کينډۍ:دنغا ژغورلی/2009-03-11

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
د وېسټمنسټر ماڼۍ

د وېسټمنسټر ماڼۍ د زمکې مساحت نژدې ۳،۲۴ هېکټره دی. دا ماڼۍ په لندن کې د تېمز د رود په لوېديځه غاړه باندې جوړه شوې. په دې ماڼۍ کې نژدې ۱۰۰۰ کوټې دي، ۱۰۰ پوړۍ دي، او ۴،۸ کيلومتره د تگ راتگ لار لري. همدې ماڼۍ ته ورڅېرمه د ساعت څلی ۹۶ متره لوړوالی لري او همدا څلی د لندن له نامتو سمبولونو څخه يو سمبول گڼل کېږي، د همدې څلي د پاسه يو زنگ هم ځای پر ځای شوی چې بېگ بېن بلل کېږي، او ډېر خلک دا څلی په ناسمه توگه په همدې نوم پېژني.

د انځور د امتياز خاوند: Solipsist

دا هم وگورئ[سمول]