کې هارډي
زېږونځای | |
---|---|
ښاروندتوب | |
زېږون نېټه | |
مړينې نېټه | |
مړينې لامل | |
مړينې ځای | |
مړينې لامل | |
ژبې | |
ګوند |
Labour Party (en) — لیبرال ګوند (لویه بریتانیا) — Independent Labour Party (en) — Scottish Labour Party (en) |
دنده | لړۍ... |
عمومي مالومات |
---|
جیمز کېیر هارډي (زوکړه: د ۱۸۵۶ زکال د اګست ۱۵مه – مړینه: د ۱۹۱۵ زکال د سپټمبر ۲۶مه نېټه) د کارګري اتحادیې غړی او سکاټلنډي سیاستوال و. نوموړی د کارګر ګوند بنسټګر و چې له ۱۹۰۶ زکال څخه یې تر ۱۹۰۸ زکال پورې د هغو د لومړني پارلماني مشر په توګه خدمت وکړ.
هارډي د لانارکشایر په نیوهاوس ښارګوټي کې وزیږېد. له اووه کلنۍ څخه یې کار کولو ته مخه کړه او له ۱۰ کلنۍ څخه وروسته یې د لانارکشایر د ډبرو د سکرو په کانونو کې کار پیل کړ. ده د تبلیغ په برخه کې د مخینې په لرلو د یو پیاوړي ویناوال په توګه شهرت وموند او د خپلو همکارو کان ویستونکو ویاند وټاکل شو. نوموړی په ۱۸۷۹ زکال کې د هېملټون د کان ویستونکو د اتحادیې مشر وټاکل شو او په ډانفرملین کې یې د کان ویستونکو ملي کنفرانس ترتیب کړ. له دې وروسته یې په لانارکشایر (۱۸۸۰ زکال) او آیرشایر (۱۸۸۱ زکال) کې د کان ویستونکو د اعتصابونو مشري وکړه. هغه د خپل ژوندانه د لګښتونو د پوره کولو په موخه خبریالۍ ته مخه کړه او له ۱۸۸۶ زکال راوروسته د آیرشایر د کان ویستونکو د اتحادیې د منشي په توګه د هغو بشپړ مهالی تنظیم کوونکی شو.
هارډي په لومړیو کې د ویلیام ګلاډسټون له لیبرال ګوند څخه ملاتړ وکړ، خو وروسته دې پایلې ته ورسېد چې کارګران جلا ګوند ته اړتیا لري. ده په ۱۸۸۸ زکال کې د یو خپلواک نوماند په توګه پارلمان ته لار ومونده او د همدغه کال په وروستیو کې یې د سکاټلنډي کارګر ګوند په جوړولو کې ونډه لرله. په ۱۸۹۲ زکال کې یې د یو خپلواک نوماند په توګه د وېسټ هام سوت حوزې انګلیسي څوکۍ خپله کړه او همدغه کال یې د خپلواک کارګر ګوند په جوړولو کې ونډه واخیسته. په ۱۸۹۵ زکال کې یې خپله پارلماني څوکۍ له لاسه ورکړه، خو په ۱۹۰۰ زکال کې یې یوځل بیا د وېلز په سوېل کې له مرټېر ټیدفیل حوزې څخه پارلمان ته لار ومونده. همدغه کال نوموړي د کارګرانو د اتحادیې پر بنسټ د کارګرانو استازیتوب کوونکې کمېټې په جوړولو کې مرسته وکړه چې وروسته یې نوم کارګر ګوند ته واوښت.
