Jump to content

ګریګوري سوکولنیکوف

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
ګریګوري سوکولنیکوف
ګریګوري سوکولنیکوف

د شخص مالومات
پيدايښت ۱۵ اگسټ ۱۸۸۸ او ۲۳ اگسټ ۱۸۸۸[۱]
مړینه
تابعیت شوروي اتحاد   ويکيډاټا کې (P27) ځانګړنې بدلې کړئ
ګوند بالشویک گوند

د شوروي اتحاد کمونيست ګوند   ويکيډاټا کې (P102) ځانګړنې بدلې کړئ

عملي ژوند
تعلیم پاریس پوهنتون   ويکيډاټا کې (P69) ځانګړنې بدلې کړئ
کار/مسلک
پوځي خدمت
جګړه/جګړې د روسیې کورنۍ جګړه   ويکيډاټا کې (P607) ځانګړنې بدلې کړئ

ګریګوري یاکوولویچ سوکولنیکوف (۱۸۸۸- ۱۹۳۹ زکال) پخوانی روسي بلشویک انقلابي، اقتصاد پوه او شوروي سیاستوال و.

لومړنی مسلک

[سمول]

ګریګوري سوکولنیکوف د ۱۸۸۸ زکال د اګست په ۱۵ مه د ګیرش یانکلویچ برلیانت په نامه په رومني کې وزېږېد. هغه د یهودي ډاکټر زوی و چې د ریل په پټلۍ کې یې کار کاوه. هغه په نوې ځوانۍ کې مسکو ته وکوچېد او په ۱۹۰۵ زکال کې د روسیې د سوسیال دیموکرات کارګر ګوند له بلشویکي څانګې سره یوځای شو. په ۱۹۰۶ او ۱۹۰۷ زکلونو کې هغه د ۱۹۰۷ زکال تر مني پورې د مسکو په سکولونیکي سیمه کې د بلشویکي مبلغ په توګه واوسېد، هغه مهال چې ټولیزو نیونو د دغې سیمې اداره له منځه یووړه، هغه د بوتیرکا بندخونې په یوه کسیزه کوټه کې ۱۸ میاشتې بند تېر کړ او له بند وروسته د ۱۹۹۹ زکال په فبروري میاشت کې د ټول عمر لپاره سایبریا ته تبعید شو. څلور میاشتې وخت یې نیو، څو هغه انګارا سیند ته څېرمه د رایبونیه په نامه کلي ته چېرې چې هغه تبعید شوی و ورسېږي، خو شپږ اونۍ وخت یې نیو، څو له مسکو څخه پاریس ته وتښتي. په فرانسه کې هغه د اقتصاد په برخه کې دکتورا واخیسته. هغه له «خیرغوښتونکو» بلشویکانو سره یوځای شو ،هغو چې غوښتل له منشویکانو څخه د ښکاره جلاتوب مخه ونیسي. د جګړې پر مهال هغه سویس ته وکوچېد او د تروتسکي په مدیر مسئولیت یې له Nashe Slovo ورځپاڼي سره مرسته وکړه. [۳][۴][۵]

د ۱۹۱۷ زکال په اپرېل میاشت کې سوکولنیکوف د هغه مهر شوي رېل، مسافر و چې ولادمیر لینین او نور بلشویکان یې له جرمني څخه روسیې ته ورسول.

په ۱۹۱۷ زکال کې یې رول

[سمول]

د ۱۹۱۷ زکال په اپرېل میاشت کې سوکولنیکوف مسکو ته په اړونده ګوندي کمېټه کې وټاکل شو. هغه د دویم انقلاب لپاره د لینین له رابللو ملاتړ وکړ. هغه مهال چې لنین اړ شو ځان پټ کړي، په جولای میاشت کې سوکولنیکوف پتروګراد ته لاړ او هلته ده او ستالین په ګډه سره د بلشویکي ورځپانې مدیریت وکړ. [۶]

هغه د ۱۹۱۷ زکال په اګست میاشت کې د مرکزي کمېټې او په اکتوبر میاشت کې د سیاسي کمېټې غړيتوب ترلاسه کړ، هغه مخکښې سیاسي کمېټې ته لاسرسی وموند چې غړي یې لینین، زینوویف، کامنف، تروتسکي، ستالین، سوکولنیکوف او بوبنوف و، خو دغې کمېټې هېڅکله هم غونډه ونه کړه. تروتسکي په دې اړه وروسته ولیکل چې د دغې کمیټې ناسته له دې امله په بشپړ ډول ناشونې وه چې لینین او زینوویف ځانونه پټول او همدارنګه زینوویف او کامنف له بلشويکي پلان شوو پاڅونونو سره مخالف و.[۷][۸]

برست – لیتوفسک هوکړه

[سمول]

د اکتوبر له انقلاب وروسته، نوموړی د ژوفه تر مشرۍ لاندې له جرمني سره د اوربند کولو په موخه د برست – لیتوفسک هوکړې د لاسلیک کوونکي پلاوي له اصلي غړو څخه و. هغه مهال چې اوربند له منځه لاړ او جرمنیانو د لیتوانیا له لارې د پتروګراد پر لور مخکې تګ وکړ، هغه د لینین له هغه دریځ ملاتړ وکړچې باید د شوروي دولت تسلیم شي، په داسې حال کې چې هغوی سور پوځ جوړ کړ او کولای یې شو، یوه انقلابي جګړه وکړي، خو دا یې وروستنی تاکتیک باله.

