کينډۍ:Portal:Cricket/Cricket

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

کرېکټ (انگرېزي: Cricket)د بېټ او بال (هوارې ډنډې او j,F) لوبه ده. دغه لوبه په يوه داسې لوبغالي کې ترسره کېږي چې دوه اړخيزه پراخوالی او دايره وي بڼه ولري. دغې لوبې ډګر يا لوبغالی ېې د فوټبال يا نورو لوبغالو څخه توپير لري. د کرېکېټ د لوبې د نظم او ترتيب لپاره ځانته ټرمنالوژي ده، د دغې لوبې ټرمنالوژي په انگرېزي ژبې د نړېوالو برخه والو لخوا منل شوې ده. په منځ د لوبغالي کې يوه مستطيل ډوله ډاگ دی چې شاوخوا ۲۰ متره اوږدوالی لري. په همدې پراخ ډاگ باندې لوبه پرمخ ځي. دې ډاگ ته په انگرېزي ژبه پېچ وايي . د پېچ دواړو سرونو ته وکېټې (درې ولاړې ډنډې) درول کېږي چې د بېټسمن (توپوهونکي) او بالر (توپوهونکي) ترمنځ د لوبې پولې ښکاره شي او د ويکټې يا وېکټو ساتنه په توپوهونکي پورې اړه لري. بیا د وېکټو ويشتل يا راغورځول په توپ اچوونکي پورې اړه لري. دا لوبه د دوه ؤ لوبډلو تر منځ ترسره کېږي چې هره لوبډله د يوولسو (۱۱) لوبغاړو درلودونکې وي. لوبه لکه د فوټبال يا نورو لوبو په څېر د پچې په اچولو غوراوی کوي.

 نورو مالوماتو لپاره وګورئ: کريکټ