د ۱۹۰۶ زکال له ټاکنو وروسته هارډي د کارګر ګوند د لومړني پارلماني رهبر په توګه وټاکل شو. هغه په ۱۹۰۸ زکال کې د آرټور هنډرسون په ګټه استعفا ورکړه او د خپل ژوند پاتې نور کلونه یې د ښځو د رایو د حق، د هند د کور واکۍ او له لومړۍ نړیوالې جګړې سره د مخالفت په څېر موخو لپاره په مبارزو تېر کړل. نوموړی په ۱۹۱۵ زکال کې هغه مهال چې د یو سوله غوښتونکي اعتصاب په ترتیب کولو بوخت و، ومړ. هارډي د کارګر ګوند په تاریخ کې یو له مهمو شخصیتونو بلل کېږي او د ګڼ شمېر لیکنو موضوع ګرځېدلی. کنټ او. مورګان نوموړی «د کارګرانو تر ټولو مخکښ کس او د هغوی لوی اتل بولي».
لومړنی ژوند
[سمول]جېمز کېیر هارډي د ۱۸۵۶ زکال د اګست په ۱۵مه نېټه هالي ټاون ته څېرمه د لانارکشایر په لویدیځه څنډه کې د نیوهاوس کوچني ښار په یو دوه خونې لرونکي لرګین کور کې وزیږېد. د هغه مور ماري کېیر خدمتکاره وه او د ډېوېډ هارډي په نامه پلندر یې د لرګینو بېړیو نجار و. هارډي له خپل اصلي پلار ویلیام ایتکن سره چې په لانارکشایر کې کان ویستونکی و، ډېره لږ او یا هم هېڅ اړیکه نه لرله. [۶][۷][۸]
هارډي د لومړي ځل لپاره د اووه کلنۍ په عمر دنده پیل کړه او د انکور لاین سټیم شېپ په نامه لوژستیکي کمپنۍ د پیغام وړونکي ماشوم په توګه یې دنده ترسره کوله. په دې چارې سره دا ناشونې وه چې هغه وکولای شي زده کړو ته مخه کړي، خو والدینو یې د شپې پر مهال هغه ته لیک لوست ښود چې په راتلونکي کې یې له ځان سره د زده کړو په برخه کې ورسره مرسته وکړه. دغه ماشوم ډېرې لږ امتیاز لرونکې دندې ترسره کړې چې په دغو کې د برنجي وسایلو په یو پلورنځي کې شاګردي، له یو لیتوګرافر سره کار، د کشتۍ جوړولو په یوه کارخونه کې د ریپټونو (یو ډول میخ دی) د ګرم کوونکي او همدارنګه ډوډۍ پخونکي ته د پیغام وړونکي په توګه دندې شاملېږي؛ ده په دغو دندو کې د اونۍ پر حساب څلور شلېنګه او شپږ پنسه معاش ترلاسه کاوه. [۹]
هارډي د لس کلنۍ په عمر په کانونو کې د دروازه ساتونکي په توګه کار وکړ، ده به د یو لس ساعته کاري شیفټ لپاره دروازه بنده او خلاصوله څو د کان په ټاکل شوو برخو کې د کارګرانو لپاره په ټاکلې اندازه هوا شتون ولري. ورته مهال نوموړي د هولي ټاون په شپني ښوونځي کې زدکړې پیل کړې. [۱۰][۱۱]
د کارګري اتحادیې مشري
[سمول]د ۱۸۷۹ زکال په مۍ میاشت کې د سکاټلنډي کانونو مالکینو لاس یو کړ څو د کارګرانو معاشات راکم کړي؛ دغې چارې د یوې اتحادیې د جوړولو لپاره انګیزه رامنځته کړه. همدا و چې هره اونۍ به په هېملټون کې یوه لویه غونډه جوړېده او د کانونو کارکوونکي به هلته د خپلو ناخوښیو د څرګندولو په موخه راغونډېدل. د ۱۸۷۹ زکال د جولای په ۳مه نېټه هارډي د کان ویستونکو ځواب ویونکی منشي وټاکل شو، هغه دنده چې پر مټ یې ده دا فرصت وموند څو د سکاټلنډ په ټولو سویلي برخو کې د کان ویستونکو له استازو سره اړیکه پیدا کړي. درې اونۍ وروسته کان ویستونکو په ګلاسکو کې د کارګرانو جوړېدونکې غونډې ته هارډي د خپل استازي په توګه ولېږه. نوموړی د ۱۸۷۹ زکال په اګست میاشت کې د کان ویستونکو استازی وټاکل شو او د کارګري اتحادیې د تنظیم کوونکي او پرېکړه کوونکي په توګه یې خپلې نوې دندې ته مخه کړه. [۱۲][۱۳][۱۲]
