گرېگ مورټنسن

Permanently protected article
د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
گرېگ مورټنسن
گرېگ مورټنسن
گرېگ مورټنسن
گرېگ مورټنسن

د شخص معلومات
پيدايښت ۲۷ ډيسمبر ۱۹۵۷[۱]
تابعیت د امریکا متحده ایالات  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
دنده ليکوال
رنځورپاله  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي[۲]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ويبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

ګریګ مارټینسون امریکايي مسلکي ویناوال، لیکوال، پخوانی سرتېری او غر ختونکی دی. هغه د مرکزي آسیا د انستیتیوت د غیر انتفاعي سازمان یو له بنسټ اېښودونکو او پخوانیو اجرایوي مشرانو او همدارنګه د سولې لپاره د پیني په نوم خیریه روزنیز انستیتیوت بنسټ اېښودونکی دی. [۳][۴]

مارټینسون، د نیویارک ټایمز د ډېر پلورل شوي کتاب، درې ګیلاسه چای او په ښوونځي کې ډبرې: چې په افغانستان او پاکستان کې د کتابونو، نه د بمونو په مرسته د سولې ترویج کوونکی دی، ګډ لیکوال دی.[۵][۶]

مارټینسون تورن شوی و، چې د مرکزي آسیا له انستیتیوت سره یې مالي مرستې له مالي پلوه په سم ډول نه دي مدیریت کړې او همدارنګه یې په خپلو کتابونو کې دروغ ویلي. په ۲۰۱۲ ز کال کې د مونتانا د لوی څارنوال له خوا د یوې څېړنې وروسته، مارټینسون یو میلیون ډالر د مرکزي اسیا انستیتیوت ته بېرته ورکړل.[۷]

لومړنی ژوند (ماشومتوب)

مارټینسون د مینه سوتا په سنت کلاود کې وزېږېد. د هغه پلار او مور چې اروین او جیرین نومونه یې لرل، په ۱۹۵۸ ز کال له لوتران کلیسا سره تانګانیکا (اوسنۍ تانزانیا) ته لاړل، څو په اسامبارا غرونو کې د نجونو په یو ښوونځي کې درس ورکړي. اروین په ۱۹۶۱ ز کال کې د کیلیمانجارو مسیحي روغتیايي مرکز چې په تانزانیا کې لومړنۍ تدریسي شفاخانه وه، د پراختیا مشر او د هغو لپاره د مالي مرستو راغونډونکی شو. جیرین د موشي نړیوال ښوونځي مدیره او بنسټګره وه. مارټینسون چې خپل ماشومتوب او نوې ځواني په تانزانیا کې تېره کړه په آسانۍ سره یې کولای شو په سواحلي (Swahili) ژبې خبرې وکړي.[۸][۹]

د ۱۹۷۰ مې لسیزې په نیمايي، هغه مهال چې ۱۵ کلن و، مارټینسون او کورنۍ یې تانزانیا پرېښوده او بیاځلي مینه سوتا ته لاړل. هغه له ۱۹۷۳-۱۹۷۵ ز کال پورې د مینه سوتا په روزویل کې رمزي عالي ښوونځي ته لاړ او له هغه ځایه فارغ شو.[۱۰][۱۱][۱۲]

مارټینسون د مکتب له بشپړولو وروسته، له ۱۹۷۵-۱۹۷۷ ز کال پورې په آلمان کې د امریکا د متحده ایالاتو په پوځ کې خدمت وکړ او د پوځي ستاینې مډال ورته ورکړل شو. له پوځ څخه له ترخیص وروسته، نوموړی له ۱۹۷۷-۱۹۷۹ ز کال پورې د یو سپورتي بورسیې (فوټبال برخه کې) په لاسته راوړلو هغه د مینه سوتا په مورهد کې د کنکوردیا کالج ته شامل شو.[۱۳]

په ۱۹۷۸ ز کال کې، د کنکوردیا کالج لوبډلې فیندلای، اوهایو لوبډلې ته د ۷ پر صفر ماتې ورکولو سره د NAIA ملي اتلولۍ د لوبو دریم پړاو خپل کړ. مارټینسون په ۱۹۸۳ ز کال کې له سویلي داکوتا پوهنتون څخه د آزادو مطالعاتو په برخه کې د لیسانس سند ترلاسه او د نرسنګ په برخه کې په فوق دیپلوم کچه فارغ شو.[۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]

