Jump to content

کیټ میلټ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
کیټ میلټ
کیټ میلټ
کیټ میلټ

د شخص معلومات
زیږون نوم
پيدايښت
مړینه
تابعیت د امریکا متحده ایالات [۲]  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
تعلیم کولمبيا پوهنتون   د (P69) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کار/مسلک
کاروونکي ژبه(ي)
د کړنې څانګه فیمینزم [۳]،  د نارينه او ښځو د سياسي او ټولنيزې برابرۍ پلوې نظريه   د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تحریک دويمه څپه فيمينيزم   د (P135) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسليک
کیټ میلټ
کیټ میلټ

ويبپاڼه
ويبپاڼه د تاييدولو سرچينه  د (P856) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB مخونو  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

کاترین مورای میلټ (زوکړه: د ۱۹۳۴ زکال د سپټمبر ۱۴ مه – مړینه: د ۲۰۱۷ زکال د سپټمبر ۶ مه) فیمنیسټ امریکايي لیکواله، روزونکې، هنرمنده او فعاله وه. هغې په اکسفورډ پوهنتون کې زده کړې وکړې او لومړنۍ امریکايي مېرمن وه چې د اکسفورډ په سنټ هیلډا کالج کې یې له زده کړو وروسته لومړۍ درجه ویاړلی سند ترلاسه کړ. نوموړې «د فیمینېزم په دویمې څپې باندې د اساسي اغېز کوونکې» په توګه توصیف کېږي او تر ډېره پورې د جنسي سیاست په نامه خپل کتاب (۱۹۷۰ زکال) له امله چې په کولمبیا پوهنتون کې یې د دوکتورا د پای لیک پر بنسټ و پېژندل کېږي. خبریاله لیزا فیذرسټون «د جنین قانوني سقط، په کاري ډګر کې حرفوي مساواتو او همدارنګه جنسي آزادۍ» ته لاسرسی چې وړاندې یې ګمان نه کېده؛ تر یوه بریده د میلټ هڅو ته اړوند بولي. [۴][۵]

فیمینېسټي، د بشري حقونو، د اروایي درملنې ضد، د سولې او مدني حقونو خوځښتونه د میلټ یو له اصلي دلایلو څخه و. کتابونو یې د هغې له فعالیتونو څخه انګېزه اخیسته لکه د ښځو د حقونو او رواني ناروغیو د اصلاحاتو او همدارنګه د هغې د ژوندانه د خاطراتو څو کتابونو پر جنسیت، رواني روغتیا او اړیکو تمرکز درلود. د ۱۹۶۰ مې او ۱۹۷۰ مې لسیزې پر مهال میلټ په واسدا پوهنتون، برین مار کالج، برنارډ کالج او د کالیفورنیا په برکلي پوهنتون کې تدریس کاوه. د هغه په راتلونکو لیکلو اثارو کې په ډېری هېوادونو کې د دولت د تائید وړ د شکنجو اړوند د ظلم سیاست (The Politics of Cruelty) (۱۹۹۴ زکال) او د میلټ د مور (Mother Millett ) (۲۰۰۱ زکال) په نامه کتاب چې له خپلې مور سره یې د اړیکې اړوند لیکلی و؛ شاملېږي. نوموړې له ۲۰۱۱ زکال څخه تر ۲۰۱۳ زکال پورې د ادبیاتو په برخه کې د لامبدا د مخکښانو جایزه او د هنر په برخه کې د یوکو اونو د شجاعت جایزه ترلاسه کړه او سربېره پر دې یې د مېرمنو د ملي مشاهیرو تالار ته لار ومونده.