هارډي د ۱۸۷۹ زکال د اکتوبر په ۱۶مه نېټه په ډانفرملین کې د کان ویستونکو په ملي کنفرانس کې ګډون وکړ او دلته د کارګرانو ملی منشي وبلل شو، هغه پام اړونکی لقب چې کلونه وروسته یې د کارګرانو د یوې منظمې ملي ټولنې جوړېدو ته لار هواره کړه. هارډي د ۱۸۸۰ زکال په هغو اعتصابونو کې فعال و چې ټولې سیمې ته یې پراختیا ومونده؛ له دغو اعتصابونو څخه یو یې د اوړي پر مهال د لانارکشایر د کان ویستونکو اعتصاب و چې شپږ اونۍ یې دوام وموند. کارګري اتحادیې کومه بودیجه نه لرله، خو د اعتصاب کوونکو کارګرانو د کورنیو لپاره یې د خوراکي توکو د راغونډولو هڅه کوله، هارډي او د دغې اتحادیې نورو غړو له سیمه ئیزو سوداګرو وغوښتل چې دوی ته اوس توکي په پور وسپاري او بیا به یې وروسته پیسې ورکړي. د دغه اعتصاب پر مهال د هارډي په کور کې پخلنځی فعال و چې د هغه د نوې مېرمنې لیلي ویلسون له خوا اداره کېده. [۱۴]
په داسې حال کې چې په لانارکشایر کې د کان ویستونکو اعتصاب ماته خوړلې وه، خو د هارډي انرژي او فعالیتونو شهرت موندلی و، همدا و چې هغه د آیرشایر وړاندیز ومانه څو هلته کډه شي او سیمه ئیز کان ویستونکي تنظیم کړي. دغې ځوانې جوړې کامناک ښارګوټي ته کډه وکړه، چېرې چې کېیر د سیمه ئیزو کان ویستونکو د اتحادیې په جوړولو نږدې یو کال کار وکړ. [۱۴][۱۵]
د ۱۸۸۱ زکال په اګست میاشت کې د آیرشایر کان ویستونکو په خپلو معاشاتو کې د ۱۰٪ زیاتوالي غوښتنه وکړه، هغه غوښتنه چې ډېر ژر د کانونو د مالکینو له خوا رد شوه. د اعتصاب د لګښتونو لپاره د بودیجې له نشتوالي سربېره کارګرانو کار بند کړ او د دغې سیمې کانونه د ۱۰ اونیو لپاره وتړل شول. دغه اعتصاب هم په رسمي ډول له ماتې سره مخ شو، ځکه چې کارګران د خپلو غوښتنو له پوره کېدو وړاندې بېرته کار ته وګرځېدل، خو د کانونو مالکینو له راتلونکو اقداماتو څخه د وېرې له امله د هغوی معاشات زیات کړل. د دغه اعتصاب یو له ګډونوالو څخه ۱۹ کلن کان ویستونکی اندرو فیشر و چې څو لسیزې وروسته د اسټرالیا د کارګر ګوند مشر او بیا د اسټرالیا لومړی وزیر شو. هغه او هارډي هغه مهال چې دواړو په آیرشایر کې ژوند کاوه په منظم ډول له یو بل سره لیده کاته کول او د سیاسي مسایلو اړوند یې نظریات تبادله کول؛ دوی دواړو بیا د خپل ژوند په اوږدو کې بیاځلي څو ځله له یو بل سره وکتل. [۱۶][۱۷]
هارډي د خپل ژوندانه د لګښتونو د پوره کولو په موخه خبریالۍ ته مخه کړه او د کومناک نیوز په نامه سیمه ئیز اخبار ته یې لیکنې کولې چې د کارګرانو پلوي لیبرال ګوند ته اړوند و. له دې څخه وروسته نوموړی له لیبرال ټولنې سره مل او د هغو یو له فعالینو څخه شو. [۱۸][۱۹]
