گاگره

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
د گاگرې خښتې

گاگره د ودانولو مساله ده چې د ودانيو تر څنگ د گڼ شمېر تعميراتي کارونو کې کارېږي. په انگرېزي ژبه ورته (Concrete) وايي.

گاگره د رغنیزو چارو د تر ټولو مهمو عناصرو څخه یو دی چې د ودانیو او ښار جوړونې په برخه کې ېې د پام وړ بدلون راوستلی دی. گاگره یا کانکریټ په ټوله کې د شگو، سمنټ، او اوبو څخه جوړه شویده. د گاگرې ځانگړتیاوې د هغې د جوړونکو موادو ترمنځ د تناسب له مخې د پام وړ بدلون مومي چې پدې سره کولی شو د گاگرې بیلابیل ډولونه تولید او وکاروو.

شگې زیاتره وخت د ماشین پوسیله د لویو ډبرو څخه لاسته راوړي لکه مرمر ډبرې او یا هم گرانیټ. د شگو بل ډول ېې ریگ دی. ریگ هم د ودانیزو چارو د چاپیریال او یا هم جیولوژیکې موقعیت له مخې د یا خو د سیندونو، د دښتو او خوړونو څخه ترلاسه او یا هم د غټو شگو په څیر د لویو ډبرو د میده کولو او غلبیل کولو څخه ترلاسه کوي.

سمنټ چې د گاگرې په جوړښت کې د سریښناک په توگه دنده لري، د ځانگړو ډبرو د ایرې کولو څخه د سمنټو د تولید په بټیو کې ترلاسه کیږي.

یو نوی تعمیر چې په 1968 کې بشپړ شویدی.

وروسته اوبه ورزیاتوي چې د شگو، ریگ او سمنټو یو لوند مخلوط ترې جوړ شي. د اوبو دنده داده چې په مخلوط کې د شته سمنټو د کیمیاوي فعالیت د پیل او دوام لپاره چې هایدریشن ورته وايي کمک کوي. د اوبو په مرسته له یاد مخلوط یعنې گاگرې څخه بیلابیل شکلونه لکه د ودانۍ ستنې، بیم، دیوال او نور د قالبونو په مرسته چې لمړی په لانده ډول اچول کیږي او بیا ورسته کلکیږي ترلاسه کیدی شي. د گاگرې د کلکیدو دغه پروسه لکه مخکې چې یادونه وشوه د شگو، ریگ، سمنټ او اوبو ترمنځ د کیمیاوي تعاملاتو څخه عبارت ده.

گاگره د فشار پر وړاندې ځواکمن خو د کش کولو پروړاندې کمزوري دي؛ لدې امله په ورځنیو رغنیزو چارو کې د گاگرې په منځ کې د پولادو سیخ چې د کش کولو قوه وزغمي هم کارول کیږي.

گاگره په زیاتره مهندسي ودانیو، انجینري ودانیو، تهدابونو، خښتو، دیوالونو، پلونو، سرکونو او لارو، هوايي ډگرونو، اوبو بندونو، حوضونو، د اوبو رسولو پایپ لاین او نورو برخو کې کارول کیږي. د نړۍ تر ټولو مشهوره گاگریزه ودانۍ په عربي متحده اماراتو کې د خلیفه برج دی.

د چاپیریال ساتنې له نظره گاگره د ډیرو ښیگڼو په درلودو او لږو بدیو سره یو ښه عنصر بللی شو.

تاریخچه

گاگره په لرغونو وختونو کې د ودانیزو توکو په توگه کارول شویده لکه رومی امپراطورانو، او داسې نور. د گاگرې په کارولو سره د رومیانو مهندسي له ډبرو او خښتو له چوگاټ نه را ووته.

زیاتي توکي

د گاگرې زیاتي توکي آن د رومیانو او لرغونو مصریانو له وخت نه را پدې خوا کارول کیږي. دوي پوهیدل چې، کچیرې د اور غورځونې ایرې په یو مخلوط ورزیاتې شي نو هغوی سره په اوبو کې د کیناستو سره مرسته کوي. همداشان رومیان پوهیدل کچیرې د آس ویښته د گاگرې په مخلوط ورگډ کړل شي، لاسته راغلې گاگره بیا ډیر درزونه نه کوي؛ او کچیرې وینه ورزیاته شي دغه گاگره بیا د زنگ په وړاندې ډیر کلکه راځي.

ترکیب

د ترکیبي توکو د اندازې او تناسب له مخې د گاگرې بیلابیل ډولونه ترلاسه کیدی شي. د گاگرې ډول یا ډولونه د هغې د مخلوط او ودانیو د څرنگوالي په پام کې نیولو سره توپیر لري.

