Jump to content

ګانا

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
(له گانا نه مخ گرځېدلی)

ګانا یاهم (غنا) په انګلیسي Ripublic of Gagana چې رسمي نوم یې د ګانا جمهوریت دی. د افریقا لویې وچې په لویدیځ کې پروت هیواد دی، د یاد هیواد پلازمېنه د آکرا ښار دی. ګانا په ۶ د مارچ ۱۹۵۷م کال له بریتانیا نه خپلواکی ترلاسه کړه، د یاد هیواد رسمي ژبه انګلیسي د پیسو واحد د ګانا سدي او مساحت یې ۵۳۵'۲۳۸کیلومتره مربع دی د وګړو شنیر یې ۰۰۰'۰۰۰'۲۳ میلیونه او ولسمشر یې نانا اکوفو ادو دی.

  
ګانا
ګانا
ګانا
بیرغ
ګانا
ګانا
نښان

ګانا
ګانا

شعار
ملي ترانه:
ځمکه او استوګنه
کوارډينېټ ۸°۰۲′شمال ۱°۰۵′لويديځ / 8.03°شمال 1.08°لويديځ / 8.03; -1.08   ويکيډاټا کې (P625) ځانګړنې بدلې کړئ[۱]
ټيټه سيمه د ګینه خلیج (0 متر )  ويکيډاټا کې (P1589) ځانګړنې بدلې کړئ
پراخوالی 238535 کیلومتره مربع   ويکيډاټا کې (P2046) ځانګړنې بدلې کړئ
پلازمېنه آکرا   ويکيډاټا کې (P36) ځانګړنې بدلې کړئ
رسمي ژبې انګرېزي ژبه   ويکيډاټا کې (P37) ځانګړنې بدلې کړئ
مشرتابه
حکومت ډول ولسواکي   ويکيډاټا کې (P122) ځانګړنې بدلې کړئ
بنسټ اېښودنه او واکمنۍ
خپلواکۍ نېټه ۱۹۵۷  ويکيډاټا کې (P571) ځانګړنې بدلې کړئ
د عمر محدودیتونه
بې کارۍ کچه 2 سلنه (۲۰۱۴)[۲]  ويکيډاټا کې (P1198) ځانګړنې بدلې کړئ
نور مالومات
پیسې د ګانا سدي   ويکيډاټا کې (P38) ځانګړنې بدلې کړئ
تګلوری ښي لورۍ   ويکيډاټا کې (P1622) ځانګړنې بدلې کړئ
رسمي وېبپاڼه د تاييدولو سرچينه  ويکيډاټا کې (P856) ځانګړنې بدلې کړئ
هېواد کوډ GH
د زنګ وهنې نړیوال کوډ +233  ويکيډاټا کې (P474) ځانګړنې بدلې کړئ
Map

ګانا (/ˈɡɑːnə/ ) چې په رسمي ډول د ګانا جمهوريت دی، په لويديځه افريقا کې يو هېواد دی. دا هېواد په سويل کې د Guinea خليج او د اتلانتيک سمندر رانغاړي، په لويديځ کې له Ivory ساحل سره، شمال کې له بورکينا فاسو (Burkina Faso) او لويديځ کې له (Togo) سره ګډه پوله لري. ګانا ۲۳۸۵۳۵ کېلومتر مربع (۹۲۰۹۹ ميل مربع) سيمې په پوښلو سره ډول ډول biomes  رانغاړي، چې له ساحلي هوارو دښتو څخه ګرمو باراني ځنګلونو پورې لړۍ جوړوي. له ۳۱ ميليون څخه د زيات نفوس په درلودلو سره ګانا له نايجريا څخه وروسته په لويديځه افريقا کې دويم تر ټولو ګڼ نفوسه هېواد دی. د هېواد پلازمېنه او ستر ښار اکرا (Accra) دی او نور ستر ښارونه يې کوماسي (Kumasi)، ټامېل (Tamale) او سکندي تاکورادي (Sekondi-Takoradi) دي. [۳][۴][۵]

