گل محمد لغمانی

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

شهید گل محمد لغمانی د شمالي په بگرام دوه سرکې د رباط کلي کې اوسېدو چې له آره د لغمان ولایت کوچیانو څخه دی. شهید گل محمد خان د گل دامین زوی په ۱۳۶۱ کال کې د لغمان ولایت په مرکز بادین خېلو سیمه کې دې نړۍ ته سترگې پرانستې وې او له لومړنیو زده کړو وروسته په ۱۳۹۱ کال د خپلې مینې او پاک احساس له مخې یې د سرحدي پولیسو په لیکو کې خپل ځان سوق کړ چې خپلې خاورې او خلکو ته د درې کلن خدمت وروسته یې بیگاه شپه د تورخم په سرحدي کرښه د خپلې خاورې څخه د دفاع په موخه د شهادت جام نوش کړ. شهید گل محمد خان له خپلو هیلو سره سره یو درې کلن زوی او یوه دوه میاشتینې لور دې فاني دونیا ته پريښودل او خپل پاک روح یې د الله تعالی دربار ته وسپاره.نوموړی د ۲۰۱۶ز کال د جون په ۱۲مه نیټه د افغان-پآکستان سرحدي سیمه تورخم کې د پاکستاني ځواکونو یرغلیزو بریدونو ځوابي عکس العمل کې په شهادت ورسېد. د ملي اتل قهرمان شهید گل محمد مړی به شمالي کې خاورو ته سپارل کیږي شهید گل محمد د گل امین ځوی اصل د لغمان کوچیان دي شمالي کې میشت دي جنازه به یی لومړی کابل دشهید محمد داود خان روغتون ته وړل کیږي. د یو لړ خاصو مراسمو د تر سره کولو او جنازې د لمانځه وروسته به د بگرام دوسرکې د رباط کلي کې خاورو ته سپارل کیږي. شهيد گل محمد لغماني تیره شپه د تورخم په پوله شهيد شو.