کينډۍ:دنغا/2009-03-08

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
د نن غوره انځور
د اېفل څلی

د اېفل څلی په پاريس کې د فرانسې يو پېژندل شوی څلی دی چې د همدغه هېواد سمبول گرځېدلی. دا څلی ۳۰۰ متره (۹۸۶ فوټه) لوړوالی لري چې د گوستاف اېفل لخوا طرحه شوی. گوستاف اېفل همدا څلی په ۱۸۸۹ کال کې جوړ کړ چې دا ودانۍ تر ۴۰ کالونو پورې د نړۍ تر ټولو لوړې ودانۍ کې شمېرل کېده. گوستاف اېفل د رېل د پټليو د پُلونو په ودانولو کې ډېر تجربه کاره سړی ؤ هغه همدا خپله تجربه په يوه نوې بڼه وکاروله چې پايله يې همدا څلی دی. د اېفل څلي په جوړولو کې هغه د وسپنې له ۱۸۰۳۹ ټوټو نه کار اخيستلی دی چې بيا يې د ۳۰۰ کارکوونکو په مرسته همدا ټوټې سره يو ځای کړي او د اېفل څلی يې ترې جوړ کړی.

د انځور د امتياز خاوند: Tristan Nitot
خونديځنور مستند انځورونه...

دا هم وگورئ[سمول]