بشر دوستانه چارې او مسلک

په K2 کې اصلیت

مارټینسون د خپلو بشردوستانه چارو سرچینه د درې ګیلاسه چای په نوم په خپل ډېر پلورل شوي کتاب کې بیانوي. هغه وايي چې په ۱۹۹۳ ز کال کې د خپلې خور کریستا په یاد، د پاکستان شمالي سیمې ته لاړ څو د ځمکې دویمې لوړې څوکې ته چې کې ۲ نومېږي پورته شي. د قره قروم په سیمه کې په غرونو کې د ۷۰ ورځو له تېرولو وروسته، مارټینسون وه نشو کولای دغې لوړې څوکې ته ورسېږي. له دې وړاندې مارټینسون او د هغه بل غره ختونکی همکار سکاټ دارسنی، د ایتن فاین په نوم بل غره ختونکي د ژوند ژغورلو په موخه ۷۵ ساعته تېر کړي و او دغې چارې هغوی کمزوري کړي و. د ژغورنې له عملیاتو وروسته، هغه له غره راښکته شو او د مرتضی علي په نوم له یو سیمه ییز وړونکي چې د بالټي له خلکو څخه و نږدې ښار ته لاړ.[۱۸]

د دریو ګیلاسو چایو کتاب پر بنسټ، مارټینسون وايي چې، هغه لار غلطه کړې وه او په پایله کې د کروپهي په نوم کلي ته رسېدلی و. مارټینسون چې له جسمي پلوه ډېر ستړی، ناروغ او هغه ځای ته د رسېدلو پر مهال یوازې و، د کروپهي کلي اوسېدونکو له هغه تر هغه مهاله چې بېرته روغ شي، پالنه یې وکړه. له هغې ټولنې څخه د مننې په موخه چې له ده سره یې مرسته کړې وه، مارټینسون وویل چې د دوی په کلي کې ښوونځی جوړوي، ځکه د هغه پام دې ته شوی و چې زده کوونکي یو لرې ښوونځي ته ځي او خپل درسونه په خځلو کې لیکي.[۱۹][۲۰]

مارټینسون وروسته په ۲۰۱۱ ز کال کې د یوې مرکې پر مهال څرګنده کړه چې د درې ګیلاسه چای په کتاب کې د کروپهي کلي په اړه ټاکل شوی مهال سم ندی او دغه پېښه ډېر وروسته د کې ۲ څوکې څخه له راښکته کېدو وروسته او په یو بل مهال کې د یو بل سفر په ترڅ کې شوې.[۲۱][۲۲]

په مرکزي آسیا کې پوهه (سواد)

مارټینسون په پراخ ډول په ټوله نړۍ کې د نجونو د ښوونې او روزنې د اهمیت اړوند څرګندونې او لیکنې کړې دي. هغه همدارنګه ویلي، چې د نجونو د ښوونې او روزنې په برخه کې پانګونه یو له مهمو پانګونو ده چې ټول هېوادونه کولای شي د ثبات د رامنځته کېدو، ټولنیزو- اقتصادي اصلاحاتو راوړو، د نویو زېږدلو ماشومانو په مړینه کې د کمښت، د نفوسو له بې حده زیاتوالي او همدارنګه د سلامتیا، حفظ الصحې او روغتیا د معیارونو د ودې په موخه هغه ترسره کړي. د هغه نظر دا دی چې د "سولې د ودې" په موخه "له ترهګرۍ سره مبارزه" تاوتریخوالی تل پاتې کوي، په داسې حال کې چې د "سولې ټینګښت" نړیوال لومړیتوب باید د ښوونې او روزنې او سواد زده کړو په برخه کې د نجونو په زده کړو د ټینګار له مخې وي. [۲۳]

هغه په خپل کتاب درې ګیلاسه چای کې، د پاکستان شمال – لویدیځ پولې ته څېرمه سیمو ته خپل سفر، له دې ډلې په ۲۰۰۳ ز کال کې د افغان تریاکو د جنګ سالارانو ترمنځ له نښتې څخه تېښته، همدارنګه چې څه ډول د نجونو د زده کړو په برخه کې د سخت دریځه مسلمانو روحانیونو له خوا د ده اړوند دوه فتواوې صادرې شوې او دا چې څه ډول له کرکې ډک او ګواښوونکي بریښنالیکونه یې له خپلو امریکايي هېوادوالو څخه چې د مسلمانو ماشومانو سره یې د مرستې کولو اړوند ترلاسه کړي، تشرېح کوي.[۲۴][۲۵]

د مارټینسون د ملګري او آپ – اد کالم لیکونکي نیکولاس ډي. کرېسټوف د راپور له مخې، هغه ښوونځي چې د مرکزي آسیا د انستیتیوت له خوا جوړېږي، سیمه ییز ملاتړ له ځان سره لري، له همدې امله د ټولنو له خوا منل کېږي. هغوی توانېدلي د طالبانو او نورو هغو ډلو چې د نجونو د زده کړو مخالف دي له غچ اخیستونکو چارو ځان وساتي. همدارنګه د ټولنو ملاتړ له ځان سره لري چې د خلکو له خوا د ځمکې بخښل، له معاش پرته د کارکوونکو برابرول، لرګیو او نور منابعو برابرول په کې شاملېږي.[۲۶]

