گرافېن

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
گرافېن

گرافېن (په انگرېزي: Grafen) د کربن یو دوه بعدی آلوټروپي فورم دي چی د کربن اټمونو د یو نري پوړ (قشر) لخوا جوړ شوي دي. د کربن اټومونه په شپږ څنډي کريستالي شبکې کی د -σاوπ- پیوندونو په مرسته تړل شوي دي. دغه توکه عالي ټينگوالي لري او ښه برېښنايي او حرارتي هادي هم دی. د گرافېن یوه پاڼه چی 1 m2 لري د 0,77 mg وزن لري او ټينکوالي یی د پولاد څخه عالي دي. گرافېن د نمایښو آلو او بريښنا مسالو د جوړولو لپاره کارېدلای شی. بېلگی په توگه: نمايش آله چی د گرفېن څخه جوړه شوي ده د اوسنیو نمایشو آلو څخه کلک دي. نوموړي ماده په نانو تکنولوجي کی مهم رول هم لوبوي.

تاريخ[سمول]

گرافېن لومړني ځل په ۱۹۶۲ کال کی د کیمیایی پوه هانس پېټر بوهم لخوا توصيف شو. خو نوموړي ماده په ۲۰۰۴ کال کی د مېنچستر په پوهنتون کی د آندره گایم او کنستانتین نووسلف لخوا جوړه شوه. په اوس وخت کی د گرافېن جوړولو لپاره څو طریقونو (لارو) کارېږي.