کينډۍ:د ويکيپېډيا په اړه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ويکيپېډيا يو انټرنټي پوهنغونډ دی چې له ۲۸۰ ژبو څخه ډېرو ژبو باندې ليکل کېږي. د دغه پوهنغونډ مېنځپانگه وړيا او خپلواکه ده، هر څوک چې اېنټرنېټ ته لاسرسی لري نو په خپله خوښه پکې ليکنې خپرولی او زړې ليکنې سمولی شي.

د ويکيپېډيا موخه د نړۍ په هرې ژبې د پوهې خپرول دي. د ورځې په تېرېدو سره د ويکيپېډيا ليکنې هم مخ په ډېرېدو دي. د ويکيمېډيا بنسټ ويکيپېډيا ته ورته نورې پروژې لکه ويکيسيند، ويکيتابونه، ويکيوراشه، ويکيخبرونه، ويکيپوهنتون، ويکييون، ويکي خونديځ او ويکي ډول هم لري.

پښتو ويکيپېډيا د ويکيپېډيا د انگليسي ژبې د پروژې دوه کاله وروسته پيل شوې. په دې پوهنغونډ کې بېلابېلو کارنانو شپه او ورځ کار کړی او هڅه يې کړې چې پښتو ژبه د نورو ژبو سره يو ځای د سيالۍ په ډگر کې ودروي. د پښتو ويکيپېډيا بله موخه دا ده چې په اېنټرنټ باندې د پښتو ژبې يوه لويه زېرمه وي. دم مهال (۶ غويی ۱۴۰۳ لمريز کال) پښتو ويکيپېډيا ۱۹٬۰۱۵ ليکنې لري.

بشپړ متن...