کیپ ورډ
Page Module:Infobox/styles.css has no content.
د کیپ ورډ هیواد ولسمشریزه | |
---|---|
موخه: کينډۍ:نوملړ | |
پلازمېنه او لوي ښار | پرایا ۱۴°۵۵′ شمال ۲۳°۳۱′ لویدیځ / 14.917°شمال 23.517°لويديځ |
رسمي ژبې | پرتګالي ژبه[۱] |
Recognised national languages | کیپ ورډ کریول[۱] |
پيژندګلوي | کیپ ورډیان خلک [۲] |
حکومت | حکومت متمرکز نظام نیمهریاستی جمهوری[۳] |
• ولسمشر | خورخه کارلوس فونسکا |
یولیسز کوریا ای سیلوا | |
قانون جوړونه | ولسي جرګه |
جوړښت | |
• خپلواکي له پرتګالنه | ۵ جوم ۱۹۷۵ |
۱۳ جنوري ۱۹۹۰ | |
سیمه | |
• اوبه (٪) | لږ څه |
ټولټال سيمه | ۴۰۳۳ |
د کثافاتو نړيوال ريکاډ | ۸۹ام |
کثافت | ۱۲۳٫۷ |
ن خ د ت (پي پي پي) | ۲۰۱۹ د اټکل له مخې |
• ټول | $۴٫۳۲۳ بیلیونه |
• پر نفر | $۷٬۷۲۸[۴] |
نا خالص داخلي تولید (نومي) | ۲۰۱۹ د اټکل له مخې |
• ټول | $۲٫۰۴۲ بیلیونه |
• پر نفر | $۳٬۶۵۱[۴] |
ګيني (۲۰۰۸) | ۴۷٫۲[۵] Error: Invalid Gini value |
د بشري پرمختيا اندازه (۲۰۱۸) | ▲ ۰٫۶۵۱[۶] Error: Invalid HDI value · ۱۲۶ام |
پيسې | د کیپ ورډ اسکودو (CVE) |
وخت زون | CVT (يو ټي سي-۱) |
• اوړي (دورخکو) | not observed (يو ټي سي-۱) |
د موټر چلولو لورې | ښوی |
د ټیلیفون کوډ | +۲۳۸ |
انټرنېټ کوډ | .cv |
کیپ ورډ په پرتګالي República de Cabo Verde) په انګلیسي Cape Verde) رسمي نوم د کیپ ورډ ولسمشریزه د لس اورشیندو ټاپوګانو جوړ هیواد په آرام سمندر کې موقیعت لري. یاده سیمه د افریقا لویدیځ لورته په ۵۷۰ کیلومتری کې پرته ده چې ۴۰۰۰ کیلومتره مربع مساحت لرې. پلازمینه د پرایا ښار رسمی ژبه پرتګالي او د وګړو شمیر یې ۰۰'۵۰۳ تنه دي، نوموړی هیواد ۵ د جون ۱۹۷۵م کال له پرتګال نه خپله خپلواکی ترلاسه کړی.
د کېپ واردې یا کابو واردې، په رسمي ډول د کابو واردې جمهوریت، د منځني اتلانیتک په سمندر کې له کوچنیو ټاپوګانو څخه جوړ شوی ټاپو هېواد دی چې لس اور غورځوونکي ټاپوګان لري او ټول مساحت یې نږدې ۴،۰۳۳ کیلومتره مربع (۱،۵۵۷ مایل مربع) دی. دا ټاپوګان د کېپ-ورټ لویدیځ ته، چې د افریقا لویدیځه نقطه ده، له ۶۰۰ څخه تر ۸۵۰ کیلومترو (۳۲۰ څخه تر ۴۶۰ سمندري مایل) پورې موقعیت لري. د کېپ واردې ټاپوګان له ازورس، کانري ټاپوګانو، مادیرا او ساوېچ ټاپوګانو سره یوځای د میکارونیزیا د حیاتي سیمې برخه دي. [۸]
د کېپ واردې ټاپوګان تر ۱۵ پېړۍ پورې، کله چې پرتګالي سپړونکو ټاپوګان کشف او مستعمره کړل، بې استوګنې وو، چې په دې توګه په استوایي سیمو کې لومړۍ اروپایي استوګنه رامنځ ته شوه. له هغه ځایه چې د کېپ واردې ټاپوګان د اتلانتیک غلامانو په سوداګرۍ کې د ونډې لپاره په غوره ځای کې موقعیت درلود، کېپ واردې د ۱۶ او ۱۷ پېړیو په اوږدو کې له اقتصادي پلوه سوکاله شو، چې سوداګر، شخصي جنګي بېړۍ او سمندري غله یې راجلب کړل. دا سیمه په ۱۹ پېړۍ کې د اتلانتیک غلامانو سوداګرۍ د رکود له امله له اقتصادي رکود سره مخ شوه، او په دې وخت کې یې زیاتره اوسېدونکي کډه شول. خو کېپ واردې په تدریجي ډول د یو مهم سوداګریز مرکز او د لوی بار وړلو لارو په اوږدو کې د غوره تمځای په توګه له اقتصادي اړخه بېرته ورغېد. په ۱۹۵۱ کال کې، کېپ واردې د پرتګال د بهرنۍ څانګې په توګه مدغم شو، خو اوسېدونکو د خپلواکۍ لپاره مبارزو ته دوام ورکړ، چې په ۱۹۷۵ کال کې ترلاسه کړه.