سمنټ

پورټلند سمنټ ډیر نوموتي او معمول سمنټ دي. په بریتانیا کې سمنټ د لمړي ځل لپاره په 1824 کې وپیژندل شول. او دغه ته ېې د پورټلنډ ډیرو سره د ورته والي له کبله د پورټلند نوم ورکړ.

اوبه

د اوبو او سریښناکو توکو ترکیب د د گاگرې خټه جوړوي. سمنټ او اوبه کیمیاوي معاملې کوي چې په پایله کې ېې د سمنټو وړې ذرې یو له بل سره سریښ کیږي او پدې توگه د خپل شاوخوا لوې شگې او د ریگ وړې دانې هم یو له بل سره کلک سریښ او یو کلک جسم ترې جوړوي. د اوبو نسبي کمه اندازه د گاگرې د کلکوالي او اوږد عمر سبب کیږي، خو کارول ېې ستونزمن دي. له بلې خوا زیاتې اوبه د سمنټو خټه نرموي، چې کارول ېې ډیر آسانه خو کلکوالی ېې بیخي کم او لنډ د لنډ عمر سبب کیږي.

شگې

ریگ او غټې شگې د گاگرې زیاته او اصلي برخه جوړوي. اوس اوس د نړیدلو ودانیو ودانیز توکي هم د گاگرې د شگو او ریگ په توگه کارول کیږي چې پدې سره د چاپیریال ساتنې له پوله رامنځته شوې ننگونې هم تر ډیره بریده حل کیږي.

پولادي کول

گاگره تر فشاري قوې لاندې ډیره کلکه ده، خو د کششي قوې پروړاندې کمزورې ده. ددغه ستونزي د لیرې کولو په موخه د گاگرې په مخلوط کې پولاد د سیخ او یا هم ویښتو او وړیو په بڼه ورزیاتوي ترڅو د کشش پر وړاندې هم کلک شي.

کیمیاوي زیاتي توکي

د پوډر په بڼه لري، او کلکه هم په اوبلن ډول شتون لري. دغه توکي د گاگرې په مخلوط کې ورزیاتوي ترڅو گاگره د غوښتنې سره سمې ځانگړتیاوي پیدا کړي، لکه په ډیره یخنۍ کې د گاگرې اچولو، د زر جوش خوړلو او یا رسیدلو لپاره د کیمیاوي زیاتي توکو کارول.

د گاگرې گډول

گډول د گاگرې د جوړولو ترټولو مهمه برخه ده. د گاگرې جوړونکي توکي باید په ټاکلي تناسب برابر، او بیا د پلان شوي کلکوالي او د ودانۍ د اهمیت په پام کې نیولو سره د پرمختللو وسایلو په مرسته ښه او یو مخ مخلوط ترې برابر شي.

کاریدل

کاریدل یا Workabilityد گاگرې د خټې هغه ځانگړتیا ته وايي چې د کار پر وخت په قالب او یا د اچولو په ځای کې په ښه بڼه واچول شي. د کاریدو وړتیا د گاگرې د خټې د شگو، ریگ، سمنټ او اوبو په کچه یا تناسب پوري اړه لري. د اوبو او کیمیاوي زیاتي توکو په ورزیاتولو سره د گاگرې د خټې د کاریدو وړتیا لوړیږي. د کاریدو د وړتیا د ټاکلو لپاره د سلمپ (Slump) آزمیونه ترسره کیږي.

رسیدل

گاگره د سمنټو او اوبو ترمنځ د کیمیاوي معاملو په پایله کې رسیږي یا کلکیږي. د رسیدلو پر مهال د گاگرې سمنټ لندبل ته اړتیا لري، ترڅو خپل کمیاوي تعملات جاري وساتي. گاگره د وخت په تیریدو سره رسیږي. په څلورو لمړیو اونیو گاگره د خپل کلکوالي 90 سلنې ته رسیږي.

کمزوري کیدل

گاگره د پولادي سیخونو د ورستیدو، یخنۍ او بیرته تودوخې د ادلون بدلو چې د شگو، ریگ او سیخانو د پړسوب او نري کیدو سبب کیږي- ورستیږي او کمزوري کیږي. برسیره پر دې، گاگره د بکتریا، د اوبو د گړندي جریان او همدا راز فزیکي ټکر لکه زلزله، باد، د موټر ټکر په گراج او داسې نور هم د گاگرې د کمزوري کیدو سبب کیږي.