کله چې د تسلیمېدو پرېکړه د ۱۹۱۸ زکال د فبروري په ۲۴ مه ونیول شوه، هېچا نه غوښتل هغه لاسلیک کړي، له همدې امله سوکولنیکف ته دنده وسپارل شوه، څو د پلاوي مشري وکړي، په داسې حال کې چې هغه ډېره هڅه وکړه چې دغه مسئولیت زینوویف ته وسپارل شي. هغه وروستۍ هوکړه په ډېرې غصې او اعتراض د مارچ په ۳ مه لاسلیک کړه او وړاندوینه یې وکړه چې د جرمني توسعه طلبي لنډ مهالې ده. آلماني او اطریشي دیپلماتانو شکایت وکړ چې د هغه چلن د خبرو اترو وروستۍ ورځ خرابه کړې وه.[۹][۱۰][۱۱]

په کورنۍ جګړه کې ونډه

[سمول]

د ۱۹۱۷ زکال په وروستیو کې له برست څخه له راګرځېدو وروسته، سوکولنیکوف د روسي بانکونو په مصادره او د بانکوالۍ د نوي متمرکز سیسټم په جوړلو څارنه کوله. د ۱۹۱۸ زکال په مارچ میاشت کې هغه د پراودا مدیر مسئول وټاکل شو، خو هغه خپل ډېر وخت د روسیې د کورنۍ جګړې په لومړۍ کرښه کې تېر کړ، لومړی د دویم پوځ د سیاسي کمیسار په توګه چې په لویدیځه جبهه، اورال غرونو او ویاتکا او ایژفسک ته څېرمه سیمو کې یې د بلشوېزم ضد پاڅون د ځپلو مسئولیت پر غاړه درلود. وروسته له دوو میاشتو، هغه مهال چې پاڅون له منځه یووړل شو، هغه سویلي جبهې ته په پیل کې د نهم پوځ او بیا د دیارلسم پوځ د کمیسار په توګه ولېږل شو، څو له دون قزاقانو او د جنرال دینکین له سپین پوځ سره چې د بلشویکانو د حکومت پر وړاندې یې بغاوت کړی و مبارزه وکړي. وروسته هغه د روزالیا ملیاچکا په خوا کې د اتم پوځ کمیسار وټاکل شو او له دغه ځایګي څخه یې د روسیې د کورنۍ جګړې پر مهال په ټولیزه توګه د ویشتلو د امر په ورکولو کې ګټنه وکړه. هغه د یو څه مودې لپاره د اتم پوځ قومانداني په داسې حال کې وکړه چې د ستالین متحد ګریګوري ارژنیکیدزه لینین ته په اعتراضي ډول په یوه لیک کې ولیکل: «دغه نظر چې سوکولنیکف کولای شي د پوځ قومانداني وکړي له کومه شو؟ آیا دا د سوکولنیکوف له غرور څخه د ساتنې په موخه ده چې اجازه ورکړل شوې، له یو بشپړ پوځ سره لوبې وکړي؟».[۱۲][۱۳][۱۴]

د ۱۹۲۰ زکال په اګست میاشت کې سوکولنیکف په منځنۍ آسیا کې د ترکستان د دولت مشر او د ترکستان د جبهې مشر وټاکل شو. هغه د باسمچي پاڅون د ځپلو مشري وکړه. هغه همدارنګه د نوي پولي واحد، د اضافي محصولاتو د مصادره کولو پر ځای د مالیاتو پر لګولو، آزادې سوداګرۍ په پیلولو، قرغزیانو ته د روسي ښاریانو له خوا د غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو او د پنبې د تولید په بېرته راژوندي کولو څار درلود.