د مرکزي آسیا د انستیتیوت د راپور له مخې، دغه انستیتیوت تر ۲۰۱۴ کال پورې یې له ۳۰۰ زیاتو پروژو بنسټ اېښی او یا یې هم پام وړ ملاتړ ترې کړې چې د پاکستان، تاجکستان او افغانستان په لرې پرتو او بې ثباته سیمو کې ۱۹۱ ښوونځي په کې شاملېږي. [۲۷][۲۸]

د مرکزي آسیا انستیتیوت

مارټینسون وروسته له هغه چې په کورپهي کې د ښوونځي د ودانۍ جوړولو لپاره د مالي مرستې له ترلاسه کولو ناهیلی شو، په سیلیکون ویلي کې یې د کمپیوټر ماهر ژان هورني دې ته قانع کړ، چې په کورپهي کې د یو ښوونځي د جوړولو مالي لګښت برابر کړي.[۲۹]

هورني، چې هغه مهال شدید ناروغ و، د مرکزي آسیا د انستیتوت بنسټ یې کېښود څو هغه او نور وکولای شي د مارټینسون له چارو، چې مالي مرستې یې له مالیاتو معاف دي، ملاتړ وکړي او مارټینسون د دغه انستیتیوت لومړنی اجرایوي مشر شو. د دغه غیر انتفاعي انستیتیوت ماموریت دا دی چې د پاکستان او افغانستان په لرې پرتو سیمو کې په ځانګړې توګه د نجونو لپاره ښوونه او روزنه او سواد زده کړې دود کړي.[۳۰][۳۱][۳۲]

ګریګ مارټینسون له ۲۰۰۶ ز کال څخه تر ۲۰۱۱ ز کال پورې د امریکا متحده ایالاتو په ټولو ښوونځیو کې د عامه ویناوو له لارې خپل کتاب ته بازارموندنه او همدارنګه د نجونې د ښوونې او روزنې د ترویج په موخه د مالي مرستو په راغونډولو لاس پورې کړ. د ۲۰۱۰ ز کال تر وروستیو پورې د عامه ویناوو په غونډو کې د ګډون په موخه د سفرونو لګښت یې د مرکزي آسیا د انستیتیوت له خوا ورکول کېده. مارټینسون هغه پیسې چې له دغه انستیتیوت یې د عامه ویناوو د ورکولو په موخه ترلاسه کولې او همدارنګه د خپل کتاب د پلور څخه د امتیاز د حق د ترلاسه کولو پیسې د خپل ځان لپاره ساتلې. تر ۲۰۰۹ ز کال پورې د ده د کتاب د تبلیغاتو، مالي مرستو د راغونډولو د کمپاینونو او د نجونو د زده کړو په اړه د عامه پوهاوي ورکولو څخه ترلاسه شوې پیسې چې د مرکزي آسیا د انستیتیوت له خوا ورکول کېدې، ۴.۶ میلیون ډالرو ته رسېدلې.[۳۳][۳۴]

د ۲۰۱۲ ز کال په اپرېل میاشت کې د مونتانا د لوی څارنوال له څېړنو وروسته چې یو کال یې دوام وکړ، مارټینسون په پایله کې هوکړه وکړه چې یو میلیون ډالر د مرکزي آسیا انستیتیوت ته بېرته ورکړي. د مونتانا په څېړنه کې وموندل شوه چې هغه د یاد انستیتیوت له ۶ میلیون ډالرو څخه زیاتې پیسې په ناسمه توګه لګولې دي، په داسې حال کې چې هېڅ جرمي مسئله په کې وه نه موندل شوه. د مونتانا لوی څارنوال، ستیو بولاک وویل: "ښاغلي مارټینسون کېدای شي په قصدي ډول د انستیتیوت مدیره پلاوي او کارکوونکو ته چل نه وي ورکړی، خو د هغه د چارو اړوند ابتدایي محاسبې پر وړاندې د هغه بې پروايي، په حقیقت کې ورته اغېز لري".[۳۵][۳۶][۳۷]

