کينډۍ:دنغا ژغورلی/2009-02-19

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
گازرې

انسانان د بېلابېلو نورو خوړو تر څنگ د بوټو ريښې هم د خوړنتوکو په څېر کاروي. گازرې د سابو ريښې دي چې انسانان يې د خوړو لپاره اومه يا پاخه کاروي. په گازرو کې گڼ شمېر گټور توکي شته چې په دغو کې بيټا-کاروټين چې د ويټامين اې يو اهم ډول د يادولو وړ دی، دا ويټامين په گازرو کې په لويه کچه موندل کېږي او همدا ماده د گازرو د زېړ او نارنجي رنگ سبب گرځي. گازرې د غذايي فايبرونو، انټي اکسېډانټونو او معدنيانو نه هم بډايه دي. همدا راز د گازرو په اړه يوه عامه آزانگه هم شته چې گازرې په شپه کې د سترگو ليد پياوړی کوي. خو په طبي چارو کې دا ثابته خبره ده چې د سترگو ليد لپاره ويټامين اې يو اهم وېټامين گڼل کېږي چې د دې وېټامين کمښت د سترگو ليد کمزوری کوي.

د انځور د امتياز خاوند: سټېفان آسموس

دا هم وگورئ