نیول او وژنه

[سمول]

سوکولنیکوف د ۱۹۳۶ زکال په ۲۶ مه نېټه ونیول شو. هغه د څېړنو پر مهال په کافي کچه مات شوی و، په ډېر احتمال سره هغه خپلې مېرمنې او ځوانې لور ته د زیان رسېدو د ګواښ له امله نه یوازې ځان تورن کړ، بلکې اړ شو د لازارکاګانووېچ په دفتر کې له بوخارین سره مقابله وکړي او هغه یې تورن کړ چې په شوروي اتحاد کې د کپیټلېزم د راژوندي کولو په توطئه کې ښکېل دی. بوخارین په هغه چغه ووهله او څرګنده یې کړه: «آیا تا خپل عقل له لاسه ورکړی؟» - خو سوکولنیکوف چې رنګ یې تښتېدلی و او شکنجه شوی نه و، خپل داستان ته یې دوام ورکړ. د ۱۹۳۷ زکال په جنوري میاشت کې هغه د اوولسو کسانو په محکمه کې په دې تورن و او اعتراف یې هم وکړ چې له ۱۹۳۲ زکال وروسته یې د ستالین پر ضد تروریستي توطئه کې ونډه لرله. همدارنګه یې څرګنده کړه چې ، تروتسکي د آډولف هیټلر له مرستیال رودولف سره توطئه کوي، څوپه شوروي اتحاد باندې د جرمني برید تحریک کړي. هغه په ګولاګ کې په ۱۰ کلونو بند محکوم شو. آن هغه مهال یو شمېر شوروي وګړو د هغه محاکمه او اجباري اعترافات وه نه منل، یو له دغو لیکوال ایزاک بابل و چې د شوروي اتحاد د داخلي امنیت ادارې ته راپور ورکړل شو چې د سرګی ایزنشتاین فلم له ډایرکټر سره یې په شخصي خبرو کې ویلي و: « لینین له سوکولنیکف سره ډېره علاقه لرله، ځکه هغه یو ځیرک انسان و... د هغه ټوله مبارزه د ستالین د نفوذ پر وړاندې مبارزه وه». [۱۵][۱۶][۱۷]

د راپورونو له مخې: سوکولنیکوف د ۱۹۳۹ زکال د مۍ په ۲۱ مه په بند کې د نورو بندیانو له خوا ووژل شو. د ستالین له واکمنۍ وروسته د خروشچف د واکمنۍ پر مهال د سانسور د راکمېدو په دوره کې رسمي څېړنو وښووله چې دغه قتل د شوروي د استخباراتو د ادارې د رسمي مامور P.N. Kutbatkin له خوا د لاورنتي بریا او د ژوزف ستالین په مستقیم امر ترسره شوی و. [۱۸]

سرچينې

[سمول]
  1. پیوستون : 119342251  — د نشر نېټه: ۲ مې ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  2. SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w62s1j7h — subject named as: Grigori Sokolnikov — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  3. "Сокольников Григорий Яковлевич". www.hrono.ru.
  4. "Was the Russian Revolution Jewish? - Diaspora - Jerusalem Post". www.jpost.com. نه اخيستل شوی 2019-10-31.
  5. Haupt, Georges; Marie, Jean-Jacques (1974). Makers of the Russian Revolution, Biographies of Bolshevik Leaders. London: George Allen & Unwin. p. 245–246. ISBN 0-04-947021-3. This volume has an English translation of Sokolnikov's autobiographical essay first published in Moscow in 1927.
  6. Trotsky, L. 'A New Moscow Amalgam' in "Writings of Leon Trotsky (1936-37)", pg.120, Pathfinder, New York
  7. The Bolsheviks and the October Revolution, Minutes of the Central Committee of the Russian Social-Democratic Labour Party (bolsheviks) August 1917-February 1918. London: Pluto Press. 1974. pp. 88–89. ISBN 0-902818-54-6.
  8. Trotsky, Leon (1967). History of the Russian Revolution, volume three. London: Sphere. p. 148.
  9. The Bolsheviks...Minutes. pp. 230–32.
  10. Debo, Richard K. (1979). Revolution and Survival, The Foreign Policy of Soviet Russia 1917-18. Liverpool: Liverpool U.P. p. 155. ISBN 0-85323-144-3.
  11. Service, Robert (2001). Lenin, a Biography. London: Papermac. p. 380. ISBN 0-333-72628-6.
  12. Haupt, and Marie. Makers. p. 249.
  13. Boris Bajanov, Bajanov révèle Staline, Gallimard, 1979
  14. Haupt, and Marie. Makers. p. 257. (biographical note by J.J.Marie)
  15. Larina. This I Cannot Forget. pp. 293–94.
  16. Katerina Clark, and Evgeny Dobrenko (2007). Soviet Culture and Power, 1917-1953. New Haven: Yale U.P. p. 310. ISBN 978-0-300-10646-6.
  17. Report of Court Proceedings in the Case of the Anti-Soviet Trotskyite Centre. Moscow: People's Commissariat of Justice of the USSR. 1937. pp. 152–153, 579.
  18. "ИЗ СПРАВКИ ПРЕДСЕДАТЕЛЯ КГБ ПРИ СМ СССР И.А. СЕРОВА В ЦК КПСС ПО ДЕЛУ "АНТИСОВЕТСКОГО ТРОЦКИСТСКОГО ЦЕНТРА" ОБ ОБСТОЯТЕЛЬСТВАХ УБИЙСТВА Г.Я. СОКОЛЬНИКОВА И К.Б. РАДЕКА".