کينډۍ:ويکيپېډيا پېژندنه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ويکيپېډيا يو انټرنټي پوهنغونډ دی چې په گډې ملکارۍ د ويکيپېډيا د لوستونکو او کارونانو لخوا ليکل کېږي. دا يو ځانگړی وېبځی دی چې د ويکي په نامه يادېږي، د ويکي تخنيک د گډې رغونې او جوړونې کار آسانه کوي. په پرله پسې توگه گڼ شمېر خلک د ويکيپېډيا د ښه والي او پرمختگ هڅه کوي. همدا ټول بدلونونه د بېلابېلو ليکنو او مقالو په پېښليک او په وروستيو بدلونونو کې څارلی شئ.

دلته هر څوک کولی شي چې په ليکنو کې بدلون او سمون راولي. موږ د دغه متن هر يو لوستونکی او په پښتو ژبه پوهېدونکي ته بلنه ورکوو چې د ويکيپېډيا د شته ليکنو په غځونو کې او د نويو موضوعگانو هغه ليکنې چې لا تر اوسه پورې دلته نه دي ليکل شوي، وليکي. دلته د تېروتنو سمونونه، زموږ سپارښتنه دا ده چې تاسې د خپل د ليکلو موضوع د خپلو مالوماتو سره سم وټاکئ او يا هم له نورو ويکي گانو څخه خپل د خوښې موضوعگانې راوژباړئ.