کينډۍ:ويکپيډيا په اړه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

آن لاين ويکپېډيا د معلوماتو هغه بې سارې سرچينه ده چې په ببيلابيلو ژبو نړيوالو ته معلومات وړاندې کوي. په دې وروستيوو کې یوه شوې سروی ښئ چې ويکيپيډيا دومره باوري او له ارزښته ډکه سرچينه ده چې د نړۍ د زياتو محصلينو د علمي څيړنو ۸۵ په سلو کې له دې لارې پوره کيږي. لويديځوال خو ګرد سره په ويکپيډيا ميين دي او هر څوک چې غواړي د نړۍ پر مخ د يو څه په اړه معلومات راټول کړي نو ويکپيډيا ته مخه کوي. ويکيپيډيا رښتيا هم په ډير لږ وخت کې ډير ښه معلومات خلکو ته وړاندې کړي او وړاندې کوي يې.