کېپ واردې د ۱۹۹۰ لسیزې له پیل راهیسې، یو باثباته پارلماني ډیموکراتیک نظام دی او په افریقا کې یو له ډېرو پرمختللو او دیموکراتیکو هېوادونو څخه پاتې شوی. د طبیعي زیرمو د نشتوالي له امله، د دې هېواد پراختیا په حال کې اقتصاد تر ډېره د خدماتو پر بنسټ ولاړ دی، چې په ګرځندوی او بهرنۍ پانګونې تمرکز کوي. د دې هېواد ۴۸۳، ۶۲۸ نفوس (د ۲۰۲۱ کال سرشمېرنې پر بنسټ) زیاتره د ګډ افریقایي او اروپایی میراث پاتې شوني دي او په عمده ډول د رومي کاتولیک مذهب لارویان دي چې د پرتګالي واکمنۍ میراث په ګوته کوي. په ټوله نړۍ کې، په ځانګړي توګه په متحده ایالاتو او پرتګال کې، د کېپ واردې تیت وګړو پراخې ټولنه شته، چې د ټاپوګانو له اوسېدونکو څخه یې شمېر لوړ دی. کېپ واردې د افریقایي ټولنې غړی هېواد دی.
د کېپ واردې رسمي ژبه پرتګالي ده او دا یې د زدکړې او حکومت ژبه ده. دا ژپه په ورځپاڼو، تلویزیون او راډیو کې هم کارول کېږي. رسمي ملي ژبه یې کېپ وادري کریو یا Cape Verdean Creole ده، چې د نفوس د لوی اکثریت له خوا پرې خبرې کېږي. [۹]
د لغت ریښه[سمول]
دا هېواد د سینیګال په ساحل کې د کېپ-ورټ (Cap-Vert) ټاپو د نوم پر بنسټ نومول شوی دی. د Cap-Vert نوم په خپل وار سره، د پرتګالي ژبې Cabo Verde څخه اخیستل شوی چې د شنې څوکې په معنی دی. دا نوم پرتګالي سپېړونکو په ۱۴۴۴ کال کې، څو کاله د ټاپوګانو له کشف وړاندې، کېپ ته ورکړ. [۱۰]
د ۲۰۱۳ کال د اکتوبر په ۲۴ نېټه، ملګرو ملتونو ته د دې هېواد پلاوي په ډاګه کړه چې نور هېوادونه باید نور د کېپ واردې یا د کابو واردې کومه بله ژباړه د دې هېواد د رسمي نوم د برخې په توګه ونه کاروي: ټول هېوادونه باید د کابو واردې جمهوریت د هېواد د رسمي نوم په توګه وکاروي. د انګلیسي ژبې تکلم کوونکو د کېپ واردې نوم د ټاپوګانو د ټولګې لپاره کارولی او په ۱۹۷۵ کال کې د دې هېواد له خپلواکې راهیسې یې دې هېواد ته کارولی. په ۲۰۱۳ کال کې، د کېپ واردې حکومت پرېکړه وکړه چې له دې وروسته به پرتګالي نوم Cabo Verde د رسمي موخو لپاره، د ملګرو ملتونو په ګډون، وکاروي حتی کله چې په انګلیسي ژبه کې تلکم یا لیکل کېږي. [۱۱]
ایداري وېش[سمول]
تاریخ[سمول]
جغرافیه[سمول]
اقتصاد[سمول]
کلتور[سمول]
- ↑ ۱٫۰ ۱٫۱
- ↑ John Kerry (8 جولای 2014). "On the Occasion of the Republic of Cabo Verde's National Day". U.S. Department of State. د لاسرسينېټه 11 جولای 2014.
On behalf of President Obama and the people of the United States, I send best wishes to Cabo Verdeans as you celebrate 39 years of independence on July 5.
الوسيط|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Neto, Octávio Amorim; Lobo, Marina Costa (2010). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". Between Constitutional Diffusion and Local Politics: Semi-Presidentialism in Portuguese-Speaking Countries]. د افریقایي پلازمینو نوملړ.
- ↑ ۴٫۰ ۴٫۱ "Report for Selected Countries and Subjects". www.imf.org. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ "GINI index". World Bank. مؤرشف من الأصل في 20 دسمبر 2013. د لاسرسينېټه 26 جولای 2013. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ "Human Development Report 2019" (PDF) (په انګلیسي ژبه کي). ملګري ملتونه. 10 December 2019. د لاسرسينېټه ۱۰ ډيسمبر ۲۰۱۹. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ "People and Society – Cape Verde". مؤرشف من الأصل في ۱۵ جنوري ۲۰۱۴. د لاسرسينېټه ۲۷ اگسټ ۲۰۱۷. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ کينډۍ:Cite magazine
- ↑ "Constituição da República de Cabo Verde" (PDF). ICRC databases on international humanitarian law. Article 9. مؤرشف (PDF) من الأصل في ۱۲ مارچ ۲۰۱۷. د لاسرسينېټه ۱۱ مارچ ۲۰۱۷. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Lobban, p. 4 Archived 25 January 2016 at the Wayback Machine.
- ↑ "Cabo Verde põe fim à tradução da sua designação oficial" [Cabo Verde puts an end to translation of its official designation] (په پرتگیزی ژبه کي). Panapress. 31 اکتوبر 2013. مؤرشف من الأصل في 17 دسمبر 2013. د لاسرسينېټه 17 دسمبر 2013. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
- Pages with TemplateStyles errors
- ليکنې په کومو کې چي د پرتگیزی ژبې توري موجود دي
- Country articles requiring maintenance
- Pages using infobox country or infobox former country with the symbol caption or type parameters
- مخونه د غبرګونيزي تيروتنې سره
- ليکنې په کومو کي چي د انګلیسي (en) ژبې سرچينې موجودې دي
- د وېبپاڼيزې کينډۍ لارښوونيز لینکونه
- ليکنې په کومو کي چي د پرتگیزی (pt) ژبې سرچينې موجودې دي