په اوسنۍ ګانا کې لومړنی تلپاتې دولت د ۱۱ پېړۍ د بونو (Bono) دولت و. د بېلابېلو پېړيو په تېرېدلو سره په کې ګڼې پاچاهۍ او سترواکۍ راپورته شوې، چې تر ټولو ځواکمنې يې په شمال کې د ډاګبون پاچاهي (Kingdom of Dagbon) او سويل کې د اشانټي سترواکي (Ashanti Empire) وه. پرتګالي سترواکي چې په ۱۵ پېړۍ کې پيل شوه او ورپسې ګڼ شمېر نور اروپايي ځواکونو ياده سيمه کې د سوداګريزو حقونو لپاره تر هغې مودې پورې مبارزه وکړه، چې په پای کې برتانيې د ۱۹ پېړۍ په پای کې د ذکر شوي ساحل اداره يا واک رامنځته کړ. له يوې پېړۍ څخه له زيات استعمار څخه وروسته د ګانا اوسنۍ پولې وټاکل شوې، چې څلور بېلې برتانوي استعماري سيمې (د سرو زرو ساحل “Gold Coast”، اشانټي “Ashanti”، شمالي سيمې او برتانوي ټوګولېنډ “British Togoland”) رانغاړي. يادې سيمې د ۱۹۵۷ کال د مارچ پر ۶ د ملتونو په ګډو ګټو (Commonwealth of Nations) کې د يوې خپلواکې سيمې په توګه سره يو ځای شوې او ياده سيمه په فرعي سهارايي افريقا کې لومړنۍ سيمه شوه، چې خپلواکي تر لاسه کوي. ګانا په پای کې له استعمار څخه د وتلو په هڅو او د ټول افريقايي (Pan-African) خوځښت کې پياوړې شوه.[۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲]

ياد هېواد يو ګڼ ملتي دولت، د يو لړ توکمونو او د ژبنيو او مذهبي ډلو کور دی، په داسې حال کې چې اکان “Akan” په کې تر ټولو لويه توکميزه ډله ده چې له نيمايي څخه زيات نفوس جوړوي. د ګانا پراخه ډېره کي اوسېدونکي (۷۱،۳ سلنه) عيسويان دي، چې نږدې پينځمه برخه (٪۲۰) يې مسلمانان او لسمه برخه (٪۱۰) يې د دوديزو عقيدو پيروي کوي يا دا چې بې دينه دي. د ګانا د حکومت ډول د اساسي قانون له مخې ناوېشلې ديموکراسي ده، چې ولسمشر په کې د دولت او حکومت دواړو د رئيس په توګه مشري کوي. نوموړی هېواد له ۱۹۹۳ راهيسې د افريقا لويه وچه کې يو له تر ټولو خپلواکو او ثابتو حکومتونو څخه دی او د روغتياپالنې، اقتصادي ودې او انساني پرمختګ په برخو کې په يو څه ښه ډول چارې پر مخ وړي. ياد هېواد په وروستيو کې په لويديځه افريقا کې له پام وړ اغېز څخه ګټه پورته کوي او په نړويوالو چارو کې خورا متحد او د ناپييلي خوځښت، افريقايي اتحاد، د لويديځو افريقايي دولتونو د اقتصادي ټولنې، د ۲۴ ډلې (G24) او د ملتونو د ګډو ګټو غړی هېواد دی. [۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]

د ګانا “Ghana” نوم ايتمولوژي «د پياوړي توريالي پاچا» معنا لري او هغه وړ نوم (لقب) و، چې په لويديځه افريقا کې د منځنۍ پېړيو د “Ghana” سترواکۍ پاچاهانو ته ورکول شوی و. ياد نوم بايد له اوسنۍ ګانا “Ghana” سره ځکه ګډ نه شي، چې ياده سترواکي شمال لوري ته په نني «د مالي جمهوريت: Republic of Mali»، سينيګال (Senegal)، سويلي ماوريټانيا (Mauritania) او همدرانګه د جينيا (Guinea) په سيمه کې غځېدلې وه. ګانا د سرو زرو د زياتې کارونې له امله پېژندل کېدله او د همدې له امله د ترانس-سهارايي (Trans-Saharan) قبيلو پر مهال د عربانو له لورې «د سرو زرو ځمکه: Land of Gold» نومول شوې وه. [۱۷][۱۸]

تاريخچه

د منځنيو پېړيو پاچهۍ

د نننۍ ګانا ډېره برخه د بېلابېلو توکمي ډلو له لورې په منځنيو پېړيو (Middle Ages) او د موندنې دوره (Age of Discovery) کې استوګن وه.