میلټ په مینه سوتا کې وزېږېده او همالته را لویه شوه او وروسته یې د خپلې ځوانۍ ډېره موده په منهتن او د مېرمنو د هنرونو په کالونۍ کې چې د نیویارک په پوکیپسي کې جوړه شوې وه تېره کړه چې بیا په ۲۰۱۲ زکال کې د هنرونو په برخه کې د میلټ په مرکز واوښته. میلټ په ۱۹۷۰ زکال کې هغه مهال چې د جنسي سیاست اړوند کتاب یې خپور شو د یوې همجنسګرا په توګه راڅرګنده شوه. له دې سره د ۱۹۷۰ زکال په وروستیو کې دوه جنسه وښوول شوه. نوموړې له مجسمه جوړونکي فومیو یوشیمورا سره له ۱۹۶۵ زکال څخه تر ۱۹۸۵ زکال پورې واده وکړ او بیا یې له دې وروسته له سوفي کیر سره واده وکړ چې په ۲۰۱۷ زکال کې یې د مړینې تر مهاله همدې اړیکې شتون درلود. [۶][۷][۸]

لومړنی ژوند او زده کړې[سمول]

کاترین مواری میلټ د ۱۹۳۴ زکال د سپټمبر په ۱۴ مه د جیمز البرټ او هلن (کورنی نوم یې فیلي و) په کورنۍ کې د مینه سوتا په سنټ پل سیمه کې وزېږېده. د میلټ په خبره هغه له خپل پلار څخه چې انجینر و وېرېدله ځکه چې هغه به وهله. پلار یې په الکولو معتاد و او کورنۍ یې هغه مهال پرېښوده چې میلټ ۱۴ کلنه وه همدا و چې د هغوی ژوند له بې وزلۍ سره مخ شو. مور یې ښوونکې وه او همدارنګه یې د بیمې په پلورلو لاس پورې کاوه. هغې د سالي او مالوري په نومونو دوه نورې خویندې هم لرلې. مالوري د هغې د اثر دریو ژوندنو (Three Lives) یو له موضوعاتو څخه وه. د ایرلنډي کاتولیک میراث په لرلو سره میلټ د خپل ماشومتوب پر مهال د سنټ پل په سیمه ئیزو ښوونځیو کې زده کړه وکړه. [۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

میلټ په ۱۹۵۶ زکال کې د مینه سوتا له پوهنتون څخه په عالي درجه د انګلیسي ادبیاتو له څانګې د لیسانس سند ترلاسه کړ. نوموړې د کاپا الفا تېتا ښځینه بنسټ غړې وه. د هغې یوې بډایې خاله ورسره مرسته وکړه څو د اکسفورد په سنټ هېلډا کالج کې د انګلیسي ادبیاتو په برخه کې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي؛ همدا و چې په ۱۹۵۸ زکال کې د لومړۍ درجې په ویاړ له دغه کالج فارغه شوه. نوموړې لومړنۍ امریکايي ښځینه زده کړیاله وه چې له سنټ هیلډا کالج څخه یې لومړۍ درجه دیپلوم ترلاسه کړی و. دنږدې ۱۰ کلونو تدریس او هنر په برخه که له کار وروسته میلټ په ۱۹۶۸ زکال کې کولمبیا پوهنتون ته ولاړه څو د انګلیسي او تطبیقي ادبیاتو په برخه کې خپلې زده کړې بشپړې کړي؛ د زده کړو پر مهال نوموړې په بارنارد کې د انګلیسي ژبې تدریس هم کاوه. [۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]

فعالیت[سمول]

فیمینېزم[سمول]

میلټ د ۱۹۶۰ مې لسیزې او ۱۹۷۰ مې لسیزې پر مهال د ښځو د خوځښت یا د فیمینېزم د دویمې څپې یو له مخکښانو څخه وه. د بېلګې په توګه هغې، سیډني ابوټ، فیلیس بیرکبی، الما روټسانګ او ارتمیس مارچ د CR One په نامه لزبین ښځو ته د اګاهي ورکولو د لومړي بنسټ غړیتوب درلود، په داسې حال کې چې هغې د ۱۹۷۰ زکال په وروستیو کې ځان دوه جنسه معرفي کړ. [۲۰][۲۱][۲۲][۲۳]

