.