سرچينې

  1. Babelio author ID: https://www.babelio.com/auteur/wd/103960 — subject named as: Greg Mortenson
  2. Identifiants et Référentiels — د نشر نېټه: ۱۲ مې ۲۰۲۰ — خپرونکی: Agence bibliographique de l'enseignement supérieur
  3. Marissa Bronfman (په January 13, 2010 باندې). Greg Mortenson Inspires Branksome Hall to Raise $9,000 in Pennies for Peace Drive. Huffington Post.
  4. "Greg Mortenson on War and Peace". On Point with Tom Ashbrook. December 8, 2009. د لاسرسي‌نېټه July 29, 2014. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. . Inside the List.
  6. Jay Mathews (په December 20, 2009 باندې). Book review: 'Stones into Schools' by Greg Mortenson.
  7. "Questions over Greg Mortenson's stories". 60 Minutes. د لاسرسي‌نېټه February 6, 2014. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. "Karibu". Kilimanjaro Christian Medical Centre. د لاسرسي‌نېټه February 6, 2014. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. "Welcome to International School Moshi". International School Moshi. د اصلي آرشيف څخه پر September 8, 2012 باندې. د لاسرسي‌نېټه February 6, 2014. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. "Three Cups of Tea". Go Reads. د لاسرسي‌نېټه February 6, 2014. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Academy of Achievement Living History Museum online Archived 2011-10-16 at the Wayback Machine.
  12. Will Herbert, “Speaker to Promote Peace Through Education” Laramie County Community County Wingspan March 2011 Archived 2011-03-24 at the Wayback Machine.; accessed December 9, 2016.
  13. "Over 1,000 Candidates to Receive Degrees During 2006 Spring Commencement at The U". University of South Dakota. د لاسرسي‌نېټه February 6, 2014. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. "Concordia Men's Sports - The First One Hundred Years". Concordia. د اصلي آرشيف څخه پر March 1, 2014 باندې. د لاسرسي‌نېټه February 25, 2014. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Hinojosa, Maria (March 2, 2007). "Greg Mortenson on Building Schools in Afghanistan and Pakistan". PBS NOW. د لاسرسي‌نېټه July 19, 2014. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. "Championships". Concordia College. د لاسرسي‌نېټه February 25, 2014. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. "Championship History" (PDF). National Association of Intercollegiate Athletics. د لاسرسي‌نېټه February 25, 2014. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. "Against All Odds: Expeditions" (PDF). The Alpine Journal. 1995. د لاسرسي‌نېټه June 30, 2014. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. "Fresh Air" Archived 2008-04-01 at the Wayback Machine., with Terry Gross, National Public Radio (NPR), February 7, 2002
  20. Elizabeth Bumiller. "Unlikely Tutor Giving Military Afghan Advice", The New York Times, July 17, 2010.
  21. (په April 18, 2011 باندې). Mortenson Concedes He Conflated Parts of Memoir. New York Times.
  22. (په April 18, 2011 باندې). Interview: Greg Mortenson Speaks. Outside.
  23. "Another Way to Stop Terrorism" Archived 2015-09-24 at the Wayback Machine., Parade magazine, March 5, 2006.
  24. "Transcript: Greg Mortenson on Building Schools in Afghanistan and Pakistan". PBS NOW. د لاسرسي‌نېټه February 8, 2014. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. Mortenson, Greg; Relin, David Oliver (January 22, 2009). Three Cups of Tea: The Young Reader's Edition. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8037-3392-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. Memmott, Mark (April 21, 2011). "Kristof: 'Reserve Judgment' On 'Three Cups Of Tea' Author Mortenson". NPR.org. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. "Master Project List & Key" (PDF). Central Asia Institute. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر July 20, 2014 باندې. د لاسرسي‌نېټه February 8, 2014. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. "Greg Mortenson's Saga Not Over Yet: ExWeb Interview with "3000 Cups of Tea" Producers". Explorers Web. April 15, 2014. د لاسرسي‌نېټه July 19, 2014. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. Bill Romano, "Memorial Service Set Feb. 13 for Scientist Jean Hoerni, 72", San Jose Mercury News, February 3, 1997.
  30. "Three Cups of Deceit: How Greg Mortenson, Humanitarian Hero, Lost His Way (Kindle Single) - Kindle edition by Jon Krakauer. Politics & Social Sciences Kindle eBooks". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. "Nobel Peace Prize nominee Greg Mortenson to speak at Saint Martin's University on May 13". Saint Martin's University. April 23, 2010. د اصلي آرشيف څخه پر November 27, 2011 باندې. د لاسرسي‌نېټه June 30, 2014. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  32. "Mission Statement". GuideStar. د لاسرسي‌نېټه June 30, 2014. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  33. Board of Directors, Central Asia Institute responds to 60 Minutes questions, April 16, 2011 Archived April 29, 2011, at the Wayback Machine.
  34. "Financial Report, 2009" (PDF). Central Asia Institute. May 21, 2010. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر July 20, 2011 باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ اپرېل ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  35. (په 2012-04-06 باندې). Three Cups author must repay charity $1 million.
  36. (په 2012-04-06 باندې). Three Cups of Tea author must pay $1m to his charity. BBC News. BBC
  37. "Greg Mortenson, Central Asia Institute mismanaged money, reach $1M settlement with attorney general's office". Bozeman Daily Chronicle. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ فبروري ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)