په ۱۹۶۶ زکال کې میلټ د ښځو د ملي سازمان د کمېټې غړیتوب ترلاسه کړ او ورپسې یې د نیویارک د راډیکال مېرمنو، راډیکال لیزبین او ډون ټاون راډیکال مېرمنو د بنسټونو غړیتوب هم ترلاسه کړ. [۲۴][۲۵][۲۶]

نوموړې د جنسي سیاست په نامه خپل کتاب (۱۹۷۰ زکال) له بریا وروسته د فیمینېستي خوځښت ویانده شوه، خو د متکبرې او عالي غوښتونکې په توګه له ځانه د متناقضو انګېرنو او همدارنګه د هغې د ویناوو څرنګوالي ته د نورو له تمو سره ښکېل وه چې په ۱۹۷۴ زکال کې یې د پرواز (Flying) په نامه خپل کتاب کې د هغو اړوند لیکنه کړې. [۲۷]

میلټ یو له هغو لومړنیو لیکوالانو څخه و چې د مردسالارۍ معاصر مفهوم یې په ټولنو کې د ښځو د نقد په توګه توصیف کړ. بیوګرافي لیکونکی ګیل ګراهام یټس وايي چې «میلټ د مرد سالارۍ نظریه بیان کړه او همدارنګه یې جنسیت او پر ښځو جنسي ظلم د هغو مفاهیمو په اډانه کې تعریف کړل چې د شخصي او کورنۍ ژوند په سبک کې یې د جنسي رول له مخې انقلاب ته اړتیا څرګندوله». بیټي فریدن بیا په ټولنیز او سیاسي ډګر کې ښځو لپاره د فرصتونو په برابرولو او همدارنګه د هغوی په اقتصادي خپلواکۍ تمرکز درلود. [۲۸][۲۹]

میلټ د ښځو د ژوندانه اړوند د فیمینېستي نظر له مخې څو کتابونه ولیکل. د بېلګې په توګه د هغې The Basement: Meditations on a Human Sacrifice  (د ځمکې لاندې: د انساني فداکارۍ اړوند تفکر) کتاب چې په ۱۹۷۹ زکال کې خپور شو، لیکلو یې له څلورو کلونو زیات وخت ونیو چې په کې یې په ۱۹۶۵ زکال کې د ګرترود بانیشفکسي له خوا د انډیاناپولیس د ځوانې نجلۍ سیلویا لیکنز قتل په کې تشرېح کړی و؛ هغه پېښه چې ۱۴ کاله یې د میلټ فکر بوخت کړی و. نوموړې په دغه کتاب کې له فیمینېستي لیدلوري څخه؛ د دفاع نه لرونکې نجلۍ او همدارنګه له احساسي او فیزیکي پلوه په دغه پېښه کې د ښکېلو کسانو فعالیت څېړلی و. بیوګرافي لیکونکی روبرټا ام. هوکس لیکي: «د هر ډول فیمینېستي بحثونو پرته، د بېزمنټ اثر کولای شي د یوې بشپړې احساس شوې او ټکان ورکوونکې څېړنې په توګه د ظلم او فشار پر وړاندې ځواب ورکړي». میلټ د مجرم د انګېزې اړوند وویل: «دا د یوې ښځې د ځپلو کیسه ده، داسې ښکاري چې ګرترود غوښتل د دغې نجلۍ پر وړاندې خپل وحشتناک عدالت اجرا کړي: دا هم یوازې د هغې د ښځینه توب له امله و».[۳۰][۳۱][۳۲]