تر ټولو پخوانۍ پېژندل شوې پاچهۍ، چې په منځنۍ ګانا کې راپورته شوې؛ د (Mole-Dagbani) دولتونه وو. ياد دولتونه له اوسني Burkina Faso څخه د “Naa Gbewaa” په نوم يوازيني (يو) شخص تر مشرۍ لاندې پر اسونو باندې ګانا سيمې ته راغلل. دوی په خپلو پرمختللو ټوپکونو سره او د مرکزي واک پر بنسټ په اسانۍ سره د سيمه ايزو خلکو (چې د Tendamba په نوم د ځمکې خدای پادري يې مشري کوله) پر ځمکو باندې بريدونه وکړل او سيمې يې ورڅخه ونيولې، ځانونه يې پر سيمه ايزو وګړو باندې واکمنان کړل او ګامباګا “Gambaga” يې خپله پلازمينه وټاکله. د “Naa Gbewaa” مړينه د هغه د زامنو تر منځ د کورنۍ جګړې لامل شوه، چې ځينو يې له پلازمېنې سره اړيکې پرې او د ډاګبون (Dagobon)، مامپروګو (Mamprugu)، موسي (Mossi)، نانومبا (Nanumba) او والا(Wala)  په ګډون يې بېل دولتونه رامنځته کړل. [۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳]

که څه هم په لويديځه افريقا کې د ننۍ ګانا سيمې د وګړو زيات خوځښتونه ازمايلي دي، مګر د اکان (Akan) ژبې ويونکو ورته د ۱۵ پېړۍ په پای کې کډوالي پيل کړه. د شپاړسمې پېړۍ تر لومړيو پورې اکان وګړي د بونومان (Bonoman) په نوم په اکان دولت کې په پياوړي ډول رامنځته شول، چې د “Brong-Ahafo Region” په نوم سيمه يې په وياړ نومول شوې ده. [۲۴][۲۵]

له ۱۳ پېړۍ څخه اکانيان د بېلابېلو اکان دولتونو د جوړولو په موخه له هغه ځای څخه راښکاره شول، چې د باور له مخې د “Bonoman” سيمه ده او زياتره يې د سرو زرو پر سوداګرۍ باندې تکيه وو. ياد دولتونه بونومان “Bonoman” (د Brong-Ahafo سيمه)، اشانټي “Ashanti” (اشانټي سيمه)، ډينکيرا “Denkyira” (لويديځه شمالي سيمه)، د مانکيسيم پاچهي “Mankessim Kingdom” (مرکزي سيمه) او اکوامو “Akwamu” (ختيځه سيمه) وو. په ۱۹ پېړۍ کې د ګانا د سويلي برخې سيمه د اشانټي پاچهۍ کې شامله وه، چې د استعمار پلوۍ له پيل څخه مخکې په فرعي سهارايي افريقا کې له اغېزناکو او پياوړو دولتونو څخه و. [۲۶][۲۷]

د اشانټي سترواکۍ حکومت په لومړي ځل د يوې ناتړلې شبکې په توګه او په پای کې يې د يو پرمختګ او د Kumasi په پلازمېنه کې د مرکزي خورا ځانګړې بيوروکراسۍ په لرلو سره د يوې متمرکزې پاچاهۍ په توګه عمل وکړ. له اروپايانو سره د اکانيانو له اړيکې څخه مخکې اکاني وګړو پرمختللی اقتصاد رامنځته کړ، چې په اصل کې د سرو زرو او او له سرو زرو څخه د جوړو شويو توکو پر بنسټ و چې وروسته يې د افريقا له دولتونو سره سوداګري وکړه. [۲۸]

ایداري وېش

د ګانا هیواد په ۱۰ ولایتونو ویشل شوې ده. Die Regionen Ghanas

ولایت نفوس (۲۰۰۰) مساحت (کیلومتر مربع) مرکز
آشانتي ۳٫۶۱۲٫۹۵۰ ۲۴٫۳۸۹ کوماسی
برونګ-آهافو ۱٫۸۱۵٫۴۰۸ ۳۹٫۵۵۷ سونیانی
د ګانا مرکزی ولایت ۱٫۵۹۳٫۸۲۳ ۹٫۸۲۶ کیپ کوست
د ګانا ختیځ ولایت ۲٫۲۰۶٫۶۹۶ ۱۹٫۳۲۳ کوفوریدویا
لوی اکرای ۲٫۹۰۵٫۷۲۶ ۳٫۲۴۵ آکرا
د ګانا شمالی ولیت ۱٫۸۲۰٫۸۰۶ ۷۰٫۳۸۴ تاماله
ختیځ علیا ۹۲۰٫۰۰۰ ۸٫۸۴۲ بوګاتانګا
لویدیځ علیا ۵۷۶٫۵۸۳ ۱۸٫۴۷۶ وا ګانا
ولتا ولایت ۱٫۶۳۵٫۴۲۱ ۲۰٫۵۷۰ هو ولایت
د ګانا لویدیځ ولایت ۱٫۹۲۴٫۵۷۷ ۲۳٫۹۲۱ سکوندی-تاکورادی