د ۱۸۸۶ زکال په اګست میاشت کې د هارډي دوامداره هڅو رنګ راووړ او وه یې شو کولای چې د آیرشایر د کان ویستونکو د ټولنې په جوړولو سره د سکاټلنډي کان ویستونکو پیاوړې ټولنه جوړه کړي. هارډي د دغې نوې ټولنې تنظیم کوونکی منشي وټاکل شو او په کال کې یې ۷۵ پونډه معاش ترلاسه کاوه. ده په ۱۸۸۷ زکال کې د کان ویستونکي (The Miner) په نامه د یوې نوې نشریې خپرولو ته مخه کړه. [۲۰]
سرچينې
[سمول]- ↑ ۱٫۰ ۱٫۱ ۱٫۲ ۱٫۳ ذکر کېدنه: BnF authorities. Bibliothèque nationale de France ID: 12413844w. Retrieved: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵. ليکوال: Bibliothèque nationale de France. اثر ژبه: فرانسوي ژبه.
- ↑ ۲٫۰ ۲٫۱ ذکر کېدنه: SNAC. SNAC ARK ID: w6vq3145. Subject named as: Keir Hardie. Retrieved: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷. اثر ژبه: انګرېزي ژبه.
- ↑ ۳٫۰ ۳٫۱ ذکر کېدنه: Find a Grave. Find a Grave memorial ID: 95003758. Subject named as: James Keir Hardie. Retrieved: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷. اثر ژبه: انګرېزي ژبه.
- ↑ ذکر کېدنه: Great Soviet Encyclopedia (1969–1978). Section, verse, paragraph, or clause: Харди Джеймс Кейр. Retrieved: ۲۸ سپټمبر ۲۰۱۵. Publisher: The Great Russian Encyclopedia. اثر ژبه: روسي. خپرېدو نېټه: ۱۹۶۹.
- ↑ Hansard (1803–2005) ID: mr-keir-hardie. ذکر کېدنه: Hansard 1803–2005. Retrieved: ۲۲ اپرېل ۲۰۲۲. اثر ژبه: انګرېزي ژبه.
- ↑ Stewart 1925، مم. 1–2.
- ↑ Morgan 2004.
- ↑ Stewart 1925، م. 1.
- ↑ Stewart 1925، م. 6.
- ↑ Stewart 1925، م. 7.
- ↑ Stewart 1925، مم. 6–7.
- ↑ ۱۲٫۰ ۱۲٫۱ Stewart 1925، م. 10.
- ↑ Stewart 1925، مم. 10–11.
- ↑ ۱۴٫۰ ۱۴٫۱ Stewart 1925، م. 12.
- ↑ Stewart 1925، م. 14.
- ↑ David Day (2008). Andrew Fisher: Prime Minister of Australia. Fourth Estate. p. 23.
- ↑ Stewart 1925، م. 17.
- ↑ Stewart 1925، م. 19.
- ↑ Stewart 1925، مم. 19–20.
- ↑ Stewart 1925، م. 21.
- Pages using the JsonConfig extension
- هغه پاڼي چې د P1559 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P19 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P27 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د ويکيډېټا مالومات کاروي
- هغه پاڼي چې د P569 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P570 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P1196 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P20 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P509 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P1412 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P102 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P106 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چي بې پاراميټره مالوماتبکس کېټ کاروي
- هغه پاڼې چي مالوماتبکس کېټ کاروي