میلټ او کاناډايي ژورنالیست سوفي کېر په ۱۹۷۹ زکال د هنرونو او فکري آزادۍ په کمېټه کې د ګډون په موخه تهران ته ولاړل څو د ایراني ښځو د حقونو لپاره هڅه وکړي. دوی وروسته له هغه دغه سفر ته مخه کړه چې د ایت الله خمیني دولت په ښوونځیو کې د نجونو او هلکانو د ګډو زده کړو، په کاري ډګر کې د اجباري حجاب او همدارنګه له ښځو څخه د طلاق د اجازې په اخیستو کې محدودیتونه ولګول. په زرګونو ښځینه و د ښځو په نړیواله ورځ  یا د مارچ په اتمه د تهران په پوهنتون کې اعتراضي لاریون وکړ. ډیری دغه اعتراض کوونکې په چاقو ووهل شوې، و ډبول شوې او یا هم ورباندې تیزاب وپاشل شول. میلټ او کیر چې په دغو لاریونونو کې ونډه لرله په هوټل کې یې خپله خونه پرېښوده او ایران ته له رسېدو دوه اونۍ وروسته د کډوالۍ په دفتر کې یې خوندي خونه ځان ته ونیوله. هغوی وګواښل شول چې کېدای شي بند ته واچول شوي؛ میلټ په دې باندې پوهېدله چې همجنسګرایان په ایران کې اعدامېږي او هغه مهال چې وه یې اورېدل چارواکي یې په اړه وايي هغه لزبین ده، وډار شوه وه نه وژل شي. د کډوالۍ په دفتر کې له یوې شپې اقامت وروسته هغوی په یوه الوتکه کې پاریس ته ولېږل شول. [۳۳][۳۴][۳۵]

سرچينې[سمول]