اقتصاد

جغرافیه

کلتور

تاریخ

  1.   ويکيډاټا کې (P402) ځانګړنې بدلې کړئ {{cite web}}: Empty citation (help)CS1 errors: unsupported parameter (link)
  2. http://data.worldbank.org/indicator/SL.UEM.TOTL.ZS
  3. Ghana a country to study (in English). Library of Congress Cataloging-in-Publication Data. 1995. p. 63.{{cite book}}: CS1 maint: unrecognized language (link)
  4. Jackson, John G. (2001) Introduction to African Civilizations, Citadel Press, p. 201, ISBN 0-8065-2189-9.
  5. "Ghana country profile". BBC News (in بريتانوی انګلیسي). 2020-12-11. بياځلي په 2022-01-26.
  6. Danver, Steven L (10 March 2015). Native Peoples of the World: An Encyclopedia of Groups, Cultures and Contemporary Issues. Routledge. p. 25. ISBN 978-1-317-46400-6.
  7. Meyerowitz, Eva L. R. (1975). The Early History of the Akan States of Ghana (in انګليسي). Red Candle Press. ISBN 9780608390352.
  8. "Asante Kingdom". Afrika-Studiecentrum, Leiden. 15 June 2002. خوندي شوی له اصلي څخه په 12 July 2014. بياځلي په 8 June 2014.
  9. Video: A New Nation: Gold Coast becomes Ghana In Ceremony, 1957/03/07 (1957). Universal Newsreel. 1957. خوندي شوی له اصلي څخه په 28 January 2013. بياځلي په 20 February 2012.
  10. "First For Sub-Saharan Africa". BBC. خوندي شوی له اصلي څخه په 1 November 2011. بياځلي په 29 February 2012.
  11. "Exploring Africa – Decolonization". exploringafrica.matrix.msu.edu. خوندي شوی له the original on 2 June 2013. بياځلي په 29 February 2012.
  12. Ateku, Abdul-Jalilu. "Ghana is 60: An African success story with tough challenges ahead". The Conversation (in انګليسي). بياځلي په 2021-06-27.
  13. "2020 Population Projection by Sex, 2010–2020". Ghana Statistical Service. خوندي شوی له the original on 24 April 2018. بياځلي په 2 May 2018.
  14. CIA World FactBook. "Ghana". CIA World FactBook. CIA World FactBook. بياځلي په 20 May 2016.
  15. Kacowicz, Arie M. (1998). Zones of Peace in the Third World: South America and West Africa. SUNY Press. p. 144. ISBN 978-0-7914-3957-9.
  16. "Ghana-US relations". United States Department of State. 13 February 2013. خوندي شوی له the original on 5 April 2013. بياځلي په 1 June 2013.
  17. "Etymology of Ghana". Douglas Harper. خوندي شوی له اصلي څخه په 4 November 2012. بياځلي په 12 May 2012.
  18. "Ghana: Land of Gold". Kids Discover Online. بياځلي په 2020-10-03.
  19. "Pre-Colonial Period". Ghanaweb.com. خوندي شوی له اصلي څخه په 23 November 2010. بياځلي په 13 December 2010.
  20. W, Jessica (15 November 2011). "Invasion of the Peoples of the North". GhanaNation. خوندي شوی له اصلي څخه په 8 July 2014. بياځلي په 22 June 2014.
  21. Curtis M. (19 November 2011). "Ghana Articles: Dagomba". GhanaNation.com. خوندي شوی له the original on 19 October 2014. بياځلي په 22 August 2014.
  22. "Dagomba: Background". BristolDrumming. خوندي شوی له the original on 14 July 2014.
  23. "Mamprusi". Sim.org. خوندي شوی له the original on 14 July 2014. بياځلي په 22 June 2014.
  24. "Pre-European Mining at Ashanti, Ghana" (PDF) (PDF). Pdmhs.com. October 1996. خوندي شوی له the original (PDF) on 22 November 2014. بياځلي په 24 January 2015.
  25. Tvedten, Ige; Hersoug, Bjørn (1992). Fishing for Development: Small Scale Fisheries in Africa. Nordic Africa Institute. pp. 60–. ISBN 978-91-7106-327-4. خوندي شوی له اصلي څخه په 12 September 2015. بياځلي په 27 June 2015.
  26. The Techiman-Bono of Ghana: an ethnography of an Akan society Kendall/Hunt Pub. Co., 1975
  27. "Pre-Colonial Period". Ghanaweb.com. خوندي شوی له اصلي څخه په 23 November 2010. بياځلي په 13 December 2010.
  28. "A Short History of Ashanti Gold Weights". Rubens.anu.edu.au. خوندي شوی له اصلي څخه په 2 September 2013. بياځلي په 24 January 2015.