گریلي اېبټ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

چارلز ګريلي آبټ - Charles Greeley Abbot د مې په ۳۱ نېټه، کال ۱۸۷۲، د متحده ایالاتو په وېلټن کې زېږېدلی او د ډسمبر په ۱۷ نېټه، کال ۱۹۷۳، په رېور ډېل کې مړد شوی. د امریکا نجومي فزیک پوه (astrophysicist) وو چا چې په ( Smithsonian Astrophysical Observatory) کې د واشنګټن ډي سي ښار کې ۴۰ کاله د ریس په توګه کار وکړ او په دې وپوهېده چې د لمر د انرژۍ تولید تغیر یا توپیر کوي او د ځمکې په اقلیم باندې د اندازه کولو وړ اغیز کوي. ابټ د نیو همپشایر (New Hampshire) د بزګرو په کورنۍ کې زېږېدلی او له څلور زامنو تر ټولو وړوکی د پلار زوی وو. داېم اېس سي ډګري ېې په کال ۱۸۹۵ کې له (Massachusetts Institute of Technology) څخه کړې او له ډګري اخیستلو وروسته ېې سم دلاسه د معاون په توګه له ( Samuel Pierpont Langley) سره کار پېل چې وروسته د یادې ادارې د ریس توګه وګمارل شو. له لنګلي سره ېې مرسته وکړه چې د لمر انفراریډ طیف نقشه کړي او د لمر وړانګې چې ځمکې په یو وخت او یو سیمه کې اخذ کړې وي اندازه کړي. دغه مقدار ته د ثابت لمریز مقدار ( solar constant) نوم اخیستل کیږي. کله چې په کال ۱۹۰۶ کې لنګلي مړ شو ابټ د دې ادارې ریس وټاکل شو او پر سینوپټیک باندې ېې د نظارت پروګرام جوړ کړ تر څو په لمریز ثبات کې تغیر یا توپیر په اړه څېړنې وکړل شي. ډېر ژر له خپل ټیم سره په دې وتوانیده چې د لمر په وړانګو کې تغیر ومومي او د دې تغیر په وجه د ځمکې په اقلیم کې بدلون سره اړیکه وویني. دې کشف د هوا په وړاندوینه کې کلیدي رول ولاره. له دې پرته ېې لمریز د بخار دېګونه، او ملقلونه هم ډېزاین کړي.