  1. Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/millett-kate — subject named as: Kate Millett — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  2. Museum of Modern Art artist ID: https://www.moma.org/artists/37500 — د نشر نېټه: ۴ ډيسمبر ۲۰۱۹ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  3. NL CR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=uk20191048993 — د نشر نېټه: ۷ نومبر ۲۰۲۲
  4. "Kate Millett". Woman's History Month. Maynard Institute. March 20, 2012. Archived from the original on June 2, 2016. لاسرسي‌نېټه October 7, 2014. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)صيانة CS1: BOT: original-url status unknown (link)
  5. Liza Featherstone (په June 10, 2001 باندې). Daughterhood Is Powerful. Washingtonpost Newsweek Interactive
  6. (په September 6, 2017 باندې). Kate Millett, Ground-Breaking Feminist Writer, Is Dead at 82. The New York Times.
  7. Dudley Clendinen; Adam Nagourney (July 30, 2013). Out for Good: The Struggle to Build a Gay Rights Movement in Ame. New York: Simon and Schuster. مخونه 99. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4767-4071-3. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)[مړه لينکونه]
  8. Paul D. Buchanan (July 31, 2011). Radical Feminists: A Guide to an American Subculture. Santa Barbara: ABC-CLIO. مخونه 39. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-59884-356-9. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  9. Neil A. Hamilton (January 1, 2002). American Social Leaders and Activists. New York: Infobase Publishing. مخونه 267. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4381-0808-7. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  10. Rosalind Rosenberg (August 13, 2013). Changing the Subject: How the Women of Columbia Shaped the Way We Think About Sex and Politics. New York: Columbia University Press. مخونه 224. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-231-50114-9. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  11. Frank N. Magill (March 5, 2014). The 20th Century Go-N: Dictionary of World Biography. London: Routledge. مخونه 2536–2537. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-317-74060-5. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  12. Justin Wintle (November 28, 2008). The Concise New Makers of Modern Culture. London: Routledge. مخونه 532. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-134-02139-0. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  13. Vincent Canby (November 5, 1971). "Movie Review: Three Lives (1971) Kate Millett's Film of and by Women Begins Run". The New York Times. لاسرسي‌نېټه September 4, 2014. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  14. (په June 18, 2001 باندې). Return of the troublemaker: Her Sexual Politics took the world by storm in 1970 and now Kate Millett is making the personal political again. The Guardian.
  15. Marcia Cohen (2009). The Sisterhood: The Inside Story of the Women's Movement and the Leaders who Made it Happen. Santa Fe: Sunstone Press. مخونه 74. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-86534-723-6. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  16. Paul D. Buchanan (July 31, 2011). Radical Feminists: A Guide to an American Subculture. Santa Barbara: ABC-CLIO. مخونه 125. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-59884-356-9. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  17. "Dr. Kate Millett". St Hilda's College, Oxford University. د اصلي آرشيف څخه پر August 18, 2014 باندې. لاسرسي‌نېټه September 4, 2014. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  18. Neil A. Hamilton (January 1, 2002). American Social Leaders and Activists. New York: Infobase Publishing. مخونه 267. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4381-0808-7. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  19. Frank N. Magill (March 5, 2014). The 20th Century Go-N: Dictionary of World Biography. London: Routledge. مخونه 2536–2537. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-317-74060-5. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  20. Dudley Clendinen; Adam Nagourney (July 30, 2013). Out for Good: The Struggle to Build a Gay Rights Movement in Ame. New York: Simon and Schuster. مخونه 99. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4767-4071-3. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)[مړه لينکونه]
  21. Paul D. Buchanan (July 31, 2011). Radical Feminists: A Guide to an American Subculture. Santa Barbara: ABC-CLIO. مخونه 39. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-59884-356-9. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  22. JoAnne Myers (20 August 2009). The A to Z of the Lesbian Liberation Movement: Still the Rage. Scarecrow Press. مخونه 93. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8108-6327-9. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  23. (په September 6, 2017 باندې). Kate Millett, Influential Feminist Writer, Is Dead at 82. The New York Times.
  24. Rosalind Rosenberg (August 13, 2013). Changing the Subject: How the Women of Columbia Shaped the Way We Think About Sex and Politics. New York: Columbia University Press. مخونه 225. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-231-50114-9. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  25. "Dr. Kate Millett". St Hilda's College, Oxford University. د اصلي آرشيف څخه پر August 18, 2014 باندې. لاسرسي‌نېټه September 4, 2014. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  26. Paul D. Buchanan (July 31, 2011). Radical Feminists: A Guide to an American Subculture. Santa Barbara: ABC-CLIO. مخونه 125. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-59884-356-9. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  27. Frank N. Magill (March 5, 2014). The 20th Century Go-N: Dictionary of World Biography. London: Routledge. مخونه 2536–2537. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-317-74060-5. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  28. Justin Wintle (November 28, 2008). The Concise New Makers of Modern Culture. London: Routledge. مخونه 532. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-134-02139-0. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  29. Green, Laura (2013). "Feminism". In Claeys, Gregory (سمونګر). Encyclopedia of Modern Political Thought, Volume 1. CQ Press. مخونه 285. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-87-289910-0. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  30. Frank N. Magill (March 5, 2014). The 20th Century Go-N: Dictionary of World Biography. London: Routledge. مخونه 2536–2537. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-317-74060-5. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  31. (په January 14, 2007 باندې). A Midwest Nightmare, Too Depraved to Ignore. The New York Times.
  32. Frank N. Magill (March 5, 2014). The 20th Century Go-N: Dictionary of World Biography. London: Routledge. مخونه 2537–2538. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-317-74060-5. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  33. (په December 15, 2014 باندې). 'She's Beautiful When She's Angry' Tells The Feminist History Left Out Of Your School Textbook. The Huffington Post.
  34. Robert Benewick; Philip Green (September 11, 2002). The Routledge Dictionary of Twentieth-Century Political Thinkers. London and New York: Routledge. مخونه 176. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-415-15881-7. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  35. Pamela Andriotakis; Andrea Chambers (April 2, 1979). "In the Name of Sisterhood, Kate Millett Finds Herself in the Eye of the Storm in Iran". ټوک. 11 نمبر. 13. د اصلي آرشيف څخه پر February 2, 2011 باندې. لاسرسي‌نېټه October 7, 2014. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود); Cite magazine requires |magazine= (لارښود)